باز محمد مبارز په لومړي ځل په موی ټای سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړي باز محمد مبارز د لومړي ځل لپاره په موی ټای څانګه کې نن ماخوستن د سیالۍ ډګر ته ښکته شو او خپل ایران الاصل بحریني سیال ته یې ماتې ورکړه.

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړي باز محمد مبارز د لومړي ځل لپاره په موی ټای څانګه کې نن ماخوستن د سیالۍ ډګر ته ښکته شو او خپل ایران الاصل بحریني سیال ته یې ماتې ورکړه.
د باز محمد مبارز دغه سیالۍ د ټایلند په پوکېټ ښار کې د دوشنبې په شپه (د وږي ۳مه) په درېیو ۳ دقیقه يي پړاونو کې ترسر شو او بالاخره یې خپل ایران الاصل بحریني مصطفی ته ماتې ورکړه او د سیالۍ ګټونکی شو.

ویل کېږي، چې ایران الاصله بحرینی مصطفی په اصل کې د موی ټای لوبغاړی دی خو په دې سپورټي څانګه کې د باز محمد مبارز لومړنۍ سیالۍ وه چې ترسره یې کړه او بریا یې هم په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۸مه په هېواد کې د ازادو مبارزاتو سیالۍ منع کړې دي. طالبانو لامل یې په دغو سیالیو کې د شرعي ستونزو موجودیت په ګوته کړ.


د افغانستان محلي سندغاړی موسی شاهین چې دوه ځلې د طالبانو له لوري بندي شوی، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وايي، چې طالبانو د سندرو ویلو له امله بندي کړی و او دی د طالبانو زندانونه د ځمکې پر سره له دوزخ سره پرتله کوي.
موسی شاهین په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې غوښتل، چې ایران ته وتښتي خو د هرات- اسلام کلا پر لاره د طالبانو له لوري ونیول شو او د پاسپورت له څېرلو سربېره نږدې دوه اوونۍ له ډول ډول شکنجو سره مل په هرات کې بندي وو.
موسی شاهین د هرات له بندخونې تر خلاصون شاوخوا یو کال وروسته یعنې د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په لومړیو کې بیا ځلي د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول شو او دا ځل لومړی د یو څو ورځو لپاره په پنجشېر کې بندي وو او بیا په کابل کې د طالبانو د استخباراتو اړوند ۴۰م ریاست کې له سختو شکنجو سره مل شاوخوا ۳ میاشتې بندي و.
دغه محلي سندرغاړی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ځینو اشخاصو په وصف کې د سندرو ویلو له امله نیول شوی و او په دویم ځل له کتبي ضمانت چې ګواکې بیا به هېڅکله هم سندرې نه وايي د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې له بنده خوشې شو.
نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي: «زه نشم کولی په هغه ډول چې شکنجه شوی یم بیان یې کړم، خو د طالبانو زندانونه د ځمکې پر سر د دوزخ په شان دي.
شاهین زیاتوي، د زندان په موده کې د طالبانو له لوري برېښنايي شوک ورکړل شوی، راځوړند شوی، په پیپونو وهل شوی او د ۳ څلورو ورځو لپاره د خوب اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
نوموړی چې له څه مودې راهیسې په جرمني کې اوسېږي، وايي چې په ډېرې سختۍ سره یې ځان تر جرمني رسولی، خو لا هم د بندخونې یادونه یې ځوروي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې په هېواد کې هر ډول موسیقي او د سندرغاړو فعالیتونه منع کړي او هر هغه څوک چې سندرې ووايي یا یې واوري، د هغوی له لوري سخت مجازات کېږي.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو له بشپړ بندیز وروسته ډېری هنرمندان یا له هېواده وتلي او یا هم په خپل کور کلي کې په پټه شپې او ورځې تېروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.
د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.
د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.
له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.

برېتانوۍ ورځپاڼې «نیو ورلډ» په یوه راپور کې لیکلي، بشر نورزی چې د طالبانو له بانفوذه څېرو څخه دی، د امریکا له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یې د افغانستان د طبیعي سرچینو کنټرول تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د راپور پربنسټ، بشر نورزی چې د طالبانو «معنوي پلار» او د ملا عمر او هبتالله اخوندزاده نږدې ملګری بلل کېږي، د افغانستان د نشه یي توکو د تر ټولو لوی قاچاقبر په نوم هم پېژندل شوی.
نوموړی په ۲۰۰۵م کال (۱۳۸۴هـ ش) په نیویارک کې د ۵۰میلیونه ډالرو په ارزښت د نشهيي توکو د قاچاق په تور ونیول شو، خو په ۱۴۰۱هـ ش کې د یوه امریکایي وګړي «مارک فریرکس» په بدل کې طالبانو ته وسپارل شو او له هغې راهیسې په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره نږدې کار کوي.
«نیو ورلډ» په خپل راپور کې وایي، نورزی د خپلو ژورو اړیکو له لارې له چین، ایران او پاکستان سره په ځانګړي موقعیت کې دی، څو د افغانستان له بډایه طبیعي سرچینو ګټه واخلي.
نوموړی اوس د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده ترڅنګ د دې ډلې د مالي چارو یو له مهمو کنټرول کوونکو بلل کېږي.
راپور زیاتوي، چې واشنګټن له طالبانو سره نوې خبرې اترې پیل کړي، چې اصلي تمرکز یې د افغانستان طبیعي زېرمې دي.
سرچینې وایي، د ټرمپ ادارې طالبانو ته پیغام ورکړی چې: «چین باید بهر شي، امریکا باید دننه شي.»

په راپور کې ویل شوي، چې اوسمهال چین د افغانستان په لویو کانونو «نفتو، سرو زرو، سمنټو او نورو معدنونو کې چې میلیاردونه ډالره ارزښت لري» پراخ حضور پکې لري، خو د طالبانو د کانونو وزارت بیا په وروستيو قراردادونو کې د چین پر ګټه کېدو ادعاوې رد کړې دي.
د طالبانو د کانونو وزارت مرستیال حسامالدین صابري تېره میاشت وویل: «موږ نړۍ ته اعلان کړی چې هر څوک پانګونه کوي، هرکلی یې کوو. دا خبره چې چینایان د نویو قراردادونو لپاره راغلي، حقیقت نه لري. یوازې دوه قراردادونه شته چې د جمهوریت له وخته پاتې دي.»
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې او د دفاع وزارت د اټکلونو له مخې، د افغانستان د طبیعي شتمنیو ارزښت د ۱ تر ۳ ټریلیونه ډالرو پورې رسېږي، دغه هېواد د مسو، سرو زرو، لیتیم، کرومایټ، اوسپنې، کبالت او نورو قیمتي فلزاتو پراخې زېرمې لري، چې تر ډېره نه دي استخراج شوي.
شنونکي وايي، د بشر نورزي بېرته راتګ او د طالبانو د طبیعي سرچینو په مدیریت کې مخکښ رول ښيي، چې د افغانستان زېرمې د سیمهییزې او نړۍوالې سیالۍ په نوي ډګر بدلې شوي دي؛ هغه ډګر چې په کې امریکا او چین دواړه ځانونه د راتلونکي لپاره سیال بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي دي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو ډلهییز اېستل نه یوازې د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د بېاساسه امنیتي پلمو پر بنسټ توجیه کېږي.
بېنېټ د بشري حقونو او د ترهګرۍ پر ضد د ځانګړو راپور ورکوونکو یوې ګډې اعلامیې ملاتړ کړی او پر اېکس خواله رسنۍ یې لیکلي دي: «د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو ډلهییز شړل د امنیتي اندېښنو پر نوم توجیه شوي، خو دا اندېښنې د باور وړ اسناد نه لري. هغه کسان چې په زوره بېځایه شوي، د پېژندنې، ساتنې او عدالت مستحق دي.»
نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د هغو افغانانو غږ واوري چې د شړلو له امله یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ شوی.
بېنېټ ټینګار کړی، چې جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي، بلکې د زرګونو کسانو ژوند یې له بېسرپناهۍ، بېوزلۍ او ناامنۍ سره مخ کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشتځایونو اېستلي دي. په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بېاسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.
شنونکي وايي، د افغان کډوالو د جبري شړلو سیاست د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی او د جبري اېستلو پر وړاندې د نه ستنولو اصل (Non-refoulement principle) ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي. د هغوی په باور، نړۍواله ټولنه باید د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې عملي دریځ غوره کړي او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
بېنېټ ټینګار کړی، چې د جبري شړل شویو افغانانو د ستونزو هواري لپاره د پېژندنې، بېړنیو بشري مرستو، نړۍوال ملاتړ او د قانوني عدالت برابرول اړین دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په دغه هېواد کې د «دولت اوونۍ» په نوم مراسمو کې وویل، نه ښايي چې له ګاونډیو هېوادونو سره بد خُلقي او بد اخلاقي وشي او په ټينګار سره یې زیاته کړه، چې «زموږ ګاونډیان زموږ وروڼه دي» او په اصل کې یې د یوې خاورې وبلل.
مسعود پزشکیان زیاته کړه: «په ټينګاره سره وایم چې ګاونډیان مو وروڼه دي. په اصل کې د یوې خاورې او اوبو یو، خو اوس یو سرحد زموږ په منځ کې جوړ شوی او دا زموږ وروري نشي زیانمنولی.»
پزشکیان په ډاګه وویل، هر هغه وینا چې د مسلمانانو او ګاونډیانو وحدت او انسجام ته زیان رسوي، خیانت دی او په وینا یې نه ښايي په دې تصور چې ګواکې خدمت دی، هر چا ته هر څه وویل شي.
نوموړي زیاته کړه، «هر هغه وینا چې په کور دننه او ان د مسلمانانو او ګاونډیانو یووالی او انسجام ګډوډ کړي، خیانت له هغې لارې سره ده چې پرې روان یو.»
د پزشکیان په باور، د اسراییل او امریکا ټوله هڅه دا ده چې ایرانیان په خپل منځ کې واچوي او په سیمه کې مسلمانان د یو بل پر وړاندې ودروي او په وینا یې په کور دننه او اسلامي هېوادونو سره باید لاسونه ورکړل شي او په باور یې د تفرقې رامنځته کول اسراییل ته خدمت کول دي.

د ایران ولسمشر په ډاګه کړه، «که موږ په خپل منځ کې یووالی ولرو، له اسراییل سره د جګړې اړتیا نشته، ځکه هغوی بیا مسلمانانو ته په چپ نظر هم نشي کتلی.»
د ایران ولسمشر په داسې حال کې ګاونډي هېوادونه خپل وروڼه او خپل خپلوال ګڼي، چې له څو میاشتو راهیسې یې اړمن افغانان چې د کار روزګار، د خپلو بچیانو د زده کړو د دوام او یا هم د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندینې لپاره ایران ته تللي، په زور سره یې راوباسي او یوازې په شاوخوا یوه میاشت کې یې څه باندې ۱ میلیون افغانان له خپل هېواده په جبر سره اېستلي او دغه بهیر همداراز په شدت سره دوام لري.

د طالبانو د پنجشېر والي محمد اغا حکیم د مقاومت په نوم جبهې له ایرانه له دوو راستانه شویو قومندانانو سره د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په کتنه کې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې تېر ته ور وګرځي او یا د تېرو کړنو له امله څوک وځوروي.
نوموړي دغو کسانو ته په خطاب کې وویل، «هېڅوک تاسو ته ستاسې د تېرو کړنو ان یادونه هم نه شي کولاي.»
د تېر نظام د محمد عارف او محمد صدیق په نومونو دوه افسران چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د مقاومت په نوم جبهې سره یو ځای او بیا ایران ته کډوال شوي وو، بالاخره له څلورو کلونو وروسته هېواد ته راستانه او خپلو مېنو ته رسېدلي دي.
محمد اغا حکیم له دغو کسانو سره په کتنه کې زیاته کړې، په پنجشېر کې ټول مسوولین د همدې ولایت اوسېدونکي دي او «دا د دې لپاره چې اسلامي نظام خپلو ولسونو ته وښيي چې دا د ملت خپل نظام دی او تبعیض په اسلامي نظام کې ځاي نه لري.»
محمد اغا حکیم په بهر کې د مېشتو افغانانو د ژوند څرنګوالي په تړاو وویل: «یوازې هغه خلک چې د پردیو د استخباراتو په خدمت کې دي او فوق العاده کارټونه لري، همدغه ډله خلک په بهر کې ښه ژوند لري؛ نور هېوادوال بهر کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او هېواد ته دې راوګرځي.»

د مقاومت په نوم ډلې دغه دوه قومندانان (محمد عارف او محمد صدیق) د طالبانو له لوري په اخیستل شویو ویډیوګانو کې وايي: «سره له دې چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې په لومړیو ورځو کې د بغاوت لاره غوره کړې وه، په بهر کې هم د پردیو له لورې د خپل هېواد ورانولو ته هڅېدل.»
په تېرو درېیو میاشتو کې پنجشېر ته د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر چې ډېری یې پخواني نظامیان او د تېر حکومت کارکوونکي دي، نږدې ۲۵۰ تنو ته رسېدلی او همداراز ۴۹۲ کورنۍ هم بېرته دغه ولایت ته ستنې شوې دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، په افغانستان کې د تېر نظام پاتې یو شمېر نظامیان د طالبانو له لوري وژل شوي او له ایران او پاکستانه د یو مخیزې اېستنې په لړ کې یادو سازمانونو د تېر جمهوري نظام د نظامیانو د برخلیک په تړاو شدیده اندېښنه ښودلې او ورسره یې له کوربه هېوادونو غوښتي چې د دغو کسانو له اېستنې ډډه وکړي خو کوربه هېوادونو یادو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی او همداراز یې د اېستنې بهیر ته دوام ورکړی دی.
په دې وروستیو کې د بریټانیا له لوري په ناپامۍ سره د یاد هېواد له ځواکونو سره د افغان همکارانو د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د راپورونو له مخې، ځينې دغه کسان طالبانو په افغانستان کې تر موندنې وروسته وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې مېشت یو شمېر پخوانيو افغان نظامیانو بیا څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په تېرو څو ورځو کې د ایران حکومت د افغان پناه غوښتونکو د جبري شړلو بهیر ګړندی کړی او اوس پخواني سرتېري په نښه کوي. دغه نظامیانو همداراز زیاته کړې وه، چې له ایران نه شړل شوي کسان له جدي خطر سره مخ دي.
د بشري حقونو بنسټونه او مهاجرتي سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د پناه غوښتونکو جبري شړل په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی وي، د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی.
سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي عفوې اعلان کړی و، خو بېپلوه راپورونه ښيي چې دغه ژمنې پر ځای نه دي پاتې شوې او لسګونه پخواني سرتېري یا وژل شوي یا هم توقیف شوي دي.
شنونکي باور لري، چې د ایران دغه اقدام د کورنیو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له اوسني رژیم سره د سیاسي اړیکو د توازن ساتلو یوه برخه ده. تهران له یو لوري غواړي د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه له طالبانو سره سیاسي اړیکې وساتي.
پخواني نظامیان له نړۍوالو سازمانونو او ایران څخه غواړي، چې دا بهیر ژر تر ژره بند شي او هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا تعقیبېږي، خوندیتوب ورکړل شي. دوی وایي، که نړۍوال غبرګون جدي نه وي، ښایي دا لړۍ پراخه شي.
د راپورونو له مخې، لا هم روښانه نه ده چې دقیقا څومره پخواني افغان نظامیان له ایران نه بېرته شړل شوي ، خو طالبانو له دې وړاندې د افغانستان په مختلفو سیمو کې هغه افغان سرتېري نیولي، چې له جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.