چین له اروپا سره د همکارۍ غوښتونکی دی

د چین او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ تر غونډې څو ساعته مخکې شینهوا دولتي خبري اژانس چین د اروپا «حیاتي ملګری» وباله او ویې ویل، چې توپیرونه د ټکر په مانا نهدي.
دا غونډه په یوې کړکېچنې سوداګریزې فضا کې ترسره کېږي او پر چینایي صادراتو، اروپايي بازار او راتلونکو اړیکو به تمرکز وشي.