عبدالغني برادر د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه،د دې کارخونې د فعالیت د پیل په مراسمو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې ددې کارخونې رول مهم وباله او ویې ویل، چې په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی ادارې د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف یې د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې طالبانو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتي توکو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
نوموړي په دغو مراسمو کې دغه راز وویل، چې د طالبانو ادارې د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی؛ د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.
هغه دغه راز وویل، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې په مرسته یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، هڅه کوي چې د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له غړو هېوادونو سره خبرې کړې دي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی ومومي.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د سمون په نامه د ممیزو د پروسس دغه کارخونه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالره شخصي پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
ویل کیږي د دې کارخونې پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیزې اسیا هېوادونو ته صادر شي.