• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

تاجکستان حکومت د جولای مياشتي په پیل کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته خبر ورکړی و، چې په ۱۵ ورځو کې له دغه هېواده ووځي که نه په زور به وایستل شي. حکومت تر دغه خبرتیا وروسته د افغانانو نیول پيل کړي او دا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو تر ټولو لویه څپه ګڼل کيږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخي، د تاجکستان حکومت تر دې مهال په رودکي او وحدت ښارونو کې چې ډیری افغانان په کې اوسيږي د نیولو لړۍ شروع کړې، چې له امله یې کډوال ځانونه پټ ساتي.

حکومت خبريالانو ته هم اجازه نه ده ورکړې، چې په دغو سيمو کې له افغان کډوالو سره مرکې وکړې.

یو افغان کډوال ویلي: «د جولای په ۱۵مه څو پوځي موټرې راغلې او په زيات شمېر افغان نارینه، ښځې او ماشومان يې له ځانونو سره بوتلل.»

دغه افغان کډوال زياته کړې: «افغانان اوس له خپلو کورونو نه وځي، ځکه د نیولو څخه ویريږي، پولیس د افغانانو اسناد اخلي او ورته نېټه ټاکي، چې د هېواده ووځي، موږ له نږدې ۲۰ ورځو راهيسي بهر نه یو وتلي.»

ځيي تاجکانو هم د افغانانو د نیولو خبره تایید کړې او وايي، چې اوس مهال کډوال هڅه کوي د خوندیتوب لپاره نوي ځایونه پيدا کړي.

تاجک چارواکو د جولای میاشتي تر ۱۹مې هيڅ نه وو ویلي؛ خو وروسته خاور دولتي اژانس د ملي امنیت د دولتي کمېټې د پوله ساتو مسولینو مطبوعاتي خبرپاڼه نشر کړه، چې په کې لیکل شوي وو: «یو شمېر بهرني وګړي، چې غیري قانوني تاجکستان ته راغلي او د نشه يي توکو قاچاق، د سخت دريځو خوځښتونو د مفکورو خپرول، د جعلي اسنادو په وسیله د کډوالۍ اسناد اخیستل او نور غيري قانوني فعالیتونه تر سره کول نیول شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه په تاجکستان کې ۹ زره ۹۰۲ افغان کډوال ثبت شوي، چې یو شمېر يې له پخوا څخه دغه هېواد ته راغلي.

دغه سازمان د یوه اټکل له مخي ویلي، چې ممکن دغه شمېره ۱۳ زرو ته رسېدلې وي.

تر اوسه لا هم دقیقه معلومه نه ده، چې دغه هېواد په دې وروستیو کې څومره افغانان نیولي او خپل هېواد ته لېږلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې سره ليدلي دي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د پاکستاند بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو سره لیدلي، او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د سولې د ټينګښت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراخېدو په اړه خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې، له یوې اوږدې بې‌باورۍ او سړښت وروسته، بېرته د ښوالي پر لور روانې دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، امریکا ته په یوه ځانګړي سفر کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه ترسره کړې وه.

مارکو روبیو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د مهم رول ستاینه کړې.

همداراز اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي.

دواړو لوریو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړې چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له یو او بل سره همکاري کوي.

پخوانی لوی څارنوال:په پکتیکا کې د یوه ښوونځي پر ښوونکي د اعدام حکم ظالمانه پرېکړه ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د افغانستان انټرنشنل- پښتو په اېکس سپېس کې په پکتیکا کې د یوه ښوونځي پر ښوونکي «عبدالعلیم خاموش» د اعدام شوی حکم ظالمانه وباله.

محمد فرید حمیدي وویل، عبدالعلیم خاموش یوازې د عصري علومو ملاتړ او ستاینه کړې او په وینا یې له دې سره هېڅوک له اسلام څخه نه وځي، او په دې برخه کې یاد ښوونکی پر حقه دی.

حمیدی زیاته کړه: «تر اوسه لا هم پر خاموش لږېدلی تور روښانه نه دی ځکه تر دې مهاله کوم مدافع وکیل نه دی ګومارل شوی او محکمه هم علني نه وه.»

د حمیدي په وینا، که چېرې د طالبانو ادعا سمه وي چې یاد کس مقدساتو ته سپکاوی کړی نو د طالبانو مسوولیت جوړېږي چې بیا ځلي هغه ته د اسلام بلنه ورکړي، او که بیا هم هغه بلنه ونه مني نو تر درې ګونو محکمو وروسته حد چې لا هم دیني عالمان د دغه ډول قضایاو په برخه کې د نظر اختلاف لري، عملي کړي.

نوموړي همداراز په ډاګه وویل، چې افغانان مسلمانان دي او هېڅ څوک په اسانۍ سره له دین څخه نه وځي.

هغه زیاته کړه: «طالبان داسې فکر کوي چې اسلام له دوی سره راغلی په داسې حال کې چې افغانان له دوی ډېر مخکې هم مسلمانان وو.»

نوموړي وویل: «طالبانو ته د خلکو ژوند، عزت او کرامت ارزښت نه لري او خلک په ډېرې اسانۍ سره اعداموي.»

د یادونې وړ ده چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د روان کال د چنګاښ پر ۹مه د یوې لېسې ښوونکی «عبدالعلیم خاموش» د عصري علومو د ارزښت د بیانولو له امله بندي کړ او په لومړي سر کې ځايي محکمې بیا په دوه کاله بند محکوم کړ.

خو دغه موضوع ته له غبرګونونو وروسته طالبانو پر عبدالعلیم خاموش تور پورې کړ چې ګواکې د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کړی او د پکتیکا ابتداییه محکمې هغه د یاد تورونو له امله په اعدام محکوم کړ.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې عبدالعلیم خاموش اعدام شوی او که څنګه؟ ځکه د هغه کورنۍ ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې له هغه سره په زندان کې وګوري.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د تاجکستان ـ افغانستان پولې ته د وسلو د لېږدولو پرېکړه کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا په تړاو ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته د امنیت د ټینګښت په موخه وسلې ولېږدوي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان له لوري د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سازمان سرپرست منشي والېري سېمرېکوف د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پروګرام د لومړۍ مرحلې د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او د تاجکستان ـ افغانستان ترمنځ د پولې امنیت ټینګول، د ترهګرۍ مخنیوی او د سیمه ییز ثبات پیاوړتیا یې اړینه بللي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د غړيو هېوادونو له خوا د وسلو، پوځي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو لیست وروستی شوی او غړي هېوادونه به د خپلو امکاناتو له مخې وسلې او تجهیزات تر چمتو کولو وروسته د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو وروځې وړاندې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په پنج ولسوالۍ کې د دغه هېواد د امنیت د کمېټې اړوند سرحدي ځواکونو ته د څار لپاره څلور پرمختللې کامرې ورکړې وي.

د نورستان اوسېدونکي: طالبانو د وانت وایګل ولسوالۍ وېشلو سره په قومونو کې نفاق رامنځته کړی

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د نورستان یو شمېر اوسېدونکو د وانت-وایګل ولسوالۍ د وېش او د نوې ولسوالۍ د مرکز ټاکلو پر ضد اعتراض کړی او له طالبانو یې غوښتي چې دا پرېکړه لغوه او پخوانۍ ولسوالۍ ته د لومړۍ درجې امتیاز ورکړي.

دغه اعتراضي غونډه د نورستان ولایت لسګونو اوسېدونکو له خوا د جمعې په ورځ تر سره شوې دی.

دغه اعتراض کوونکو د خپلې اعتراضي غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ویلي، چې د طالب چارواکو له خوا په ولایت کې د یوې نوې جوړې شوې ولسوالۍ د مرکز ټاکلو پرېکړې د نورستان د قومونو یووالی او پیوستون له منځه وړی دی.

طالبانو پرېکړه کړې چې د «وانت وایگل» ولسوالی په دوو برخو ووېشي، یوه به د پخواني «وانټ» په نوم پاتې شي او بله به د نوې «وایگل» په نوم. خو د نوي وایگل ولسوالۍ د مرکز ټاکنه د ځایي خلکو او ځینو طالبانو چارواکو له خوا په سختۍ سره رد شوې ده.

د دغه معترضو کسانو له ډلې یو کس وايي:«طالبانو په خپله خوښه د نوې ولسوالۍ لپاره مرکز ټاکلی دی او موږ د طالبانو د دې پریکړې څخه ناخوښه یوو.»

دوی وايي، طالبان دې د نوې ولسوالۍ مرکز د سیمې د خلکو په خوښه وټاکي او که دا کار ونه شي، ښايي په سیمه کې د مېشتو قومونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته شي.

دوی له طالبانو غوښتي، چې د نوې ولسوالۍ جوړول دې لغوه او پخوانۍ ولسوالۍ ته دې د لومړۍ درجې ولسوالۍ امتیاز ورکړي.

ایران او درې اروپايي هېوادونو د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د ایران، فرانسې، جرمني او بریتانیا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران په قونسلګرۍ کې پیل شوې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بندیزونو لرې کول او اټومي پروګرام به د دغو خبرو اصلي اجنډا وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د دغه وزارت مرستیالان کاظم غریب ابادي او مجید تخت روانچي د ایران په پلاوي کې شامل دي او همدارنګه د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مرستیال د اروپايي هېوادونو په پلاوي کې ګډون لري.

بقايي ویلي:« دا ناسته به د ایران په استازیتوب یوه غوښتنه لرونکې غونډه وي او د اټومي موضوعاتو او د بندیزیونو د لرې کلو په اړه به خبرې وشي.»

پر ایران د اسراییل او امریکا له برېدونو وروسته د اټومي پروګرام خبرو په اړه دا لومړنۍ ناسته ده.

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د اټومي څار سازمان ویلي، دغه خبرې کولی شي د پلټونو د بیا پیل یوه لاره پرانیزي.