د کویټې محکمې د بلوڅ جوړې د وژنې په قضیه کې د قبایلي مشر د بند موده وغځوله

د کویټې د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوڅ جوړې د وژنې په قضیه کې د قبایلي مشر سردار شېرباز سټکزي د موقتي بند موده لس ورځې نور د څېړنو لپاره وغځوله. دا پېښه د «ناموس په نامه وژنه» بلل شوې ده.