• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا؛ تیراه دره کې پاکستاني پوځیانو درې لاریون‌کوونکي وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۳ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیراه درې مرکزي باغ سیمه کې پر ځایي لاریون‌کوونکو ډزې کړي او د ۳ کسانو د وژل کېدو سربېره یې ۸ نور ټپیان کړي. ولس د پوځ له‌خوا د یوې ماشومې د ویشتل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.

سرچینو یک‌شنبه (زمري مه) ویلي چې لاریون‌کوونکو د پوځیانو له لوري د ټپي شوې نجلۍ د ۷ کنډک په نوم د یوې نظامي قرارګاه مخې ته د اعتراض په توګه ور وړې او د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول. سرچینې زیاتوي، دغه لاریون د پوځیانو او ملکيانو ترمنځ په تاوتریخوالي اوښتی دی. د معلوماتو پر بنسټ، د‌ پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ۳ لاریون‌کوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

یاده ماشومه نجلۍ پوځیانو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال په ډزو زخمي کړې وه، خو اوس یې د مرګ او ژوند په تړاو مالومات نشته. د‌ پاکستان د پارلمان غړي او ځايي اوسېدونکي اقبال افریدي دا‌ پېښه په کلکه غندلې ده. هغه هم په ډزو کې د ۳ ملکيانو وژل کېدل تایید کړي ډي. د نوموړي په وینا، د پاکستان پوځ په دغه ډول کړنو سره د حق غوښتنې غږونه نه شي غلي کولای.

په ورته مهال د خېبر پښتونخوا د ولایتي شورا یا صوبایي اسمبلۍ غړی عبدالغني افریدی لاریونونه د خلکو حق بولي او پرې ډزې کول ظالمانه چلند ګڼي. له تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او ایالتي حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې په تېره کې دغه ډول پېښه کېږي، بلکې ځایي اوسېدونکو ادعاوې کړي چې په وار وار پاکستاني پوځیانو بې‌ګناه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پښتین: که امن جرګه د مولانا خانزېب او مفتي شاکر لپاره عملي ګام پورته کوي، موږ یې ملاتړ کوو

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور پښتین د عوامي نشنل ګوند له خوا د پښتون قومي جرګې په غبرګون ویلي، که دا جرګه د مفتي شاکر او مولانا خانزېب په تړاو عملي ګام پورته کړي، نو یاد غورځنګ به یې بشپړ ملاتړ وکړي.

پښتین د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) تر هغه وروسته چې د عوامي نشنل ګوند له‌خوا په پېښور کې د پښتنو قومي جرګه رابلل شوې وه، په خپلې فېسبوک پاڼه کې ولیکل، چې د پي ټي اېم غورځنګ ایالتي مشر هم په یاده جرګه کې ګډون کړی و.

منظور پښتیتن زیاتوي: «که دا جرګه په ګډه یا کوم یو یې یوازې د مفتي منیر احمد شاکر او مولانا خانزېب په تړاو کوم عملي کام پورته کوي، نو موږ به یې پوره ملاتړ وکړو.»

نوموړي ویلي، چې د وژل شویو او بندي شویو پښتنو د حقونو او د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره له هر حرکت سره په کلکه ولاړ دي.

نوموړي دغه راز ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي چې په یاده جرګه کې ګډون کړی و، د ځايي پولیسو له خوا نیول شوی او د هغه پر کور چاپه وهل شوې ده.

پښتین زیاته کړې، چې د پي ټي اېم غورځنګ مشرتابه په هر ګام کې له ستونزو او فشارونو سره مخ دي، خو خپله مبازره روانه ساتي.

منظور پښتین دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې نن د عوامي نشنل ګوند تر چتر لاندې د پښتنو د جوړې شوې قومي جرګې له خوا د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت تر څنګ، د کانونو د استخراج په اړه هم پر حکومت سختې نیوکې وشوې.

دغې جرګې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په خېبرپښتونخوا کې د نادرکه شویو کسانو په اړه د څېړنو تر څنګ د خلکو په جبري ورکېدو کې د لاس لرونکو کسانو د راکش کولو غوښتنه کړې ده.

د پښتنو د قومي جرګې پرېکړه؛ د قبایلي سیمو امنیت دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند له‌خوا په جوړې شوې د پښتنو قومي جرګه کې پرېکړه شوې، چې د خېبرپښتونخوا سره یوځای شويو قبایلي سیمو واک دې ملکي ادارو او پولیسو ته وسپارل شي. دغه جرګه همداراز ټينګار کوي، چې په قبایلي سیمو کې دې نیابتي جګړې پای ته ورسول شي.

د پښتنو یاده قومي جرګه د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د عوامي نشنل ګوند تر چتر لاندې د پاچا خان په مرکز کې جوړه شوه.

په دې جرګه کې د ټولو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو استازو ګډون درلود او د خېبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د کانونو اېستلو په اړه هم پر حکومت نیوکې وکړې.

دغه جرګې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په خېبرپښتونخوا کې د نادرکه شویو کسانو په اړه د څېړنو تر څنګ د خلکو په جبري ورکېدو کې د لاس لرونکو کسانو د راکش کولو غوښتنه کړې ده.

یاده جرګه په دې باور ده، چې د پاکستان ریاست باید پر خپلو پوځي پالیسیو له سره کتنه وکړي او د هر ډول وسله والو سازمانونو ملاتړ دې ودرول شي.

یادې جرګې ویلي، چې په پاکستان کې دې د ښو او بدو وسله والو توپیر پای ته ورسېږي او د وسله والو ټول مرکزونه دې له منځه یووړل شي.

د صوبې د مرکزي سیاسي ګوندونو د پښتنو د قومي جرګه پرمهال د پوځي ادارو سره د پښتونخوا او پخوانیو قابایلي سیمو د سوله ییز پاڅون په اړه د جدي خبرو اترو لپاره یوې ځانګړې جرګې جوړېدو غوښتنه هم مطرح کړل.

د جرګي په پرېکړه لیک کې راغلی:«د پښتونخوا ځمکه نورې ناکرارۍ نشي زغملی او دا سیمه د نړۍوالو جګړو او شخړو د جګړې ډګر نشي ګرځېدلی او ولس به د پاکستان ریاست داسې پالیسي ونه مني.»

همدارنګه د پښتنو قومي جرګې د عوامي نشنل ګوند د وژل شوي غړي مولانا خانزېب د وژل کېدو پېښې د څېړولو او د قاتلیونو د پیدا کولو لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په مشرۍ د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې د پښتنو قومي جرګې د (تلې ۲۲مه) له درې ورځنۍ جرګې وروسته پرېکړه لیک خپور کړ او په شل مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې وې.

د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي و، چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې به له خېبر پښتونخوا څخه د دوو میاشتو په موده کې وځي.

منظور پښتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال ویلي و، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به غور وکړي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، خو لا هم د یادې جرګې پرېکړې نه دي عملي شوي.

د خېبر پښتونخوا پولیس: په سوات کې د یو افغان په ګډون دري پاکستاني طالبان وژل شوي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا پولیسو وایي، چې د سوات په بریکوټ سیمه کې د ترهګرو ضد څانګې ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو درې مهم غړي وژل شوي دي. په وژل شویو کې د رحیم الله رحماني په نوم د کونړ ولایت اوسېدونکی هم شامل دی.

د خېبرپښتونخوا پولیسو د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټي ټي پي یادو غړو په ګڼو ترهګریزو برېدونو کې لاس درلود او له ډېر وخت راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان وګړی رحیم الله رحماني د امان الله زوی په دوو جلا ترهګریزو قضیو کې ښکیل و او د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.

همدارنګه پولیسو ویلي، په ګډو عملیاتو کې د ټي ټي پي وژل شوي غړي جمال او اسحاق چې د وقاص او جنید په نومونو مشهور وه د عبرت شاه زامن وه.

د پولیسو په خبرپاڼه کې له درې واړو څخه «تر تعقیب لاندې ترهګرو» په نوم یادونه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په ځلونو طالبان تورن کړي، چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پناه ورکړي ده، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوي رد کړي دي.

د ټي‌ټي‌پي ادعا: ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو زمونږ پر وړاندې له جګړې انکار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۳۹ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي نن (شنبه، زمري ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ادعا کړې چې ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونه د بېلابېلو لاملونو له کبله له جګړې ستړي شوي او د دوی پر وړاندې په عملیاتو کې یې له ګډونه انکار کړی دی.

په خبرپاڼه کې په ورځنۍ کچه د پاکستاني ځواکونو له ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د روان جنګ په حقیقت پوهېدنه، د امنیتي مشرانو له لوري د امنیتي سرتیرو ګوښه کول، د ادارو ناسم چلند او په ټوله کې د شرایطو سخت‌والی، له جګړې نه د پاکستاني ځواکونو د زړه توري کېدو لاملونه بللل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوي چې تحریک طالبان پاکستان دغه معلومات د پاکستان له بېلابېلو برخو ترلاسه کړي او په ورته وخت ډېری ځواکونو له خپلو دندو استعفاوې هم کړي دي.

یادې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي بنسټونه د یادو شویو لاملونو له کبله د کسانو له کمښت سره مخامخ دي او په دغه بنسټونو کې عمومي روحیه ډېره ځپل شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د پاکستان امنیتي بسټونه په بېلابېلو سیمو کې د لوړو امتیازونو په بدل د ځواکونو د جذبولو اعلانونه کوي؛ خو خبرداری ورکړی چې خلک باید دې مسلې ته جدي پام وکړي او په دغه اعلانونو تېر نه وځي.

په پاکستان کې رسمي سرچینو د تحریک طالبان پاکستان د دغې خپرې کړې خپرپاڼې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

منظور پښتین: چې وخت یې راغی هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی وي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستانی پوځ پر پښتنو ظلمونه کوي او وخت به راځي چې هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی واوسي.

نوموړي د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور وروستیو څرګندونو ته چې د پوځ له خوا د وسله والو د خلاصون په تړاو یې کړې وې ویلي: " دا د ترهګرۍ تر شا پوځ دی د شعار تایید دی."

منظور پښتین پر فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ یوازې دا ظلم نه، بلکې پر پښتنو یې ګڼ نور ظلمونه هم کړي دي.

پښتین یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د ترهګرو تر شا د پاکستان پوځ دی او په وینا یې دغه پوځ د پښتنو په ټول وژنه کې لاس لري او په دې برخه کې یې مقدمه هم ثبت کړې ده.

وړمه ورځ (سې شنبه) د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوې خبري غونډه کې ویلي، پښتونخوا صوبه د ناامنیو له امله سخته ځپل شوې او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل: «زه له چا نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».