سلیمان عطايي تورن دی چې پولیس افسر رووین لور یې وژلی دی. د څارنوالۍ استازې د شتوتګارت د عالي ولایتي محکمې پر وړاندې وویل، چې تورن کس د پنځو نورو کسانو د قتل هڅه هم کړې ده.
څارنوالۍ ادعا وکړه چې نوموړي د اسلام ضد کسانو د وژلو نیت درلود.
څارنوالۍ همداراز غوښتنه کړې چې د سلیمان د جرم «ځانګړی شدت» دې رسماً تثبیت شي، څو له وخته وړاندې خوشي کېدل یې ناشوني شي.
د څارنوالۍ په وینا، سلیمان د ۲۰۲۴ کال د می پر ۳۱مه د یوه اسلام ضد غورځنګ د مظاهرې پر مهال شپږ کسان په چاقو ووهل، پنځه مظاهره کوونکي او یو ۲۹ کلن پولیس افسر رووین لور، چې دوه ورځې وروسته د ټپونو له امله ومړ.
څارنوالي وايي چې تورن کس د کلونو په اوږدو کې، په ځانګړې توګه د ټیلیګرام له لارې افراطي شوی و او د هغه پیغامونه د اسلامي دولت له ډلې سره د ژورې همدردۍ ښکارندويي کوي، خو سره له دې، هېڅ داسې شواهد نه شته چې سلیمان عطايي دې د داعش په تنظیمي جوړښت کې شامل وي.
څارنوالې وویل: « هغه د جهادي انګیزې له مخې د ظاهرا کافرانو پر ضد د برید پلان جوړ کړی و».
محکمه د فبرورۍ له نیمایي راهیسې د شتوتګارت سټامهایـم په عدلیې کې روانه ده. تمه ده چې حکم د سپتمبر په منځ کې صادر شي.
د فدرالي څارنوالۍ تر غوښتنې وروسته، اوس به د وژل شوي پولیس د مور په ګډون د مدني دعوې استازي او د تورن کس مدافع وکیلان خپل نظرونه وړاندې کوي.
د مدني خوا وکیل توماس فرانڅ ویلي، دوی به د عمر قید سزا ترڅنګ عطايي ته د امنیتي نظارت دوام هم وغواړي.
دغه نظارت هغه حالت ته ویل کېږي چې یو مجرم که څه هم خپله جزا پوره کړې وي، خو بیا هم خطرناک ګڼل کېږي، نو له بند وروسته هم تر څار لاندې ساتل کېږي.