روسیه او چین د جاپان په سمندر کې د ګډو پوځي تمرینونو لپاره تیاری نیسي

انترفاکس خبري اژانس خبر ورکړی، چې روسیه او چین به د اګست له لومړۍ تر پنځمې نېټې پورې د جاپان په سمندر کې ګډ سمندري تمرینونه ترسره کړي. د روسیې د پاسیفیک سمندري ځواک په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «دا تمرینونه دفاعي بڼه لري او د کوم بل هېواد پر ضد نه دي».