• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: د امریکا او سیمې لوړپوړو قوماندانانو د ترهګرۍ پروړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د پاکستان، امریکا، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان لوړپوړو پوځي قوماندانانو په اسلام اباد کې په یوې غونډه کې د امنیتي همکاریو د پياوړتيا، د ترهګرۍ او ګډو ګواښونو پروړاندې پر مبارزې خبرې وکړې. د پاکستان ولسمشر د سنټکام قوماندان ته هم یو لوړ پوځي مډال ډالۍ کړ.

دغه غونډه د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اسلام اباد کې تر سره شوې ده.

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه د سیمه ييزو امنیتي همکاريو د پراختیا، د پوځي ډيپلوماسۍ د پياوړتیا او د ګډونو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو پر لور یو مهم ګام دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې غونډه د دفاعي همکاريو د پياوړتیا، د ګډو روزنيزو پروګرامونو د پراخیتا، د ترهګرۍ او نورو امنیتي ننګونو پروړاندې د تجربو د تبادلې په موخه تر سره شوې.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په خپلو خبرو کې د سولې، ثبات او په سیمه کې د رغنده تعامل لپاره د خپل هېواد پر ژمنتیا ټينګار وکړ.

عاصم منیر ویلي: «پاکستان ژمن دی، چې د خپلو شریکو هېوادونو په مرسته یو خوندي او سوکاله سیمه ییز چاپېریال جوړ کړي.»

منیر زیاته کړې: «په داسې وخت کې چې نړۍوال ګواښونه او پېچلې ګډې ننګونې پر نړۍوال امنیت اغېز کړی، د ژورې پوځي همکارۍ، ستراتېژیکو خبرو او متقابل باور پیاوړتیا اړتیا تر هر بل وخت ډېره محسوسېږي.»

د پاکستان د پوځ د خبرپانې له مخې، د غونډې ګډونوالو د سولې د ساتلو، د ملي حاکمیت درناوي او د ترهګرۍ، سایبري ناامنۍ او تاوتریخجن افراطیت په ګډون د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر ګډ هوډ ټينګار وکړ.

د امریکا لوړپوړي قوماندان ته پوځي مډال ورکړل شو

د همدې غونډې په څنډه کې د پاکستان ولسمشر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا ته پوځي مډال ورکړ.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دا نښان جنرال کوریلا ته د هغه د غوره خدمتونو په درناوي ورکړل شوی، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوامدارو دفاعي همکاريو په پياوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيکو اړیکو په لوړولو کې يې مهم رول لوبولی دی.

100%

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سنټکام قومندان ته دغه نښان د رسمي مراسمو پرمهال ورکړ او د سیمي د امنیت د پياوړتیا لپاره يې د هغه د اغېزناکو هڅو قدرداني وکړه.

جنرال کوريلا د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره هم ولیدل او د سيمې د امنیتي وضعیت، د دوه اړخیزو پوځي همکاريو، د ترهګرۍ او نويو ګواښونو پروړاندې يې د ګدې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پښتنو د قومي جرګې پرېکړه؛ د قبایلي سیمو امنیت دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند له‌خوا په جوړې شوې د پښتنو قومي جرګه کې پرېکړه شوې، چې د خېبرپښتونخوا سره یوځای شويو قبایلي سیمو واک دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي. دغه جرګه همداراز ټينګار کوي، چې په قبایلي سیمو کې دې نیابتي جګړې پای ته ورسول شي.

د پښتنو یاده قومي جرګه د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د عوامي نشنل ګوند تر چتر لاندې د پاچا خان په مرکز کې جوړه شوه.

په دې جرګه کې د ټولو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو استازو ګډون درلود او د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د کانونو اېستلو په اړه هم پر حکومت نیوکې وکړې.

دغه جرګې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په خېبرپښتونخوا کې د نادرکه شویو کسانو په اړه د څېړنو تر څنګ د خلکو په جبري ورکېدو کې د لاس لرونکو کسانو د راکش کولو غوښتنه کړې ده.

یاده جرګه په دې باور ده، چې د پاکستان ریاست باید پر خپلو پوځي پالیسیو له سره کتنه وکړي او د هر ډول وسله والو سازمانونو ملاتړ دې ودرول شي.

یادې جرګې ویلي، چې په پاکستان کې دې د ښو او بدو وسله والو توپیر پای ته ورسېږي او د وسله والو ټول مرکزونه دې له منځه یووړل شي.

د صوبې د مرکزي سیاسي ګوندونو د پښتنو د قومي جرګه پرمهال د پوځي ادارو سره د پښتونخوا او پخوانیو قابایلي سیمو د سوله ییز پاڅون په اړه د جدي خبرو اترو لپاره یوې ځانګړې جرګې جوړېدو غوښتنه هم مطرح کړل.

د جرګي په پرېکړه لیک کې راغلی:«د پښتونخوا ځمکه نورې ناکرارۍ نشي زغملی او دا سیمه د نړۍوالو جګړو او شخړو د جګړې ډګر نشي ګرځېدلی او ولس به د پاکستان ریاست داسې پالیسي ونه مني.»

همدارنګه د پښتنو قومي جرګې د عوامي نشنل ګوند د وژل شوي غړي مولانا خانزېب د وژل کېدو پېښې د څېړولو او د قاتلیونو د پیدا کولو لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په مشرۍ د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې د پښتنو قومي جرګې د (تلې ۲۲مه) له درې ورځنۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شل مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې وې.

د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.

منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال ویلي و، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به غور وکړي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، خو لا هم د یادې جرګې پرېکړې نه دي عملي شوي.

برلین کې یو شمېر مېشتو افغان کډوالو د طالب ډېپلوماټانو د منلو پر وړاندې لاریون وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱

په برلین کې یو شمېر مېشتو افغان کډوالو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د طالبانو د ډېپلوماټانو د منلو پر وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ. لاریون کوونکو د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ هر ډول تعامل او همکاري "خیانت" وباله.

دغو افغان کډوالو طالبان "ترهګره ډله" وبلله او د جرمني پر حکومت یې غږ وکړ چې د دې ډلې له ادارې سره تعامل ودروي.

لاریون کوونکو له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په جبري اېستلو نیوکه وکړه. دوی په یوه شعار کې لیکلي وو: «جبري اېستل د وژنې معنا لري.»

جرمني په دې وروستیو کې ۸۱ افغان مجرم کډوال په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته واېستل.

د افغان کډوالو له اېستلو وروسته، جرمني د طالبانو د کونسلي برخې دوه طالب ډېپلوماټانو ته اجازه ورکړه چې خپل ماموریت په جرمني کې پیل کړي ترڅو د نورو "مجرم کډوالو" د اېستلو پروسه اسانه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنیشنل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو ډېپلوماتان جرمني ته رسیدلي او د اداري پروسې له بشپړولو وروسته به خپل کار پیل کړي.

یاد وزارت وویل چې "د جرمني حکومت لېواله دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې جرمني کې افغان وګړي مناسبو کونسلي خدماتو ته لاسرسی ولري."
د جرمني لخوا د یو لوی اروپايي ځواک په توګه د طالبانو ډېپلوماتانو منل د پراخو غبرګونونو لامل شوی.

یو شمیر فعالانو جرمني تورن کړی، چې کډوال مرګ او شکنجې ته سپاري.

پاکستاني حکومت په راولپېنډۍ کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو امر وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د راولپېنډۍ پولیسو د مشر په حواله راپور ورکړی چې په دغه ښار کې به د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات چټک شي. ډان ورځپاڼې لیکلي، پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې استوي چې د وېزو نېټه یې ختمه شوې ده.

د یاد ښار د پولیسو مشر ویلي چې څلور ډوله افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي. یو هغه کډوال چې د افغان کډوال په نوم ثبت شوي او (ACC) کارډ لري، دویم هغه کډوال چې هېڅ ډول اسناد نه‌لري، درېیم هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR کارډ لري او څلورم هغه افغان کډوال چې د وېزو میعاد یې پای ته رسېدلی وي.

پولیسو دا مهال د هغو افغان کډوالو لټون پيل کړی چې په پاکستان کې په کرايي کورونو کې اوسېږي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وېزو تمدید ځنډېدلی چې له امله یې ډېر افغانان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په غزه کې د لوږې خطرناکه څپه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شول

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۱

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د لوږې له امله د مړه شویو شمېر د ۸۰ ماشومانو په ګډون ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. د هغوی په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

د لوږې سربیره د اسراییل دوامداره هوايي بمبارۍ هم له فلسطتنیانو قرباني اخلي. د معلوماتو پربنسټ د تېرې جمعې ورځې راهیسې په غزه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې ۵۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ هغه ټپیان دي.

که څه هم تراوسه په غزه کې د روان تاوتریخوالي او بشري کړکیچ د پای ته رسېدو لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم د جرمني، فرانسې او برېټانیا مشرانو پر اسراییل غږ کړی چې پر غزه د بشري مرستو بندیز له ځنډ پرته لرې کړي څو دغې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

دې سره جوخت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په غزه کې له «بشري ناورین» پرته پل څه نشته. د هغه په وینا، که د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند وشي، نو یاد بنسټ چمتو دی چې د بشري مرستو لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د یوه‌ پرانیستي لیک له لارې د دغه هېواد له لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

سکای نیوز خبري شبکې شنبه (زمري ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، د پارلمان له‌خوا د بریټانیا پر لومړي وزیر سر کیر سټارمر ورځ تر بلې فشار ډېرېږي چې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د برېټانیا پارلمان د غزې وضعیت بشري ناورین بللی او وايي، دا غوښتنه یې ځکه کړې چې په فلسطین سولې ته لاره هواره شي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به هغه وخت فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې دا کار د سولې د بهیر لپاره ډېر موثر او ګټور وي.