امام علي رحمان او عراقچي د افغانستان او سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقي تاجکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقي تاجکستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره کتلي او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې لېدنې پرمهال امام علي رحمان او عباس عراقچي په افغانستان، مرکزي او سویلي اسیا کې د بدلونونو په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، چې په تېر یوه کال کې یې له ۴،۶ میلیونه کسانو سره بشري مرستې کړې دي. دغه مرستې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش، نغدي مرستې، روغتیایي خدماتو، سرپناه او د څښاک پاکو اوبو د تامین په برخه کې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې د ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې یادې مرستې له۳۳۵،۴۴۲ کسانو سره ترسره شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال په ټول هېواد کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا څه باندې درې ميليونه ۸۰۰زره هېوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي او دغه راز پر څه باندې ۲۶۶زره ميندو او ماشومانو بېلابېل واکسينونه تطبيق شوي.
د یادې ټولنې مسوولانو وویل چې د طبیعي پېښو له امله ۵۱۱۳۵۳ زیانمنو او اړو کسانو ته خوراکي او غیر خوراکي او نغدي مرستې برابرې شوې چې د ورکړل شویو نغدي مرستو ټولیز ارزښت څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
دوی زیاتوي چې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته د څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.
همدا راز دغه دغو طالب مسوولینو دا هم وویل چې په اتو حمایتي مرکزونو کې ۳۶۹۶۲ یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې سرپرستو او اړو کورنیو ته مالي مرستې شوې دي.
دوی دا هم زیاته کړه، چې د رواني ناروغیو د درملنې په ۶ مرکزونو کې ۲۳۸۳ رواني ناروغانو ته مراقبتي او د درملنې خدمتونه وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۲۸۸ کسان بیرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي.
له افغانستان سره بشري مرستې په غوڅ ډول د بهرنیو موسساتو او هېوادونو له خوا کیږي.

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د ۲۰۲۴ ـ ۲۵ مالي کال په اوږدو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په کچه کې ۳۸،۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی او د صادراتو دا کچه له ۵۵۸،۰۳۲ مېلیون ډالرو څخه ۷۷۳،۸۹۲ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کال کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ ـ۲۵ مالي کال کې د تېر مالي کال په پرتله له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کچه ا۷۷۳،۸۹۲ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو له مخې، یاده کچه په تېر مالي کال کې ۵۵۸،۳۲ میلیونه ډالر وه.
د پاکستان مرکزي بانک رپوټ وايي، افغانستان ته د صادراتو کلنۍ اندازه د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې په پرتله د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې ۸،۲۴ سلنه ډېره شوي او له ۴۶،۴۰۵ مېلیون ډالرو څخه ۵۰،۲۳۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې، خو د میاشتو په تناسب بیا دا اندازه ۱۱ سلنه راټیټه شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۵۶،۸۴۳ میلیون ډالره ښودل شوې، چې په جون میاشت کې دا صادرات ۵۰،۲۳۰ مېلیون ډالرو ته را ټیټ شوي دي.
همدارنګه د پاکستان مرکزي بانک په راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۶،۵۳ سلنه ډېر شوي او له ۱۱،۶۹۰ میلیون ډالرو څخه ۲۵،۸۹۸ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
خو، له افغانستان څخه د پاکستان د وارداتو په میاشتنۍ مقایسه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې ۲۹،۵۵ سلنه کمښت شودل راغلی او ویل شوي، چې د دې کال د می میاشتې په پرتله په جون میاشت کې د افغانستان واردات له ۱،۹۴۹ مېلیون ډالرو څخه ۱،۱۸۷ مېلیون ډالرو ته ټیټ شوي دي.
د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې په ۲۰۲۴ـ ۲۵ مالي کال کې په ټولیز ډول د پاکستان صادراتو کې ۴،۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی او له ۳۰،۹۷۹ میلیارده ډالرو څخه ۳۲،۲۹۵ میلیارده دالرو ته لوړ شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې له بهر څخه پاکستان ته واردات هم ۱۱،۳۱ سلنه لوړ شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا حکومت له هغه تصمیم هرکلی کړی، چې غواړي د فلسطین مستقل دولت په رسمیت وپېژني. نوموړي دا "پرځای او باارزښته ګام" بللی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه، پر خپل اېکس لیکلي، چې «د بریتانیا د حکومت له دغه تصمیم څخه، چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني، هرکلی کوي.
کرزی زیاتوي، « دا یو پرځای او باارزښته ګام دی چې د سولې او ثبات پر لور مهمه لاره پرانیزي».
همداراز، نوموړي د ملګرو ملتونو د هغې ناستې د پرېکړې ملاتړ کړی، چې د سعودي عربستان او فرانسې په کوربه توب ترسره شوې وه.
کرزي ویلي: «زه د هغه پرېکړهلیک ملاتړ کوم چې د غزې پر وضعیت د سملاسي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین د مستقل دولت د جوړېدو سپارښتنه پکې شوې ده».
د حامد کرزي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د بریتانیا پارلمان تر ۲۰۰ زیاتو غړو په یوه پرانیستي لیک کې له لومړي وزیر کییر سټارمر غوښتي، چې فلسطین دې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
سکای نیوز تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د پارلمان لهخوا پر حکومت فشار ورځ تر بلې زیاتېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې «دوی به هغه وخت فلسطین په رسمیت وپېژني چې دا ګام د سولې د بهیر لپاره اغېزناک وي».

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې د سمون په نامه د خصوصي سکتور د ممیزو د پروسس یوه نوې فابریکه پرانېسته، چې ویل کیږي په کال کې د لس زره ټنه ممیزو د پروسس ظرفیت لري. پر دې فابریکه اته میلیونه ډالره شخصي پانګونه شوې.
عبدالغني برادر د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه،د دې کارخونې د فعالیت د پیل په مراسمو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې ددې کارخونې رول مهم وباله او ویې ویل، چې په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی ادارې د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف یې د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې طالبانو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتي توکو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
نوموړي په دغو مراسمو کې دغه راز وویل، چې د طالبانو ادارې د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی؛ د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.
هغه دغه راز وویل، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې په مرسته یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، هڅه کوي چې د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له غړو هېوادونو سره خبرې کړې دي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی ومومي.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د سمون په نامه د ممیزو د پروسس دغه کارخونه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالره شخصي پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
ویل کیږي د دې کارخونې پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیزې اسیا هېوادونو ته صادر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ټرانزیټي توکو د خیبر پښتونخوا حکومت لګول شوی یو سلنه ایالتي محصول غیرقانوني دی او باید زر تر زره لرې شي. د دوی په وینا، دې چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قانوني ټرانزیټ بهیر ټکنی کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ټرانزیټي توکو د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت یو سلنه محصول له هېڅ قانوني سند سره سر نه خوري.
د یادې خونې یو تن مسوول پاکستان ته د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرستیال د وروستي سفر په اړه، چې یوه غوښتنه یې هم ددغه محصول لرې کول ګڼل شوي، وویل، «د خیبر پښتونخوا حکومت زموږ پر مالونو چې له کراچۍ یا واګې بندر څخه ټرانزیټ کېږي، یو سلنه محصول لګولی، دا نه په کوم قرار داد کې شته او نه د ټرانزیټ له اصولو سره برابر دی. دوی څلور صوبې لري، خو افغانستان ډېرې لري، که دا مالیه نه لرې کېږي، نو افغانستان هم کولای شي چې په هره صوبه کې پر دوی همداسې مالیه وضع کړي».
د طالبانو حکومت له پاکستان نه غوښتنه کړې چې د خېبر پښتونخوا ایالتي ادارې له خوا د افغان ټرانزیټي توکو پر لېږد لګول شوی یو سلنه «د بنسټیزو چارو پراختیایي محصول» لغوه کړي.
دا غوښتنه د جولای پر ۲۱مه اسلام اباد ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ملا احمدالله زاهد په مشرۍ د یوه پلاوي د رسمي سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره یاده شوې ده.
په دغه سفر کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر نورو اړوند مسایلو هم خبرې شوې وې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولان زیاتوي، «موږ له پاکستاني لوري غوښتي چې خپل ایالتي حکومت ته هدایت ورکړي چې دا غیرقانوني مالیه ختمه کړي. دا چې دا یوه صوبایي موضوع ده، معنا یې دا نه ده چې د نړیوالو اصولو خلاف دې ټرانزیټ ته خنډ جوړ کړي. دا مالیه مخکې دوه سلنه وه، اوس یو سلنه شوې، خو باید په بشپړه توګه لغوه شي».
پاکستاني چارواکو د افغان لوري دا اندېښنه منلې، خو ویلي یې دي چې دا موضوع د فدرالي حکومت له خوا د خیبر پښتونخوا ایالتي ادارې سره شریکه شوې او هڅې روانې دي چې یوې حل لارې ته ورسېږي. دوی دا هم ویلي، چې که څه هم دا مالیه د افغانستان لپاره یو سلنې ته راکمه شوې، خو د پاکستان د صادراتو، وارداتو او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ټرانزیټ لپاره لا هم دوه سلنه پلې کېږي.
د بنسټیزو چارو پراختیایي محصول هغه ځانګړې مالیه ده، چې حکومتونه یې د توکو پر لېږد وضع کوي، څو د سړکونو، بندرونو، ګمرکونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو د رغونې یا ساتنې لپاره عاید ترلاسه کړي. خو د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور، د نړیوالو سوداګریزو اصولو له مخې، د ټرانزیټ پر توکو ایالتي یا سیمهییزې مالیې معمولا ناقانونه ګڼل کېږي، ځکه دا کار د ټرانزیټ مالونو د ازاد تګ راتګ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.
