• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل په دوولسمه ناحیه کې د ځوانو نجونو یوه ډله ونیوله

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د کابل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د طالبانو امربالمعروف اړوند کسانو د نجونو یوه ډله نیولې ده. سرچینو وویل چې د کابل په دولسمه ناحیه کې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو نجونې د نیولو پرمهال وهلې او یوې امنیتي حوزې ته یې وړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي.

نوموړې وایي:« په دې کړنو سره طالبان هڅه کوي، چې ښځې له خپلې ازادۍ بې برخې او د دوی بشپړ اطاعت ته اړې کړي.»

فطرت په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبانو د روانې جولای میاشتې له ۱۶مې نیټې راهیسې د نجونو او مېرمنو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په کابل کې یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د طالبانو کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې ده. طالبان وايي، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي دي. له دغو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر ترلاسه شوي دي.

په دې ۱۲ کسیزه شبکه کې پر غلو سربېره د هغوی هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شويو موټرو ته یې جعلي شاسي نمبرونه وهل او رنګونه یې هم وربدلول.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د مرستیال محمد شاکر سعید په وینا، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي او بیا یې ننګرهار او بلخ ولایتونو ته لېږدول او هلته یې د شاسي او رنګ له بدلولو وروسته پر خلکو پلورل.

ویل کېږي له یادو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر هم ترلاسه شوي او ځینې یې بېرته اصلي مالکانو ته هم سپارل شوي دي.

په لنډه موده کې د څه باندې سلو موټرو غلا کېدل د دې ښکارندويي کوي چې له کابل سربېره په لویو ښارونو کې غله لا هم فعال دي او طالبان یې په مخنیوي او نیولو کې پاتې راغلي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وايي چې د یوې جینۍ د جبري نکاح مخه یې نیولې ده

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په غور ولایت کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري له رضایت پرته له یوه کس سره نکاح کولو ته اړه شوې وه خو د محتسبانو له مداخلې وروسته یاده نجلۍ له تحمیلي نکاح ژغورل شوې او له خپلې خوښې کس سره نکاح شوه.

د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، د یادې نجلۍ له کورنۍ تعهد اخیستل شوی چې په راتلونکې کې هم دغه ډول کار ونه کړي او خپلې لوڼې د هغو په رضایت سره واده کړي.

له دې سره سم، دغزني په قره باغ او اجرستان ولسوالیو کې هم دوه ښځې له جبري نکاح او همداراز له کورني تاوتریوالي ژغورل شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه ډله له ښځو سره د تبعیضي چلند له امله په کوردننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ ده او طالب چارواکي هم تورن دي، چې له ځوانو نجونو سره دویم، درېیم او څلورم ودونه کوي.

جرمني د افغان، عراقي او سوریايي وګړو لپاره د برلین کډوالۍ ځانګړی پروګرام لغوه کړی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د برلین هغه ځانګړی پروګرام لغوه کړ چې له مخې یې افغان، سوریايي او عراقي وګړوکولای شول په خپل لګښت خپلې کورنۍ د برلین له لارې جرمني ته بوځي.

دا ځانګړی پروګرام، چې د پخوانۍ کیڼ اړخې ټلوالې د واکمنۍ پر مهال پیل شوی و، له یوه کال راهیسې د تور او سره ګوندونو ( سي ډي یو او اېس پي ډي)ترمنځ د اختلاف لامل و. د پروګرام له مخې، د یادو دریو هېوادونو وګړو کولای شول خپلې کورنۍ د شخصي ضمانت او د روغتیایي بیمې د لګښتونو په منلو سره برلین ته وبولي.

سوسیال ډیموکراټ ګوندغوښتل چې دا پروګرام وغځېږي، خومسیحي ډیموکراټ اتحادیې مخالف و. اوس الکساندر دوبریندت مداخله کړې او پرېکړه یې روښانه کړې ده.

د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د برلین د مالي چارو سناتور سټیفن اورس د برلین د کورنیو چارو سناتورې ایریس اشپرانګر ته په یوه لیک کې ویلي، چې «د جرمني د کورنیو چارو وزارت به نه د نویو پروګرامونو اجازه ورکړي او نه به موجود پروګرامونه وغځوي».

اورس لیکلي چې د کډوالۍ په برخه کې باید لګښتونه تر ممکن حد پورې کم شي.

د هغه په وینا، د کورنۍ غړو له لوري د بیمې د لګښتونو اخیستل کافي تضمین نه دی او لا هم داسې کافي معلومات نشته چې د برلین پر بودجه یې اغیزې و ارزول شي.

یوه اندېښنه دا هم ښودل شوې، چې د ضمانت موده یوازې پنځه کاله ده او وروسته له دې، امکان لري چې مالي بار پر مالیه ورکوونکو واچول شي.

اورس لیکلي: « که له بودیجوي اندېښنو تېر هم شو، د داسې پروګرام غځول یوازې د فدرالي وزارت په موافقه شوني دي. د دوبریندت د لیک له مخې، دا موافقه اوس نه شته».

د دغو پروګرامونو له لارې، تر دې دمه له ۴۰۰۰ ډېر کسان برلین ته تللي دي.

د لبناني کډوالو لپاره هم یو ځانګړی پروګرام له ۲۰۰۱ کال راهیسې موجود و، خو دا پروګرام تېر کال د امنیتي وضعیت له امله ځنډول شوی دی.

طالبانو کورني او بهرني پانګوال د اوبو په ۱۱ بندونو کې پانګونې ته وبلل

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په ۸ ولایتونو کې له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د اوبو ۱۱ بندونه معرفي کړي او ورسره یې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د یادو بندونو په پروژو کې پانګونې وکړي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ، د زمري پر شپږمه، په تخار کې د اوبو دوه بندونه قلعه مامومي چې د ۴۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید او ګردګاو د اوبو بند چې د ۲۳۷ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیاوې لري معرفي کړي دي.

دغه معاونیت په کونړ کې د اوبو درې بندونه سرتاق چې د ۴۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید، د ساګي بند چې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید او شال بند چې د ۷۹۸ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیتونه لري، پانګوالو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت همداراز په کابل کې د سروبي ۲ بند، د دایکندي د پای کټه سنګ بند، په پروان کې د ګلبهار بند، په ارزګان کې د اولمباغ بند، په کندز کې د خان اباد ۲ بند او په کاپیسا کې د باغدرې بند چې هر یو یې له ۹۰ تر ۲۴۰ مېګاواټه د برېښنا د تولید ظرفیتونه لري کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونو لپاره په ګوته کړي دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت د یادو پروژو په اړه ویلي چې د دغو پروژو د شونتیا څېړنې، د پېژندنې راپور او لومړنۍ سروې په تړاو اسناد شته او په وینا یې پانګوال کولی شي په ډاډه زړه سره پر دغو پروژو پانګونې وکړي او همداراز یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

دمګړۍ افغانستان له ۲۰ تر ۳۰ سلنې برېښنا له کورنیو سرچینو برابروي او له ۷۰ تر ۸۰ سلنې بیا له نورو هېوادونو په تېره بیا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران نه را واردوي.

د طالبانو د هرات والي په پاشدان بند کې لامبو وهل منع کړل

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د پاشدان د اوبو بند په شاوخوا کې د اوسېدونکو خلکو د ژغورنې لپاره د لازمو تدابیرو او لامبو د منعه کولو سپارښتنه کړې ده.دغه لارښوونې داسې مهال کیږي، چې په دغه بند کې په دې وروستیو کې د لامبو وهنې پرمهال څو تنه ډوب شوي دي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام نن دوشنبه د زمري ۶مه وویل، چې د هرات والي نور محمد اسلام‌جار د هریرود_مرغاب سندیزې حوزې له رییس سره په لیدنه کې وویل چې پاشدان بند کې لامبو منعه ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې پرمختللې کښتۍ او کافي شمېر روزل شوي او ماهر لامبوزن چې صحي زده‌کړې یې هم کړې وي باید د ژغورنې د ماموریتونو لپاره د پاشدان بند ته ولېږل شي.

همداراز د طالبانو والي امر کړی، چې د خبرداري لوحې باید د بند په بېلابېلو برخو کې ولګول شي او د اوبو لوړوالی باید په ټولو سیمو کې په دقیقه توګه وڅارل شي او په نښه شي، څو خلک له احتمالي خطرونو خبر وي.

د طالبانو د هرات والي نور محمد اسلام‌جار طالب مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې ټول لازم امکانات د خلکو د ژغورنې لپاره باید له نن څخه په پاشدان بند کې برابر شي او اړوند قراردادونه پرته له ځنډه عملي شي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د یو تن محصل عبدالرحیم جسد پرون له اوبو څخه را ایستل شوی دی.