• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار: طالبانو ډاډ راکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار ویلي، اسلام اباد تازه له طالبانو داسې ډاډ ترلاسه کړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارېږي. ډار داموضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه اندېښنه بللې ده.

اسحاق ډار د شنبې په ورځ، د زمري پر څلورمه، په نیویارک کې له مېشتو پاکستاني وګړو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) په وروستیو کې د اړیکو د ښه والي لپاره هڅې کړې، چې د ګډې همغږۍ کمیټې بېرته فعالول او د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړول پکې شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، ډار یادونه وکړه چې له افغانستان سره یې د تماسونو هدف د رېل‌پټلۍ او سوداګرۍ له لارې د سیمې اتصال پراخول دي، څو منځنۍ اسیا ته لاره هواره شي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو پاکستان ته تازه ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي.

ډار دا د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه اندېښنه بللې ده.

اسحاق ډار ویلي، چې پاکستان له ډیپلوماتیکې انزوا څخه وتلی او اوس نړیوالو ته د یوه اقتصادي بېرته راژوندي کېدونکي هېواد په توګه ځان ښيي.

هغه یادونه کړې چې هېواد یې له درنو ننګونو سره سره، په سیاسي او اقتصادي برخو کې پام وړ پرمختګ کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د شنبې په ورځ واشنګټن ډي سي کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره یې «خوږ او مثبت» ملاقات درلود.

اعلامیه وايي، دواړو پر مهمو نړیوالو او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي او هیله یې ښودلې چې د واشنګټن او اسلام اباد دوه‌اړخیزې اړیکې به لا پیاوړې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، مارکو روبیو د پاکستان رول د «نړیوال او سیمه‌ییز ثبات» لپاره مهم بللی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د چین او پاکستان ځانګړو استازو په افغانستان کې د ګډو اندېښنو په اړه خبرې وکړې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چین له ځانګړي استازي وشیایو یونګ سره د خپلې لیدنې خبر ورکړ. صادق ویلي، چې په دې ليدنه کې یې د سيمه ييزو پرمختګونو او د بېړنیو امنيتي اندېښنو په تېره بيا د افغانستان په اړه، نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د یکشنبې په ورځ، د زمري پر پنځمه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو او بېړنیو امنیتي اندېښنو په اړه په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه په څرګنده توګه بحث وکړ».

پاکستاني چارواکي وویل چې دوی د ترهګرو ډلو له خوا رامینځته شويو ترهګریزو ګواښونو په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه او له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په ګډه ژمنه ټینګار وکړ.

د هغه په وینا، د پاکستان او چین د همکارۍ پیاوړتیا د سیمه ییز ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره خورا مهمه ده.

پاکستان په مکرر ډول افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تورن کړي دي.

پاکستان ټي ټي پي د خپل ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.

له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و چې له افغان طالبانو سره ددې هېواد اړیکې د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د مسالې په حل او د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو په مخنیوي پورې اړه لري خو افغان طالبان د ټي ټي پي مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي او تل یې دا رد کړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایو یونګ اسلام اباد ته له تګ څخه وړاندې په کابل کې د‌ طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ځانګړې ناسته کې له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ، ثبات او بیارغونې په تړاو خبرې کړې وې.


طالبان وايي ازبکستان د برېښنا په برخه کې د همکاریو ډاډ ور کړی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبیک عثمانوف د طالبانو د برېښنا شرکت له رييس سره په کتنه کې له افغانستان سره د برېښنا په ګډون په ګڼو اقتصادي برخو کې د اړیکو له پیاوړتیا خوښي وښوده او د همکاریو د دوام او پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی.

د طالبانو د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د برېښنا اړوند پر لویو پراختیايي او نویو پروژو او همداراز د چارو د همغږي کولو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت رييس هم په دې کتنه کې د ګډو اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا ټينګار کړی.

د ویلو ده چې، ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ته برېښنا صادروي.

رضا بېکدلي: په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور د ایران د کار بازار ګډوډ کړی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور د ایران د کار بازار بې ثباته کړی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت زیاتوي، چې عبدالمنان عمري له ایران سره د کار د بازار د مطالعې په تړاو د دواړو لوریو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د تجربه لرونکو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي خبرو ته لیوالتیا ښودلې.

طالبانو په کابل کې د ایران د سفیر علي رضا بیکدلي له قوله لیکلي چي:« په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت، د ایران د کار بازار مختل کړی دی». خو په ورته وخت کې هغه ویلي، « ژمن یو چې افغانستان ته د هغوی په غوره او بهتر انتقال کې لازم سهولتونه برابر کړو.»

طالبانو ویلي، چې بیکدلي د ایران د کار په بازار کې د افغان تجربه لرونکو کارګرانو د جذب او له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیوالتیا ښودلې ده.

له نرسانو د طالبانو د ازموینې پوښتنه؛ د غسل فرضونه څو دي؟

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر نارینه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د نارینه نرسانو د ګومارنې په موخه ازموینه اخیستې ده خو په دې ازموینه کې یوه پوښتنه ددیني مسایلو وه، چې پکې لیکل شوي، « د غسل فرضونه څو دي؟».

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغو کسانو چې د نرسانو د ګومارنې په ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، نن یکشنبه د زمري ۵مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو نه یوازې دا، چې په ازموینپاڼه کې یې دیني پوښتنه راوړې وه، بلکې د ازموینې په لیکل شوي متن کې زیاتې تېروتنې هم وې.

100%

دوی همدراز ددې ازموینې یوه کاپي له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې ده او په دې کې ډېرې ساده پوښتنې او املايي تېروتنې لیدل کېږي.

نرسان همدراز نیوکه کوي، چې طالبانو خپلو کسانو ته له وړاندې څخه پوښتنې او ځوابونه وېشلي وو او د ازموینې پرمهال ډېره بې نظمي وه.

یوه روغتیا پال وویل:« د طالبانو سوالونه ساده وو، خو املايي تېروتنې یې زیاتې وې او دوی تر ډېره ددې ازموینې پوښتنې په خپلو کسانو باندې وېشلې وې او ځینې داسې کسان هم وو چې د نرسنګ په برخه کې یې کومې زده کړې نه لرلې.»

دوی همدراز وویل، طالبانو د جک موسسې پر ادارې فشار راوړی و، چې د دوی په خوښه پوښتنې جوړې کړي.

د طالبانو د کندهار د عامې روغتیا ریاست ددغه ولایت د سپین بولدک ایمرجنسي روغتون لپاره ۱۸ نرسنګ پوسټونه اعلان کړي وو ، خو د ازموینې د ګډونوالو په وینا، سلګونو کسانو په دې ازموینه کې ګډون کړی و.

ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف قانون پر پليتابه ټینګار کړی

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د دولتي پوهنتونو له رییسانو سره د انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې په پوهتونونو کې دې د امر بالمعروف قانون پلی شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري پر پنځمه، وویل، چې ندا محمد ندیم د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي رییسانو او د دولتي پوهنتونو مشرانو ته د تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو سپارښتنې کړې دي.

ندامحمد ندیم ویلي چې دوی په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو پر راوستلو مکلف دي.

د یاد وزارت په وینا، ندیم په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی او د پوهنتونونو مسوولینو ته یې سپارښته کړې، چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب وڅاري.

د طالبانو پر امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نیوکې کیږي چې د خلکو ازادۍ محدودوي او دیني احکام ډېر وخت د خپلې خوښې مطابق تفسیروي.

طالبانو له دې وړاندې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ږیرې پر خرېیلو او په « لویدیز سبک» د ویښتانو پر جوړولو بندیزونه لګولي او زده کوونکي یې اړ اېستي، چې پګړۍ پر سر کړي او د پتلون او دریشي پرځای دودیزه جامه واغوندي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پوهنتونونو له استادانو د ددیني مسایلو ازموینې هم اخېستې دي.