• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان سوداګریزه هوکړه؛ د مشروعیت ورکولو یا اقتصادي همکاریو تړون؟

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۹ GMT+۱

که څه هم د پاکستان او د طالبانو د حکومت تر منځ د غوره‌والي سوداګریز تړون د اقتصادي همکارۍ په بڼه اعلان شوی، خو څارونکي وایي چې دا هوکړه یوازې د تعرفو د کمولو معنا نه لري، بلکې یوه نه‌منل شوي رژیم ته له نړۍوالو اصولو سره د ژمنتیا پرته، اقتصادي مشروعیت ورکوي.

ماډرن ډېپلوماسۍ د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستي اقتصادي تړون په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې اسلام‌اباد او د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل د یوه نوي سوداګریز تړون (PTA) له مخې پر یو شمېر کرنیزو محصولاتو تعرفې راکمې کړې دي. که څه هم دواړه لوري دا هوکړه د سیمه‌ییز ثبات او دوه‌اړخیزې ګټې یوه "مثبته لاسته‌راوړنه" بولي، خو تر شا یې جدي اخلاقي او ستراتیژیکې اندېښنې راولاړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د مېوو په ګډون د مهمو کرنیزو توکو تعرفې له ۶۰ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې، چې د ځینو افغان کروندګرو او سوداګرو لپاره اقتصادي فرصتونه برابروي. خو څېړونکي وايي، دا ډول مثبت انځور ورکول د ژور حقیقت پټولو هڅه ده.

په راپور کې راغلي، چې دا تړون د طالبانو د "سوداګرۍ وزارت" ته د یوه رسمي او مشروع بنسټ بڼه ورکوي، هغه اداره چې تر اوسه د نړیوالو له‌خوا د بشري حقونو او ترهګرۍ ضد اصولو له امله په رسمیت نه ده پېژندل شوې. دا ډول سوداګریز تعاملونه، که څه هم په نوم د اقتصادي ثبات لپاره ترسره کېږي، خو په عمل کې د طالبانو مشروعیت پیاوړی کوي او نړیوالې اجماع ته زیان رسوي.

کارپوهان وايي، د طالبانو حکومت چې له ښځو، نجونو او مدني ټولنو سره ظالمانه چلند کوي او له ترهګریزو شبکو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) او القاعده سره پټ روابط لري، په مستقیم یا غېر مستقیم ډول له دې هوکړې څخه مالي او سیاسي ګټه اخلي.

د تړون پلویان ادعا کوي، چې دا به د خلکو تر منځ اړیکې پیاوړې کړي او اقتصادي ځان‌بسیا ته به لاره هواره کړي، خو شنونکي وايي، تر هغه چې طالبان ښځو ته تعلیم او کار ته اجازه ورنه‌کړي او د ټول‌ګډونه حکومت اصولو ته ژمن نه شي، دا ډول اقتصادي تعاملونه یوازې د طالبانو له ملاتړو سره د سوداګرۍ پراخولو فرصتونه دي، نه د افغان ولس د هوساینې تضمین.

همداراز، دا اندېښنه هم شته چې د سوداګرۍ له لارې به د طالبانو د عوایدو سرچینې زیاتې شي او د کرنیزو محصولاتو له وارداتو څخه د عوایدو برخه به د عامو کروندګرو پر ځای، د طالبانو له خوا کنټرولېدونکو شبکو جېب ته ولاړې شي.

د پاکستان هڅه چې د داخلي فشارونو، د کډوالو کنټرول او په کابل کې د نفوذ د ساتلو لپاره له طالبانو سره معامله کوي، یوه ستراتیژیکه تېروتنه بلل شوې. دا کار نه یوازې د اوږدمهاله امنیت پر وړاندې خطر جوړوي، بلکې د پاکستان خپل ثبات هم تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه دا له هغه رژیم سره مرسته کوي، چې د TTP غړو ته پناه ورکړې او پر پاکستان بریدونه کوي.

ماډرن ډېپلوماسۍ په دغه راپور کې ځانګړي وړاندیزونه هم کړي:

په وړاندیزونو کې ویل شوي، چې له طالبانو سره باید هر ډول سوداګریزه هوکړه د نړۍوالو اصولو پر بنسټ، د بشري حقونو، د ښځو د زده‌کړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ له شرایطو سره وتړل شي. همداراز، نړۍواله ټولنه باید د طالبانو د رسمیت پېژندلو له اجماع څخه وا نه وړي او دا ډول هوکړې باید یوازې د بشري مرستو تر چوکاټ لاندې تفسیر شي.

همدا ډول د هوکړې له لارې تر لاسه کېدونکي عواید باید وڅارل شي، تر څو یوازې ولس ته ورسېږي، نه د طالبانو جېب ته او سوداګري باید د درملو، خوړو او عاجلو اړتیاوو په چوکاټ کې وشي، نه د عمومي عوایدو په پلمه.

په وړاندیزونو کې دا هم راغلي، چې له طالبانو سره د معامله کوونکو هېوادونو تر منځ باید همغږي وشي، تر څو رژیم ونشي کولای له یوه لوري فشارونه او له بل لوري ګټې تر لاسه کړي او ترڅنګ یې باید د ښځو، مدني ټولنو او ازادو رسنیو لپاره ملاتړ ډېر شي، ترڅو د طالبانو له چوکاټه بهر هم مقاومت او ژوند پاتې شي.

همدا ډول پاکستان ته باید د TTP پر ضد د نړۍوالې همکارۍ فرصتونه ورکړل شي، تر څو د طالبانو پاملرنې ته اړتیا ونه لري.

دا هوکړه که څه هم اقتصادي ارزښت لري، خو په بنسټیز ډول د یوه ظالم، غېر‌مشروع او د ترهګرۍ سره تړلي رژیم لپاره د مشروعیت یوه بله دروازه پرانیزي. د لنډمهاله ګټو لپاره د اوږدمهاله ارزښتونو قرباني کول، نه یوازې د افغانستان لپاره خطرناک دي، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره هم د ثبات پر ځای د بې‌ثباتۍ زنګ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: له ایران څخه د افغان کډوالو اېستل به افغانستان ته یوه ویجاړوونکې ضربه وي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

ایران له افغان کډوالو سره سخت چلند پیل کړی او زرګونه کسان یې تراوسه له دې هېواد څخه اېستلي دي. ایراني چارواکي ادعا کوي، چې افغانانو اسراییل ته جاسوسي کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دغه تورونه نه‌دي ثابت شوي او جبري اېستل به افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ کړي.

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اقدامات تر هغه وروسته پیل شوي چې ایراني چارواکو ادعا وکړه، چې بې‌اسناده افغان کډوالو د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړو پرمهال اسراییل ته جاسوسي کړې او د توغندیو په توغولو کې یې مرسته ورسره کړې.

د ایران دولتي ټلویزیون دا تورونه خپاره کړي او تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې یو شمېر افغانان د جاسوسۍ او د ډرون او چاودېدونکو توکو د زده‌کړې وسایلو د لرلو په تور نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، له جون میاشتې راهیسې تر یو میلیون زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۲۷ زره یې د ایراني چارواکو له‌خوا اېستل شوي دي.

د یادې ادارې ویاند بابر بلوڅ په یوه پیغام کې ویلي: «زموږ ټیمونه د پولې په اوږدو کې له ستړو، وږو او وېرېدلو خلکو سره مرسته کوي. زموږ کارکوونکي او اسانتیاوې تر خپلې وسې ډېر فشار لاندې دي.»

د جاسوسۍ دغه ادعاوې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې لړۍ پارولې، هغه ټولنه چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې د شوروي یرغل او له هغې وروسته د جګړو له امله له افغانستانه ایران ته تللې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال او تر ۵ لکه پورې نور بې‌اسناده افغانان په ایران کې ژوند کوي، خو د ایران حکومت د ټولو افغان مېشتو شمېر نږدې ۶ میلیونه اټکلوي، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۷ سلنه جوړوي.

ایراني چارواکي اکثره افغانان "مېلمانه" بولي، چې یوازې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد د بندیزونو له امله له سختو فشارونو سره مخ دی.

ایراني چارواکي وايي، یوازې هغه افغانان شړل کېږي چې "غېرقانوني" بلل کېږي، خو د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په وینا، هغوی داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې د پاسپورټ او قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم له دې اقدام څخه خوندي نه‌دي، چې له امله یې د کډوالو ترمنځ وېره او ګډوډي خپره شوې ده.

ویجاړونکي عواقب

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د جبري اېستلو دا پراخه لړۍ به نه یوازې افغانستان، بلکې د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره هم «ویجاړونکي عواقب» ولري. د دوی په وینا دا جبري اېستل به هغه میلیونونه ډالر چې افغان کارکوونکي له ایرانه خپلو کورنیو ته لېږي، له منځه یوسي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخوند له ایراني چارواکو غوښتي، چې «د اخراج بهیر دې له حوصلې سره او تدریجا ترسره کړي».

دا څرګندونې د هغه څه سره متضاد دي، چې یو شمېر اېستل شویو کسانو له بلومبرګ سره شریکې کړې دی.

هغوی وايي، ایراني چارواکي افغانان له سړکونو راټولوي، لرې توقیف‌ځایونو ته یې لېږي او بیا د بسونو له لارې د اسلام کلا بندر ته باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د اسلام کلا له بندره د لیدنې پر مهال وویل: «ډېری خلک له کلونو راهیسې له خپلې خاورې لرې دي، نه کور لري نه سرپناه. ډېر کسان د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي او دا نوی بهیر به پر افغانستان دروند بار واچوي.»

نامعلوم برخلیک

اېستل شوي کسان باید اوس یو ځل بیا په داسې افغانستان کې ژوند پیل کړي، چې هم د بندیزونو تر فشار لاندې دی او هم له اقتصادي، خوراکي او بشري ناورینونو سره مخ دی.

راپور وایي، ډېریو کسانو له پخواني حکومت یا لوېدیځو موسسو سره کار کړی و او اوس د طالبانو له ګواښ سره مخ دي. نجونې او ښځې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نشي کولی او له کاري فرصتونو هم بې‌برخې دي.

احمد صابر چې تازه له ایرانه اېستل شوی، بلومبرګ ته ویلي: «احساس کوم چې تر ټولو ستر زندان ته ننوتی یم، که څه هم دا زما خپله خاوره ده. د خپلو درېیو لورګانو د تعلیم او راتلونکي برخلیک به څه شي؟»

تېره اوونۍ په لندن کې مېشتې د بښنې نړۍوالې ادارې له ایرانه وغوښتل، چې افغانان باید جبري و نه شړي، ځکه دا کار هغه نړۍوال اصول نقضوي چې له مخې یې هېڅوک هغه هېواد ته نه‌شي شړل کېدای چېرې چې له بشري حقونو سرغړونې سره مخ وي. د بښنې یادې ادارې ویلي، د ښځو او نجونو شړل هغوی په ځانګړي ډول د طالبانو د جندر-محوره ظلم ښکار کوي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریت (یوناما) څېړنه ښيي، چې تېر کال شړل شوي افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له شکنجې، ناوړه چلند، له قانونه پرته توقیف او د شخصي امنیت له ګواښونو سره مخ شوي.

طالبانو له ایران څخه د یوې افغان مېرمنې او د هغې د ماشومانو د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو د سفارت سرپرست په تهران کې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د درېیو ماشومانو د وژنې له امله د وژل شویو له کورنۍ سره غمشريکي کړې او ویلي یې دي، چې دا قضیه به له ایراني چارواکو سره په جدي ډول تعقیب کړي.

په ایران کې د طالبانو سرپرست سفیر فضل‌محمد حقاني په تهران کې له هغې افغان کورنۍ سره لیدلي، چې د کورنۍ یوه غړې یې له درېیو ماشومانو سره یو ځای په وروستیو ورځو کې په بې‌رحمانه ډول وژل شوي.

د طالبانو د سفارت په اعلامیه کې راغلي: «ښاغلي فضل‌محمد حقاني د دې پېښې له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنۍ سره یې د غمشریکۍ لپاره مستقیمه لیدنه کړې.»

حقاني زیاته کړې، چې د یاد جنایت موضوع یې د ایران له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې، ترڅو د پېښې عاملین ونیسي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي: «دا قضیه به له ایراني مقاماتو سره جدي وڅېړل شي، ترڅو عاملین یې وپېژندل شي او د خپلو کړنو سزا وویني.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوې ایراني رسنۍ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د تهران په سوېل کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې او د هغې د درېیو ماشومانو مړي موندل شوي دي. صراط نیوز وېب‌پاڼې لیکلي چې مېرمن په چړو وژل شوې او د هغې درې ماشومان زندۍ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د تهران په سوېل کې له مرتضی ګرد سیمې څخه یوې ایرانۍ مېرمنې پولیسو ته زنګ وهلی او خبر یې ورکړی، چې ګاونډي یې له څو ورځو راهیسې نه‌ښکاري او له کور څخه یې بد بوی راځي. کله چې پولیس کور ته ورغلي، د یوې مېرمنې او د درېیو ماشومانو مړي یې موندلي چې په وینو ککړ وو.

د مېرمنې عمر ۲۵ کاله او د درېیو ماشومانو عمرونه یو کال، دوه کاله او پنځه کاله ښودل شوي دي.

ایراني پولیس وايي، چې مړي یې د څېړنو لپاره عدلي طب څانګې ته وړي او تر دې دمه د پېښې لامل څرګند نه‌دی.

رسنیو ویلي، چې د دې مېرمنې خاوند تر دې پېښې وړاندې افغانستان ته تللی، خو معلومه نه ده چې هغه په خپله خوښه خپل هېواد ته تللی او که د ایران حکومت په زور شړلی دی.

یاده دې وي، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو شمېر یې وایي چې پر وړاندې یې تبعیضي چلند، فزیکي زور زیاتی او حتی د وژنې پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، خو اړوندې ادارې هېڅ جدي اقدام نه کوي.

په تهران کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «موږ دلته نه امنیت لرو، نه کار، نه تعلیم. کله چې داسې وحشتناکې پېښې پېښېږي، هېڅوک زموږ غږ نه اوري.»

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه لکه «د بشري حقونو د څار سازمان» او د «بښنې نړۍوال سازمان» پر ایران نیوکه کړې، چې له افغان کډوالو سره قانوني چلند نه کوي. د دوی په وینا، «افغانان په ایران کې له سیستماتیک تعصب سره مخ دي.»

په داسې حال کې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د کډوالو چارو اړوند همکاریو لپاره د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي تماسونه شته. د طالبانو سفارت ټینګار کوي، چې د افغان وګړو د خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په پروان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نن یکشنبه په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. دغه پېښې د سالنګ په کوکلامي او اولنګ سیمو کې شوې دي.

د طالبانو د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن موټر د ولسوالۍ پر لارې له سړکه منحرف شو او سیند ته ولوېد. د دغې پېښې له امله یو تن مړ شو او ۳ نور ټپيان شول.

د سرچینې په وینا، دویمه پېښه هم نن یکشنبه مازدیګر مهال شاوخوا ۴ بجې د اولنګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو پاسو ډوله موټر له سویله شمال ته روان و او له مقابل لوري څخه د اوړو بار وړونکي موټر سره یې ټکر وکړ.

په دې پېښه ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

په سالنګونو کې د موټر چلوونکو له لوري بې احتیاطي او د لارې خرابوالی د ټرافیکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.

پاکستان عراق او ایران ته د ځمکې له لارې د اربعین زیارت کوونکو پر سفر بندیز ولګاوه

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې سږ کال د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستان نه ایران او عراق ته د اربعین یا د حسین بن علي د څلویښتي زیارت کوونکو ته د ځمکې له لارې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې سږکال به د اربعین زیارت کوونکو لپاره د سړک له لارې عراق او ایران ته د سفرکولو اجازه ور نه کړل شي.

نوموړي ویلي، چې دا ستونزمنه پرېکړه یې د بهرنیو چارو وزارت، بلوچستان ایالتي حکومت او امنیتي ادارو سره له مشورو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

محسن نقوي زیاتوي:« د اربعین زیارت کوونکي د هوا له لارې سفر کولای شي او لومړي وزیر چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې د دوی د زیارت لپاره الوتنې تنظیم کړي.»

د راپورونو له مخې، هر کال شاوخوا ۷ سوه زره پاکستاني زیارت کوونکي د ایران له لارې عراق ته سفر کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاده پرېکړه پر داسې مهال کړې، چې د روان کال په می میاشت کې تهران د مذهبي ورځو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۴ ساعته ډول د سرحد د پرانېستلو او په مشهد کې ۵۰۰۰ پاکستاني زیارت کوونکو لپاره د استوګنې او خوړو برابرولو ژمنه کړې وه.

د حسین بن علي د څلویښتي مراسم هرکال د صفر میاشتې پر شلمه، چې د اګست له ۱۴مې او ۱۵مې سره سمون خوري، ترسره کیږي.

په پاکستان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه او سند ایالت کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۹ نور ټپيان شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښې د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او د یوې پېښې موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی او د نیونې په موخه یې هڅې روانې دي.

لومړۍ ټرافیکي پېښه د اسلام‌اباد او لاهور ترمنځ په چکوال سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او پکې ۹ کسان مړه او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښه د بس چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې او بس چلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

دویمه پېښه د پاکستان د سند ایالت په جامشورو سیمه کې د مسافر وړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې هم ۲ کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي.

د پولیسو په وینا، په مړو شویو کسانو کې د باروړونکي موټر چلوونکی هم شامل دی.