• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کلتوري انقلاب عالي شورا مشر: د ټولو افغان کډوالو شړل د ناسمې حکومتولۍ نښه ده

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د ایران د کلتوري انقلاب عالي شورا مشر عبدالحسین خسروپناه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د هغو د اېستل کېدو په اړه توندې نیوکې کړې دي.

ښاغلي خسروپناه د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۲مه) یوې غونډې ته وویل: «دا چې موږ په یوه وخت کې زیات شمېر افغان وګړي منو او وروسته بیا داسې فکر کوو، چې دغه کډوال امنیتي ستونزې پېدا کولای شي؛ نو ټول یې ناڅاپه له هېواده وباسو، دا د کډوالۍ په برخه کې د ناسمې حکومتولۍ څرګنده نښه ده».

نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چې یو ایرانی کولای شي کوم جرم یا تېروتنه وکړي، همدا ډول یو کډوال هم کولای شي جرم ترسره کړي؛ خو د یوه کډوال جرم باید د ټولو افغانانو پر وړاندې ونه ګڼل شي.

ښاغلي خسروپناه همداراز ټینګار وکړ، اوسنی چلند چې له افغانانو سره کېدونکی دی؛ د نظام رسمي دریځ نه دی، بلکې د دولت دریځ دی.

د ایران او اسراییل ترمنځ تر جګړې وروسته د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

له دې وړاندې د خراسان رضوي ولایت د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو رییس جعفر سید ابادي منلې وه، چې د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړې د هغو افغان کډوال د اېستلو بهیر ګړندی کړی چې قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۹۰۰زره کډوال ایران په تېرو ۴۵ورځو کې په جبري توګه له خپل هېواد څخه اېستلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

له یاد هېواد څخه اېستل شويو کډوالو شکایت کړی، چې ایران کې پولیس ځورولي، شکنجه کړي او ان د دوی له جېبونو یې پیسې او نور قیمتي توکي هم په زوره اخیستي دي.

همدا راز په ایران کې د یو شمېر پنډغالو دننه د اوبو نشتوالي، ګرمې هوا او د سختې شکنجې له امله یو شمېر افغان کډوال مړه شوي هم دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې لپاره مهم بولي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۰ GMT+۱
قزاقستان په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې لپاره مهم بولي
100%

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف وايي، په افغانستان کې تل پاتې سوله او دوامداره پرمختګ د سیمې د امنیت لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري. نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه (د زمري ۱۲مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

دواړو مشرانو همدا راز د ملګرو ملتونو د پرمختیايي موخو لپاره په الماتې ښار کې د نوي سیمه‌ییز مرکز د جوړېدو هوکړه هم لاسلیک کړه.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د قزاقستان ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:« قزاقستان د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه مرستو، ښوونیزو پروژو او د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته ژمن دی.»

د نوموړي په خبره؛ سوله او پراختیا له یو بل سره تړلي دي او د انساني کرامت او نړۍوالو اصولو له ډاډمنتیا پرته د تل پاتې سولې او ټیکاو ټینګښت ناشونی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش بیا ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخت اوس سیمه‌ییز او نړۍوال ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا لري.

انتونیو ګوترېش په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د موخو څار مرکز د هوکړې په مراسمو کې ویلي، چې دغه مرکز به د سیمې د دوامداره پراختیايي موخو پر لور د ګډ سفر لپاره د یو نوي فصل استازیتوب وکړي.

د ګوترېش په خبره؛ افغانستان د منځنۍ اسیا د راتلونکې نه جلا کېدونکې برخه ده او د افغانستان خلک د یوې روښانه راتلونکې مستحق دي.

ګوتریش په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان خلک له پراخې بې وزلۍ نیولې تر ډله‌ییزې بې ځایه کېدو، زلزلو، د اقلیم بدلون او د بشري ناورین له کړکېچن وضعیت سره مخ دي.

د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۴مه پرېکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د موخو تعقیب مرکز دې په الماتې ښار کې جوړ شي.

دغه مرکز به په سیمه کې د بې‌وزلۍ پر ضد مبارزه، اقتصادي پراختیا، د اوبو سرچینو مدیریت، اقلیمي بدلونونو، روغتیايي خدمتونو او د ښوونې په برخو کې تخنیکي مرستې کوي.

خالد حنفي: دیني عالمان د فتنو او له کفر څخه د خلکو راګرځولو مسوولیت لري

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱
خالد حنفي: دیني عالمان د فتنو او له کفر څخه د خلکو راګرځولو مسوولیت لري
100%

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي وایي، دیني عالمان باید له «کفري عقایدو او تخریبي نظریې» څخه خلک راوګرځوي. هغه زیاته کړې، اوسنی داسې دور دی چې یو انسان به سهار له کوره مسلمان وځي؛ خو ماښام به «کافر» راستنېږي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۳مه) له دیني عالمانو سره په یوې ناسته کې کړې دي.

د حنفي په وینا: «داسې زمانه کې یو، چې نسل، نسل به یې مسلمان وي او سهار به له کوره مسلمان وځي؛ خو ماښام چې بېرته ستنېږي، نو کافر به وي».

د هغه په وینا؛ دغه ډول خلکو به د کفر اعلان نه وي کړی؛ خو «د تخریب کوونکو او فسادګرو» د نظریاتو څخه متاثره شوي وي.

د نوموړي په خبره: «اسلامي حدود به تر پښو لاندې وي، اسلامي اصولو ته به سپکه ګوري او کفري مفکورې ته به د عزت په نظر ګوري». هغه وړاندې وایي،‌ دغه ډول خلک به له اسلام څخه وځي.

د طالبانو دغه سختدریځي چارواکي تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې دي. ده څو، څو ځله په عصري زده‌کړو هم نیوکې کړې او چندان یې د ارزښت وړ نه دي بللي.

خالد حنفي د طالبانو په منځ کې د ښځو پر ضد هم تر ټولو سخت دریځ لري، د هغه په امر کابل کې ښځې هم زندانونو ته اچول شوې او په لارو کوڅو کې یې د محتسبانو له لوري ځورول کېږي. ده د خپلې ډلې د دغه ډول کړنو څخه په وار، وار ننګه هم کړې ده.

که څه هم د طالبانو چارواکي د نامسلمانو هېوادونو پر ضد په کور دننه توندې څرګندونې کوي؛ خو په ډېپلوماټیکو او بهرنیو ناستو کې بیا کچکول پر لاس ترې مرستې غواړي او ورسره د تعامل غوښتنه کوي. ان د دغه ډلې غړي چې د روسیې پر ضد یې توندې څرګندونې کولې، اوس یې تر رسمیت پېژندو وروسته په ستاینو بوخت دي.

عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۰ GMT+۱
عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو
100%

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید ښې اړیکې ورسره ولرو او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.»

هغه دارنګه د پاکستان په خلکو غږ کړی، چې (د اګست پر۵مه نېټه) دې د ريښتنې خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړي.

عمران خان د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د «استعمار» تر دورې بد ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پاڅون به (د اګست د ۱۴مې) په شان اړین وي.

هغه دارنګه د خیبر پښتونخوا له سر وزیر علي امین ګنډاپور هم غوښتي، چې د پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون باید په هیڅ یوې سیمه کې پوځي عملیات ونه شي.

د طالبانو په بند کې د برېتانوۍ جوړې کورنۍ د هغوی د برخلیک او روغتیا په اړه اندېښنه لري

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱
د طالبانو په بند کې د برېتانوۍ جوړې کورنۍ د هغوی د برخلیک او روغتیا په اړه اندېښنه لري
100%

د طالبانو په بند کې د برېتانوۍ جوړې زوی جوناتن رینولډز وایي، چې په وروستي ځل یې (د جون پر ۱۵مه) له مور او پلار سره خبرې کړې دي. هغه وایي، چې د خپل پلار او مور د ناروښانه برخلیک او روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دی.

نوموړي تازه له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې د زړه تکلیف لري او باید په دوامداره توګه تر درملنې لاندې وي.

هغه ویلي: « تاسو باید د هغوی عمر ته چې ۸۰ او ۷۶ کاله دی پام وکړئ، دغه عمر د بند او نامناسبو شرایطو د زغم وړ نه‌دی.»

وړاندې د یادې جوړې لور سارا انټویسټل هم ویلي و، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه ‌دی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.

سارا همدا راز ادعا کړې وه، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی دی.

۷۹کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شول، چې بیا وروسته یې طالبانو هم نیونه تایید کړه.

که څه هم وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، له څېړنو وروسته هڅه کېږي چې دغه جوړه ژر تر ژره خوشې شي؛ خو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا په کابل کې د «طالبانو ادارو د لاسته راوړنې» په غونډه کې ویلي و، چې لاهم د دغه برېتانوۍ جوړې د خوشې کېدو شرایط نه دي برابر شوي.

ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برېتانوۍ جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.

۷۹کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنې مېرمنې باربي له نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو روزنیزو برخو کې فعالیت کاوه.

طالبان وایي، ۱۵ ډوله درملو کې افغانستان ځان بساینې ته رسېدلی دی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱
طالبان وایي، ۱۵ ډوله درملو کې افغانستان ځان بساینې ته رسېدلی دی
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان اوس‌مهال د ۱۵ ډوله درملو په برخه کې ځان بساینې ته رسېدلی او همدا راز په دې تړاو څېړنې شوې؛ څو په دې برخه کې خودکفایي لا ډېره شي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د دغو ۱۵ ډوله درملو راواردول له نورو هېوادونو څخه په بشپړه توګه بند شوي او یوازې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستل کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي په وینا؛ د درملو په برخه کې یې د کورني تولیداتو د ملاتړ لپاره په هېواد کې له بهرنیو او کورنیو ادارو سره خبرې کړې دي، چې تر ممکنه حده کورني درمل وکاروي.

خو طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې افغانستان د کوم ډول درملو په برخه کې پر ځان بسیا شوی.

پر کابل واکمنه ډله د سیرومو په برخه کې په بشپړه توګه د ځان بسیاینې ادعاوې کوي او وایي، د عراق او یمن تر څنګ ازبکستان ته هم صادرېږي. یو شمېر ډاکټران باور لري، چې د وارداتي درملو پر ځای باید کورنیو تولیدات وکارول شي؛ څو په کور دننه دغه صنعت پیاوړی شي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ اوس‌مهال په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۰۴ کارخونې فعالیت لري، چې نږدې ۶۵۰ ډوله درمل تولیدوي. همدا راز ادعا کېږي، چې طالبان د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو په مخنېوي کې هم پاتې راغلي او ان د هغو شرکتونو مخه یې هم نه ده ډب کړې چې هېواد ته دغه درمل راواردوي.