کیم جونګ اون: زمونږ هغه سرتېري چې د اوکراین په جګړه کې یې ګډون کړی«اتلان» دي

د شمالي کوریا مشر«کیم جونګ اون»خپل هغه پوځیان چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړې لپاره په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي وو، ستایلي او هغه یې اتلان بللي دي.

د شمالي کوریا مشر«کیم جونګ اون»خپل هغه پوځیان چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړې لپاره په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي وو، ستایلي او هغه یې اتلان بللي دي.
د کوریا د مرکزي خبري اژانس«کي سي این ای» د راپور له مخې، کیم ویلي:«زموږ پوځ یو اتل پوځ دی،اوس هغه څه کوي چې باید ویې کړياو راتلونکې کې به یې هم ترسره کړي».
شمالي کوریا تېر کال د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې لسګونه زره پوځیان یې د روسي ځواکونو ترڅنګ د اوکراین جګړې لومړۍ کرښې ته لېږلي.
د سویلي کوریا او لوېدیځو استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴کال کې له ۱۰زرو زیات شمالي کوریايي سرتېري د کورسک سیمې ته استول شوي دي.
راپورونه ښيي چې تر اوسه شاوخوا ۶۰۰شمالي کوریايي پوځیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
کیم جونګ اون دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره له دواړو لوریو سره خبرې کړې دي، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د خبرو کولو ته نه دی حاضر شوی.


د بریتانیا د دفاع وزارت منلې، چې په تېرو څلورو کلنو کې د افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه د معلوماتو ۴۹ جلا سرغړونې شوي دي. وکیلان وايي دا نوې افشا شوي شمېرې ښيي، چې د بریتانیې په امنیتي سیستم کې سستي یا بې غوري موجوده ده.
د بریتانیا د دفاع وزارت منلې، چې په تېرو څلورو کلنو کې د افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه د معلوماتو ۴۹ جلا سرغړونې شوي دي.
دا له هغه لانجمن افشا کېدو وروسته راپورته شوې، چې د طالبانو له وېرې د تېښتې پر مهال ۱۹ زره افغانان یې له خطر سره مخ کړي وو.
دا سرغړونې په هغه ځانکړي دیپارټمنټ کې شوي چې په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو افغانانو د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه پروسس کوي.
د ۴۹ سرغړونو له ډلې یوازې څلور یې عامو خلکو ته معلومې وې، چې پکې تر ټولو لویه سرغړونه د ۲۰۲۲ کال وه، کله چې د طالبانو څخه د تښتېدونکو نږدې ۱۹ زره کسانو شخصي معلومات په یوه جدول کې افشا شول.
د دې افشا کیدو له امله زرګونه افغانان په پټه توګه بریتانیا ته انتقال شوي؛ خو دا کلونه له خلکو پټ ساتل شوی و.
د ۴۹ سرغړونو وروستۍ شمیره بي بي سي ته د معلوماتو د ازادۍ قانون له لارې څرګندې شوي دي.
په پیل کې د بریتانیا د معلوماتو څارونکي ادارې دا د شخړو ډک ۲۰۲۲ لیک افشا کېدنه «تصادفي پېښه» وبلله.
دوی ادعا وکړه چې دا پېښه «د معمولی امنیتي چکونو د نه تعقیب له امله رامنځته شوې، نه دا چې د پراخې سرغړونې فرهنګ ته اشاره وکړي.»
د سرغړونو څخه د اغیزمنو شویو افغانانو استازي وکیلانو وویل، چې وروستۍ شمېرې د بیا میشتیدنې په پروګرام کې د کار کونکو ترمنځ د کمزوري امنیتي کلتور په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت تراوسه د دې سرغړونو جزیات نه دي افشا کړي؛ خو مخکې خپاره شوي موارد ښيي چې ځینې وختونه چارواکو د افغان غوښتونکو شخصي معلومات ناڅاپي دریم اړخ ته افشا کړي دي.
د بارینګز قانون، چې د سلګونو افغانانو استازیتوب کوي د ۲۰۲۲ کال له لوی سرغړونې څخه اغیزمن شوي.
د دغه ادارې د معلوماتو د ساتنې څانګې مشر، عدنان ملک وویل: «هغه څه چې د یوې جلا پیښې په توګه پیل شوي، کوم چې د دفاع وزارت په پیل کې د خلکو له نظره د ساتلو هڅه کوله، اوس د ناورین بڼه غوره کړې او د پرله پسې ناکامیو لړۍ شوې ده»
دغه ادارې ویلي: «موږ د دفاع وزارت څخه غوښتنه کوو، چې له اغېزمنو کسانو او له ولس سره بشپړ شفافیت وکړي قربانیان باید اړ نه شي چې د قانوني دعوو یا رسنیو له لارې حقایق معلوم کړي.»
وروسته له دې چې بریتانیا له افغانستانه خپل پوځیان وایستل، د ۲۰۲۱ کال په اپريل میاشت کې یې د افغانانو د بیا مېشتېدو او مرستې یوه طرحه (ARAP) پیل کړه.
دا پروګرام د هغو افغانانو د خوندي کولو لپاره جوړ شوی و، چې د طالبانو پر وړاندې یې جګړه کې له بریتانیا سره نږدې همکاري کړې وه.
ارف پروګرام سږ کال د جولای په میاشت کې وتړل شو او د پرله پسې د معلوماتو د امنیت له ستونزو سره مخ و.
بي بي سي په ۲۰۲۱ کال کې راپور ورکړی و، چې د دفاع وزارت په یوه ایمیل کې د ۲۵۰ افغانانو ایمېل ادرسونه غلط راکاپي شوي وو، چې دا چاره دوی د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ کړه.
په هغه وخت کې بریتانیا حکومت وویل چې دا تېروتنه جدي ګڼي او یو نوی قانون یې نافذ کړ چې هر بهر ته لېږل کېدونکی ایمېل مخکې له دې چې واستول شي باید د دویم کس له خوا هم وکتل شي.
دغه سرغړونې دوام تر ټولو لویه یې د ۲۰۲۲ د هغه پوځيانو د لیست افشا وه، چې فکر کېدی د لږو کسانو نومونه دي؛ خو د ۱۹ زره کسانو پټ شخصي معلومات، د کورنۍ اړیکې او نور حساس معلومات هم په کې وه.
د دفاع وزارت ویاند وویل: «موږ د معلوماتو امنیت خورا جدي ګڼو او ژمن یو چې هر ډول پېښه په سمه توګه تعقیب او له خپلو قانوني مسولیتونو سره سم عمل وکړو.»

یو تازه څېړنیز راپور ښيي چې په غزه کې د اسراییل د جګړې د قربانیانو ډېره برخه ملکي وګړي دي. د بریټانیا«ګارډین ورځپاڼه، او لوکل کال»په ګډه څېړنه کې څرګنده کړې چې د اسراییل پوځ یو محرم استخباراتي ډیټابېس د جګړې د ملکي مرګ ژوبلې لوړه کچه تاییدوي.
د راپور له مخې، د مې ۲۰۲۵تر پایه، چې جګړې۱۹میاشتې تېرې شوې وې، د اسراییل د پوځ استخباراتو د حماس او فلسطین اسلامي جهاد ډلو شاوخوا ۸۹۰۰جنګیالي د وژل شویو په توګه ثبت کړي دي.
خو د غزې د روغتیا وزارت د لږ تر لږه ۵۳زره کسانو د وژنې راپور ورکړی، چې له دې ډلې یوازې ۱۷سلنه جنګیالي دي، او شاوخوا ۸۳سلنه یې ملکي وګړي جوړوي.
کارپوهان وايي، دا کچه د معاصرې جګړې په تاریخ کې بې ساری حالت ښيي. یوازې په ۱۹۹۵م کال کې د روانډانسلوژنه، او د روسیې لهخوا د ۲۰۲۲ماریوپول محاصره د ملکي تلفاتو په کچه کې تر دې لوړې شوې وې.
د بشري حقونو ډلو او د نسلوژنې څېړونکو ټینګار کړی،چې دغه موندنې نورې هم دا ادعاوې پیاوړې کوي چې اسراییل په غزه کې نسلوژنه کوي، ځکه د ملکي مرګ ژوبلې ترڅنګ د قصدي لوږې سیاست هم عملي شوی دی.
کله چې د یادو رسنیو لهخوا د اسراییلي پوځ څخه د نظر غوښتنه وشوه، هغوی د دې استخباراتي ډیټابېس شتون رد نه کړ، خو ویې ویل چې «په راپور کې وړاندې شوي شمېرې سمې نه دي» او زیات یې کړه چې دا معلومات د دوی په رسمي سیسټمونو کې موجودو شمیرو سره برابر نه دي، خو نور وضاحت یې ورنه کړ.
راپور زیاتوي چې د اسراییلي چارواکو عامه ویناوې ډېری وخت د جنګیالیو د تلفاتو شمېرې غټې ښودلې او ان چې ادعا یې کړې چې تر ۲۰زره پورې جنګیالي وژل شوي، خو په شخصي توګه پر دې ادعاوو باور نه لري.
په ورته وخت کې، د اسراییل د لوړپوړو پوځي مشرانو خبرې ورځ تر بلې د نسلوژنې له ژبې سره ورته کېږي.
د یوه افشا شوي غږیز کلېپ له مخې، د اسراییلي پوځ د استخباراتو پخواني مشر «اهارون حلیوه» ویلي: «تر اوسه په غزه کې ۵۰زره کسان وژل شوي، چې دا د راتلونکو نسلونو لپاره اړین دي.»
هغه په غږیز کلېپ کې زیاتوي: «د اکتوبر اوومې د هر قرباني په بدل کې باید ۵۰فلسطینیان ووژل شي … هر څو کاله وروسته باید هغوی ته یوه نوی ستر ناورین ورپه برخه کړل شي.»
د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د ۲۰۲۵د مارچ تر پایه د وژل شویو شمېر ۵۰زره ته رسېدلی و، چې اوس تر ۶۲زره اوښتی، او ټپیان یې له ۱۵۷زرو اوښتي دي.
په همدې حال کې، د جرمونو نړۍ والې محکمې (ICC) د اسراییل پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه پر پخواني دفاع وزیر، یواف ګالانت، د جګړې د جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د نیولو حکم صادر کړی، چې دا تورونه د ۲۰۲۳د اکتوبر څخه تر ۲۰۲۴د مې پورې د اسراییل په بریدونو پورې تړاو لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، داوکراین او روسیې د جګړې په اړه وایي چې د جګړې بریا یوازې د دفاع په وسیله ناشونې او ګټل یې برید ته اړتیا لري.
ټرمپ په خواله رسنۍد جګړې وضعیت د ورزشي لوبو له بېلګې سره تشبیه کړی او لیکلي یې دي: «دا داسې ده لیکه یو لوی ټیم چې قوي دفاع لري، خو اجازه نه لري برید وکړي. په دې حالت کې هېڅ د بریا امکان نه شته. د اوکراین او روسیې حالت همداسې دی.»
هغه د جو بایډن پر تګلارو سختې نیوکې کړي او هغه یې «فاسد او نالایق» بللی دی.
د ټرمپ په وینا، بایډن یوازې د اوکراین دفاع ته اجازه ورکړې وه، خو جګړې ته یې نه دی پرېښی چې دا کار د ستونزو او ناکامۍ لامل شوی دی.
ټرمپ ټینګار کړی چې که دی ولسمشر وای، دا جګړه هېڅکله نه پیل کېده.
هغه وویل: «چانس یې صفر و. موږ په یوه جالب وخت کې داخل شوي یو.»
د امریکا ولسمشر همداراز څرګنده کړې، که د روسیې او اوکراین ترمنځ سیاسي حل ناشونی وبلل شي، ښايي د دوو اوونیو په موده کې د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي.

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی،چې د کښتیو ۱۳بهرنۍ شرکتونه او ۸تیل وړونکې بېړۍ یې د ایران سره د تړاو له امله تر تازه بندیزونو لاندې راوستي دي.
دغه اقدام د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده چې غواړي تهران د بندیزونو څخه د تېښتې مخه ونیسي.
په نوي نوملړ کې د یونان یو وګړی، انټونیوس مارګاریتیس، او همداراز په هانګ کانګ، اماراتو، د مارشال ټاپوګانو او بریتانیا کې د کښتیو ګڼ شرکتونه شامل دي.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، ویلي چې دغه بندیزونه به د تهران د وسلو د پرمختللو پروګرامونو د تمویل، د ترهګریزو ډلو د ملاتړ او د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت د ګواښ توان کم کړي.
هغه ټینګار وکړ: «د ولسمشر ترمپ په مشرۍ، موږ ژمن یو چې هر هغه څوک چې د ایران د رژیم ملاتړ کوي او د نړیوال امنیت د ګواښ لامل کېږي، حساب ورسره وکړو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي، چې د بریټانیا له ځانګړي استازي «انډرو مککوبري» سره یې د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمې پر امنیتي او سیاسي بدلونونو خبرې کړې دي.
د صادق خان په وینا، دغه لیدنه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې او دواړو استازو د افغانستان د راتلونکې، د سولې او ثبات د ټینګښت، او د سیمې د ګډو ننګونو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهم دی، ځکه د سولې او ثبات دوام به د سیمهییزې هوساینې لامل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي او د افغانانو د راتلونکې لپاره ګډ ګامونه واخلي.
د بریټانیا ځانګړي استازي «انډرو مککوبري»هم د دغه ناستې پر مهال د افغانستان د ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې دوامداره همکاري کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د سولې او سوکالۍ شرایط رامنځته کړي.
محمد صادق خان په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن مې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي انډرو مککوبري سره لیدنه وکړه. موږ د سیمې د بدلېدونکو حالاتو، د افغانستان د وضعیت او د سولې، ثبات او هوساینې لپاره د نړیوال تعامل د دوام په اهمیت خبرې وکړې.»
د دواړو استازو تر منځ دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د سختو سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د سیمې هېوادونه د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کوي.