طالبانو د پخواني حکومت ۳۲ غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي، هېواد ته تازه راستانه شوو ۳۲ کسانو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي. د یاد کمېسیون مشر شهاب الدین وویل هغه افغانان چې د منفي تبليغاتو له امله وتلي باید وطن ته راشي ځکه دلته اوس سوله ده او په هره برخه کې پرمختګ روان دی.