طالبان وایي د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره د صادراتو پر فرصتونو وغږېدل

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې سره یې اروپايي هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د رسولو په اړه خبرې کړي او هغې هم د افغاني صادراتو د ودې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.