• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکمنستان کې د طالبانو او بیلاروس استازو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د دغه هېواد لپاره د بیلاروس له سفیر استاني سلاوچپورنوي سره د لېدنې پر مهال د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې د دغه لېدنې پرمهال دواړو لوریو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د پلاو د تګ راتګ اسانتیاو، دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او ګډ کار کولو خپلې ژمنې تازه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غواړي افغانستان ته سفر وکړي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې هغه چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې پزشکیان ټینګار کړی چې له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

په کابل کې د ایران سفارت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره لېواله دی.

په یادښت کې د مسعود بزشکیان له قوله ویل شوي: "زه چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزم."

ایران: په روان کال کې ۷۵۰ زره افغانان د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر چنګاښ میاشتې پورې شاوخوا ۷۵۰ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۸۰ سلنه کډوال په خپله خوښه تللي دي.

حسین جمشیدي زیاتوي:«د دوغارون په سرحد کې د افغان کډوالو د درناوي او باعزته ستنېدو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه برخه کې د ایران او افغانستان خیریه بنسټونه، خدماتي ادارې او ټولنیز فعالان هم کار کوي.»

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد په تېرو څلورو میاشتو کې له یو مېلیون څخه ډېر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.

پر اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوان وايي پر هغه لګول شوي تورونه ناسم دي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نوموړي د پېغمبر او مقدساتو سپکاوی نه دی کړی، بلکې یوازې عصري علومو ته ارزښت ورکولو له امله پر اعدام محکوم دی. دوی ټینګار کوي چې پر هغه لګول شوي تورونه ناسم او بې‌اساسه دي.

په پکتیکا کې د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پکتیکا ابتدایي محمکې له خوا «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش لکېدلي تورونه ناسم دي.

د خاموش یوه نږدې خپلوانو ویلي:«خاموش په مونږ کې یو ډېر هوښیار او لایقه شخص دی او هغه هېڅ کله داسې څه نه وايي او نه به یې ووایي، پر هغه لکیدلي تورونه دروغ دي.»

د عبدالعلیم خاموش یو بل خپلوان بیا وايي:« خاموش یو ډېر دینداره او په دین میین سړی دی یوازې خبره د عصري علومو ده او بیا په ځايي کچه تعصب هم ډېر دی.»

د خاموش کورنۍ ځیني غړي وايي چې هغه ته دې د مدافع وکیل نیولو حق ورکړل شي. هغوی وایي په دې اړه خبرې روانې دي خو تر اوسه ورته وکیل نه دی نیول شوی.

ځايي سرچینو د چنګاښ په ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.

هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

ځايي سرچینو ویلي وه، چې «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»

له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.

وروسته سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر تېره میاشت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل اېکس‌ لیکلي و، چې د عبدالعلیم خاموش په نوم د یاد ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.

د خېبر په وینا، د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل په یوه سپېس کې وویل چې، عبدالعلیم خاموش یوازې د عصري علومو ملاتړ او ستاینه کړې او په وینا یې له دې سره هېڅوک له اسلام څخه نه وځي او په دې برخه کې یاد ښوونکی پر حقه دی.

حمیدی زیاته کړه: «تر اوسه لا هم پر خاموش لکول شوي تورونه روښانه نه دي ځکه تر دې مهاله ورته کوم مدافع وکیل نه دی ګومارل شوی او محکمه هم علني نه وه.»

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمو او خپلسرو سزاوو نیوکې کړې دي او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي، خو لاهم وخت ناوخت خلکو ته د دغې ډلې له‌خوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.

پخوانی لوی څارنوال: په کوم هېواد کې چې څارنوالۍ نه وي هلته د عدالت تامین ناشونی دی

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د تېر جمهوري نظام پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، په افغانستان کې د څارنوالۍ نشتوالی یوه لویه فاجعه او مصیبت دی او د تېر نظام په څېر یې بیا جوړول لسګونه کلونه وخت نیسي. هغه زیاتوي، په کوم هېواد کې چې څارنوالۍ نه وي هلته د عدالت تامین هم ناشونی دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم، د تېر جمهوري نظام ځينې دولتي ادارې لغوه کړې چې یوه یې هم لویه څارنوالي ده. خو د تېر نظام پخوانی لوی څارنوال وايي، که په یوه هېواد کې څارنوالي نه وي نو په هېڅ صورت کې هم عدالت شونی نه دی.

حمیدي دا څرګندونې پرون (جمعه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو اېکس سپېس کې کړي.

محمد فرید حميدي په ټوله نړۍ کې څارنوالي د دولت یو مهم رکن ګڼي او وايي چې اوس دغه مهم رکن په افغانستان کې د طالبانو له لوري لغوه شوی او په وینا یې اوس هلته پولیس او استخبارات خلک نیسي، شکنجه کوي او تحقیق ترې کوي او محکمه بیا حکم صادروي.
د نوموړي په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې د هر ډول کشف، تحقیق، تعقیب او د محکمې واکونه یوه یا دوو ارګانونو ته ورکړل شوي چې هېچا ته هم ځواب ورکوونکي نه دي.
حمیدي زیاتوي:«دمګړۍ په افغانستان کې داسې ملي او نړۍوال څارنیز بنسټونه نشته او هلته که د جمهوریت په څېر حالت وای او د بیان ازادي وای نو تاسو به لیدلي وای چې څومره مسایل بربنډیدل خو اوس هلته استبداد دی او هېڅوک نه خبرېږي.»
د حمیدي په وینا، په یوه هېواد او ټولنه کې د انسجام او د خلکو د عزت، کرامت، حقوقو، ازادۍ، امنیت او مصونیت تامین یوازې د عدالت په تطبیق سره کېږي او که څارنوالي نه وي چې په سمه توګه هر اړخیزه تحقیق وکړي نو محکمه هم نشي کولی په عادلانه توګه پرېکړه صادره کړي.
پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي چې په بشري حقونو کې هم کافي تجربه لري او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون غړی هم پاتې شوی، د څارنوالۍ د کاري بهیر په اړه ویلي: "پولیس د کشف مسوولیت لري او د قانون له مخې لومړنۍ څېړنې کوي او بیا پولیس مکلف دي چې له ۲۴ ساعتونو وروسته تورن کس څارنوالۍ ته معرفي کړي او څارنوالۍ د خپلو تحقیقاتو لپاره لس ورځې حق لري چې تورن کس وساتي او بیا یې باید د حکم د صادرېدو لپاره محکمې ته معرفي کړي. "
نوموړی وايي، په عدلي او قضايي سیستم کې د څارنوالۍ موجودیت د خلکو د حقوقو د ساتنې تضمینوونکی دی او په وینا یې اوس په افغانستان کې داسې رژيم حاکم دی چې په هېڅ ډول او په هېڅ برخه کې نه له تېر نظام او نه هم له هېڅ هېواد سره د پرتلې وړ دی.
حمیدي په تېر نظام کې یې په دې اداره کې د فساد موجودیت منلو سره ویلي، اوس چې په طالبانو کې څومره فساد دی په هغه وخت کې نه وو ځکه په هغه وخت کې پر دولتي ادارو او په ځانګړې توګه پر عدلي او قضايي بنسټونو رسنیو، مدني ټولنو او نورو ملي او نړۍوالو بنستونو څار درلود خو اوس په هېواد کې استبداد دی او هېڅوک له هېڅ وضعیته نه خبرېږي.
د نوموړي په وینا:«که اوس د جمهوري نظام په څېر نیم سلنه هم نظارت وي بیا به وګورۍ چې څومره مسایل بربنډېږي اوس هم د فحشا، لواطت، رشوط، شکنجې او د خلکو په خپل سر وهل او ډبول چې خپریږي دا نیم سلنه واقعیتونه هم نه جوړوي.»
پخوانی لوی څارنوال زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یوازې د ثبت شویو شمېرو له مخې، ۵۷ څارنوالان د طالبانو له لوري وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه او یا هم بندیان دي او همداراز د تېر نظام د امنیتي او دفاعي بنسټونو د کارکوونکو د وژنې بهیر دوام لري او تر اوسه یوه پېښه یې هم نه ده څېړل شوې.
نوموړي د برېښنا ریاست د یوه چارواکي د جنسي فساد او د پاسپورټ د اداري او مالي فساد یادونه وکړه او وې ویل، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې هېڅ طالب نه دی محاکمه شوی خو د جمهوریت پر مهال څه باندې ۳ زره دولتي چارواکي چې پکې وزیران، معینان، وکیلان، سناتوران او جنرالان شامل وو، د کابل په څرخي پله زندان کې بندیان وو.
د پخواني لوی څارنوال په وینا، دغه بنسټ په کال کې له ۶۰ تر ۶۵ زرو بېلابېلې قضیې څېړلې او تر ۲۰۱۸ کال پورې د ښځينه څارنوالو کچه څه باندې ۲۳ سلنې ته رسېدلې وه او دغه بهیر همداراز دوام درلود.
د ویلو ده چې پخوانۍ لویه څارنوالي اوس د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت پر لوی ریاست بدل شوی دی.

طالبان وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ټول‌ګټو وزارت وايي چې په د ۱۴۰۳ مالي کال کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۴.۴ مېلیون ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو شنبه (زمري ۴مه) په کابل کې د «اماراتي ادارو د لاسته راوړنو» په نامه کلنۍ غونډه کې ویلي چې د ۱۴۰۲ کال پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دوی همداراز ادعا کړې چې د اوسپنۍ پټلې له لارې د توکو لیږدولو د افغانستان په اقتصادي مثبت اغیز کړی دی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت چارواکو د ناخالصو کورنیو تولیداتو په کچه کې د زیاتوالي خبره هم کړې وه، په داسې حال کې د بېلابېلو بسټونو له لوري په ترسره شویو ارزونو کې په ښکاره دا خبره شوې چې په افغانستان کې ورځ تربلې د بې‌وزلۍ او لوږې کچه مخ پر زیاتېدو ده.

ځینو افغانانو د افغانستان انټرنشل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره د خپل کړاو او ناسم اقتصادي وضعیت په اړه دوامداره شکایتونه او نیوکې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اقتصادي ودې ادعاوې کوي.