• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف له طالبانو وغوښتل چې نجونې زده کړو ته پرېږدي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه خبرداری ورکړی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره جدي ګواښ پېښوي. یونیسف پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي.

د یونېسف د بشري مرستو او لوژستیکي چارو مرستیال اجرایوي رییس ټیډ چایبان افغانستان ته تر خپل سفر وروسته په یوه راپور کې ویلي، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۲ میلیونو ډېر افغانان چې نیم میلیون یې ماشومان دي، افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي ویلي، چې له تازه راستنو شویو کډوالو سره یې لیدلي، خو ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام په اړه ژورې اندېښنې لري.

د یونېسف ادارې دغه چارواکي افغانستان ته له سفر وروسته ټینګار کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې هغوی له ښوونځي او پوهنتون څخه محروموي، بلکي د ټولنې د اقتصادي او تولنیز پرمختګ مخه یې هم نیولې ده.

نوموړی زیاتوي:«کندوز کې مې ګڼ شمېر زده کوونکي چې نجونې او هلکان ګډ وو، ولیدل، ټولو د ښوونکي، انجنیر او ډاکټر کېدو هیله لرله، خو د نجونو لپاره دا هیله له شپږم ټولګي وروسته پرې کېږي.»

نوموړي په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته د نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې او وايي، دغه بندیز نجونې او ښځې سختې اغېزمنې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په کندوز ولایت کې یې د چټکو زده کړو له یوه ټولګي د لېدني پرمهال له یوې ښوونکې سره لیدلي چې د طالبانو د بندیز له امله یې د طب پوهنځي له فراغت څخه یوازې څو میاشتې واټن درلود.

یونېسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي، څو د هر عمر نجونې په ښوونځو کې زده کړو ته دوام ورکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د یونېسف دغه چارواکي ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ستونزې د حل لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

ملا هبت الله د اریانا شرکت پخوانی رییس د روغتیا وزارت مرستیال ټاکلی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۱
ملا هبت الله د اریانا شرکت پخوانی رییس د روغتیا وزارت مرستیال ټاکلی
100%

د طالبانو مشر د اریانا -افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ټاکلی او نن یاد وزارت ته ور معرفي شوی. دغه راز د روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ملا بخت رحمان شرافت د اریانا-افغان هوايي شرکت د رییس په توګه ګومارل شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه د زمري ۱۹مه، اعلان وکړ، چې د ملاهبت الله د حکم پر اساس، د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه ټاکل شوی.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې رییس انورالحق انور وویل، چې دوی ټول د مشرتابه د حکمونو اطاعت کوي.

ملا هبت الله د روغتیا وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال د اریانا- افغان هوايي شرکت د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

په غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل:«موږ ډېر کادرونه لرو او له هغوی غواړو چې په پوره ژمنتیا او هڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او منتقدان نیوکه کوي، چې طالبان په اداري او مسلکي پوسټونو کې هم د خپلې ډلې غیر مسلکي افراد په دندو ګوماري.

طالبان وايي د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښونو په اړه څېړنه کوي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۴ GMT+۱
طالبان وايي د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښونو په اړه څېړنه کوي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په می میاشت کې د ملګرو ملتونو لسګونه افغانې ښځینه کارکوونکې د کار په تړاو د نامعلومو کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوې او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یادې موضوع په اړه څېړنه کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې افغان ښځینه کارکوونکو ته یې د مرګ له ګواښونو وروسته د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره موقتي اقدامات ترسره کړل.

دوی ویلي، چې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د ګواښونو اندېښنه یې له طالبانو سره شریکه کړې، خو طالبانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته په ګواښونو کې د طالب جنګیالي ښکیل نه دي او د کورنیو چارو وزات له لوري په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د جون په شپږمه نېټه د افغانستان انټرنشنل هغه راپور تایید کړی و، چې په کابل کې یې ښځینه کارکوونکي ګواښل شوي دي.

ایران وايي چې غیر قانوني افغان کډوالو ته روغتیايي بیمه نه ور کوي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱
ایران وايي چې غیر قانوني افغان کډوالو ته روغتیايي بیمه نه ور کوي
100%

د ایران د روغتیا وزیر محمد رضا ظفرقندي د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې غیر قانوني یا بې اسناده افغان کډوالو ته د دولتي روغتیايي بیمې امیتازات نه ورکول کیږي. نوموړي ویلي، چې یوازې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال به له دغو خدماتو برخمن وي.

محمد رضا ظفرقندي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه افغان کډوال چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري د ایران په ټولو روغتونو کې د روغتیايي بیمې امتیاز ورکول کیږي، خو اسناد نه لرونکو ته د دولتي روغتیايي بیمې امنتیاز نه ورکول کیږي.

ظفرقندي ویلي:«د افغانستان هغه کډوال چې د اوسېدو او نور قانوني اسناد ولري په ټولو روغتونونو کې ښه راغلاست ورته ویل کیږي او خدمات هم ورته وړاندې کیږي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، طبیعي ده، چې هغوی ته دولتي سبسایډي نه ورکول کېږي.»

نوموړي ویلي، چې د روغتيايي بیمې تر لاسه کولو لپاره دې افغان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني مېشتېدو اسناد ترلاسه کړي.

همدارنګه نوموړی زیاتوي:«هغه کسان چې په ایران کې یې زده کړي کړې دي او یا هم روغتیايي اسناد ولري، که هغوی د اقامت اسناد ولري، روغتیايي خدمات ورکول کیږي.»

د ایران د روغتیا وزیر دا څرګندوني داسې مهال دي، چې ایران له تېرو څو میاشتو راهیسې د غیرقانوني افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی او تردې مهاله یې سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په ایران کې غیرقانوني کډوال یوازې په بیړنیو حالاتو کې په ډېره کمه کچه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او اوږدمهاله درملنې، جراحي خدماتو او بیمې ته یې لاسرسی محدود دی.

له پاکستان نه اېستل کیدونکي افغان کډوال خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱
له پاکستان نه اېستل کیدونکي افغان کډوال خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي
100%

د پاکستان مرکزي حکومت خبر ورکړی چې «پی او ار» کارډ لرونکي شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانان د سپتمبر له لومړۍ نېټې بېرته افغانستان ته ستنوي. په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې د خپل او خپلو بچیانو د راتلونکي ژوند په اړه اندېښنه ښيي.

د کابل اوسېدونکې ګل بي بي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ۳۵ کاله وړاندې په ځوانۍ کې له خپل خاوند سره پاکستان ته راغلې وه، خو اوس یې دلته ماشومان پیدا شوي او نن اړ اېستل کیږي، چې هر څه پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستنه شي.

د ننګرهار اوسېدونکی رحمت االله له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې مېشت و.

هغه په پنجاب کې د جامو کاروبار کاوه او ژوند يې تر يوه بريده عادي روان و.

نوموړی وايي، « پي او ار د اوسېدو قانوني کارډ لرم، خو بيا هم له موږ سره داسې چلند کېږي لکه موږ چې ناقانونه يو».

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په پاکستان کې له ۱۳ سوه زرو څخه زيات افغان کډوال مېشت ول.

د یادې ادارې په وینا، په دوی کې تر ټولو زيات افغان کډوال چې شمېر یې ۷۱۷ زره او ۵۱۰ تنه کېږي یوازې په خېبر پښتونخوا کې اوسېږي او پاتې نور د پاکستان په نورو سیمو کې مېشت دي.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته افغان کډوالو ته د پي او آا کارډونه ورکړي دي.

دوه ورځې وړاندې د ملګرونو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د زیانمنو افغان کډوالو ایستل ودروي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو، نجونو او ناروغانو جبري ایستل کولی شی د اساسي بشري حقونو او خوندیتوب څخه سرغړونه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ له پاکستان څخه د هغو افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړه اندېښنه وښوده، چې د اوسېدو لنډمهالي اسناد لري.

پاکستان په داسې حال کې دا پرېکړه کړې، چې په ظاهر یې له طالبانو سره اړیکې ډېرې ښې نه دي او ویل کېږي چې پاکستان دا کار له دې امله کوي څو د طالبانو پر واکمنۍ فشار زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۱ میلیونه څخه زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او یا جبري لېږل شوي دي.

له دې جملې څخه یې یوازې ۳۵۲ زره تنه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

وسله والو د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱
وسله والو د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. دا پېښه تېره ورځ د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ولي کریم هدیرو په سیمه کې شوې ده.

ځايي سرچینو د یکشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر هغه مهال د ناڅرګندو وسله والو له لورې په نښه شو، چې د هلمند امنیه قوماندانۍ ته پر لاره و.

برېدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یادې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې مدیر داسې مهال وژل شوی، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې طالبانو د نشه يي توکو د نیولو کمپاین پیل کړی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ یې په دغه ولایت کې څه د‌پاسه ۹زره کیلوګرامه نشه يي توکو سوځولي او په تړاو یې له ۱۰۰ ډېر کسان نیولي دي.