• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرګونه اسراییلیانو په غزه کې د جګړې د پراخېدو پر ضد لاریون وکړ

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د غزې په تړاو د نتنیاهو د نوي پلان پر ضد د شنبې په ماښام (د زمري په ۱۸مه) په تل ابیب کې زرګونه اسراییلیانو لاریون وکړ او ورسره یې د برمته شویو کسانو د تبادلې غوښتنه هم وکړه. د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، په دغه لاریون کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو.

د راپورونو له مخې، د برمته شویو اسراییليانو د کورنیو غړو د دغه لاریون په ترڅ کې هڅې کولې چې له تل ابیب سره نښلېدونکې اصلي لارې بندې کړي، خو پولیسو یې مخنیوی کړی دی.

100%

د رویټرز د راپور له مخې، په اسراییل کې د عامه نظر پوښتنو له مخې، ډېری اسراییلیان په غزه کې د جګړې د سمدستي پایته رسېدو ملاتړ کوي، څو ورسره پاتې ۵۰ برمته شوي اسراییلیان ازاد شي. اسراییلي چارواکي باور لري چې شاوخوا ۲۰برمته شوي کسان به لا هم ژوندي وي.

د اسراییل امنیتي کابینې پرېکړه کړې، چې په غزه کې به خپل عملیات پراخ کړي او ورسره به غزه هم لاندې کړي، خو دغه پرېکړه ګڼ غبرګونونه پارولي دي او ځینو لوېدیځوالو بیا اسراییل ته د وسلو د لېږلو بهیر هم درولی دی.

ویل کېږي، چې د اسراییل کابینه به د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۹مه) په غزه کې د پراخو عملیاتو په تړاو وروستۍ رایه ورکړي.

دغه لاریون په داسې حال کې دی، چې د اسراییل د «کان» په نوم یوې خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې واشنګټن او نور منځګړي پر حماس او اسراییل فشار راوړي څو په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره د خبرو مېز ته وګرځي.

له دې سره سم، د حماس د مشرتابه یوه غړي ویلي، دمګړی په غزه کې د جګړې د څرنګوالي په تړاو په قطر او یا هم مصر کې هېڅ ډول خبرې نشته، خو په وینا یې حماس لا هم د جګړې د درېدو لپاره له منځګړو سره په اړیکه کې دی.

مصر، قطر او امریکا د یادې جګړې د درېدو لپاره منځګړیتوب کوي او په دې موده کې یوازې د لنډ مهال لپاره دوه ځلې اوربند شوی، خو په دې نږدې راتلونکې کې په بشپړه توګه د دغې جګړې د درېدو څه څرک نه لیدل کېږي.

د اسراییل او غزې تر منځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه هغه مهال پیل شوه، چې حماس پر اسراییل توغندیز بریدونه وکړل او په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او حماس جنګیالیو ۲۵۱ کسان له اسراییله غزې ته ولېږدول او تر اوسه د خبرو له لارې یو شمېر برمته شوي کسان د دواړو لوریو تر منځ تبادله شوي، خو لا هم ویل کېږي ځینې کسان له حماس سره بندیان دي او ځينې یې ښايي مړه شوي وي.

پر غزې د اسراییل په بمباریو او بریدونو کې بیا څه باندې ۶۱ زره فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د الظواهري د وژلو لپاره د سي‌اې‌اې عملیات، څنګه د طالبانو له لوري د حبیبي د نیولو لامل شو؟

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۱
د الظواهري د وژلو لپاره د سي‌اې‌اې عملیات، څنګه د طالبانو له لوري د حبیبي د نیولو لامل شو؟
100%

د طالبانو له لوري د افغان الاصله امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي له نیولو درې کاله پوره کېږي. رويټرز د هغه د نیولو او د طالبانو له خوا پرې د لګول شویو تورونو په اړه اسناد ارزولي، له امریکایي چارواکو سره یې خبرې کړي او تازه معلومات یې خپاره کړي دي.

طالبانو حبیبي د القاعده د پخواني مشر د وژنې او له هغه شرکت سره د سي‌ ای‌ اې د احتمالي اړیکو په تړاو نیولی، چې نوموړي پکې کار کاوه.

حبیبي د «ای ار اېکس» په نوم په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه. دې شرکت په کابل کې د موبایل ټاورونو او د نظارتي کامرو د نصب په برخه کې فعالیت درلود.

​​د امریکایي سرچینو په وینا، دغه شرکت امنیتي کمرو ته د سي ای اې لاسرسی په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر اېمن الظواهري په پیژندلو او وژلو کې مهم رول لوبولی دی.

رویټرز له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو سره مرکې کړي او د حبیبي په اړه یې د امریکا د حکومت ځینې اسناد هم کتلي دي.

د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۹مه امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کابل د شېرپور د ډيپلمات کېشتې په سیمه کې پر هغه ودانۍ برید وکړ، چې اېمن الظواهري پکې اوسېده او هغه یې وواژه.

له پېښې دوې ورځې وروسته د زمري په ۱۱مه د امریکا پخواني‌ ولسمشر جوبایډن د اېمن الظواهري وژل تایید کړل.

جو بایډن وویل، د امریکا استخباراتي ادارو د القاعدې د مشر پټنځای کشف کړی و.

له دې برید وروسته طالبانو محمودشاه حبیبي چې یو افغان-امریکایي وګړی دی، په کابل کې ونیوو.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د ښاغلي حبیبي موټر چې یو لندکروزر وو، محاصره کړ.

هم‌ مهاله، نور طالبان د هغه اپارتمان ته ننوتل، دروازه یې ماته کړه، د هغه لیپ ټاپ او اسناد یې له ځان سره یووړل.

د څو اسنادو او شواهدو له مخې چې د امریکا حکومت ترلاسه کړي او رویټرز هم لیدلي دي، د طالبانو استخباراتو د حبیبي او د هغه د موټر چلوونکي سترګې ور تړلي، دواړه یې د موټر شاته وغورځول او له ځان سره یې یوړل.

۳۷ کلن حبیبي د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی مشر و. هغه په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او د امریکا او کابل ترمنځ یې تګ راتګ کاوه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.

100%

طالبانو د محمودشاه حبیبي نیول کېدل رد کړي دي. د طالبانو ویاند تېره میاشت ویلي، چې دوی د حبیبي د کورنۍ په غوښتنې سره له ټولو اړوندو ادارو څخه پوښتنه کړې، خو هېڅ داسې نښه نه شته، چې وښيي حبیبي د طالبانو اړوند کوم ارګان نیولی وي.

خو دا موضوع د نورو شواهدو او اسنادو سره لکه د حبیبي د موبایل له معلوماتو سره چې یوه پخواني او یوه اوسني امریکایي چارواکي رویټرز ته ورکړي، په ټکر کې ده.

د طالبانو دا انکار د اف‌ بي‌ ای لپاره چې هڅه کوي حبیبي خوشې کړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حبیبي بندي‌ ساتل د افغانستان سره د اړیکو د پراخولو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د محمودشاه حبیبي ورور د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) سخته غندلې، چې ولې د هغه د ورور د خوشې کولو لپاره اقدام نه کوي.

د هغه کورنۍ وايي، چې سي ای اې د طالبانو له استخباراتو سره تماس لري؛ خو دا اړیکې یې د حبیبي د ازادولو لپاره نه دي کارولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې د نیول شویو امریکایانو خوشې کول خپل لومړیتوب ګڼي او تر دې دمه یې لسګونه کسان له افغانستان، روسیې او وینزویلا خوشې کړي دي؛ خو د حبیبي قضیه تر ټولو ستونزمنه شوې ده.

په هغه وخت کې امریکایي چارواکو خبریالانو ته ویلي وو، چې د القاعدې د مشر وژنه د سي ای اې عملیات وو. امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي، حبیبي په دې پلان خبر نه و او کله چې اېمن‌الظواهري ووژل شو، حبیبي له دوبۍ نه کابل ته په یوه کاري سفر تللی او بیا ونیول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي: «موږ پوهېږو چې طالبانو شاوخوا درې کاله مخکې محمود شاه حبیبي تښتولی او موږ د هغه سمدستي خوشې کېدل غواړو.»

یو کس چې د حبیبي ملګری او له هغه سره نیول شوی و؛ خو وروسته خوشې شو ویلي، چې حبیبي یې د طالبانو د عمومي استخباراتو په مرکز کې لیدلی.

نوموړی وایي، له حبیبي څخه دا پوښتنه کېده چې ایا سي‌ ای‌ اې ته کار کوي او که د اېمن الظواهري په وژنه کې لاس لري؟

د طالبانو په استخباراتو کې د حبيبي ټلیفون

د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د جون او اګست په میاشتو کې د امریکا حکومت معلومه کړه، چې د محمودشاه حبیبي موبایل ټلیفون د طالبانو د عمومي استخباراتو په مقر کې فعال شوی و.

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې دا شواهد طالبانو ته هم سپارل شوي دي.

د ټرمپ حکومت د هغه د خلاصون لپاره خپلې هڅې ډېرې کړې دي او ان د هغه د موندلو او نیولو په بدل کې یې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

د حبیبي ورور احمد وايي: «زموږ کورنۍ ته یوه نوې هیله پیدا شوې، چې د ټرمپ ټیم به بریالی شي.»

هغه وایي که د «ای ار اېکس» شرکت یا سي‌ای اې حبیبي ته خبرداری ورکړی وای، چې د الظواهري تر وژلو وروسته کابل ته تګ خطرناک دی، نو هغه به هېڅکله د عملیاتو څخه څلور ورځې وروسته کابل ته نه وای تللی.

احمد رویټرز ته وویل: «هېچا هغه ته څه ونه ویل، نه شرکت، نه سي‌ ای اې، نه بل څوک. نو ځکه بېرته افغانستان ته ولاړ.»

د امریکا حکومت رسما حبیبي یو یرغمل ګڼي، ځکه چې نه د هغه نیول رسما منل شوي او نه هم د ساتلو ځای یې مشخص شوی دی.

د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې رویټرز ته ویلي، چې له خپلو شریکانو او د حکومت له بېلابېلو ادارو سره چې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره کار کوي، په ګډه هڅه کوي او ژمنه کوي چې حبیبي بېرته خپلې کورنۍ ته راولي.

طالبانو تېر کال هغه وړاندیز رد کړی و، چې له مخې یې غوښتل شوی و حبیبي د ګوانتانامو له وروستي افغان بندي محمد رحیم افغان سره تبادله شي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «موږ هم هڅه وکړه چې طالبان وهڅوو او هم دا چې فشار پرې راوړو، خو طالبانو عملا یو دېوال درولی دی.»

په موبایل ټاورونو کې د کامرو نصب او د اېمن‌الظواهري وژل

د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو په وینا، سي ای اې د اېمن‌الظواهري پر وړاندې د عملیاتو پر مهال د «ای سي جي» په نوم شرکت ته نفوذ کړی و، چې دا شرکت د «ای ار اېکس» فرعي ‍ شرکت دی.

دغه شرکت په کابل کې د موبایل ټاورونو د نصب قرارداد درلود او د دغو ټاورونو د خوندي ساتنې لپاره ورباندې د نظارتي کامرو (CCTV) نصب شوی و.

له دغو کامرو څخه یوه هغه کور ته نږدې وه، چې د کابل د ډیپلومات‌مېشتې سیمې په زړه کې پروت و او ویل کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج‌الدین حقاني د استوګنې ځای و.

دغه کور د امریکا او برېتانیا له تړل شویو سفارتونو سره ډېر نږدې و.

سرچینو ویلي، چې هغه کامرې سي ای اې ته یوه ویډیو استولې وه، چې په دغه کور کې د اېمن‌الظواهري شتون یې تاییداوه. همدې کار سي ای اې سره مرسته وکړه، چې پر الظواهري هغه مهال دوه توغندي وتوغوي، کله چې هغه کړکۍ ته راوتلی و او هغه ووژني. د هغه مېرمن او کورنۍ په دې برید کې ژوندي پاتې شول.

که څه هم د بایډن د حکومت چارواکو هغه مهال د CIA د بې‌پیلوټه الوتکې عملیات تشریح کړل، خو د ځمکنيو عملیاتو جزیات لکه د کامرې شتون او د الظواهري په پېژندلو کې د هغه رول نه و افشا شوی.

د محمود شاه حبیبي نیول

د حبیبي ورور احمد ویلي، چې د نیول کېدو په ورځ حبيبي د کابل په شېرپور کې په خپل کور کې و او خپل وسایل یې ټولول ترڅو بېرته نیو جرسي ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه، چې د ځایي وخت غرمه مهال د «ای سي جي» شرکت له دفتر څخه ورسره اړیکه ونیول شوه او ورته ویې ویل، چې طالبانو یې پر دفتر یرغل کړی دی.

د احمد په وینا، حبیبي خپلې خور ته وویل چې باید لاړ شي؛ خو دلیل یې نه‌ و ورته ویلی. همدا چې هغه موټر ته وخوت، طالبانو سمدستي ونیوو.

څو دقیقې وروسته، یو کس چې ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی معرفي کړ، د اپارتمان دروازه وټکوله، د حبیبي خور دروازه نه پرانیستله او ورته ویې ویل، چې د طالبانو د قوانینو له مخې باید په کور کې یو بالغ نارینه خپلوان موجود وي.

احمد او یو بل شاهد وایي، چې طالبانو دروازه ماته کړه، کور ته ننوتل او د حبیبي لپ‌ټاپ یې لټاوه. کله چې طالبان په پنځو موټرو کې راغلل، په سړک کې ګڼه ګوڼه راټوله شوه. طالبانو سړک وتاړه او د حبیبي موټر یې محاصره کړ، بیا یې هغه له ځانه سره یووړ.

د طالبانو استخباراتو د «ای سي جي» ۳۰ نور کارکوونکي هم ونیول، خو له حبیبي او یو بل کس پرته یې نور خوشې کړل.

د هغو اسنادو له مخې چې رویټرز کتلي، داسې ښکاري چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د حبیبي د نیول کېدو موضوع تایید کړې او ویلي، چې هغه د طالبانو د استخباراتو په اداره کې بندي دی.

د محمودشاه حبیبي ژوندلیک

محمودشاه حبیبي د افغانستان په سوېل کندهار ښار کې زېږېدلی دی او د یوې کورنۍ له اتو اولادونو څخه یو دی. دی او د هغه کورنۍ د کابل په کارته پروان سیمه کې لوی شوي دي.

پر انګلیسي ژبې تسلط دا زمینه ورته برابره کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د ملګرو ملتونو د هوايي چلند ادارې (ICAO) په کابل دفتر کې دنده تر لاسه کړي.

له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې یې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) لپاره د امریکا په سفارت کې کار کاوه.

تر هغه وروسته د پخواني افغان حکومت د هوايي چلند د وزارت مرستیال وزیر وټاکل شو او د افغانستان د هوایي ترافیک د کنټرول سیسټم له امریکا څخه کابل ته د انتقال په بهیر کې یې مهم رول ادا کړ.

حبیبي په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس شو او تر ۲۰۱۹ پورې په همدې دندې پاتې شو.

په ورته وخت کې هغه د امریکا د فلوریډا ایالت د «امبری ریدل» په نوم د هوايي چلند په برخه کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ.

په ۲۰۱۹ کې یې استعفا وکړه او د «ای آر اکس» شرکت سره یوځای شو تر څو د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت قرارداد ترلاسه کړي.

حبیبي د کابل او امریکا ترمنځ سفر کاوه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا د تابعیت لپاره د پنځه کلنې استوګنې اړتیا ټولټال ۳۰ میاشتې پوره کړې.

کله چې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه وتل، حبیبي په کابل کې و.

هغه د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۴مه له دوبۍ څخه کابل ته ولاړ، وروسته له هغې چې په قطر کې یې له خپلې کورنۍ سره ولیدل. کورنۍ یې هلته د امریکا د نظامي اډې په تمه د کډوالۍ ویزې لپاره منتظر و؛ خو یوه اوونۍ وروسته ونیول شو.

د حبیبي مېرمن، لور، مور او پلار چې تر اکټوبر میاشتې پورې په قطر کې د ویزې په تمه وو، وروسته کالفورنیا ته ولاړل او له هماغه وخته تر ننه د حبیبي په اړه هېڅ خبر نه لري.

یو امریکایي چارواکی وايي، چې د حبیبي د قضیې حل د طالبانو لپاره تر ټولو ساده لاره ده، چې له امریکا سره خپلې اړیکې ښه کړي.

له هغه وخته چې حبیبي نیول شوی، طالبانو څلور نور امریکایان هم نیولي؛ خو بېرته یې خوشې کړي دي.

د بریتانیا پولیسو د فلسطین په ملاتړ ۱۵۰ لاریونوال نیولي دي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱
د بریتانیا پولیسو د فلسطین په ملاتړ ۱۵۰ لاریونوال نیولي دي
100%

د لندن مېټروپولیټن پولیسو ویلي، چې د شنبې په ورځ یې ۱۵۰ هغه لاریون کوونکي نیولي، چې د بریتانیا د هغې پرېکړې پر ضد یې مظاهره کوله چې د «فلسطین ملاتړ کوونکې اعتراضیه ډله» یې غیرقانوني اعلان کړې ده. پولیس زیاتوي، د نورو لاریونوالو د نیولو لړۍ لا هم روانه ده.

پولیسو ویلي چې دغه نیونې هغه مهال وشوې، چې کڼو لاریون کوونکو د بریتانیا پارلمان په څلور لارې کې راټول شوي وو او د فلسطین ملاتړ کوونکي اعتراضیه ډلې د ملاتړ شعارونه یې ورکول.

رویټرز ویلي، چې یو شمېر لاریون کوونکو د فلسطین بیرغونه له ځان سره لېږدول او «شرم دې وي» او «له غزې لاس واخلئ» شعارونه یې ورکول.

دغو لاریون کوونکو له ځان سره په لیکلي بڼه هم ځیني شعارونه چې «زه له نسل وژنې سره مخالفت کوم، زه د فلسطین په ملاتړ اعتراضیه ډلې ملاتړ کوم» شعارونه هم لېږدول.

د جولای په میاشت کې د بریتانیا پارلمان د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې، د «فلسطین په ملاتړ اعتراضیه ډله» له هغه وروسته منع اعلان کړه، چې د دې ډلې ځیني غړو د بریتانیايي ځواکونو یوې پوځي اډې ته ننوتل او د اسراییل ملاتړې ځینې الوتکې یې زیانمې کړې.

د دغه بندیز له مخې، د یادې ډلې غړیتوب د جرم په توګه ګڼل کېږي او تر ۱۴ کلونو د بند سزا لري.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د زېلېنسکي غبرګون؛ اوکرایین به خپله ځمکه اشغالګر ته ډالۍ نه کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د زېلېنسکي غبرګون؛ اوکرایین به خپله ځمکه اشغالګر ته ډالۍ نه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ویلي، دوی به هېڅکله خپله ځمکه اشغالګرو ته ونه سپاري او د امریکا هغه وړاندیزونه یې رد کړل چې له روسیې سره په یوه احتمالي تړون کې د سیمو تبادله پکې شامله ده. دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې پوتین او ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه راتلونکي جمع سره ګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه به د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري او ویې ویل چې د زېلېنسکي په ګډون دواړه خواوې یوې داسې معاملې ته نږدې دي چې کولی شي درې نیم کلنه روانه شخړه حل کړي.

د احتمالي معاملې جزییات لا تر اوسه نه دي اعلان شوي، مګر ټرمپ ویلي چې په دې کې د دواړو خواو د ښه والي لپاره د ځینو سیمو تبادله شامله ده. د ټرمپ همدې څرګندونو ته زېلېنسکي غبرګون ښودلی چې اوکراین به خپله ځمکه ورنه کړي.

زېلېنسکي په یوه ویډیویي وینا کې وویل: «اوکرایین به خپله ځمکه اشغالګر ته ډالۍ نه کړي.»

هغه ویلي، چې د اوکراین پولې د هېواد په اساسي قانون کې ټاکل شوي دي.

ایران د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسراييل پرېکړه «بشپړ نسل وژنه» وبلله

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱
ایران د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسراييل پرېکړه «بشپړ نسل وژنه» وبلله
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي:« موږ د اسراییل دا کار په کلکه غندو، چې د غزې له ښار څخه فلسطینیان په زور شړي او ټوله غزه نيسي. د اسراييل دغه کړنه بشپړ نسل وژنه ده.»

ښاغلي بقايي نن شنبه (د زمري ۱۸مه) پر اېکس پاڼه د غزې بشپړ نیول «جرم» وباله. هغه زیاته کړې، فلسطین داسې یوې ډلې اشغال کړی چې نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) او نړۍوالې عدلي محکمې (ICJ) د فسطینیانو په نسل‌وژنه تورنه کړې ده.

بقایي د ټولو حکومتونو او ملګرو ملتونو قانوني او اخلاقي مسوولیت ته په اشارې سره وايي:« باید د نسل‌وژنې او په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د روانو لویو جنایتونو مخه ونیسي.»

بقایي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) څخه غوښتي، چې په دې اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.

شهباز شریف: موږ د اسراييل له‌خوا د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کلکه غندو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۱
شهباز شریف: موږ د اسراييل له‌خوا د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کلکه غندو
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د اسراييل له‌خوا د غزې بشپړ کنټرول ناقانونه کار دی او دا کار د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې پراخېدل دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس پاڼه کاږلي: « موږ د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کله غندو، دا کار به د سولې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړي. موږ باید دا هېر نه‌کړو، چې د غزې اوږدمهاله اشغال د جګړې اصلي لامل دی.»

هغه زیاته کړې، غزه تر دې مخکې لا ډېره ځپل شوې او دا کار به د سولې ټولې هیلې له منځه یوسي.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ډېر ژر مداخله وکړي او د اسراييل د دغه ناقانونه کړنې مخه ونيسي.