طالبانو د پنځه مېلیونه افغانیو په ارزښت نورستانۍ قیمتي ډبرې وپلورلې

طالبان وايي چې د نورستان ۸ کیلوګرامه ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې یې پلورلي دي. د دې ډبرو ارزښت پنځه مېلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.

طالبان وايي چې د نورستان ۸ کیلوګرامه ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې یې پلورلي دي. د دې ډبرو ارزښت پنځه مېلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه (زمري ۱۲مه) د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سیدالرحیم عمیر په حواله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د مرکز پارون له بېلابېلو کانونو څخه ترلاسه شوي ډبرې د ازادې سيالۍ له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شوي.
په راپور کې راغلي چې په دې ډبرو کې کونزایټ، بیروج او کمرین شاملې دي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون (شنبه، زمري ۱۱مه) له ایران او پاکستانه څه باندې څلور زره کسان افغانستان راستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله فطرت نن (یکشنبه، مري ۱۲مه) د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي چې له راستانه شویو کسانو سره مرستې هم شوي دي.
په راپور کې همدا راز راغلي چې ستانه شوي ټول کسان په زور له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او د طالبانو له پرلهپسې غوښتونو سره سره ایران او پاکستان افغانستان د کډوالو د ستنولو لړۍ جاري ساتلې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې دی چې د لوږې له جدي ناورین سره مخامخ دی. د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې په دې نه پوهېږي چې خواړه به له کوم درکه پیدا کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان دفتر زباته کړې چې دغه وضعیت د اوږدو جګړو، اقتصادي کړکېچ، فقر، بېوزلۍ، وچکالۍ او ناببره طبیعي افتونو له کبله رامنځته شوی دی.
د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې درې نیم مېلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي چې دا د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.
ورته مهال، ډبیلو اف پي ویلي چې څه باندې یو مېلیون طي خواره ماشومان او مېندۍ له خوارځواکۍ کړېږي چې باید له ځنډ پرته یې لاسنیوی وشي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان د بېلابېلو کړکیچونو ډېری زیان افغان کمکیو ماشومانو او ښځو ته رسېږي، نو له همدې کبله له دوی سره مرستې یې په لومړیتوب کې دي.

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني رییس د امریکا په کلفرونیا ایالت کې تازه نیول شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته بللی دی. د هغه په وینا، د طالبانو غړي د دغه ډول بمونو جوړېدو کې مهارت لري.
بسم الله تابان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ماین د امریکا د امنیتي ځواکونو لهخوا کشف او شنډ شوی دی. نوموړي چې له طالبانو سره د مبارزې او بمشنډونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، ټینګار کړی چې د بم جوړښت، بستهبندي او پهکې کارول شوي توکي کټ مټ د طالبانو هغو سره ورته دي.
نوموړي پخواني افغان چارواکي زیاته کړې: «طالبانو به دا ډول بمونه په ښاري ترهګریزو بریدونو کې کارول، چې هدف یې د انسانانو ګڼهګوڼه وه. دا بمونه اکثراً د پرلهپسې بریدونو لپاره جوړېدل چې دوه یا درې چاودنې به په یوه ځای کې، د لنډ وخت په واټن کې ترسره کېدې».
هغه همداراز یو شمېر مشخصې پېښې یادې کړي چې پکې له ورته بمونو څخه کار اخیستل شوی و. نوموړي ویلي د کابل په لوېدیځه برخه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید، د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايې غورځنګ پر عدالت غوښتونکو برید او د افغان فعال سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو کې کارول شوي بمي توکي امریکا کې د نیول شوي بم سره ورته ښدول شوي دي.
تابان یوه پوښتنه او امنیتي اندېښنه هم مطرح کړې ده، هغه لیکلي: «د طالبانو بمجوړونکي انجنیران چې کله کله د داعش خراسان تر نوم لاندې هم یادېږي،څنګه توانېدلي چې ځان امریکا ته ورسوي؟»
نوموړي خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د افراطیت او ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، ځکه دا چاره د تېرو تېروتنو تکرار دی.
د امریکایي فاکس نیوز د راپور لهمخې، د اګسټ په لومړۍ نېټه د کلفرونیا ایالت د سمندر پر غاړه د یو کور په ګودام کې ګډو امنیتي ادارو دغه چاودېدونکي توکي موندلي او یو شمېر وګړي هم په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
دغه رسنۍ زیاته کړې چې په دې تړاو یې نیول شوي کس څخه په څېړنو کې په ډاګه شوی چې د داعش-خراسان وسلهوالې ډلې غړی دی او ورسره اړیکې هم لري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې هغه روزنیز ټولګي چې په خپله د خلکو لهخوا جوړ شوي، په زدهکړو کې مهمه ونډه لري او دوی یې ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د دغه صندوق د استازي مرستیالې انډریا تازه په اېکسپاڼه کې لیکي، په بامیان ولایت کې یې له هغو روزنیزو ټولیګو لیدنه کړې چې د تدریس چارې یې د ښځینه ښوونکو له لوري پرمخ وړل کېږي.
نوموړې زیاته کړې، دا ډول ټولنیز او ولسي روزنیز ټولګي چې د نجونو په زدهکړو کې حیاتي رول لري، هغه مهال اغیزمن تمامېدای شي چې ښځینه ښوونکې موجودې وي. اغلې انډریا همداراز ویلي ویاړي چې له نړۍوالو شریکانو سره په ګډه د دا ډول ښځینه ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي چې له کبله په کور دننه او بهر له دوامدره نیوکو سره مخ دي او د ملامتۍ ګوته هم نیول ورته نیول کېږي چې نجونې یې د زدهکړې له بنسټیزو حقونو راګرځولې دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د ایران او پاکستان د دفاع وزيرانو پرون (شنبه، زمري ۱۱مه) په اسلاماباد کې د يوه رسمي ملاقات پر مهال ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دفاعي همکاريو پراخولو ته دوام ورکوي او د سيمې د سولې او ثبات لپاره به ګډ کار کوي.
په دې لیدنه کې، د ايران د دفاع وزیر سرتېپ عزيز ناصرزاده له خپل پاکستاني سيال خواجه محمداصف سره د دوهاړخيزو او سيمهييزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو خواوو د ګډې لېوالتیا پر بنسټ د سیمهییز امنیتي وضعیت ارزونې، ترهګرۍ سره د مبارزې او د دفاعي همکاریانو د پراختیا په تړاو سلا-مشورې کړې دي.
دواړو وزيرانو يو ځل بيا ژمنه کړې چې د ایران او پاکستان ترمنځ به خپلې اړيکې لا پياوړې کړي. د پاکستان دفاع وزارت لیکلي: «خواجه اصف د ايران د پرلهپسې رغنده تعامل قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه چې دفاعي ډېپلوماسي د ګډو امنيتي ګواښونو په حل کې مهم رول لري».
سرتېپ ناصرزاده ویلي چې تهران له اسلاماباد سره د دفاعي اړيکو د لا پياوړتيا هوډ لري. هغه زياته کړه: «ایران غواړي چې له پاکستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ګډو ارزښتونو او اعتماد لا قوي کېدو اړوند همکارۍ وکړي». دواړه لوریو په راتلونکي کې د دفاع اړیکو پر ډېرېدو خوښي ښودلې او ژمنې یې کړي چې د سیمې امنیت او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.
ایران او پاکستان داسې مهال د سیمې په تړاو بحثونه کوي چې دواړه لوري پر افغانستان دواکمنو طالبانو څخه امنیتي اندېښنې هم لري. اسلاماباد په وار وار نیوکې کړي چې طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ او ورته د پناه ورکولو له امله د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
