کرزي د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره د بریتانیا او ملګرو ملتونو وروستي ګامونه وستایل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا حکومت له هغه تصمیم هرکلی کړی، چې غواړي د فلسطین مستقل دولت په رسمیت وپېژني. نوموړي دا "پرځای او باارزښته ګام" بللی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا حکومت له هغه تصمیم هرکلی کړی، چې غواړي د فلسطین مستقل دولت په رسمیت وپېژني. نوموړي دا "پرځای او باارزښته ګام" بللی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه، پر خپل اېکس لیکلي، چې «د بریتانیا د حکومت له دغه تصمیم څخه، چې غواړي د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني، هرکلی کوي.
کرزی زیاتوي، « دا یو پرځای او باارزښته ګام دی چې د سولې او ثبات پر لور مهمه لاره پرانیزي».
همداراز، نوموړي د ملګرو ملتونو د هغې ناستې د پرېکړې ملاتړ کړی، چې د سعودي عربستان او فرانسې په کوربه توب ترسره شوې وه.
کرزي ویلي: «زه د هغه پرېکړهلیک ملاتړ کوم چې د غزې پر وضعیت د سملاسي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین د مستقل دولت د جوړېدو سپارښتنه پکې شوې ده».
د حامد کرزي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د بریتانیا پارلمان تر ۲۰۰ زیاتو غړو په یوه پرانیستي لیک کې له لومړي وزیر کییر سټارمر غوښتي، چې فلسطین دې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
سکای نیوز تېره اونۍ راپور ورکړی و، چې د پارلمان لهخوا پر حکومت فشار ورځ تر بلې زیاتېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې «دوی به هغه وخت فلسطین په رسمیت وپېژني چې دا ګام د سولې د بهیر لپاره اغېزناک وي».


د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې د سمون په نامه د خصوصي سکتور د ممیزو د پروسس یوه نوې فابریکه پرانېسته، چې ویل کیږي په کال کې د لس زره ټنه ممیزو د پروسس ظرفیت لري. پر دې فابریکه اته میلیونه ډالره شخصي پانګونه شوې.
عبدالغني برادر د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه،د دې کارخونې د فعالیت د پیل په مراسمو کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې ددې کارخونې رول مهم وباله او ویې ویل، چې په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی ادارې د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف یې د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې طالبانو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتي توکو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
نوموړي په دغو مراسمو کې دغه راز وویل، چې د طالبانو ادارې د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی؛ د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.
هغه دغه راز وویل، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې په مرسته یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، هڅه کوي چې د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له غړو هېوادونو سره خبرې کړې دي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی ومومي.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د سمون په نامه د ممیزو د پروسس دغه کارخونه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالره شخصي پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
ویل کیږي د دې کارخونې پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیزې اسیا هېوادونو ته صادر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ټرانزیټي توکو د خیبر پښتونخوا حکومت لګول شوی یو سلنه ایالتي محصول غیرقانوني دی او باید زر تر زره لرې شي. د دوی په وینا، دې چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قانوني ټرانزیټ بهیر ټکنی کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د چارشنبې په ورځ، د زمري اتمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ټرانزیټي توکو د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت یو سلنه محصول له هېڅ قانوني سند سره سر نه خوري.
د یادې خونې یو تن مسوول پاکستان ته د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرستیال د وروستي سفر په اړه، چې یوه غوښتنه یې هم ددغه محصول لرې کول ګڼل شوي، وویل، «د خیبر پښتونخوا حکومت زموږ پر مالونو چې له کراچۍ یا واګې بندر څخه ټرانزیټ کېږي، یو سلنه محصول لګولی، دا نه په کوم قرار داد کې شته او نه د ټرانزیټ له اصولو سره برابر دی. دوی څلور صوبې لري، خو افغانستان ډېرې لري، که دا مالیه نه لرې کېږي، نو افغانستان هم کولای شي چې په هره صوبه کې پر دوی همداسې مالیه وضع کړي».
د طالبانو حکومت له پاکستان نه غوښتنه کړې چې د خېبر پښتونخوا ایالتي ادارې له خوا د افغان ټرانزیټي توکو پر لېږد لګول شوی یو سلنه «د بنسټیزو چارو پراختیایي محصول» لغوه کړي.
دا غوښتنه د جولای پر ۲۱مه اسلام اباد ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ملا احمدالله زاهد په مشرۍ د یوه پلاوي د رسمي سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره یاده شوې ده.
په دغه سفر کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر نورو اړوند مسایلو هم خبرې شوې وې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولان زیاتوي، «موږ له پاکستاني لوري غوښتي چې خپل ایالتي حکومت ته هدایت ورکړي چې دا غیرقانوني مالیه ختمه کړي. دا چې دا یوه صوبایي موضوع ده، معنا یې دا نه ده چې د نړیوالو اصولو خلاف دې ټرانزیټ ته خنډ جوړ کړي. دا مالیه مخکې دوه سلنه وه، اوس یو سلنه شوې، خو باید په بشپړه توګه لغوه شي».
پاکستاني چارواکو د افغان لوري دا اندېښنه منلې، خو ویلي یې دي چې دا موضوع د فدرالي حکومت له خوا د خیبر پښتونخوا ایالتي ادارې سره شریکه شوې او هڅې روانې دي چې یوې حل لارې ته ورسېږي. دوی دا هم ویلي، چې که څه هم دا مالیه د افغانستان لپاره یو سلنې ته راکمه شوې، خو د پاکستان د صادراتو، وارداتو او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ټرانزیټ لپاره لا هم دوه سلنه پلې کېږي.
د بنسټیزو چارو پراختیایي محصول هغه ځانګړې مالیه ده، چې حکومتونه یې د توکو پر لېږد وضع کوي، څو د سړکونو، بندرونو، ګمرکونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو د رغونې یا ساتنې لپاره عاید ترلاسه کړي. خو د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور، د نړیوالو سوداګریزو اصولو له مخې، د ټرانزیټ پر توکو ایالتي یا سیمهییزې مالیې معمولا ناقانونه ګڼل کېږي، ځکه دا کار د ټرانزیټ مالونو د ازاد تګ راتګ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار د امر بالمعروف ریاست شاوخوا ۲۴ هغه ځوانان نیولي، چې د ملي بېرغ د ورځې په مناسبت یې پر ټولنیزو رسنیو د درې رنګه بېرغ انځورونه خپاره کړي وو. ځینې ځوانان له ضمانت اخېستلو وروسته خوشې شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار د امر بالمعروف ریاست محتسبانو شاوخوا ۲۴ تنه هغه ځوانان نیولي او بندیان کړي، چې پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک باندې یې د ملي بېرغ انځورونه خپاره کړي وو.
د کندهار ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي:«غرمه وه، چې د امر بالمعروف ریاست څخه زنګ راغی، ماته یې وویل عاجل ریاست ته راشه، خو ما فکر وکړ چې څوک راسره ټوکې کوي، زه نه ولاړم. یو ساعت وروسته محتسبان راغلل او زه یې موټر کې ځان سره ریاست ته یووړم.»
دغه کس وايي، شاوخوا ۲۴ ساعته د امربالمعروف په ریاست کې بندي و او له لیکلي ضمانت اخیستلو وروسته یې خوشې کړی دی.
د زمري ۷مه هر کال د افغانستان د ملي بیرغ ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو طالبانو د افغانستان پر ملي بېرغ او ملي سرود بندیزونه لګولي دي.
د کندهار ښار یو بل تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي، د امر بالمعروف محتسبانو یې ځوان ورور د سې شنبې په سهار له ځان سره بیولی او تر اوسه یې نه دی خوشې کړی.
نوموړی وایي:«ورور مې د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی، تېره ورځ طالبان کورس ته ورغلي، زما ورور او د هغه دوه نور همصنفیان یې له ځان سره بیولي دي. د هغوی فیسبوکونو څخه ټول انځورونه او پوسټونه ډیلیټ شوي دي. زه دوه واره د امر بالمعروف ریاست ته ورغلی یم، خو زما ورور یې نه دی را ایله کړی.»
سرچینې وايي، چې د طالبانو د استخباراتو، اطلاعاتو او کلتور او امر بالمعروف له خوا ګډه ډله نن هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکي څاري او هغه کسان نیسي چې پر ټولنیزو رسنیو یې د ملي بېرغ انځورونه خپاره کړي وي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د افغانستان پر ملي بېرغ بندیز لګولی او خلک هڅوي، چې د دې ډلې سپین رنګه بېرغ ته درناوی ولري.
طالبانو تردې وړاندې هم په کندهار کې یو شمېر ځوانان د شپې بانډارونو، لډو، ږیره خرېیلو او سټایلي ویښتانو جوړولو په جرم نیولي او بندیان کړي دي.

د روسیې د دولتي دوما د بهرنیو اړیکو مرستیال وايي، چې د طالبانو « دا د باتورانو کور» سرود دوی ته د منلو وړ نه دی، ځکه په دې کې افغانستان د روسانو د ککریو ګور یاد شوی. په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې دا د دوی «ملي سرود» نه دی.
الکسي چیپا د روسیې له ار بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په دغه سرود کې د کفارو او روسانو یادونه شوې او دا خبره د منلو وړ نه ده.
هغه له دې وړاندې له مسکو ټاک راډیو سره مرکه کې دا ترانه د طالبانو ملي سرود ګڼلی و، خو له ار بي سي سره مرکه کې یې ویلي، چې دا د طالبانو ملي سرود نه دی، خو د دوی له خوا خپریږي.
چیپا زیاته کړې ده، چې « که هغوی [طالبان] غواړي له روسیې سره دوستانه اړیکې ولري، نو زموږ له هېواد سره دوستي باید په سمه توګه وپالل شي».
چیپا ویلي، « شاوخوا یو نیم کال مخکې زه له لومړیو کسانو وم چې افغانستان ته ولاړم. هلته مې له ځايي رفیقانو سره ولیدل، چې مجاهدین هم پکې شامل وو. هغوی په اړیکو کې ډېر مثبت چلند درلود. نن ورځ دوی زموږ له نژدې ګاونډیانو سره اړیکې لري، لکه قزاقستان، قرغیزستان او یو شمېر نور هېوادونه. موږ باید دې مسالې [د طالبانو سرود]ته پوره پاملرنه وکړو».
چیپا د ترانې یوه بیت ته اشاره کړې چې پکې راغلي« خلاص کړ له انګریزه موږ، شولو د روسانو ګور، دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور».
ددې ترانې په بل بیت کې راغلي، « ډېرې ککرۍ ګوره، پاتي د روسانو شوې، شنډې د هر یو دښمن، واړه ارزوګانې شوې».
په مسکو کې د طالبانو سفارت ار بي سي ټلویزیون ته ویلي، چې دغه سندره د دوی ملي سرود نه دی.
طالبانو یادې رسنۍ ته ویلي، « د افغانستان اوسنيو چارواکو هېڅ رسمي سرود نه دی تصویب کړی».
طالبانو تراوسه له خپلو رسنیو ددې ترانې د نه خپرولو په تړاو دریځ نه دی روښانه کړی.

که څه هم افغان ښځې د طالبانو «ځپونکو او سختو» بندیزونو سره مخامخ دي؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بهرنیو ښځینه سېلانیانو د ورتګ څپه پراخه شوې ده.
د دغه سفرونو پر دوام؛ د بهرنیو ښځو یوې ډلې د هرات ولایت ۲۴ کلنې اوسېدونکې سمیه منیري په مشرۍ د افغانستان له ملي موزیم نه لیدنه کړې ده. اغلې منیري یو له لومړنیو افغان مېرمنو ده، چې په رسمي ډول د ګرځندوی په سکټور کې کار کوي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور لهمخې؛ په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو د سختو محدودیتونه سربېره یو شمېر افغان ښځې د ګرځندوی لارښود په توګه کار کوي او په هېواد کې یوازې د ښځو لپاره د ګرځندوی ډلو مشري پر غاړه لري.
هغه وايي، چې د خپلې انګلیسي ژبې د ښهوالي لپاره په انټرنېټ کې د لټون پرمهال د کاوچ سرفېنګ (Couchsurfing) په نوم یو اپلکېشن سره مخ شوې ده. دا هغه اپلکېشن دی، چې سېلانیان له ځایي خلکو سره په اړیکه کې کوي. نوموړې اسوشیټېډپرېس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په خپل کور کې له یوې ډلې سېلانیانو څخه تر کوربهتوب وروسته یې د ګرځندوی لارښود دندې سره لېوالتیا پیدا شوې ده.
منيري وويل: «ما تل د افغانستان په اړه له رسنيو نه منفي خبرې اورېدلې؛ خو کله مې چې له سېلانيانو سره سفر وکړ او بېلابېل ځایونه مې وليدل؛ نو پوه شوم چې زما هېواد ډېر ښکلی دی. دې کار زما ذهنیت بدل کړ.»
د هغې سفر یوه برخهواله اسټرالیاوۍ او ۸۲ کلنه سوزان سنډرال ده. هغې ویلي، چې د افغانانو مېلمهپالنې او انساندوستۍ ته حېرانه شوې او زیاته یې کړه: «ما فکر کاوه، چې د خلکو له توندو نظرونو سره به مخامخ شم؛ خو دوی ډېر مېلمهپاله او انساندوسته خلک دي. زه چې هرې خواته لاړم د خلکو مسکا مې لیده او سلام کلام یې راسره کاوه.»
ګرځندوی: یو نوی راټوکېدلی صنعت
له څو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان ګرځندوی صنعت ورو ورو وده کوي. که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راوروسته طالبانو پر خلکو او په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي؛ خو د تاوتریخوالي کمښت څه ناڅه د دې لامل شوی، چې افغانستان ته یو شمېر بهرني ګرځندویان سفر وکړي.
خو له دې ټولو سره-سره افغانستان ته د بهرنیو ښځینه ګرځندویانو سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې د زدهکړې، کار، ازادۍ او عامه ژوند په ګډون له خپلو انساني بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي. همداراز نږدې څلور کاله وشول، چې له شپږم ټولګې پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوې دي.
له بل پلوه ځینې نیوکه کوونکي په دې اند دي، چې طالبان د بهرني سېلانیانو له لارې ځان ته تبلیغات کوي او نړۍ ته ښیي چې د افغانستان وضعیت تر بل هر وخت ښه دی.