• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د بامیان په پنجاب کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې شخړه عدلي حل شوې ده

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

په بامیان کې طالب چارواکو د پنجاب ولسوالۍ د رشک په سیمه کې د ځينو کورنیو په زور اېستل او د زورواکو کوچیانو له خوا د ځمکو د غصب راپورونه رد کړي دي. طالبانو ویلي، چې په سیمه کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر اوږده شخړه یې عدلي ادارو ته سپارلې او کوچیانو قضیه ګټلې ده.

په بامیان کې د طالبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د محمد عوض دانش په نوم د پنجاب ولسوالۍ د پشته غرغري سيمې اوسېدونکي شل کاله وړاندې د سیمې د مشرانو په مخ کې له کوچیانو څخه ځيني ساحې په کرایه اخیستې وې او د کلونو کرایه یې نه ده ورکړې او نه یې هم په خپلو ژمنو عمل کړی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې عدلي او قضايي ادارو د دواړو خوا اسناد، شرعي خطونه او قبالې د شواهدو پر بنسټ څېړلې دي او د کوچیانو په ګټه پرېکړه شوې.

طالبانو د بامیان اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی هره پرېکړه پر عدالت ولاړه او هېڅوک ترې معاف نه دی.

طالبانو د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه هم رد کړي، چې طالبانو د رشک کلي اوسېدونکي په زور کډه کولو ته اړ اېستي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کوچیانو په ګټه له حقوقي پرېکړې وروسته د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي اوسېدونکي کډه کولو ته اړ اېستي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو «له کوچیانو سره یوځای» په کلي کې ۲۵ کورونه خالي کړي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال: له افغانستان سره په اوبه ییزو پروژو کې همکارۍ ته تیار یو

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال: له افغانستان سره په اوبه ییزو پروژو کې همکارۍ ته تیار یو
100%

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ په پروژو کې همکاریو ته تیار دی.

د طالبان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې له یادې همکارۍ له هرکلي سربېره وویل، د دوه اړخیزو همکاریو غځونه به د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وي.

عبداللطیف منصور د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال ته د همکاریو د پیل لپاره له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې وړاندیز وکړ او له هغوی څخه یې د دغې پروژې او د انرژي د نورو طرحو په اړه د اطلاعاتو د تبادلې لپاره د دواړو خواوو د تخصصي ټیمونو ترمنځ د تخنیکي غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه، چې د «کازان د انرژۍ نړۍوال فورم» چې پکې سوداګریز پروګرامونه او صنعتي نندارتون شامل دي ګډون وکړي.

د ویلو ده، چې «د کازان د انرژۍ نړۍوال فورم» به د ۲۰۲۶کال په اپرېل میاشت کې په تاتارستان کې جوړ شي.

چوپ ارمانونه، تړلې دروازې: د افغان ښځو پر ژوند د طالبانو بندیزونه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک
چوپ ارمانونه، تړلې دروازې: د افغان ښځو پر ژوند د طالبانو بندیزونه
100%

د اسلامي جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، افغانې ښځې له بې‌ساري تاوتریخوالي، بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوې. طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵ نېټه بیا په غېر مشروع ډول واک ته ورسېدل، د ټول‌ګډونه حکومت او د ښځو د حقونو ژمنې یې وکړې، خو عملي ګامونه یې له دغو ژمنو سره په ټکر کې و.

واک ته د طالبانو تر سېدو وروسته ښځې او نجونې له ښوونې، کار، سفر او ان له عامه ژوند څخه محرومې شوې، دغه بدلونونو یوازې د افغانستان د مېرمنو پر فردي ژوند ناوړه اغېز نه دی کړی، بلکې د ټولنې پر ټولییز پرمختګ، ټولنیز جوړښت او اقتصادي پیاوړتیا یې هم ژور اغېز کړی دی.
د مېرمنو پر وړاندې دا بندیزونه یوازې یو داخلي سیاسي او مذهبي پرېکړه نه وه، بلکې نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول. ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ بېلابېلو بشري او حقوقي بنسټونو دا محدودیتونه د افغان مېرمنو د بنسټیزو انساني حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
له بلې خوا، د افغان مېرمنو مقاومت د حیرانتیا وړ و؛ په سړکونو له لاریونونو نیولې تر کورني زده ‌کړو، پر لیکه «انلاین» ښوونې، پټ ښوونځي، لیکوالۍ، رسنیو او نړۍوالو بنسټونو ته د غږ رسولو پورې افغان مېرمنو د خپل غږ لوړ ساتلو لپاره بېلابېل نوښتونه وکړل.
دغه راپور هڅه کوي، چې د ۲۰۲۱ له سقوط راپدېخوا د ښځو د حقونو د وضعیت له بېلابېلو زاویو وڅېړي؛ هغه بندیزونه تشریح کړي چې طالبانو لګولي، د مېرمنو په مقاومت رڼا واچوي، د نړۍوالو غبرګونونه تحلیل کړي، اوسنی وضعیت او د راتلونکي ارزونه وکړي.
دا څېړنه د بېلابېلو منابعو، راپورونو، عیني مشاهدانو، د مدني فعالانو، ښځینه ښوونکو، محصلینو او نړۍوالو څېړونکو پر نظرونو ولاړه ده، تر څو لوستونکو ته یو ژور، بې ‌طرفه او مستند انځور وړاندې شي.

100%



۱: د طالب ډلې بیا ځلې واک ته له رسېدو وروسته په مېرمنو لګېدلي بندیزونه او اغېزې
په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه کله چې طالبان له اوږدې جګړې وروسته پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول، د ښځو حقونه او ازادۍ په شدید ډول تر فشار لاندې راغلل. سره له دې چې په دوحه کې د طالبانو استازو او همداراز واک ته د رسېدو په پیل کې دغه ډلې د ښځو د حقونو د درناوي ژمنې وکړې، خو عملي سیاستونه یې له دې ژمنو سره په ټکر کې وو او په چټکۍ سره یې د ښځو پر حقونو سخت بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه په درېیو لویو برخو کې جدي اغېزې وکړې:

۱-۱: تعلیمي محرومیت
د نجونو د منځني او ثانوي ښوونځیو د بندېدو اعلان چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده کړو بې‌برخې کړې، د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ښځینه نسل تعلیمي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړ او ورپسې دغه ډلې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو رسمي پرېکړه خپره کړه، په دغه پرېکړه کې ویل شوي و چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه باید د ښځینه زده‌ کوونکو د ګډون بشپړ بندیز عملي کړي او دا حکم به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې شرایط مناسب وبلل شي.
د طالبانو دغې پرېکړې په زرګونه ښځینه محصلینې د زده کړو له فرصت څخه محرومې کړې. تعلیم چې د ټولنې د پرمختګ بنسټ ګڼل کېږي، د ښځو له محرومولو سره د ټولنې د نیمایي نفوس پرمختګ له خنډ سره مخ شو.
د دې بندیز اغېزې یوازې شخصي نه دي، بلکې ټولنیزې، اقتصادي او رواني پایلې لري، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پخوانۍ استاده ګلالۍ (مستعارنوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «زه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاده وم او له ۱۰ کلونو راهیسې مې تدریس کاوه. کله چې د طالبانو له خوا دا بندیز اعلان شو، زما احساسات یوازې د خپلې دندې له لاسه ورکولو له امله نه وو، بلکې تر ټولو سخته برخه دا وه چې زموږ زرګونه هوښیارې، زړورې او ارادتمندې نجونې چې د سختو شرایطو سره سره یې لوړې هیلې درلودې، له زده کړو بې برخې شوې. پوهنتون یوازې علمي ځای نه و، بلکې یوه ټولنه، یوه کورنۍ او یوه فکري سرپناه وه. هلته مو نه یوازې درس ورکاوه، بلکې همپالنه، ارزښتونه او هیلې مو روزلې. زه اوس هم د خپلو محصلانو نومونه یادوم، هغوی راسره ټلیفوني اړیکې نیسي، ژاړي، شکایت کوي، پوښتنه کوي، خو زه هېڅ واضیح ځواب نه لرم. د طالبانو دې پرېکړې د ټولنې نیمایي برخه له فعاله ژونده محرومه کړه. موږ داسې یو نسل له منځه وړو چې راتلونکی یې جوړولای شو. زه نه یوازې د یوې ښوونکې، بلکې د یوې مور او افغانې په توګه دا حالت زغملی نه شم.»
د نورو محرومیتونو تر څنګ دغه تعلیمي محرومیت د مېرمنو اقتصادي خپلواکۍ ته هم زیان رسوي، ځکه چې زده کړې د یوې ښځې لپاره د ښه کار او اقتصادي فعالیت دروازه ده.
د ژونالیزم د برخې پخوانۍ محصله رڼا نوري افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وایي: «زه د ژورنالېزم پوهنځي د دویم کال محصله وم او د خپلو خوبونو تعبیر ته نږدې شوې وم. زما موخه دا وه چې یوه فعاله ژورنالېسته شم، د ښځو غږ پورته کړم او د ټولنې لپاره حقیقتونه ولیکم. خو کله چې پوهنتونونه بند شول، داسې احساس مې وکړ لکه یو دروند او سخت بندیز مې پر اروا ولګېد.»
رڼا، په داسې حال کې چې ستوڼی یې له ژړا راډګ شوی وو، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زما کتابونه اوس هم پر مېز پراته دي، خو نه شم کولای خلاص یې کړم. که یې ولولم نه څه؟، د لوستلو معنی له منځه تللې ده، موږ ته وویل شول چې تر بل امر پورې بند دي، خو دا امر لا هم ندی راغلی. دا 'بل راتلونکی امر' موږ ته معلوم نه دی – مونږ له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ یو.»
هغه زیاتوي: «زما کورنۍ ما هڅوي، خو زه د خپلو هیلو د ماتېدو احساس کوم، زه د یوې افغانې نجلۍ په توګه یوازې علم نه غواړم، زه ژوند غواړم، عدالت، درناوی او د پرمختګ فرصت. دا بندیز زموږ وجود په ټولنه کې له ټولنیز رول څخه بې ‌برخې کوي. موږ له دنیا نه ګوښه شوو، خو زه باور لرم چې غږونه به مو هېڅکله خاموش نه شي.»
له بلې خوا، د طالبانو دا بندیز چې نجونې یې د منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو محرومې کړلې، د کورنیو په رواني حالت هم ژوره اغېزه کړې.
حاجي رحمت‌الله چې د یوې محصلې پلار دی، زوی یې زده کړې کوي، خو لور یې له زده کړو محرومه ده. هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زما لور سعدیه د خپل کور لومړۍ نجلۍ وه چې پوهنتون ته ولاړه. کله چې یې د کانکور نتیجه راووته، زه دومره خوښ وم لکه خپله مې چې بریا ترلاسه کړې وي. خو کله چې پوهنتونونه بند شول، زه وینم چې دا هماغه سعدیه نه ده. چوپ شوې ده، خندا نه کوي، حوصله نه لري.»
هغه زیاتوي: «زه یو نالوستی او ساده انسان یم، خو پوهېږم چې علم د هلک او نجلۍ توپیر نه پېژني. زما لور همغومره هوښیاره ده لکه زوی مې، خو نن دا یوازې د دې لپاره په کور ناسته ده چې نجلۍ ده. دا بې‌ انصافي ده. که دا بندیز دوام وکړي، موږ به داسې نسل ولرو چې نه به لوستی وي، نه به پوه وي او نه به په ځان باور ولري.»
رحمت الله وایي: «زه له طالبانو غوښتنه کوم: مهرباني وکړئ زموږ د لوڼو تعلیم ته لاره خلاصه کړئ. دا نه یوازې د دوی حق دی، بلکې د ملت ضرورت هم دی. زه یوه ورځ غواړم چې ووینم سعدیه لور مې د یوه ډاکټره وي او د خلکو خدمت وکړي، په هغه ورځ به زه ویاړ پرې کوم. دا یوازې زما خوب نه دی، بلکې دا د زرګونو افغان پلرونو خوب دی.»
د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز سره، د راتلونکو نسلونو لپاره فقر او نابرابري زیاتېږي. زده کړې د یوې ټولنې بنسټ جوړوي او کله چې ترې د ټولنې نیم نفوذ محروم شي، نو ټول ملت له پرمختګ پاتې کېږي. دا بندیز نه یوازې د نجونو راتلونکی خرابوي، بلکې د افغانستان د ټولې ټولنې روښانه سبا ته یو ستر خنډ جوړوي.

100%



۱-۲: کار او اقتصادي محدودیتونه

واک ته له رسېدو سره سم طالبانو افغان مېرمنې د دولتي ادارو، روغتونونو، ښوونځیو او نړۍوالو مرستندویه سازمانونو «NGOs» کې د کار کولو څخه منع کړې.
ښځو چې د کورنیو په اقتصادي جوړښت کې مهمه ونډه درلوده، اوس د بې کارۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دغه کاري بندیزونه نه یوازې فردي کورنۍ، بلکې ټول هېواد د اقتصادي بحران او بېوزلۍ پر لورې روان کړي دي، د طالبانو له لوري پر مېرمنو دا کاري بنديز په څو اساسي پړاوونو کې ترسره شو.


۲۰۲۱م سپټمبر: پر مېرمنو د کار لومړی بندیز
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلې واک ته ورسېدل، نو ډېر ژر یې ښځې په دولتي ادارو له کار کولو منع کړې. هغوی وویل چې تر "بل نوي امر" پورې باید ښځې کور کې پاتې شي. که څه هم د طالبانو دلیل دا وو چې «شرعي شرایط لا برابر نه دي»، خو په اصل کې دا د مېرمنو د کار مخنیوي لومړۍ هڅه وه چې د یادې ډلې له خوا ترسره شوه.


۲۰۲۲م د مې میاشت: د محدودیتونو زیاتوالی
د ۲۰۲۲م کال د مې په میاشت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو ځل بیا اعلان وکړ، چې د مېرمنو لپاره له «محرم» یا نارینه سرپرست پرته له کوره وتل منع دي. همداراز، کار ته تګ، سفر، یا دولتي ادارو ته تلل هم یوازې د شرعي پوښښ (حجاب) او محرم په شتون کې ممکن دي. دا بندیزونه په حقیقت کې د ښځو د کار دروازه لا پسې وتړلې.
مولوي شېر عالم مدني په اسلام کې د مېرمنو د کار کولو په اړه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «اسلام ښځو ته د کار اجازه ورکړې، خو د حیا، شرم او حدودو په چوکاټ کې، دا چې مطلق بندیز لګول کېږي، دا د شریعت له روح سره سم نه دی. ښځه ښوونکې شي، نرسه شي، یا اداري کار وکړي، دا هر څه شونی دی که مناسب چاپېریال ورته برابر شي. دا چې په مطلق ډول ویې باسو، نه د اسلام کار دی، نه د عقل.»


۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۴: نړۍوالو مرستندویه ادارو (NGOs) کې د ښځو په کار بندیز
په یاده نېټه طالبانو ټولو ناحکومتي موسسو ته امر وکړ، چې ښځې نور کار ته پرېنږدي، دغه پرېکړې په هغو ښځو ډېرې اغېزې وکړې، چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، لکه روغتیا، تعلیم او ټولنیزو خدماتو کې، طالبانو ټولو موسسو ته ګوتڅنډنه وکړه، که له دې امر څخه هره موسسه سرغړونه وکړي، د فعالیت جواز به یې لغوه کړي.


د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۸مه: د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بنديز

طالبانو دا ځل ښځې د ملګرو ملتونو له ادارو هم وشړلې. دا یو په نړۍواله کچه بندیز و، چې نه یوازې افغان مېرمنې، بلکې نړۍوالې ادارې یې هم له ستونزو سره مخ کړې. ډېریو نړۍوالو موسسې وېره لرله چې له مېرمنو پرته به یې د مرستو رسونه ستونزمنه شي.
نظیفه امیري چې پخوا یې د یو مرستندویه سازمان سره دنده درلوده افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: « ما له یوې نړیوالې ادارې سره د ښځو د روزنې او روغتیا برخو کې کار کاوه. موږ په لرو پرتو سیمو کې سلګونه کورنۍ او مېرمنې روزلې. کله چې طالبانو بندیز ولګاوه، نه یواځې موږ بې‌ دندو شولو، بلکې زرګونه ښځې له خدماتو بې‌ برخې شوې.
بندیز زموږ د کار دروازه نه، بلکې د هیلو دروازه یې وتړله. اوس ښځې نه زده کړو ته لاسرسی لري، نه روغتیا ته، نه مشورې ته. دا بندیزونه نه یوازې کار بندوي، بلکې ژوند بندوي.»


۲۰۲۳م کال جولای میاشت: د ښکلا سالونونو او ښځو اړوند په کوچنیو کاروبارونو بندیز
په یاده نېټه طالبانو د ښځو د عاید یوه بله مهمه سرچینه هم بنده کړه. د ښکلا سالونونه او د ښځو اړوند نور کوچني کاروبارونه چې زرګونو ښځو ته ‌یې کار او عاید سرچینه برابروله، بند شول. دا بندیز د ښځو پر اقتصادي ژوند خورا ناوړه اغېزه وکړه، ځکه چې ډېری مېرمنو یوازې له همدلته د خپلو کورنیو لپاره نفقه ترلاسه کوله.
د ښځو اقتصادي محرومیت د ټولنیزې بې برخېتوب لامل کېږي او د هغوی د حقونو لپاره مبارزه نور هم ګرانه کوي.

100%



۱-۳ ټولنیز بندیزونه
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، پر افغان مېرمنو پراخ ټولنیز بندیزونه ولګول، چې د هغوی د فردي ازادیو، ټولنیز حضور، او بنسټیزو حقونو لمن یې راټوله کړه. دغه محدودیتونو نه یوازې د ښځو ورځنی ژوند ګواښلی، بلکې د ټولنې د بنسټونو پر دوام، عدالت، او پراخوالي یې هم ناوړه اغېز کړی دی.
یو له دغو بندیزونو څخه، د ښځو پر سفر بندیز دی. د طالبانو د محدودو پالیسیو له مخې، هېڅ مېرمن نشي کولای پرته له شرعي محرم (نږدې نارینه خپلوان) اوږد واټن سفر وکړي. دې بندیز د ښځو پر خوځښت مستقیم تاثیر کړی، چې د زده‌ کړې، درملنې، کار، او حتی د کورنۍ غړو سره د لیدو فرصتونه یې محدود کړي دي.
یاسمین چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: « موږ اوس د بندیزونو تر یوې داسې توري شړې لاندې ژوند کوو چې هېڅ روڼ سبا پکې نه ښکاري. د دې لپاره چې روغتون ته لاړ شم، اړ یم چې یا د خپل پلار، ورور یا خاوند له ځان سره ولرم. که هغوی ونه‌ شي کولای، زه باید ناروغه پاتې شم».
هغه زیاتوي: « که چیرته له ښار څخه بهر کوم کار ولرم، چې قانوني حق یې لرم، خو طالبان دا حق زموږ له وجود سره نه مني. موږ نه کار کولی شو، نه سفر، نه زده‌ کړه، نه ګډون. حتی زموږ جامې او رنګونه هم د طالبانو تر نظر لاندې دي. دا نه یوازې فزیکي بندیزونه دي، بلکې زموږ پر روح، عزت نفس او شعور ښکاره برید دی. طالبان هڅه کوي له ښځو څخه یوازې یو خاموش او چوپ موجود جوړ کړي، نه یو انسان.»
هغه په خپلو خبرو کې وویل: « موږ نور خپله ازادي نه لرو. د دې بندیزونو له امله نشو کولای ډاکټر ته ولاړې شو، له کور بهر کار وکړو، یا زده‌ کړو ته دوام ورکړو. دا زموږ د انساني کرامت ښکاره سپکاوی دی.»
سربېره پر دې، ښځې له عامه ځایونو لکه پارکونو، کتابتونونو، ورزشي ځایونو، او کلتوري مرکزونو څخه منع شوې دي. په ځینو ښارونو کې حتی د ښځو لپاره بیل پارکونه هم بند شوي، او یوازینۍ تفریحي لارې هم په مکمل ډول له منځه تللي دي.
شکیلا امیري، یوه ځوانه فعاله او د اقتصاد پوهنځي فارغه چې د طالبانو له خوا د پوهنتونونو تر بندېدو مخکې یې زده ‌کړې بشپړې کړې وې، خپله تجربه داسې بیانوي:
«ما د خپلو هڅو، خوبونو، او هڅاند ژوند پایله لاسته راوړې وه. کله مې چې فراغت واخیست، هیله‌منده وم چې د اقتصاد په برخه کې به خپلې زده ‌کړې پلي کړم او د خپلې ټولنې لپاره به خدمت وکړم. خو ناڅاپه، ټولې دروازې راباندې وتړل شوې. شرکتونه ښځې نه استخداموي، په ادارې موږ ته داخلېدل بند شوي دي، بازار ته تلل، حتی له ملګرو سره ناسته هم شکمن عمل ګڼل کېږي. زموږ ارمانونه د یوه رجعت‌ پال نظام د ذهني مفکورې قرباني شول. زه اوس د خپل فراغت سند ته ګورم، نه د ویاړ احساس پکې لرم او نه د راتلونکي هیله. زموږ نسل له عمل پرته، یوازې د صبر تمه زده کړه.»
زرمینه سادات، یوه مور او پخوا د یوې نړیوالې موسسې د ټولنیزو خدماتو د همغږۍ کارکوونکې، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:
«زه یوه عامه ښځه یم، خو د خپل ژوند له کار، فعالیت، او خپلواک تصمیم ‌نیونې سره مینه لرم. له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، زه ورځ تر بلې له خپل واقعي ځان سره نااشنا کېږم. نه یوازې دا چې کار نه شم کولی، بلکې خپل ماشومان ښوونځي ته له وېرې نه شم رسولی، زه حتی نشم کولای چې د خپلې خوښې سره سم بازار ته ولاړه شم، زما جامې باید تورې وي، مخ باید پټ وي، او حتی چال‌ چلند ته مو هم قانون وضع شوی دی. موږ یوازې فزیکي بندې نه یوو، دوی موږ له درون څخه هم ماتوي. زه یوه داسې ټولنه تصور کوم چې ښځه پکې نه اورېدل کېږي، نه لیدل کېږي، نه تصمیم نیولی شي، زه اوس همغه ټولنه په خپلو سترګو وینم.»

100%



دا ټولنیز بندیزونه ښځو ته یوازې فزیکي محدودیت نه رامنځته کوي، بلکې رواني، فکري، او ټولنیز فشارونه هم ورباندې زیات شوي دي.
د رواني ناروغیو متخصصین وايي چې د ښځو منزوي کېدل، بې‌ موخې ژوند، او د هویت له لاسه ورکولو احساس د ژور خپګان، اضطراب، او انزوا لامل شوی دی. په کابل کې یو روانپوه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي: « موږ د ښځو ترمنځ د رواني ستونزو زیاتوالی وینو، خو د درملنې لپاره هېڅ بنسټي خدمت نه شته. ډېری ښځې له وېرې، فشار، او بې ‌وسۍ سره ژوند کوي.»
دغه ټولنیز بندیزونه د ښځو رواني روغتیا ته هم زیان رسوي او د ټولنې په پراخوالي کې نا انډولي او بې عدالتۍ رامنځته کوي.
د طالبانو د دې تګلارې د بندیزونو اغېزې یوازې د ښځو انفرادي ژوند پورې محدودې نه دي، بلکې د ټول افغانستان ټولنیز، اقتصادي، او کلتوري جوړښت ته ژور زیان رسوي. ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او د هغوی د حقونو محرومیت په ټولنه کې د فقر، تعلیمي کموالي، او ټولنیزې بې عدالتۍ کچه لوړه کړې ده.
احمد شریف، د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د مدني سیاستونو پخوانی مشاور، د طالبانو بندیزونو ته د یوه ټولنیز بحران په سترګه ګوري او افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: « په اساسي توګه طالبان غواړي د ټولنې هغه نیمایي برخه چې باید د پرمختګ مهم عنصر وي، له صحنې بهر کړي. دوی د ښځې تصور یوازې تر کور او پخلنځي پورې محدود کړی، او دا د عصري انساني ژوند له اصولو سره څرګند ټکر لري. دا محدودیتونه یوازې فردي درد نه دی، بلکې د ملي ودې، عدالت، تعلیمي پراخوالي، او اقتصادي بقا پر وړاندې ستر خنډ دی. دا یوه داسې بې‌عدالتي ده چې پایلې یې به موږ نه یوازې نن، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم ووینو».
اقتصاد پوهان هم ټینګار کوي چې د ښځو ګډون په اقتصادي فعالیتونو کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ضروري دی. کله چې ښځې له کار او تعلیم بې برخې شي، نو دا د ملي تولید، خدماتو، او ټولنیزې پیاوړتیا لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.
نور په دویمه برخه کې.....

طالبانو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱
طالبانو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره ولیدل ترڅو د اړیکو پراخولو او له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا په اړه بحث وکړي. نوموړي د سوداکرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره په ناسته کې، د یاد وزارت مرستیال د جینیوا په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.

همداراز، په دې ناسته کې د طالبانو د ادارې او د نندارتونونو د نړیوال سازمان ترمنځ د اړیکو د جوړولو او په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو د فعال ګډون پر موضوعاتو بحث وشو.

طالبانو ویلي، د اروپايي ټولنې شارژدافیرې په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په پای کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د وزیرانو په لسمه غونډه کې د دې سازمان غړی شو.

د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په ۱۹۹۵ کال کې تاسیس شوی او اصلي هدف یې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تنظیم، اسانتیا او د سوداګریزو شخړو حل دی.

طالبانو د پولیو واکسین په برخه کې د بېل ګیټس له بنسټ څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱
طالبانو د پولیو واکسین په برخه کې د بېل ګیټس له بنسټ څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د بېل ګیټس بنسټ له استازو سره ناسته کړې. په دې ناسته کې نوموړي د بېل کېسټ بنسټ له استازو د پولیسو واکسین په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د کتلوي معافیت پروګرام پر ښه واکسیناسیون، د پولیو ویروس پر له منځه وړلو او په ځانګړي ډول هغه شپږو ولسوالیو کې د پروګرام پر خدمتونو هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې، چېرته چې د یاد پروګرام د خدمتونو پوښښ کم دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د کتلوي معافیت پروګرام کې د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین تر څنګ د پولیو واکسین زیاتول او د ماشومانو ملاتړ هم شامل دی چې په اړه به یې ګډه څارنه هم ترسره کېږي.

د راپورونو له‌مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.

درې اوونۍ وړاندې یوې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړ، چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی.

سویسي ورځپاڼه: طالبان د کډوالو د اېستلو مخنیوي سره لویدیځ هېوادونه تعامل ته اړ باسي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۱
سویسي ورځپاڼه: طالبان د کډوالو د اېستلو مخنیوي سره لویدیځ هېوادونه تعامل ته اړ باسي
100%

د زوریخ «تاگس‌ انتسایګر» سویسي ورځپاڼې لیکلي،چې طالبان د هغو افغان کډوالود اېستلو په لار کې چې جرمي سابقه لري، خنډونه جوړوي، ترڅو لوېدیځ هېوادونه په ځانګړي ډول لکه جرمني، دې ته اړ کړي چې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، سره له دې چې د سویس حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بېرته پیل کړي، خو تر دې دمه دا هڅې بریالۍ شوې نه دي. راپور زیاتوي چې طالب چارواکو ناڅاپه د ستندۍ شرایط بدل کړي، چې له امله یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ټکنی شوی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د سویس حکومت لومړۍ عملي هڅه چې هدف یې د جرمي سابقې لرونکو افغان کډوالو اېستل وو، د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ناکامه شوه.سویسي پولیسو تېر کال یو افغان مجرم چې د جنایي جرم له امله محکوم شوی و، د استانبول له لارې کابل ته انتقال کړ، خو طالب چارواکو سره له دې چې سویس حکومت ټول اسناد او شواهد وړاندې کړي و، مجرم ته اجازه ورنکړه چې د افغانستان خاورې ته شي او په دې اړه یې هېڅ وضاحت هم ور نه کړ.

له دې وروسته سویسي چارواکو هڅه وکړه چې د «دوطلبانه ستنیدنې» له لارې دغه سړی افغانستان ته وسپاري خو دا هڅه یې هم ناکامه شوه.

ورځپانه زیاتوي چې له هغې وروسته تر دې مهاله هېڅ یوه هڅه هم د افغان مجرمینو د ستنولو په برخه کې بریالۍ شوې نه ده.

د سویس د فدرالي کډوالۍ ادارې (ایس‌اي‌ام) تایید کړې چې طالبانو د بېرته لېږل شویو افغان اتباعو د منلو شرایط په څرګنده توګه بدل کړي دي. د دې ادارې په وینا، دا مهال شاوخوا شل کسان د اېستلو په نوملړ کې شامل دي، خو د طالبانو د نه همکارۍ له امله، دا پرېکړې نه دي عملي شوي.

د سویس د لیبرال ګوند (ایف‌ډي‌پي) سناتور دامیان مولر، د رامنځته شوي بن‌بست په غبرګون کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، حکومت باید د کډوالۍادارې کارکوونکي له اسلام‌اباد څخه کابل ته ولېږدوي، څو د طالبانو له چارواکو سره منظم تماسونه ممکن شي. مولر همداراز وړاندیز کړی چې د طالبانو قونسلي استازي دې سویس ته راوبلل شي، څو د کډوالود بېرته ستنولو بهیر اسانه شي. د هغه په وینا، دا وړاندیز د جرمني د وروستي اقدام سره ورته دی، چې د قطر په منځګړیتوب او د طالبانو د استازو په همکارۍ د افغان کډوالواېستل یې عملي کړل.

جرمني په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کډوالو د اېستلو د اسانتیا په موخه یې د قطر په منځګړیتوب، دوو طالب استازو ته اجازه ورکړې چې پرته له دې چې دغه ډله په رسمیت وپېژني، په برلین کې د افغانستان سفارت کې غیررسمي قونسلي چارې پر مخ یوسي.