• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ملا هبت الله د محمد زمان مزمل غوښتنه: د خلکو د ازادۍ او نقد مخه مه نیسئ

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

افغان لیکوال او شنونکي محمد زمان مزمل د طالبانو د مشر ملاهبت الله په امر د شیخ عبدالسمیع غزنوي د زنداني کېدو په غبرګون کې ویلي، چې «د خلکو د ازادۍ او نقد مخه مه نیسئ». مزمل د طالبانو پر مشر او رییس الوزرا غږ کړی، چې د دیني عالمانو نیول او خولې چوپ کول بدې پایلې لري.

افغان لیکوال او شنونکي محمد زمان مزمل په یوه غږیز پېغام کې ددې ډلې له مشرانو غوښتنه کړې، چې د خلکو د ازادیو او نیوکو مخه دې نه نیسي، ځکه دده په باور، دا چاره ناوړه پایلې لرلی شي.

مزمل په دغه پیغام کې ویلي:« زموږ خواهش له ملاهبت الله او رییس الوزرا څخه دا دی، چې د خلکو د ازادۍ او نقد مخه هېڅکله مه نیسئ او دا حکومت له خلکو سره په مشوره جوړ کړئ».

مزمل زیاته کړې، « د محدودو خلکو، چې په پاکستان او ایران کې اوسېدلي دي، یوازې د هغوی په مټ یې مه ګرځوئ.»

د زمري ۲مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».

د عبدالسمیع غزنوي خپلوانو ویلي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.

عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.

هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.

غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.

د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې په پروژه کې د ګډون په لټه کې دی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱
ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې په پروژه کې د ګډون په لټه کې دی
100%

ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې په پروژه کې د یوځای کیدو لپاره لیوالتیا ښودلې ده. دغه لېوالتیا د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق ښودلې، چې د ایران له ولسمشر سره یې د پاکستان په رسمي سفر کې ملګرتیا کوله.

د پاکستان د دولتي اژانس د خبر له مخې، د غونډې په جریان کې ایران له پاکستان او چین سره د ورېښمو لارې پروژې سره د یوځای کیدو لپاره د لیوالتیا څرګندولو ترڅنګ د ګوادر-چابهار له لارې د سمندري سوداګرۍ پراخولو په اړه بحث کړی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان د ایران پلاوي ته د سوداګرۍ حجم پراخولو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او په مختلفو سکتورونو کې د پام وړ نه کارول شوي ظرفیتونه یې روښانه کړي دي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د ایران او پاکستان ترمنځ د موټرو د شمیر د زیاتوالي اړتیا په ګوته کړې او د کویټې - زاهدان د اوسنۍ لارې د عصري کولو وړاندیز یې هم کړی دی.

په دې ناسته کې د پاکستان د پانګونې وزیر عبدالعلیم خان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو کاري ډلو د جوړولو وړاندیز کړی، چې د موافقه شویو پروژو پلي کول ګړندي کړي.

عبدالعلیم خان د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې ته بلنه ورکړې، چې د اکتوبر په ۲۳-۲۴ په پاکستان کې د پانګونې وزیرانو په کنفرانس کې ګډون وکړي، چې کوربه به یې پاکستان وي او د ۲۰ هیوادونو وزیران به پکې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلام اباد او تهران ترمنځ د مسعود پېزشکیان د سفر پرمهال ۱۲ تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

پاکستان د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه کړې

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱
پاکستان  د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه کړې
100%

واشنګټن پوسټ رپوت ور کړی، چې پاکستاني چارواکو د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ستنولو پرېکړه کړی ده. په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو کمېشنر شکیل خان ویلي: « هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې غیرقانوني ژوند کوي، په درناوي بېرته لېږل کېږي».

د پاکستان مرکزي حکومت له لوري د (PoR) کارت لرونکو لپاره د پاتې کېدو د وخت تمدید غوښتنه رد شوې، چې له امله‌یې شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانان د قانون له مخې نور د پاتې کېدو اجازه نه لري.

دغو کارتونو د جون میاشتې په پای کې اعتبار له لاسه ورکړی و. ډېری افغانانو هیله لرله چې یو کلن تمدید به ورکړل شي، څو د خپلو چارو ، د جایدادونو پلور او کاروباري اړیکو د پای ته رسولو فرصت ومومي.

د PoR کارت لرونکو ترڅنګ، شاوخوا ۸ سوه زره نور افغانان د «افغان سټیزن کارډ»لرونکي هم دي، چې پولیس وایي دوی هم غیرقانوني ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې د دې کال د جون تر میاشتې پورې شاوخوا ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان نه جبري افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغې ادارې په وینا، دا پراخ جبري ایستل د افغانستان اوسنی نازک وضعیت نور هم بې‌ثباته کولی شي.

د حکومت او امنیتي ادارو دوه سرچینو، چې له نوم اخیستو یې ډډه کړې، واشنګټن پوسټ ته ویلي چې پولیس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې افغانان نیسي او د د ډېورنډ پر لور‌ یې استوي. سرچینې زیاتوي، که څه هم ډله ییزې نیونې نه دي پیل شوې، خو پولیسو ته لارښوونه شوې چې کور په کور تلاشي او پلټنې ترسره کړي.

د خیبر پښتونخوا د کډوالو کمېشنر شکیل خان هم رسنیو ته ویلي: « هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې غیرقانوني ژوند کوي، په درناوي بېرته لېږل کېږي».

نوموړی وايي دا تر اوسه د فدرالي حکومت تر ټولو جدي اقدام دی.

په تېرو څلورو لسیزو کې میلیونونه افغانان د جګړې، سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي سختیو له امله پاکستان ته کډه شوي. دا نوی کمپاین د ۲۰۲۳ کال له پراخ اقدام وروسته بیا پیل شوی، چې هدف یې د پاکستان دننه پر غیرقانوني میشتو بهرنیانو فشار راوستل و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، چې د دې کمپاین مشري کوي، تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

طالبانو له نړيوالو سازمانونو غوښتي چې افغانان په کار وګوماري

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱
طالبانو له نړيوالو سازمانونو غوښتي چې افغانان په کار وګوماري
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجرایوي ريیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې نړیوال سازمانونه افغانانو ته لومړیتوب ور کړي؛ د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او اړتیا وړ لوژستیکي توکي په هېواد کې د ننه وپېري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د زمري ۱۳مه وویل، چې د یاد وزارت اداري مرستیال محمد نعیم غوښتنه کړې، چې نړيواله ټولنه او اړوند سازمانونه هم بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجریوي رییس څخه غوښتي چې په ځانګړي ډول له ايران څخه راستنيدونکو افغان کډوالو ته د بېړنیو او اوږدمهاله اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې فعالیت لرونکي نړيوال سازمانونه باید افغان کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړي، د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او اړتیا وړ لوژستیکي توکي په هېواد کې د ننه وپېري.

هغه ټینکار کړی چې نړیوالې مرستې باید لا هدفمندې او منسجمې کړل شي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال یو ځل بیا ویلي چې د افغان ولس کنګل شوې شتمني باید ازادې کړل شي.

طالبانو د یونیسف مرستیال اجرایوي ريیس په حواله لیکلي چې نوموړي ډاډ ورکړی، چې په ښوونې او روزنې، استوګنې، کرنې او اړوند نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


بقایي: ایران د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د خپلو ګټو پربنسټ پرېکړه کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱
بقایي: ایران د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د خپلو ګټو پربنسټ پرېکړه کوي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه به ایران د خپلو ملي ګټو او مصالحو پر بنسټ پرېکړه کوي. بقايي وايي، د ایران او پاکستان د هرې لیدنې یوه اساسي برخه به دا وي، چې له افغانستان سره څنګه د ثبات، امنیت او سوکالۍ په برخه کې مرسته وشي.

اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۳مه، په تهران کې د یوې خبرې ناستې پرمهال ددې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له سفر سره هممهاله د افغانستان په اړه کومه ګډه پرېکړه شوې او که نه او ایا د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه به پر ایران اغېز ولري؟ وویل، چې د حکومتونو او هېوادونو د رسمیت پېژندلو پرېکړې د هر هېواد مستقل حاکمیتي تصمیم دی.

اسماعیل بقايي وايي، ایران هم د همدغه اصل له مخې، د خپلې ملي پالیسۍ او ګټو پر بنسټ عمل کوي.

هغه زیاته کړه، « طبیعي ده چې د دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ هر ډول خبرې، په تېره بیا کله چې د یوه شریک ګاونډي موضوع مطرح وي؛ یو داسې هېواد چې له امنیتي، سیاسي یا انساني بحرانونو سره مخ دی، نو دغه موضوع به حتماً د اجنډا یوه برخه وي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې ایران او پاکستان دواړه له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان، ایران او پاکستان له یو بل سره ژور تاریخي، فرهنګي، تمدني او مذهبي اشتراکات لري او له همدې امله د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو ګډه اندېښنه ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران او پاکستان د هرې لیدنې او خبرې یوه اساسي برخه به دا وي، چې له افغانستان سره څنګه د ثبات، امنیت او سوکالۍ په برخه کې مرسته وشي.

د پاکستان د غوښتنو پر وړاندې؛ د طالبانو دننه د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو ژور اختلافات دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱
د پاکستان د غوښتنو پر وړاندې؛ د طالبانو دننه د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو ژور اختلافات دي
100%

پاکستان په وار، وار پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي؛ خو د دې مسالې په تړاو د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات شته. ډان‌ ورځپاڼه کاږي، چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» د مهارولو کوم عملي څرک نه لیدل کېږي.

مقاله کې هم‌مهاله راغلي، چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت ترینګلی کېدونکی دی. همدا راز د ملګرو ملتونو تازه راپور ته هم اشاره شوې، چې له مخې یې د طالبانو ځینې غړي دې پایلې ته رسېدلي چې له «ټي‌ټي‌پي» سره د اړیکو دوام نه یوازې د افغانستان د کورني امنیت لپاره د زیان ‌وړ دی؛ بلکې د ټولې سیمې د ټیکاو لپاره هم خطرناک تمامېږي.

د دغه نظر کسان له خپل مشرتابه غواړي، چې له پاکستاني طالبانو څخه واټن واخلي او یوه روښانه تګلاره د دې ډلې د حضور او فعالیتونو په اړه خپله کړي.

خو ډان ورځپاڼه تحلیل کوي:« د طالبانو دننه د پرېکړو جوړښت داسې دی، چې د ځینو اصلاح‌طلبو یا احتیاطي غړو نظریات تر دې دمه د ډلې پر رسمي سیاست چندان اغېزه نه لري. له همدې امله، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره همکاري او هغوی ته پناه ورکول لاهم دوام لري. یادې ډلې ته نه یوازې دا چې په افغانستان کې امن پټنځایونو برابر شوې؛ بلکې د لوژېستیکي او عملیاتي ملاتړ څخه هم برخمنه ده.»

مقاله وړاندې لیکي، «ټي‌ټي‌پي» نه یوازې له افغان طالبانو سره؛ بلکې له نورو ډلو لکه داعش خراسان او القاعدې سره هم اړیکې لري او دا حالت ښایي د سیمې په کچه د نوو ترهګریزو ټلوالو د رامنځته کېدو لامل شي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو له لوري داعش خراسان یوه جدي سیمه‌ییزه او نړۍواله خطرناکه ډله بلل شوې او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې مرکزونه او ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنیز فعالیتونه له ګواښه ډک بلل شوي.

ډان لیکي، سره له دې چې د پاکستان دولت او د سیمې یوشمېر هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ مخه ډب کړئ؛ خو تر اوسه طالبانو کوم روښانه او پرېکنده اقدام د دغو ډلو د مهار لپاره نه‌ دی کړی.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې مېشت طالب چارواکي د اسلام‌اباد اندېښنو ته «ځواب ویوونکي ښکاري»؛ خو دغه وړاندوینه لا هم عملي پایلو ته نه‌دي رسېدلي.

د مقالې په پای کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د «ټي‌ټي‌پي» او داعش خراسان ترهګرې ډلې سره د همکارۍ دوام نه یوازې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو او ان له هغې ور هاخوا ته هم ګواښ دی. اړتیا ده، چې د پاکستان دولت او نړۍواله ټولنه دغه ګواښ جدي وبولي او د ډېپلوماټیکو او سیاسي فشارونو له لارې طالبان اړ کړي؛ څو له دغو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.