• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتنو د قومي جرګې پرېکړه؛ د قبایلي سیمو امنیت دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند له‌خوا په جوړې شوې د پښتنو قومي جرګه کې پرېکړه شوې، چې د خېبرپښتونخوا سره یوځای شويو قبایلي سیمو واک دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي. دغه جرګه همداراز ټينګار کوي، چې په قبایلي سیمو کې دې نیابتي جګړې پای ته ورسول شي.

د پښتنو یاده قومي جرګه د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د عوامي نشنل ګوند تر چتر لاندې د پاچا خان په مرکز کې جوړه شوه.

په دې جرګه کې د ټولو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو استازو ګډون درلود او د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د کانونو اېستلو په اړه هم پر حکومت نیوکې وکړې.

دغه جرګې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په خېبرپښتونخوا کې د نادرکه شویو کسانو په اړه د څېړنو تر څنګ د خلکو په جبري ورکېدو کې د لاس لرونکو کسانو د راکش کولو غوښتنه کړې ده.

یاده جرګه په دې باور ده، چې د پاکستان ریاست باید پر خپلو پوځي پالیسیو له سره کتنه وکړي او د هر ډول وسله والو سازمانونو ملاتړ دې ودرول شي.

یادې جرګې ویلي، چې په پاکستان کې دې د ښو او بدو وسله والو توپیر پای ته ورسېږي او د وسله والو ټول مرکزونه دې له منځه یووړل شي.

د صوبې د مرکزي سیاسي ګوندونو د پښتنو د قومي جرګه پرمهال د پوځي ادارو سره د پښتونخوا او پخوانیو قابایلي سیمو د سوله ییز پاڅون په اړه د جدي خبرو اترو لپاره یوې ځانګړې جرګې جوړېدو غوښتنه هم مطرح کړل.

د جرګي په پرېکړه لیک کې راغلی:«د پښتونخوا ځمکه نورې ناکرارۍ نشي زغملی او دا سیمه د نړۍوالو جګړو او شخړو د جګړې ډګر نشي ګرځېدلی او ولس به د پاکستان ریاست داسې پالیسي ونه مني.»

همدارنګه د پښتنو قومي جرګې د عوامي نشنل ګوند د وژل شوي غړي مولانا خانزېب د وژل کېدو پېښې د څېړولو او د قاتلیونو د پیدا کولو لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په مشرۍ د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې د پښتنو قومي جرګې د (تلې ۲۲مه) له درې ورځنۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شل مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې وې.

د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.

منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال ویلي و، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به غور وکړي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، خو لا هم د یادې جرګې پرېکړې نه دي عملي شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د خېبر پښتونخوا پولیس: په سوات کې د یو افغان په ګډون دري پاکستاني طالبان وژل شوي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا پولیسو وایي، چې د سوات په بریکوټ سیمه کې د ترهګرو ضد څانګې ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو درې مهم غړي وژل شوي دي. په وژل شویو کې د رحیم الله رحماني په نوم د کونړ ولایت اوسېدونکی هم شامل دی.

د خېبرپښتونخوا پولیسو د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټي ټي پي یادو غړو په ګڼو ترهګریزو برېدونو کې لاس درلود او له ډېر وخت راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان وګړی رحیم الله رحماني د امان الله زوی په دوو جلا ترهګریزو قضیو کې ښکیل و او د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.

همدارنګه پولیسو ویلي، په ګډو عملیاتو کې د ټي ټي پي وژل شوي غړي جمال او اسحاق چې د وقاص او جنید په نومونو مشهور وه د عبرت شاه زامن وه.

د پولیسو په خبرپاڼه کې له درې واړو څخه «تر تعقیب لاندې ترهګرو» په نوم یادونه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په ځلونو طالبان تورن کړي، چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پناه ورکړي ده، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوي رد کړي دي.

د ټي‌ټي‌پي ادعا: ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو زمونږ پر وړاندې له جګړې انکار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۳۹ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي نن (شنبه، زمري ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ادعا کړې چې ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونه د بېلابېلو لاملونو له کبله له جګړې ستړي شوي او د دوی پر وړاندې په عملیاتو کې یې له ګډونه انکار کړی دی.

په خبرپاڼه کې په ورځنۍ کچه د پاکستاني ځواکونو له ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د روان جنګ په حقیقت پوهېدنه، د امنیتي مشرانو له لوري د امنیتي سرتیرو ګوښه کول، د ادارو ناسم چلند او په ټوله کې د شرایطو سخت‌والی، له جګړې نه د پاکستاني ځواکونو د زړه توري کېدو لاملونه بللل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوي چې تحریک طالبان پاکستان دغه معلومات د پاکستان له بېلابېلو برخو ترلاسه کړي او په ورته وخت ډېری ځواکونو له خپلو دندو استعفاوې هم کړي دي.

یادې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي بنسټونه د یادو شویو لاملونو له کبله د کسانو له کمښت سره مخامخ دي او په دغه بنسټونو کې عمومي روحیه ډېره ځپل شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د پاکستان امنیتي بسټونه په بېلابېلو سیمو کې د لوړو امتیازونو په بدل د ځواکونو د جذبولو اعلانونه کوي؛ خو خبرداری ورکړی چې خلک باید دې مسلې ته جدي پام وکړي او په دغه اعلانونو تېر نه وځي.

په پاکستان کې رسمي سرچینو د تحریک طالبان پاکستان د دغې خپرې کړې خپرپاڼې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

پاکستان: طالبان د «ټي ټي پي» په تړاو زموږ اندېښنو ته "مثبت غبرګون" ښيي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» د پټنځایونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنو ته "مثبت ځواب" ښيي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې دواړه لوري د اړیکو د تر ټولو حساسو مسایلو په اړه محتاط خو هیله‌بښونکې پرمختیا تجربه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ په اونیزې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:«یوه مهمه ستونزه دا ده چې هلته ترهګرو ته پټن‌ځایونه ورکړل شوي. دواړه خواوې په فعالو خبرو بوختې دي، او افغان لوري ته زموږ د اندېښنو د رسولو په اړه مثبته فضا لیدل کېږي.»

ټي ټي پي او افغانستان: دوامداره اختلاف

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان کابل ته بېرته ور وګرځېدل، پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې زرګونه ټي ټي پي جنګیالي یې ځای پر ځای کړي او دغه جنګیالي په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د بریدونو کچه لوړه کړې ده.

د نومبر ۲۰۲۲ کال راهیسې، له ټي ټي پي سره د یوه اوربند له ناکامېدو وروسته، تاوتریخوالی لا پسې زیات شوی.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا ۳،۰۰۰تر ۴،۰۰۰ پورې د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه فعالیت کوي. خو افغان طالبانو بیا دا ادعاوې تل رد کړي دي.

له کړکېچه تر تفاهمه

که څه هم وروستیو کلونو کې د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې وې، خو د اپرېل په ۱۹مه د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، د کابل له سفر وروسته اړیکې یو څه نرمې شوې.

دواړو خواوو د سوداګرۍ او امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړې، چې د چارواکو په وینا، دا لیدنه د چین د هڅو له برکته "تاکتیکي نرمښت" رامنځته کړ.

وروسته له دې، د ډېپلوماټیکو اړیکو کچه هم لوړه شوه؛ په دواړو هېوادونو کې اوس د شارزدافېر پر ځای سفیران چارې پرمخ وړي.

د همدې بهیر دوام په ترڅ کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ، چې ورسره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملګری و.

ښاغلي نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره د «ټي ټي پي»، په ډېورنډ کرښه امنیت، د نشه‌یي توکو د قاچاق، او د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو ویلي، افغان لوري په اصل کې هوکړه کړې چې د TTP جنګیالي به د ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو څخه په تدریجي ډول نور سیمو انتقال شي. دا اقدام د دغه جنجالي مسلې پر موجودیت یو نادر اعتراف بلل کېږي.

د بهرنیو چارو ویاند شفقت علي خان وویل: «تخنیکي بحثونه دوام لري، دواړه خواوې مثبتې بوختې دي، او امنیتي همکاري باید د دواړو وروڼو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د عمومي مثبت بدلون په چوکاټ کې وکتل شي.»

ښاغلي خان زیاته کړه چې له سوداګرۍ سره اړوند بېلابېل مسایل، لکه لوژستیک، ګمرکي او اجرایي ستونزې، اوس تر بحث لاندې دي:«تاسو لیدلی شئ چې پرمختګ روان دی، او سوداګرۍ کې مثبت حرکت رامنځته شوی.»

یاده دې وي چې تمه ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به په راتلونکو اونیو کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو له پاکستاني چارواکو سره، پخوانیو تفاهماتو د تعقیب لپاره خبرې وکړي.

د پاکستان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې سره ليدلي دي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د پاکستاند بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو سره لیدلي، او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د سولې د ټينګښت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراخېدو په اړه خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې، له یوې اوږدې بې‌باورۍ او سړښت وروسته، بېرته د ښوالي پر لور روانې دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، امریکا ته په یوه ځانګړي سفر کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه ترسره کړې وه.

مارکو روبیو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د مهم رول ستاینه کړې.

همداراز اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي.

دواړو لوریو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړې چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له یو او بل سره همکاري کوي.

منظور پښتین: چې وخت یې راغی هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی وي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستانی پوځ پر پښتنو ظلمونه کوي او وخت به راځي چې هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی واوسي.

نوموړي د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور وروستیو څرګندونو ته چې د پوځ له خوا د وسله والو د خلاصون په تړاو یې کړې وې ویلي: " دا د ترهګرۍ تر شا پوځ دی د شعار تایید دی."

منظور پښتین پر فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ یوازې دا ظلم نه، بلکې پر پښتنو یې ګڼ نور ظلمونه هم کړي دي.

پښتین یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د ترهګرو تر شا د پاکستان پوځ دی او په وینا یې دغه پوځ د پښتنو په ټول وژنه کې لاس لري او په دې برخه کې یې مقدمه هم ثبت کړې ده.

وړمه ورځ (سې شنبه) د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوې خبري غونډه کې ویلي، پښتونخوا صوبه د ناامنیو له امله سخته ځپل شوې او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل: «زه له چا نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».