• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په باجوړ کې پاکستاني طالبانو له ځايي جرګې سره له کلیوالو سیمو پر وتلو هوکړه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي مرکچي پلاوي له ځايي قومي مخورو سره په ناسته کې پرېکړه کړې چې له استوګنیزو سیمو به وځي، خو ټینګار یې کړی چې په بشپړه توګه دا ولسوالۍ نه‌شي پرېښودلی.

راپور کې راغلي، د باجور د سولې جرګې او د ټي‌ټي‌پي غړو ترمنځ د خبرواترو دویم پړاو چې موخه یې په بشپړه توګه له یادې ولسوالۍ څخه د یادې وسله‌والې ډلې وتل و، د شنبې پر ورځ پای ته ورسېد. دغه ۵۰ کسیزه جرګه د لوی ماموند په سیمه کې شوې ده.

ټي‌ټي‌پي د جمعې پر ورځ د ناستې پر مهال له جرګې څخه یو ورځ وخت غوښتی و، څو د دوی دوه غوښتنې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي. دې غوښتنو کې یوه یې دا وه چې د دې ډلې غړي باید افغانستان ته ستانه شي او دوېیمه که غواړي له پاکستاني پوځیانو سره وجنګېږي، نو غرونو ته دې وخېژي. د جرګې مشرانو نیوکه کړې وه چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړو کې ځايي ولسي وګړو ته مرګ ژوبلې اوړي.

ډان لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ شوې جرګه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی تر سترګو شوی. دا ناسته د شنبې پر ورځ د ماسپښین درې بجې پیل شوې وه او د شپې ناوخته پای ته ورسېده، خو د جرګې مشر تر دې دمه رسنیو ته د ناستې رسمي جزییات نه دي اعلان کړي.

یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي،‌ د پاکستاني طالبانو مشرانو د سولې جرګې غړو ته ډاډ ورکړی چې دوی به په سیمه کې سوله‌يیز پاتې شي. همداراز ویل شوي چې د باجوړ د سولې جرګې مشر صاحب‌زاده هارون رشید له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د خبرواترو د جزییاتو شریکولو لپاره لیدلي او هیله یې ښودلې چې خلک به ډېر ژر مثبت خبرونه واوري.

بل‌خوا، د ترهګرۍ ضد د‌ پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله او د احتمالي بې‌ځایه کېدو له وېرې د لوي ماموند په ۱۶ سیمو کې د مرستو کمپونه جوړ شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه کمپونه تر ډېره پورې د سیمه‌ییزو غیردولتي سازمانونو له‌خوا د لوی ماموند او خار سیمو کې جوړ شوي دي.

پاکستاني طالبان او باجوړیان داسې مهال سره جرګه کېږي چې په دې وروستیو کې هلته له پوځ سره سختې وسله‌والې نښتې وشوې او له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې. همداراز د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته هم د دغو جګړو له امله مرګ ژوبله واوښته.

ادعاوې کېږي چې په باجوړ کې د نښتو پر مهال له ټي‌ټي‌پي سره افغان وسله‌وال هم لیدل شوي او د پاکستاني پوځیانو ځنې پوستې یې سقوط کړي او ان وسایط یې هم ورته سوځولي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

عمران خان ګنډاپور ته: خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې باید د بل پوځي عملیات اجازه ورنکړل شي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱
عمران خان ګنډاپور ته: خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې باید د بل پوځي عملیات اجازه ورنکړل شي
100%

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان له اډیاله بند څخه په خپله اېکس پاڼه کې په یوه پیغام کې د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي، چې په خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بل پوځي عملیات اجازه ورنه کړي.

عمران خان په خپل دغه پیغام کې ویلي، د پوځ او ولس په مخامخ کېدو سره به د پوځ اداره له منځه ولاړه شي. خان‎ زیاته کړې: «عملیات د کومې ستونزې حل نه دی. ستونزې باید د هغه ځای د نظام له مخې د خبرو اترو له لارې حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی دی. له دوی سره اړیکې هم باید ښې شي او ستونزو ته باید د خبرو له لارې حل لارې ولټول شي.»

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا د عمران خان دغه پیغام ته په ځواب کې پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې د عمران خان د فکر په درک کولو سره یې په خېبرپښتونخوا کې د قبایلو د جرګو بهیر پیل کړی دی.

د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) یوه جرګه چې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په کوربتوب پیل شوې وه، پکې د خېبر او اورکزو ولسوالیو تر څنګ د دره ادم خېل او حسن خېل قبایلي برخو شاوخوا ۱۵۰ مشرانو، منتخبو ولسي استازو او ځينو ځايي چارواکو ګډون درلود.

د ګنډاپور په وینا، د شنبې ورځې په جرګه کې سپارښتنه وشوه، چې د سولې د ټینګښت لپاره ټول د ترهګرۍ او ترهګرو پر ضد یو موټی دي، عملیات او د ځايي خلکو بې‌ځایه کول په هېڅ صورت کې د منلو نه دي، پرمختګ له سولې سره تړلی دی او د سولې په ټینګښت سره به د پرمختګ بهیر ګړندی شي، د معدنیاتو په ګډون هېڅ ډول سرچینې نه چا غوښتي او نه به چا ته ورکړل شي، قبایلي مشران باید له افغانستان سره د خبرو لپاره هلته واستول شي، راتلونکې سیمه ییزه جرګه به د مهمند او باجوړ په ولسوالیو کې ترسره شي، ورپسې درېیمه جرګه به په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وشي او وروستۍ سیمه ییزه جرګه به په کُرمه کې جوړه شي او تر هغې وروسته به د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر له لوري یوه لویه جرګه راوبلل شي او بیا به د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د عمل پلان جوړولو په موخه وړاندیزونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت واکمن دی.

عمران خان: که ګنډاپور په خېبر پښتونخوا کې سوله نشي راوستلی نو استعفا دې ورکړي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱
عمران خان: که ګنډاپور په خېبر پښتونخوا کې سوله نشي راوستلی نو استعفا دې ورکړي
100%

د پاکستان تحریک انصاف بنستګر عمران خان ویلي، که د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علی امین ګنډاپور، په خپل ایالت کې د قانون او نظم د ټینګښت توان نه لري، نو باید له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه زیاته کړه، که ګنډاپور د حکومتدارۍ ستونزې نه شي حل کولی، نو دا چاره دې بل وړ کس ته وسپارل شي.

د پاکستان جیو نیوز د تحریک انصاف ګوند د بنسټ‌ګر د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې عمران خان ویلي: «که علی امین ګنډاپور سوله نشي راوستلی، نو باید استعفا ورکړي.»

د پولیسو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ لږترلږه ۴۷۶ پیښې شوې دي. په دغو پېښو کې یوازې په خېبرپښتوخوا کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۱ نور ټپیان شوي دي.

په دې موده ۶۶ پولیس منسوبین وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت واکمن دی.

قبایلي جرګې د پاکستان د حکومت له مخالفو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱
قبایلي جرګې د پاکستان د حکومت له مخالفو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي
100%

د باجوړ د سولې جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د جمعې په ورځ پای ته ورسېد. جرګې له طالبانو وغوښتل چې یا دې افغانستان ته ستانه شي، یا دې جګړه پریږدي او غرونو ته ولاړ شي. ټي‌ټي‌پي ژمنه کړې چې دا غوښتنې به له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې شریکې کړي.

د سولې جرګې غړو د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۰مه) د ماموند تحصیل سیمې په یوه جومات کې د پاکستاني طالبانو له استازو سره لیدلي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو استازو ویلي چې دوی به د قبایلي جرګې د ګډونوالو دا غوښتنې "په افغانستان کې له خپلو مشرانو" سره شریکې کړي.

ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تېرا درې زرګونو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ پراخ لاریون وکړ او د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ورځني ژوند د ګډوډۍ له امله یې له سیمې د وسله‌والو د وتلو غوښتنه وکړه.

100%

دا لاریون هغه وخت په تاوتریخوالي بدل شو کله چې د پاکستان د پوځ ځواکونو ډزې وکړې، لږترلږه درې لاریون کوونکي یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

خو ځايي قبایلو د جمعې په ورځ د سولې جرګه وکړه او له سیمې څخه یې د وسله والو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د وتلو غوښتنه وکړه.

ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د جرګې غړو ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) استازو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي. دا خبره ښيي چې د پاکستاني طالبانو د قوماندې جوړښت لا هم په افغانستان کې موجود دی.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا څلور زره پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعالیت کوي.

خو طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د جمعې په ورځ په خپل وروستي راپور کې وویل چې د القاعدې، پاکستاني طالبانو او داعش خراسان په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

سربېره پردې، درېیو بېلابېلو سرچینو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د ټي‌ټي‌پي غړي په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني پوځ پر ضد د بریدونو لپاره بې‌پیلوټه الوتکې وپېري.

د ناامنۍ دوام؛ پښتونخوا کې سږ کال په ۴۷۶ ترهګریزو بریدونو کې ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۱
د ناامنۍ دوام؛ پښتونخوا کې سږ کال په ۴۷۶ ترهګریزو بریدونو کې ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي
100%

د خېبرپښتونخوا د پولیسو اسنادو له‌مخې، د روان زېږدیز کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوسه پورې په دغه ایالت کې وسله‌والو ډلو ۴۷۶ «ترهګریز» بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې ۱۲۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیان دي.

وزیرستان، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعېل خان هغه ولسوالۍ دي چې له ترهګرۍ ډېرې اغېزمنې شوې دي. د راپور له‌مخې، شمالي وزیرستان کې ۷۷، بنو کې ۷۴، لکي مروت کې ۴۸ او ډېره اسماعېل خان کې ۴۴ ترهګریز بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ډېری هغه یې د‌ پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو پر غړو شوي دي.

په اسنادو کې راغلي چې وژل شويو کسانو کې ۶۶ پولیس وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي. همداراز پښتونخوا کې د‌ پاکستان د سرحدي ځواکونو ۴۸ سرتېري د وژل شویو او ۱۰۹ نور د ټپیانو په نوملړ کې ښودل شوي دي. د نورو بېلابېلو امنیتي ادارو هم ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

هم‌مهاله د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذولفقار حمید وایي، د سوېلي سیمو د امنیت ټینګښت لپاره پولیسو ته عصري وسلې ورکول کېږي او د امنیتي پوستو پر قوي کېدو یې کار پیل کړی دی. نوموړي هیله‌مندي ښودلې چې ډېر ژر به یې مثبتې پایلې ترلاسه شي.

په پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې په دې وروستیو کې خپل بریدونه پراخ کړي او هره ورځ له پوځ سره په بېلابېلو سیمو کې پر جګړو اخته وي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې پر کابل واکمنو د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه دغه بریدونه تنظیموي.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ټي‌ټي‌پي چې د دغې ډلې پخواني متحدین یادېږي، لا یې نورې قوي شوي او ان په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ته یې هم لاس‌رسی موندلی دی.

د پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکي: حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱
د پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکي: حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي
100%

د خېبر پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکو په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو پر ضد او ملکي وګړو ته د زیان رسېدو په غبرګون کې لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي.

دغه لاریون د جمعې په ورځ د انګور اډې د ځايي اوسېدونکو، پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا ترسره شوی دی.

لاریون کوونکو ویلي، چې د باجوړ او مومند ولسوالیو د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په یادو سیمو کې پوځي عملیات په کلکه غندي.

د انګور اډې اوسېدونکي ملک ګل ریز خان وویل:« د پښتونخوا په ناامنیو کې د حکومت لاس دی. حکومت دې پښتونخوا په ډالري جګړه کې نه ښکیلوي، د پښتونخوا وسایل د ځايي خلکو حق دی او باید خلکو ته ورکړل شي.»

په ورته مهال لاریون کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د انګور اډې له لارې دې افغانستان لور ته د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي.

د انګور اډې اوسېدونکو داسې مهال په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو خلاف لاریون کړی، چې په تېرو څو ورځو پوځي عملیاتو کې په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو له امله ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي او د باجوړ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.