• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره ولیدل ترڅو د اړیکو پراخولو او له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا په اړه بحث وکړي. نوموړي د سوداکرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره په ناسته کې، د یاد وزارت مرستیال د جینیوا په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.

همداراز، په دې ناسته کې د طالبانو د ادارې او د نندارتونونو د نړیوال سازمان ترمنځ د اړیکو د جوړولو او په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو د فعال ګډون پر موضوعاتو بحث وشو.

طالبانو ویلي، د اروپايي ټولنې شارژدافیرې په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په پای کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د وزیرانو په لسمه غونډه کې د دې سازمان غړی شو.

د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په ۱۹۹۵ کال کې تاسیس شوی او اصلي هدف یې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تنظیم، اسانتیا او د سوداګریزو شخړو حل دی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پولیو واکسین په برخه کې د بېل ګیټس له بنسټ څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱
طالبانو د پولیو واکسین په برخه کې د بېل ګیټس له بنسټ څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د بېل ګیټس بنسټ له استازو سره ناسته کړې. په دې ناسته کې نوموړي د بېل کېسټ بنسټ له استازو د پولیسو واکسین په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د کتلوي معافیت پروګرام پر ښه واکسیناسیون، د پولیو ویروس پر له منځه وړلو او په ځانګړي ډول هغه شپږو ولسوالیو کې د پروګرام پر خدمتونو هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې، چېرته چې د یاد پروګرام د خدمتونو پوښښ کم دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د کتلوي معافیت پروګرام کې د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین تر څنګ د پولیو واکسین زیاتول او د ماشومانو ملاتړ هم شامل دی چې په اړه به یې ګډه څارنه هم ترسره کېږي.

د راپورونو له‌مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.

درې اوونۍ وړاندې یوې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړ، چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی.

سویسي ورځپاڼه: طالبان د کډوالو د اېستلو مخنیوي سره لویدیځ هېوادونه تعامل ته اړ باسي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۱
سویسي ورځپاڼه: طالبان د کډوالو د اېستلو مخنیوي سره لویدیځ هېوادونه تعامل ته اړ باسي
100%

د زوریخ «تاگس‌ انتسایګر» سویسي ورځپاڼې لیکلي،چې طالبان د هغو افغان کډوالود اېستلو په لار کې چې جرمي سابقه لري، خنډونه جوړوي، ترڅو لوېدیځ هېوادونه په ځانګړي ډول لکه جرمني، دې ته اړ کړي چې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، سره له دې چې د سویس حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بېرته پیل کړي، خو تر دې دمه دا هڅې بریالۍ شوې نه دي. راپور زیاتوي چې طالب چارواکو ناڅاپه د ستندۍ شرایط بدل کړي، چې له امله یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ټکنی شوی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د سویس حکومت لومړۍ عملي هڅه چې هدف یې د جرمي سابقې لرونکو افغان کډوالو اېستل وو، د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ناکامه شوه.سویسي پولیسو تېر کال یو افغان مجرم چې د جنایي جرم له امله محکوم شوی و، د استانبول له لارې کابل ته انتقال کړ، خو طالب چارواکو سره له دې چې سویس حکومت ټول اسناد او شواهد وړاندې کړي و، مجرم ته اجازه ورنکړه چې د افغانستان خاورې ته شي او په دې اړه یې هېڅ وضاحت هم ور نه کړ.

له دې وروسته سویسي چارواکو هڅه وکړه چې د «دوطلبانه ستنیدنې» له لارې دغه سړی افغانستان ته وسپاري خو دا هڅه یې هم ناکامه شوه.

ورځپانه زیاتوي چې له هغې وروسته تر دې مهاله هېڅ یوه هڅه هم د افغان مجرمینو د ستنولو په برخه کې بریالۍ شوې نه ده.

د سویس د فدرالي کډوالۍ ادارې (ایس‌اي‌ام) تایید کړې چې طالبانو د بېرته لېږل شویو افغان اتباعو د منلو شرایط په څرګنده توګه بدل کړي دي. د دې ادارې په وینا، دا مهال شاوخوا شل کسان د اېستلو په نوملړ کې شامل دي، خو د طالبانو د نه همکارۍ له امله، دا پرېکړې نه دي عملي شوي.

د سویس د لیبرال ګوند (ایف‌ډي‌پي) سناتور دامیان مولر، د رامنځته شوي بن‌بست په غبرګون کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، حکومت باید د کډوالۍادارې کارکوونکي له اسلام‌اباد څخه کابل ته ولېږدوي، څو د طالبانو له چارواکو سره منظم تماسونه ممکن شي. مولر همداراز وړاندیز کړی چې د طالبانو قونسلي استازي دې سویس ته راوبلل شي، څو د کډوالود بېرته ستنولو بهیر اسانه شي. د هغه په وینا، دا وړاندیز د جرمني د وروستي اقدام سره ورته دی، چې د قطر په منځګړیتوب او د طالبانو د استازو په همکارۍ د افغان کډوالواېستل یې عملي کړل.

جرمني په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کډوالو د اېستلو د اسانتیا په موخه یې د قطر په منځګړیتوب، دوو طالب استازو ته اجازه ورکړې چې پرته له دې چې دغه ډله په رسمیت وپېژني، په برلین کې د افغانستان سفارت کې غیررسمي قونسلي چارې پر مخ یوسي.

د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس د جنسي اړیکو ویډیو افشا شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس د جنسي اړیکو ویډیو افشا شوې
100%

د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس مولوي ضیاالحق ضیا کریمي د جنسي اړیکو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې. په دې ویډیو کې ښکاري چې یوه ځوانه نجلۍ د کریمي د خوب له تخت لاندې راوځي، خو نوموړی ادعا کوي چې دغه نجلۍ یوازې د مرستې لپاره ورغلې وه.

دا ویډیو چې کله ثبت شوې دقیق وخت یې معلوم نه دی، خو ثبت کوونکی په ویډیو کې ضیا کریمي ته د «رییس» خطاب کوي.

په خپره شوې ویډیو کې کریمي ادعا کوي، چې نجلۍ د هغه د اوسېدو ځای ته د مرستې په موخه ورغلې ده.

دا ویډیو طالب وسله‌والو ثبت کړې، په ویډیو کې ویل شوي دوی ته امر شوی چې کریمي او نجلۍ وولي او د نجلۍ پوښتنه کوي چې چېرته ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو خپریدل د خلکو او طالبانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نږدې دوه کال وړاندې افغانستان انټرنشنل یو مکتوب ترلاسه کړی و، چې د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون په بلخ پوهنتون کې د دغې ډلې ټاکل شوی مشر له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو له امله له دندې ګوښه کړ.

د دغه کمېسیون د بلخ ولایتي څانګې تایید کړې وه چې پر ضیاالحق تور ثابت شوی او له هغه سره به قانوني چلند وشي.

دوه ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل په ننکرهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو رییس مولوي فضل الهادي احمد چې په مولوي احمد مشهور دی، د انلاین جنسي اړیکې ویډیو ترلاسه کړه، چې نوموړی د همدې ویډیو له امله له دندې ګوښه شو.

دوه کاله وړاندې افغانستان انټرنشنل یوه بله ویډیو ترلاسه کړې وه، چې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد له خپل ساتونکي سره په بستره کې د څملاستلو په حالت کې ښيي.

د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته د زمري پر ۳۱مه طالبانو ملا احمد اخوند کندهار ته وغوښت، خو وروسته د نوموړي دا تګ «کورنۍ ستونزه» وبلل شوه.

د طالبانو نظامي محکمې تېره میاشت ملا احمد ته "له خپل ساتونکي سره د څملاستو" له قضیې برائت ورکړ.

طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د مختلفو جرمونو، په ځانګړې توګه د غلا، زنا او لواطت په تور په درُو وهي. خو د دې ډلې څو چارواکي چې په کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې په ورته تورونو نیول شوي، تر اوسه هېڅ یوه ته سزا نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو منتقدان دا د دې ډلې له خوا د شرعي احکامو په اړه د ځان او نورو لپاره دوه ګونی تفسیر او چلند ګڼي.

عامې روغتیا وزارت: تېر کال په استقلال روغتون کې له ۱۲ زرو ډېر وړیا جراحي عملیات ترسره شوي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱
عامې روغتیا وزارت: تېر کال په استقلال روغتون کې له ۱۲ زرو ډېر وړیا جراحي عملیات ترسره شوي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د یاد وزارت اړوند د استقلال ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا ۱۲ زره ۴۹۴ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي. یاد وزارت همدراز زیاتوي چې په دغو جراحي عملیاتو کې ۴ زره ۷۲۷ ستر او ۷ زره ۷۶۷ کوچني جراحي عملیات شامل دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دا عملیات د افغان مجربو او متخصصو ډاکترانو په مټ په بریالۍ توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

دوی همداراز لیکلي چې په دغه روغتون کې یې ۱۷۳ زره او ۲۷۱ ناروغانو ته په وړیا توګه د بهرنۍ څانګې (OPD) او ۲۳ زره او ۵۹۷ ناروغانو ته د بستر خدمات وړاندې کړي دي.

ملابرادر: د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې سوداګریزې اړیکې غواړو

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱
ملابرادر: د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې سوداګریزې اړیکې غواړو
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې دغه ډله د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه د زمري ۱۴مه، اعلان وکړ، چې ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو او ګډې سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې ملابرادر ویلي چې د تاتارستان جمهوریت کولی شي له دې فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او همداراز له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.

همدراز ملابرادر د کابل او کازان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره تاتارستان ته د افغاني صادراتو پر زیاتوالي او له دغه هېواده د باکیفیته خوراکي توکو، درملو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو او ددې ترڅنګ د دواړو لوریو د اړوندو وزارتونو او ادارو پر ګډ کار کولو هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو له خولې لیکلي چې نوموړي وویل، « د روسیې فدراسیون له لوري طالبانو په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د تعامل لپاره ډېر سهولتونه رامنځته شوي دي».

په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړي زیاته کړه، «چمتو دي له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه او همداراز نورو برخو کې پانګونې وکړي».

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې د دغه سفر پرمهال د تاتارستان د صنعتي شرکتونو مسوولین ورسره راغلي او لېواله دي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري پيل کړي.