• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي: د اسټرالیا لومړی وزیر یو کمزوری سیاستوال دی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسټرالیا له لوري د ایران د سفیر د اېستلو په غبرګون وایي: «زه له جنګي جنایتکارانو سره د همغږۍ عادت نه لرم، خو د نتنیاهو یوه خبره سمه ده چې وایي، د اسټرالیا لومړی وزیر په ریښتیا هم یو کمزوری سیاستوال دی.»

عراقچي پر اېکس خواله رسنۍ زیاته کړې: «ایران د نړۍ د یهودي ټولنو له پخوانیو کوربه‌ هېوادونو څخه دی چې لسګونه کنیسې لري. دا چې موږ په خپل هېواد کې له دغو مذهبي ځایونو ساتنه کوو، بیا هم پر ایران تور لګول چې په اسټرالیا کې د ورته ځایونو په حملو کې لاس لري، هېڅ منطق نه لري.»

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ایران د اسټرالیایي خلکو د فلسطین د ملاتړ له امله زیان ویني: «د کانبرا حکومت باید پوه شي چې د جنګي جنایتکارانو تر مشرۍ لاندې د یوه رژیم د خوښولو هڅه به یوازې نتنیاهو او د هغه په څېر نورو ته لا ډېر جسارت ورکړي».

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز اعلان وکړ، چې د شواهدو له مخې ایران لږ تر لږه په دوو یهود ضد بریدونو کې ښکېله ده. د همدې دلیل له مخې اسټرالیا د ایران سفیر له هېواده اېستلی، په تهران کې یې د خپل سفارت فعالیت ځنډولی او نیت لري چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي نوم د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

صالح د امریکا ولسمشر پوښتلی چې ولې لاهم طالبانو ته ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ډونالد ټرمپ مخاطب کړی، چې ولې خلیلزاد د دوحې تړون له امله نه تعقیبیږي او لاهم طالبانو ته دده تر واک لاندې ادارې نه هره اونۍ ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي. ټرمپ تازه له کابل نه د امریکا د وتلو په تړاو د بایډن پر ادارې نیوکې کړې دي.

امرالله صالح په ایکس د کابل د ابي ګیټ د چاودنې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیغام پر بنسټ لیکلي، چې بایدن د «جعلي بریا نندارې» لپاره د طالبانو ځواکمنتیا ته پراختیا ورکړه او هغوی یې واک ته ورسول.

صالح په خپل پوسټ کې ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي چې ولې زلمی خلیلزاد، چې د دوحې تړون یې لاسلیک کړی، تر هیڅ قانوني تعقیب لاندې نه دی او ولې لاهم هره اونۍ طالبانو ته د ده د ادارې تر واک لاندې ۴میلیون ډالري کڅوړې استول کیږي.

صالح همدارنګه ویلي چې د امریکا ملاتړ، که ودرول شي، طالبان به ژر له واکه را وغورځېږي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، چې بایډن ادارې د افغان ځواکونو له خبرولو پرته په نیمه شپه له کابل نه د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړل او له دې فرصت نه په استفادې طالبانو په زرګونو وینو ته تږي بندیان او مجرمان خوشي کړل.

د امریکا او افغانستان تاریخي اړیکې؛ د یو نوي باب د پرانېستو اړتیا

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱
•
عبدالجبار نعیمي

په اوسنۍ، یو بل سره تړلې نړۍ کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي. په ځانګړي ډول په داسې مهال کې چې افغانستان او افغانان د دوحې له تړون او د امریکا له بېړنۍ وتنې وروسته په یو ډېر حساس پړاو کې واقع شوي دي.

نو د افغانانو لپاره د امریکا مرسته او همکاري، همدارنګه د امریکا له خوا د شلو کلونو بشري حقونو او ولسواکۍ ملګرتیا او باور پوره کولو لپاره تر نورو وختونو لا ډېره ضروري شوې ده.

د افغانستان او امریکا تر منځ د ثبت شویو اړیکو تاریخ تر ۲۰۰ کلونو پورې رسي، هغه وخت ته چې امریکایي جوسیا هارلن په ۱۸۲۷ز کال کې افغانستان ته سفر وکړ او له افغان سیاسي رهبرانو په ځانګړي ډول امیر دوست محمد خان سره یې لیدنې کتنې وکړې. کله چې په ۱۹۱۹ز کې امیر امان‌الله خان خپلواکي اعلان کړه نو په ۱۹۲۱ز کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وارن هارډینګ افغانستان په رسمیت وپېژند او له افغانستان سره د امریکا رسمي اړیکې پیل شوې.

د سړې جګړې پر مهال د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې:

له نړۍوالې دویمې جګړې وروسته، د سړې جګړې په دوران کې په ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ز کلونو او تر ۱۹۷۸ز کاله پورې امریکا له افغانستان سره په اقتصادي، زیربنایي، کرنیزو او تخنیکي پروژو کې شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته کړې وه. په دې پروژو کې د سړکونه، کانالونه او برېښنايي بندونه شامل وو. د دې پروژو له برکته په ځانګړي ډول د هلمند په وادي کې په فزیکي زیربناو کې پراختیا راغله. همدارنګه امریکا د افغانانو لپاره د تخنیکي ښوونې او روزنې زمینه برابره کړه تر څو افغانان د پرمختللي اقتصاد جوړولو لپاره مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

د ۱۹۵۰ز کال په وروستیو کې د افغانستان او امریکا اړیکو نوره هم وده وکړه. په ۱۹۵۸ز کال کې د افغانستان لومړی وزیر سردار محمد داود خان، لومړنی افغان سیاسي رهبر و چې په واشنګټن کې یې د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې وینا وکړه او هلته یې د امریکا له مرستیال ولسمشر ریچرډ نیکسن او ولسمشر دوایت ایزنهاور سره لیدنې او هوکړې وکړې.

په ۱۹۵۹ز کال کې د امریکا ولسمشر ایزنهاور افغانستان ته راغی او له افغان سیاسي مشرانو سره یې وکتل. دی له بګرام هوايي ډګر څخه د موټرونو په کتار بدرګه شو، په کابل کې وګرځېد او د خلکو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو.

د ډسمبر ۹مه، ۱۹۵۹ز، کابل: د افغانستان پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه د امريکا ولسمشرايزنهاور سره په کابل کې په دوره وتلی دی. افغانان شاوخوا ولاړ دي خپل ميلمه ته هرکلی وايي او يو شمېر افغان ځوانان خپل ميلمه ته د ملي اتڼ ننداره وړاندې کوي.
100%
د ډسمبر ۹مه، ۱۹۵۹ز، کابل: د افغانستان پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه د امريکا ولسمشرايزنهاور سره په کابل کې په دوره وتلی دی. افغانان شاوخوا ولاړ دي خپل ميلمه ته هرکلی وايي او يو شمېر افغان ځوانان خپل ميلمه ته د ملي اتڼ ننداره وړاندې کوي.

په ۱۹۶۳ز کال کې د افغانستان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د امریکا متحده ایالاتو څخه ځانګړې لیدنه وکړه او د امریکا له ولسمشر جان اف. کېنېډي او نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل.

دا دوره د افغانستان او امریکا د اړیکو ډېره رغنده او عزتمنه دوره ګڼل کېږي. د کندهار د دهلې بند، د هلمند پراختیايي پروژه چې کجکي بند هم پکې شامل و، د دغې دورې زیربنایي بنسټونه دي.

د شوروي اتحاد پر وړاندې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانانو ملګرتیا:

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ز کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا له افغانانو سره بیا هم د شوروي اتحاد په وړاندې ډېره مرسته وکړه، مهاجرینو ته یې ډېره پاملرنه درلوده، ځیني مهاجرین یې امریکا ته ولیږدول او د مجاهدینو هر ډول ملاتړ یې وکړ.

دا دوره (۱۹۷۹–۱۹۸۹ز) د امریکا او افغانانو د اړیکو یوه مهمه نقطه وه. که څه هم دا اړیکې د جګړې او د امریکا د ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ ولاړې وې او له جګړې وروسته یې افغانانو ته ګټه ونه رسېده او معکوس د افغانستان ډېر دولتي بنسټونه له منځه ولاړل او میلیونونه افغانان پکې ووژل شول. خو په تاریخي ډول دا د امریکا او افغانستان د خلکو د اړیکو ډېره مهمه دوره وه، ځکه افغانانو په خپلو وینو د امریکا لوی سیال (شوروي اتحاد) ورمات کړ او په پایله کې امریکا د نړۍ یوازیني قطب په توګه راپورته شوه.

فېبروري ۱۹۸۰ز: د افغانستان د کابل او جلال‌اباد تر منځ په سيمه کې افغان مجاهدين ليدل کېږي، چې د شوروي اتحاد پر شوبله ورختلي او عکس ته ولاړ دي. (انځور: الاينمينګام، ګاما ـ رافو،ګيتي عکسونه)
100%
فېبروري ۱۹۸۰ز: د افغانستان د کابل او جلال‌اباد تر منځ په سيمه کې افغان مجاهدين ليدل کېږي، چې د شوروي اتحاد پر شوبله ورختلي او عکس ته ولاړ دي. (انځور: الاينمينګام، ګاما ـ رافو،ګيتي عکسونه)

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو عملي ښکېلتیا:

له ۲۰۰۲ وروسته امریکا په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د یو شمېر هېوادونو سره په ګډه حضور وموند. که څه هم په دې دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱ز) کې ډېرې بمبارۍ وشوې، پوځي او سیاسي تېروتنې وشوې – پر ملکیانو بمبارونه، د ناسمو معلوماتو په اساس نیونې – او ځینې داسې پېښې وشوې چې افغانان یې خواشیني کړل او د دواړو هېوادونو اهداف یې له ګواښ سره مخ کړل.

همدارنګه د افغانستان سیاستوال د خپلمنځي ستونزو په هواري کې د مذاکرې او ډېپلوماسۍ له لارې پاتې راغلل او امریکا هم ونه شو کولای چې دوی د یووالي په طرف بوځي.

خو په ډېرو نورو برخو کې پاموړ کارونه وشول؛ سړکونه جوړ شول، ښوونځي پرانیستل شول، میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې ادارې او بنسټونه جوړ شول، د ولسواکۍ لومړنۍ تجربې وشوې، د بشري حقونو او بیان ازادۍ لپاره هلې ځلې وشوې، پراختیايي پروګرامونه طرحه شول، روغتیايي بنسټونه پراخ شول او د اقتصاد لپاره هڅې وشوې. که څه هم تر دې ډېر او اساسي کار کېدای شو، خو د خنډونو له امله ترسره نه شول.

په هر صورت، د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټولنې د حضور او د ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په سیاسي رهبرۍ دا دوره د افغانستان د تاریخ په تېره د امریکا او افغانستان د اړیکو یوه ځانګړې دوره ده.

دا یوه عادي دوره نه وه؛ دلته په لکونو امریکایانو او د نورو هېوادونو پوځي او ملکي وګړیو حضور درلود. امریکا په تاریخي لحاظ دلته کار وکړ، دلته یې ریښې پیدا کړي، دلته یې دوستان او همکاران موندلي، ځانګړي معلومات یې ترلاسه کړي او الهام یې اخیستی دی. له دې ځایه یې خاطرې وړي او خپلو کورنیو او اولادونو ته یې د افغانستان کیسې کړې دي.

کله چې امریکایان ووتل، یو شمېر افغانان چې له دوی سره یې کار کړی و، له ځان سره بوتلل، خو ګڼ نور یې اوس هم په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي. په دې لحاظ دا د افغانانو او امریکایانو د نژدې همکارۍ او ګډ کار دوره وه چې اغېز به یې اوږدمهاله وي او که په رغنده ډول وکارول شي، نو د دواړو هېوادونو لپاره د تلپاتې بنسټیزو اړیکو سبب کېدای شي.

د مارچ لومړۍ، ۲۰۰۶ز، ارګ ماڼۍ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه ګډه خبري غونډه کې يو ځای او د دوستۍ په حالت کې ليدل کيږي.
100%
د مارچ لومړۍ، ۲۰۰۶ز، ارګ ماڼۍ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه ګډه خبري غونډه کې يو ځای او د دوستۍ په حالت کې ليدل کيږي.

د مارچ ۲۵ مه، ۲۰۱۵ز، کانګرس، واشنګټن: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا کانګريس ته وينا کوي، نوموړي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکو پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د متحده ايالاتو له مرستو يې مننه وکړه.
100%
د مارچ ۲۵ مه، ۲۰۱۵ز، کانګرس، واشنګټن: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا کانګريس ته وينا کوي، نوموړي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکو پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د متحده ايالاتو له مرستو يې مننه وکړه.

د افغانستان اوسنی وضعیت:

له (۱۵ اګست ۲۰۲۱ز) وروسته د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا ته تللی، د فقر کچه لوړه شوې، په دې یوویشتمه پېړۍ کې د ښځو په وړاندې د زده کړو، کار او فعالیت دروازې تړل شوې دي، د هېواد بهر او دننه افغانان په بې‌سرنوشتۍ کې واقع دي، هېڅ نه پوهېږي چې نړۍ دوی کومې خوا رهي کړي دي، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې په بدترینو شرایطو کې راګیر دي، ډېر شمېر کادرونه فرار شوي او کوم کادرونه چې په هېواد کې پاتې دي اوس هم د وتلو لارې لټوي.

الف. افغانستان په سیاسي ډول منزوي شوی دی. خپل غږ او سیاسي استازولي نه لري او له نړۍ سره یې د راکړې ورکړې وړتیا له لاسه ورکړې ده. د نړۍ له نظم او ارزښتونو سره په مقابل کې واقع کړل شوی دی. نړۍ کې پرمختګ دی، د پوهې او زده کړې تلوسه ده، نوی ژوند دی، ولسي حکومتونه دي، د ولسي قوانینو حاکمیت دی، د بشري حقونو تامین دی خو په افغانستان کې سرچپه حالت حاکم دی. د افغانستان په رسمیت نه پېژندل افغانان نور هم له نړۍوال سیاسي سیستم څخه د حذف کېدو سره مخ کړي، چې ډېر لنډمهالي او اوږدمهالي زیانونه به ولري.

ب. په اقتصادي توګه هم افغانستان رکود سره مخ دی، بې‌کاري ډېره شوې، فقر زیات شوی او د لوږې کچه لوړه شوې ده. که وضعیت دوام ومومي ښايي افغانان په څو راتلونکو کلونو کې تر دې هم په ډېر بدتر حالت کې واقع شي.

پ. د ښځو پر مخ د منځنیو زده کړو، پوهنتونونو او کار دروازې تړل شوې دي. حتا د روغتیايي زده کړو مرکزونه د دوی پر مخ بند دي او ښايي په راتلونکي کې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې بیخي وجود و نه لري او د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه شي. که پر ښځو داسې سخت بندیزونه دوام وکړي نو د ټولنې نیم وګړي به په ذهني، فکري او ظرفیتي توګه سخت زیانمن شي.

ت. افغان وګړي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د روڼ‌اندو او پوهنتوني نسل د له منځه تللو سلسله روانه ده. د نوي نسل د عصري روزنې مخه نیول شوې، نو په افغانستان کې د عصري زده کړو تاریخي نسلي تسلسل له خطر سره مخامخ شوی دی او هغه ټول ملي سمبولونه (بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون...) له منځه وړل شوي او د هر ډول نوي عصر له زده کړو سره دښمني روانه ده. په شل کلنه دوره کې جوړ شوی نصاب چې د سیمې له پرمختللو نصابونو څخه ګڼل کیده، د بدلولو په حال کې دی.

ټ. په میلیونونه افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې بې‌سرنوښته او دردمن ژوند تېروي، حتا د یو ډول ناولو دسیسو ښکار ګرځېدلي، بې‌عزتۍ او خطرناکو ستونزو سره مخامخ دي. څلوېښت کلونو کې تر لاسه کړی مال او دولت یې په سیند لاهو کېږي، د اولادونو زده کړې یې نیمایي کې پاتې کېږي او کله چې وطن ته ستانه شي نو هلته هم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې نه دي.

یو شمېر افغانانو چې له نړۍوالې ټولنې سره یې کار کړی و، هم په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، دوی نه درېیم هېواد ته تللی شي او نه هم بېرته هېواد ته ستنېدلی شي.

همدارنګه د جګړو او وچکالۍ له امله یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوي افغانان د ژوند له بدترینو شرایطو سره لاس او ګریوان شوي دي.

له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانانو هیلې:

الف. نن هم میلیونونه افغانان مني چې لويدیځ او امریکا له افغانانو سره په ډېرو سختو شرایطو کې مرستې کړې دي، که څه هم د دوی خپلې ګټې هم پکې وې خو موږ ته یې هم ډېره ګټه رسېدلې ده. همدارنګه امریکا په شلو کلونو کې له افغانانو سره د ولسواکۍ، بشري حقونو، قانون حاکمیت په برخو کې ډېرې ژمنې وکړې، امریکا له افغانانو سره له نژدې کار وکړ. نن هم میلیونونه افغانان له لويدیځ او امریکا سره د ښو او رغنده اړیکو غوښتونکي دي؛ نو یاد شوي مواردو او له افغانستان سره د امریکا د تاریخي دوستۍ او اړیکو په نظر کې نیولو سره، هغه متحدین چې په افغانستان کې یې کار کړی، باید پر اوسني وضعیت چوپ پاتې نه شي. له اوسني پاسیف حالت څخه فعال حالت ته راشي، افغانستان له بشري ناورین څخه خلاص کړي، د اقتصادي پیاوړتیا، ښوونې روزنې او د افغانانو د سوکاله ژوند لپاره چټکې او اغېزمنې هلې ځلې وکړي.

ب. له دې وروسته له افغانستان سره هره همکاري او مرسته باید د اشخاصو او افرادو پر ځای سیستم‌محوره شي، تر څو هره رغنده برنامه د سیستم پیاوړتیا او اوږدمهاله پرمختیا سبب شي. د (۲۰۰۲ – ۲۰۲۱ز) دوره د امریکا او افغانستان لپاره یو ډېر لوی فرصت و، چې دولتي بنسټونه باید دومره پیاوړي ایښودل شوي وای چې اشخاص تلل، خو بنسټونه او سیستم پر خپل حال پاتې شوی وای. اصل کې له بن څخه بنسټ کوږ ایښودل شوی و، چې باید بیا تکرار نه شي.

پ. د افغانانو هیله دا نه ده چې امریکایان دې بیا افغانستان ته د پوځونو او جګړې لپاره راشي، خو دا تمه لري چې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره امریکايي دوستان مرسته وکړي، افغاني ډیالوګ ته زمینه مساعده کړي، په پخوانیو پیل شوو پروژو کې مرسته وکړي، تر څو نور افغانان په ارامه ژوند وکړي او افغانان د سوله‌ییز ژوند ډاډ تر لاسه کړي.

ت. بې له شکه افغانان په نړۍ کې د شته ستونزو او بدنامیو (ترهګرۍ، توندروۍ او بدبختۍ) عاملین نه دي، بلکې دوی د نړۍوالو مسایلو او لوبو قرباني شوي او اوس د نړۍوالې ټولنې اخلاقي مسوولیت جوړېږي چې افغانان له روانې بدبختۍ څخه وژغوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

ټ. لکه څنګه چې د امریکا اوسنی ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ همېشه یادونه کوي چې دوی په نړۍ کې د سولې پلویان دي، نو کېدای شي په امریکا کې موجود د افغانستان پخواني دوستان او متحدین ورته مشوره ورکړي چې داسې یو افغانستان چې هلته سوله وي، ثبات وي او د ګاونډیو له اغېز، لوبو او سیالیو څخه خلاص وي؛ هم د امریکا، هم د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی او هم خپله افغانانو ته چې له څو لسیزو راهیسې کړول کېږي، ګټور دی.

که ښاغلی ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او قوي افغانستان لپاره په نتیجه ولاړ کار وکړي نو دا به یوازې ښاغلي ټرمپ ته نه، بلکې ټوله امریکا ته د نړۍوال اعتبار او ویاړ لامل وګرځي، همدارنګه افغانستان او امریکا ترمنځ به د تلپاتې باور او متقابل درناوي پر بنسټ نوې رغنده اړیکې او پړاو رامنځته شي.

په پایله کې باید ووایم چې د امریکا متحده ایالات او افغانستان تر منځ د متقابلو ګټو او درناوي اړیکې د دواړو هېوادونو د ملتونو لپاره ډېرې ګټورې دي. اوس لوی فرصت دی چې امریکا له افغانانو سره د خپلو اړیکو یو نوی باب پرانېزي، چې پکې افغانستان د یو خپلواک، قوي، بې طرفه او امن هېواد په توګه وده ومومي او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د پنځوس کلونو له غمیزې وروسته د خوشحال، ارام او سوکاله ژوند خاوندان شي.

له سولې، امنیت او پرمختګ څخه برخمن افغانستان به نه یوازې د امریکا او لوېدیځ لپاره ګټور وي، بلکې د سیمې د ملتونو د خوشحالۍ، پرمختګ او سوکالۍ تضمین هم کوي نو دا به ډیره ښه وي چې امریکا په دې برخه کې نور هیوادونه هم له ځان سره ملګري کړي او افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات نوښت په لاس کې واخلي.

چینايي ډاکترانو د لومړي ځل لپاره انسان ته د خوګ سږي پیوند کړل

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

په چین کې جراحان په دې وتوانېدل، چې د خوګ جنیټیکي تغییر شوي سږي یوه مغز مړ انسان ته ولګوي. څېړونکو ویلي، چې دغه سږي د ۹ ورځو لپاره فعال پاتې شول او د بدن له خوا رد نه شول او نه هم کومه جدي ساري ناروغي رامنځته شوې.

دا کار د زینوټرانسپلانټېشن (د بېلابېلو ژویو تر منځ د ارګانونو لیږد) برخه ده، چې تمه کېږي د انساني غړو د کمښت ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

څېړونکي وایي چې که څه هم لا هم ګڼو ازموینو ته اړتیا ده، خو دا پرمختګ ښيي چې د جنیټیکي بدلونونو او نوې درملنې په مرسته کېدای شي په راتلونکې کې د خوګ سږي په بریالیتوب سره انسانانو ته ولېږدول شي.

د ژویو په منځ کې د غړو لېږد د زینو ټرانسپلانټیشن په نوم پیژندل کیږي او د غړو د کمښت بحران لپاره د احتمالي حل په توګه پیژندل کیږي.

د ګوانګژو د مطالعې له مخې، په دې وروستیو کې له خوګ څخه انسانانو ته د زړه او پښتورګو د زینو ټرانسپلانټیشن په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو سږي د دوی د "اناتومي او فزیولوژیکي پیچلتیا" له امله "مختلفې ننګونې" لري.

له بهر هوا سره د سږو مستقیم تماس په طبیعي توګه د ساري ناروغيو خطر زیاتوي.

خو هغه پیوند شوی سږی چې د ۲۲ میاشتني، ۷۰ کیلوګرامه وزن لرونکي نارینه چینایي باما ژیانګ خوګ څخه ۳۹ کلن نارینه انسان ناروغ ته انتقال شوی و، ژوندی پاتې شو او د یوې اونۍ څخه زیات تر څار لاندې و.

د ایران لوی درستیز له پاکستان سره په ترهګرۍ ضد جګړه کې همکارۍ ته تیاری ښودلی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي له خپل پاکستانی سیال عاصم منیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له دغه هېواد سره په ترهګرۍ ضد جکړه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی. دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی.

د ایران د تسنیم اژانس د رپوټ پر بنسټ، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پاکستان له لوی درستیز سره په خبرو کې د پولې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو د زیاتیدونکي فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هیواد یې چمتو دی د ترهګرۍ د له منځه وړو او په سرحدونو کې د دوامداره امنیت د ډاډمنتیا لپاره د پاکستان له پوځ سره کار وکړي.

عبدالرحیم موسوي د تهران او اسلام اباد اړیکې د ورورولۍ وبللې او ویې ویل:«د دوه اړخیزو تعاملاتو پراخولو او د امنیتي همغږۍ په زیاتولو سره، موږ کولی شو ګډ ګواښونه کم کړو او د سیمه ییز ثبات لپاره د دواړو هیوادونو له ظرفیتونو ګټه پورته کړو.»

د پاکستان لوی درستیز ویلي، چې اسلام اباد د پولې امنیت په اړه له ایران سره ورته نظرونه شریکوي.

هغه ټینګار کړی: «موږ باید ګډه پوله د دوستۍ، ورورګلوۍ او اقتصادي پراختیا په پوله بدله کړو. موږ به دا هدف د دوه اړخیزې همکارۍ له لارې تعقیب کړو».

ایران او پاکستان په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې د جنګیالیو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو شاهد دي.

دواړو هېوادونو له دې وړاندې د یوه او بل په خاوره کې وسله والې ډلې په نښه کړې دي، خو په دې وروستیو کې یې اړیکې بېرته رغېدلې دي.

ایراني پولیس وايي د دوو افغانانو له معدو یې «۱۸۰ کڅوړې هیرویین» را اېستلي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د ایران سرحدي ځواکونه وایي، د خراسان رضوي ولایت د تایباد په پوله یې دوه افغان وګړي نیولي چې د معدې له لارې یې د هیرویینو ۱۸۰ اوبي کڅوړې لېږدولې.د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د دواړو له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دغه کسان په تایباد کې د پلټنو پر مهال نیول شوي، او د هغوی له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تورن کسان له اسنادو سره یو ځای قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

هغه همداراز وویل، د پولو د کنټرول پر مهال د یوه بل افغان له موټر څخه هم ۶۲۰ ګرامه تاریاک کشف شوي چې اړوند چارواکو ته وسپارل شول.

شجاع ټینګار وکړ:«له افغانستان نه د صنعتي نشه‌يي موادو قاچاق ورځ تر بلې ډېرېږي، خو زموږ سرحدي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره پرله‌پسې هڅې کوي.»

خراسان رضوي له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري او تایباد د دې ولایت سوېل ختیځ ته، د مشهد ښار نه ۲۲۵ کیلومتره لرې پروت دی.