• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خالد حنفي: بهرنۍ رسنۍ د «بې‌حجابۍ، شراب خورۍ او قمار بازۍ» لپاره کار کوي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي دیني عالمانو، قومي مشرانو او خطیبانو ته په یوې ناسته کې ویلي، چې بهرنۍ رسنۍ پر دې بوختې دي چې افغانستان کې «بې‌حجابۍ، شراب خورۍ او قمار بازۍ» ته وده او پراختیا ورکړي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) زیاته کړې: «موږ باید د تبلیغاتو مقابله وکړو، همدا جهاد دی او هغوی هڅه کوي چې ماشومان هم منکراتو کې بوخت کړي. حتی پیسې تقسیموي، چې زموږ خویندې او مېندې بې‌سترۍ ته وهڅوي.»

خالد حنفي دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې، چې د دغه ډول تبلیغاتو پر وړاندې باید کلک ودرېږي او اندېښنه یې ښوولې چې طالبان اوس‌مهال له همدې امله په سختې ازموینه کې ګېر دي.

د هغه په خبره: «امربالمعروف پر هر عالم فرض عین دي، دا یوازې د همدې وزارت کار نه دی؛ بلکې هر مسلمان باید د منکراتو مخنېوی وکړي.»

دغه طالب وزیر له خطیبانو غوښتنه کړې، چې د دغو تبلیغاتو خلاف پر منبرونو غږ پورته کړي او خلک پرېنږدي چې د بهرنیو رسنیو تر اغېز لاندې راشي.

پر کابل د واکمنې ډلې دې سختدریځه وزیر تر دې دمخه هم پر رسنیو توندې نیوکې کړي دي.

خالد حنفي چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې له عام محضره ورک و، داسې مهال دغه خبرې کوي چې دغه ډلې په کابل کې د «بې‌حجابۍ» په تور یو شمېر ښځې نیولې دي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې؛ ملاهبت الله اخوند په کابل کې د خپلې ډلې د امربالمعروف وزارت پر محتسبانو بې باوره شوی، چې ګوندې کابل کې یې د بې‌حجابۍ مخنېوی نه دی کړی.‌

هغه تازه له کندهاره کابل ته پلاوی استولی او د «بې‌حجابۍ» په تور یې کابل کې د ښځو زنداني کول پیل کړي دي.

د طالبانو او نورو دیني عالمانو تر منځ د حجاب په تړاو ژور اختلافات شته. دغه ډله په کابل او ولایتونو کې ښځې نه پرېږدي، چې لوڅ مخ وګرځي؛ خو یو شمېر دیني عالمان پر دې چارې نیوکې کوي او د «مخ ښکاره کول» د حجاب برخه نه ګڼي.

د نړۍ یو شمېر لوی دیني عالمان هم د ښځو له لوري د مخ ښکاره کول په «اسلامي شریعت» کې د حجاب برخه نه بولي.

طالبان همدا راز په بازارونو کې ان د ښخو پر خبرو هم بندیزونه لګولي‌ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، په هرات کې د پاشدان بند چارې مخ په بشپړېدو دي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هرات کې د پاشدان بند چارې په بېلابېلو برخو کې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو لګولو کانال یې ۷۰سلنه، د بند دېوال او دننه سل سلنه او د نورو برخو کارونه ۹۸سلنه بشپړ شوي.

له دغه بند څخه د (زمري لومړۍ) نېټه د طالبانو د انرژۍ او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور سره په ګډه په هرات کې د دغه ډلې والي مولانا اسلام جار لیدنه کړې ده.

پر افغانستان واکمنه ډله ادعا لري، چې پر پاشدان بند ټول ټال ۱۱۷مېلیون ډالره لګښت راځي او ۱۳زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

همدا راز ویل شوي، چې د دغه بند له جوړېدو سره به ۲۰۰مېلیونه متر مکعبه اوبه هم مدیریت شي.

طالبان داسې مهال د دغه پروژې د بشپړېدو ادعاوې کوي، چې دې ډلې ډېر کله له مخکیني جمهوریت څخه پر ورپاتو نیمکړو پروژو تبلیغاتي شخوند وهلی دی.

باورونه دا دي، چې طالبان د تېر جمهوري نظام پروژې د نویو پروژو په نوم بیا پیلوي او غواړي په دې سره خلکو ته وښيي چې ګني دوی سترې رغنیزې پروژې پیل کړې دي.

طالبانو تر اوسنۍ واکمنۍ دمخه د کمال خان بند په ګډون د اوبو بندونو تر څنګ د بېلابېلو پروژو لپاره امنیتي سرخوږی جوړ کړی و او نه یې پرېښودل، چې پلې شي.

طالبانو د سړکونو، پلونو، ښوونځیو، روغتیايي ودانیو او ډول ډول پروژو خلاف خپلې وسلې د مخنېوي لپاره کارولې دي.

نیوکې دا وې، د طالبانو له لوري رغنیزو پروژو ته ګواښونه د دې لامل شوي وو چې سلګونه پروژې په ټپه ودرېږي یا هم له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

پر کابل دغه واکمنه ډله اوس وخت ناوخت د هغو سړکونو بیا رغونې هم کوي، چې د همدوی له لوري په چاودېدونکو توکو تخریب شوي وو.

کارپوهان وایي، طالبان تر ډېره له رغنیزو پروژو د پروپاګنډې او د دغه ډلې د مثبت انځور لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي او په عملي توګه بیا پروژو د پلي کېدو فعالیتونه چندان نه ترسترګو کېږي.

له ترهګریز نوملړه تر اقتصادي همکارۍ؛ طالبان ورځ تر بلې قزاقستان ته هم نږدې کېږي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د مسکو له لوري د طالبانو تر رسمیت پېژندو وروسته اوس قزاقستان هم د طالبانو سره د نږدې کېدو لپاره ځینې پراخ او جدي ګامونه اخیستي دي. د اړیکو د لا هر اړخیزه کېدو لپاره دغه اقدامات د اقتصادي ګټو او د سیمې د ثبات په نوم ترسره کېږي.

ډېپلوماټ مجلې د دغو دواړو لوریو ترمنځ د تعامل په لړ کې (د جولای په ۱۰مه) کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال مرات نورتلو سفر هم د همدې ځنځیر یوه کړۍ بللې ده. نوموړي د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال تر څنګ له یو شمېر نورو طالبانو سره د ناستو پر مهال د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

سره له دې چې تر ۲۰۲۴کاله پورې طالبان د قزاقستان له لوري د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې شامل وو؛ خو بیا یې هم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره خپلې اړیکې‌ پیل کړې.

د دغه تماسونو تمرکز تر ډېره پر سوداګرۍ، ټرانسپورټ او زیربنایي پروژو وو. د تېر کال په اوږدو کې د طالبانو یو پلاوی د قزاقستان په الماتې ښار کې د افغان توکو د یو نندارتون برخه‌وال هم و.

که څه هم قزاقستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه ‌دی پېژندلی؛ خو د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي. د مرات نورتلو سفر هم د همدې هڅو یوه برخه وه، چې د کرنې، برېښنایي خدمتونو، سوداګرۍ او لوژستیک (ترانسپورتي همغږۍ) په برخو کې بحثونه وشول.

د دې سفر پر مهال، دواړو خواوو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې قزاقستان د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو ارزښت لرونکي رېل پټلۍ پروژه کې پانګونه کوي.

دغه پټلۍ به د تورغونډۍ له پولې پیل شي او تر هرات ښاره پورې به وغځېږي. دغه پروژه د دې لپاره ده، چې قزاقستان د افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو ته لاس‌رسی ومومي؛ څو له روسیې سره د سوداګریزو لارو پر ځای بدیلې لارې ولري.

یاده مجله وړاندې لیکي، دواړو خواوو پرېکړې کړې چې د سوداګرۍ کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

مرات نورتلو ویلي: «اوس‌مهال افغانستان زموږ له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او موږ چمتو یو، چې کرنیز توکي، تېل، کیمیاوي سرې او نور توکي ورته زیات صادر کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولیزه سوداګري یوازې ۵۴۵ مېلیونه ډالره وه او ۹۷ سلنه یې د قزاقستان صادرات جوړوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو لیدنې هم په زیاتېدو دي. د مئ په میاشت کې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان په استانه ښار کې د یوه نړوۍال کنفرانس برخه‌وال و او هلته یې د قزاقستان له ولسمشر قاسم ‌ژومارت توقایف سره هم مخامخ ولیدل. دغه لیدنه وروسته له هغې ممکنه شوه، چې طالبان له ۱۹ کلونو وروسته د قزاقستان د ترهګریزو ډلو له نوملړه و اېستل شول.

ولسمشر توقایف د ۲۰۲۴ کال په جون کې وویل: «طالبان اوس د سیمې یو اوږدمهاله واقعیت دي. د دوی د نوم لیرې کول د دې لپاره و، چې له نوي افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»

د ډېپلوماټ مجلې راپور کې راغلي، د قزاقستان دا سیاست له روسیې سره ډېر ورته‌والی لري. دواړو هېوادونو په پیل کې پر طالبانو نیوکه لرله؛ خو وروسته یې عملي تګلاره خپله کړه. روسیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره سوداګري زیاته کړه، بشري مرستې یې واستولې او دا هر څه حتی هغه وخت روان وو چې طالبان لا د مسکو په تور نوملړ کې شامل وو؛ خو روسیې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې طالبان د ترهګرو له نوملړه و اېستل او بیا یې په رسمي ډول د افغانستان د حکومت په توګه وپېژندل. اوس‌مهال مسکو کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو بېرغ رپېږي.

که څه هم قزاقستان لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه‌دی پېژندلی؛ خو نښې نښانې ښيي، چې دا هېواد هم د طالبانو د پېژندنې خوا ته روان دی.

د سوداګریزو او امنیتي ګټو له مخې اوس پوښتنه دا نه ده، چې «ایا قزاقستان به طالبان په رسمیت وپېژني؟» بلکې دا ده چې «کله به یې وپېژني؟»

متقي: برېتانوۍ جوړه په زندان کې له ټولو بشري حقونو برخمنه ده

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو ویز امیر خان متقي د دغه وزارت د یو کلنې لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې د دوی په زندان کې د بريتانوۍ جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي. نوموړي ویلي، چې دوی په دوامداره توګه له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې دي او روغتیا ته یې هم پاملرنه کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په دې جوړ شوي کنفرانس کې د دوی په زندان کې د برېتانوي خاوند او مېرمنې د وضعیت په اړه وویل: «برېتانوي جوړه وخت پر وخت د کورنيو سره په تماس کې ده، بشري حقونه يې په نظر کې نیول شوي، تماس، علاج او د استوګنې د ځای لپاره یې رسېدنه شوې.»

د متقي په خبره، د دې جوړې د خلاصون لپاره هڅې رواني دي خو د ده په خبره چې د ازادېدو یو شمېر پړاونه یې لا هم پاتې دي.

ګارډین ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د یوې زړې برېتانوۍ جوړې ماشومانو له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې دوی مخکې له دې چې «په زندان کې مړه شي» خوشې کړي.

د برېتانوۍ جوړې ماشومانو اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر په دې اړه یو بیان خپور کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینالډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پیټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

د دغې برېتانوۍ جوړې اولادونو ویلي، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر د دې موضوع په اړه خبرپاڼه خپره کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینولډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پيټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

دغه خاوند او مېرمن له تېرو پنځو میاشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اته اوونۍ مخکې دوی یو د بل څخه جلا ساتل کېدل، چې تر سخت امنيتي څار لاندې و.

امیرخان متقي په دې کنفرانس کې زياته کړې، چې دوی له زندانیانو څخه سیاسي استفاده نه کوي.

ملګرو ملتونو کې د قطر استازې: د افغانستان د ثبات لپاره خپلو منځګړو هڅو ته دوام ورکوو

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د قطر هېواد استازې شېخ عالیه احمد بن سیف ال ثاني وایي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلو سیاسي او منځګړو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، قطر ژمن دی چې افغانستان بېرته نړۍوالو اړیکو ته ورستون کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د "نړۍوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د څو اړخیزې همکارۍ او د شخړو سوله‌ییز حل" تر سرلیک لاندې ترسره شوه، عالیه احمد بن سیف ال ثاني وویل، هېواد یې د افغانستان د ناورین د حل لپاره اوږدمهاله او فعاله هڅې کړي دي.

نوموړې وویل: «قطر ژمن دی چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او نړۍوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې بهیر کوربه‌توب ته دوام ورکړي.»

قطر له هغو هېوادونو څخه دی، چې له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره منځګړی رول لوبوي. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سولې هوکړې کوربه و او همداراز یې د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو او نړۍوالو همغږیو لپاره زمینه برابره کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازې ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له لویو بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د حل یوازینۍ لاره‌یې د سولې، پراخې مشورې او نړۍوالې همکارۍ دوام دی.

قطر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ډاډ دې ورکړي، چې د دغه هېواد د خلکو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقوق باید خوندي پاتې شي.

قطر همداراز له نړۍوالو مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړي، ځکه د شخړو، وچکالۍ، اقتصادي سقوط او نړۍوالې انزوا له امله د افغانستان بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

قطر یو ځل بیا څرګنده کړه، چې د خپل بهرني سیاست پر بنسټ د شخړو د سوله‌ییز حل پر اصولو ولاړ دی او د افغانستان د ثبات لپاره به خپل سیاسي نفوذ، همکارۍ او د دوحې بهیر له لارې هڅې جاري ساتي.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ټرمپ څخه غوښتي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې بیا پیل کړي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۱

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د امریکا له ولسمشر څخه غوښتي، چې د دوی د پي یو او پي دوه کډوالۍ دوسيو د څېړنې بهیر بيا پيل کړي. دوی لیکلي، د ډونالډ ټرمپ له خوا د دغو دوسیو د ځند له امر وروسته له میاشتو راهيسې په بې باورۍ، اندېښنه او ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي.

د افغان کډوالو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېته) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د دوی د کډوالۍ قضیو د ځنډولو او د میاشتو انتظار وروسته د نه زغملو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو نازک وضعیت ته په اشارې ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې دوی د سختې بې وزلۍ، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي او د تعلیمي فرصتونو نشتوالي سره مخ دي .

دغو کډوالو د امریکا ولسمشر ته ویلي، چې دوی د امریکا د ملي ګټو د ساتنې لپاره د ډونالډ ټرمپ مسوولیتونه درک کوي؛ مګر په پاکستان کې د ژوند ستونزمنو شرایطو ته په پام سره، دوی د امریکا له مشرتابه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د پي یو او پي دوه پروسه بيا پيل کړي.

په دې لیک کې لیکل شوي: «له زموږ څخه ډېر کسان په افغانستان کې د امریکا د نظامي او ملکي هڅو تر څنګ ولاړ وو او د ازادۍ او سولې ګډو ارزښتونو ته ژمن پاتې شوي و. نن ورځ موږ د امریکا څخه د مرستې او شفقت تمه لرو، هغه هېواد چې له اوږدې مودې راهیسې د زیان منونکو لپاره پناه ځای دی.»

د پي یو او پي دوه کډوالۍ دوسیو لرونکو لیکلي، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د زیان منونکو او خطر سره مخ کډوالو د نیولو او شړلو پروسه بیا پیل کړې ده.

هغوی ویلي، چې د دغو دوسیو لرونکو افغانستان ته بیا استول خوندي نه دي.

دونالد ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویم پړاو د کار په لومړۍ ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغان کډوالو امریکا ته د انتقال بهیر وځنډول شو.

دغه فرمان یو شمېر دولتي چارواکي او ادارې دې ته اړ کړي، چې دغه کډوالۍ دوسیې بیا و ارزوي.

د امریکا د ولسمشر له خوا د دې کډوالۍ بهیر د ځنډ او بیا ارزونې له امر څخه تر اوسه شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوي، خو د امریکا حکومت تر اوسه د دغو پناه‌ غوښتونکو په اړه کومه واضیح پرېکړه نه ده کړې.

افغان پناه‌ غوښتونکو په خپل لیک کې لیکلي: «ښاغلی ولسمشر، زموږ کړاوونه واقعي دي او زموږ اړتیاوې بېړنۍ دي. تاسې کولای شئ یوازې په یوه انساني اقدام سره، سلګونه کورنیو ته بېرته هیلې ورکړئ. موږ امتیاز نه غواړو، موږ یوازې د هغه ژمنې پوره کېدل غواړو، چې موږ ته راکړل شوې او د یوه باعزته سوله‌ ییز ژوند لپاره یوه موقع غواړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې دونالد ټرمپ مخکې له دې افغان پناه‌ غوښتونکو ته چې له اماراتو څخه د شړلو له خطر سره مخ دي، د مرستې ژمنه کړې وه.

هغه ویلي، د هغو افغانانو د ژغورنې لپاره به ژر اقدام وکړي، چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې امریکا ته د انتقال په تمه دي.