پښتونخوا کې د سېلابونو دوام؛ یوازې تېره شپه د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي

په خېبرپښتونخوا کې د تېرې شپې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.