• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند کورنیو چارو پخوانی وزیر: واکمن ګوند د پهلګام پېښې په اړه کره شواهد نه‌دي وړاندې کړي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د هند د کورنیو چارو پخواني وزیر پي چېدمبرم له حکومته غوښتي، چې په پهلګام پېښه کې د ښکېلو «ترهګرو» اسناد دې وړاندې کړي. هغه وایي، د هند واکمن ګوند د پهلګام پېښې په اړه کره شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

له بلې خوا بیا د هند واکمن ګوند بهارتیا جنتا (BJP) د دغه څرګندونو په غبرګون ښاغلی چېدمبرم د پاکستان په دفاع تورن کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ ژمنه وکړه، چې غزې ته به بشري مرستې ورسوي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې د غزې خلک وږي دي او اسراييل باید له لوږې سره مخ فلسطنیانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره لاره خلاصه کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په غزه کې ډېر خلک وږي دي او باید غزې ته نور خوراکي توکي هم واستول شي.

ټرمپ په سکاټلنډ کې د خبرو پر مهال وویل، چې «موږ به په غزه کې د خوړو مرکزونه جوړ کړو.»

هغه ژمنه وکړه، چې دغه بشري مرستې به خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي. سپینې ماڼۍ ویلي، چې د دغه مرکزونو جزییات به وروسته روښانه شي.

له بل پلوه د غزې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه ۱۴۷ کسان د لوږې له امله مړه شوي چې ۸۸ یې ماشومان دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لومړی په غزه کې د لوږې خبره رد کړه؛ خو وروسته یې ومنله، چې په غزه کې وضعیت سخت دی.

داعش د ختیځې کانګو پر یوې کلیسا د برید مسوولیت ومانه

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

داعش وسله‌والې ډلې د دوشنبې په ورځ د هغه خونړي برید مسوولیت منلی، چې د ملګرو ملتونو په وینا د ختیځې کانګو په یوې کلیسا کې یې لږ تر لږه ۴۳عبادت کوونکي وژلي وو.

داعش وسله‌والو د یکشنبې په سهار د بونیا له مرکز څخه ۷۵ کیلومتره لرې د کوماندا پر یوه کلیواله کلیسا برید وکړ، خلک یې د ټوپک او چړو پر مټ ووژل او بیا له سیمې وتښتېدل.

تر دې پېښې وروسته داعش پر خپل ټېلګرام پاڼه ولیکل، چې شاوخوا ۴۵ عبادت کوونکي یې وژلي او د دې ترڅنګ یې ډېر کورونه او هټۍ ګانې هم سوځولې دي.

د ملګرو ملتونو ماموریت (MONUSCO) د ۴۳ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، چې په‌کې ۱۹ ښځې او ۹ ماشومان هم شامل دي.

د ترکیې، یونان او البانیا ځنګلي اورونو پر وړاندې د اور وژنې هڅې لاهم روانې دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

اور وژونکو د دوشنبې په ورځ هڅه کړې، چې د ترکیې په درې بېلابېلو ولایتونو، یونان او د البانیا په یوې سیاحتي سیمه کې د ځنګلي اورونو مخه ونیسي. د ترکیې د کارابوک په غرنیو سیمو کې له شپږو ورځو راهیسې اور بل دی، چې له امله یې ډېری خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له بل پلوه په بورسا ولایت کې د یوه موټر اوښتو له امله درې اور وژونکي مړه شوي دي. په مرسین او انټالیا ولایتونو کې تر ۳۶۰۰ ډ‌ېرو خلکو ته د وتلو امر شوی دی.

په البانیا کې بیا ۹۰۰ اور وژونکي او پوځ هڅه کوي، چې ساراندا او نورو سیاحتي ځایونو ته د اور رسېدو مخه ونيسي.

پولیس وايي، چې په وروستیو درېیو ورځو کې ۱۳ کسان د اور بلولو په تور نیول شوي دي.

د دې اور له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۶زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده؛ خو په صربیا کې بیا د باران له امله تر ۱۰۰ ډېر بل شوي اورونه کنټرول شوي دي.

په نیویارک او رینو نېواډا کې د ډزو په جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د امریکا په نیویارک او رینو نېواډا کې د ډزو په جلا پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د دوشنبې په ورځ د نیویارک په منهاټن کې پر یوې ودانۍ د ډزو له امله لږ تر لږه یو پولیس افسر ووژل شو او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.

که څه هم رسمي سرچینو تر اوسه د پېښې بشپړ جزییات نه دي ورکړي؛ خو سي اېن اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې د یو پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

له بل پلوه د رینونیواډا پر یوې کازینو یا قمارخانې د ډزو په بېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي؛ د دغه برید په ځواب کې پولیسو هم ډزې کړې دي، چې په پایله کې یې قاتل ټپي شوی دی.

په پېښه کې یو پولیس هم برسېرن ټپي شوی؛ خو لاتر اوسه د پېښې لامل په ډاګه شوی نه دی.

د روسیې او اسراییل مشرانو د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۱۰ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

د کرملین ماڼۍ د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د ایران د اټومي پروګرام ترڅنګ د سیمې پر وضعیت هم خبرې اترې کړې دي.

روسي لوری وايي، چمتو دی چې د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې هر ډول همکاري او اسانتیاوې برابرې کړي.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړۍوالو اندېښنو مرکز ګرځېدلی دی.