د طالبانو د سترې محکمې رييس: قاضیان باید له مراجعینو سره له غوسې ډک چلند ونه کړي

د طالبانو د سترې محکمې رييس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د نیول کېدو حکم هم صادر شوی، په لوګر او پکتیا ولایتونو کې یې د محکمو له رييسانو او قاضیانو سره په کتنو کې له هغوی څخه غوښتي، چې له خپلو مراجعینو سره د غوسې پر ځای ښه چلند وکړي.