• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لبنان کې د لوړپوړي امریکايي ډیپلوماټ څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي دي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۱

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ټام بارک په لبنان کې خبریالانو ته له یوې غونډې وروسته ویلي، چې « متمدنه چلند ولرئ او له وحشیانه چار چلند څخه ډډه وکړئ.»

د دغه امریکايي ډیپلوماټ څرګندونو په لبنان کې توند غوګونو راپارولي او د ځایي خبریالانو ټولنې ویلي، چې تر رسمي بښنې به یې ټول خبرونه بایکاټ کړي.

د لبنان حکومت هم د دغه امریکايي ډیپلوماټ د څرګندونو په اړه خواشیني ښودلې ده.

په لبنان کې د خبریالانو ټولنې ویلي، چې له خبریالانو سره د دغه امریکايي ډیپلوماټ چلند په ښکاره د بیان ازادۍ ته سپکاوی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

وال سټریټ ژورنال:د ایران د ګواښ له ترلاسه کولو وروسته له ګروسي شپه او ورځ محافظت کېږي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس له عمومي مدیر څخه په دې وروستیو اوونیو او په ځانګړې توګه د ایران له لوري د یوه مشخص ګواښ له ترلاسه کولو وروسته په ۲۴ ساعته ډول ساتنه کېږي.

دغې ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د خپلې یوې سرچینې له قوله لیکلي، د «کبرا» په نوم د اتریش ځانګړې امنیتي قطعې د رافایل ګروسي د ساتنې مسوولیت اخیستی دی.

د راپور له مخې، د ګروسي د ساتنې په تړاو دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د اتریش څارګرې ادارې له درېیمګړي داسې راپور ترلاسه کړ، چې د ګروسي ژوند په خطر کې دی. د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس مرکز د اتریش په پلازمېنه «ویانا» ښار کې دی.

رافایل ګروسي ته د یوه نږدې کس په وینا، ګروسي په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې په ۲۴ ساعته ډول د محفاظت له امله یې ورځنی ژوند په بشپړ ډول بدل شوی او هغه ته خبرداری ورکړ شوی، چې دغه ګواښ جدي وګڼي.

د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایراني چارواکو رافایل ګروسي تورن کړی، چې د ایران د اټومي فعالیتونو په تړاو په یو اړخیزه راپورونو سره یې د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې اور بل کړ او علي لاریجاني هم په ډاګه ویلي وو، چې د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې وروسته به د ګروسي حساب ته هم ورسېږي.

له دې ټولو سره سره ګروسي لا هم له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دی او تر دې مخکې یې څو وارې تهران ته سفر کړی او همدا نن یې هم ایران ته د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس د یوه پلاوي له رسېدو خبر ورکړ.

سویس د یوه دفتر په پرانیستلو سره د طالبانو تر واک لاندې کابل ته بېرته راګرځېدلی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د سویس یوه مخکښه ورځپاڼه راپور ورکوي، چې دغه هېواد په کابل کې د بشرپاله مرستو د یوه دفتر په پرانیستلو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په عملي توګه بېرته راګرځېدلی دی. دا دفتر د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي او بشرپاله همکاریو د ادارې یوه برخه ده.

سویسي ورځپاڼې «نویه زوریخه سایتونګ» د سې شنبې په ورځ لیکلي، سویس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره خپلې مرستې په مارچ میاشت کې له سره پیل کړې.

له ۲۰۲۱کال وروسته کله چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دغه هېواد خپل دفتر بند کړ او کارکوونکي یې واېستل. اوس سویس لومړنی لوېدیځ هېواد ګڼل کېږي، چې د یوه بشرپاله دفتر په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري.

د راپورونو له مخې، دغه دفتر د سویسي ډیپلومات اریک مارکلي په مشرۍ فعالیت کوي. نوموړی وايي، چې د دفتر پرانیستل مثبتې پایلې لرلي او تر ټولو ښه لاره د افغان ولس سره د مرستې لپاره دا ده، چې په خپله په دغه هېواد کې حضور ولري.

مارکلي د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو یو ټیم رهبري کوي. په دغه ډله کې درې افغان مېرمنې هم شاملې دي، چې د طالبانو له لوري یې د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د سویس یو مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو ملاتړ دی. دا هېواد اوسمهال د افغانستان د شاوخوا ۱۴۰هغو بنسټونو ملاتړ کوي، چې د ښځو د حقونو، د تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ او د ښځو د لاسي صنايعو د پلور په برخه کې فعالیت کوي.

مارکلي وایي، که څه هم طالبانو پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي، خو په ځینو مواردو کې یې د ښځو ملاتړ کوونکو پروژو ته اجازه ورکړې ده. هغه ټینګار کوي، چې د بشردوستانه کار او سیاست ترمنځ باید کرښه روښانه پاتې شي.

100%

بلخوا، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې څلور تنه د طالبانو استازي د سویس د حکومت په بلنه جنیوا ته ولاړل، څو د ۱۳ افغان پناه غوښتونکو د هویت په اړه خبرې وکړي.

له دې ډلې ۱۱ کسان په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي او ټاکل شوې چې له اروپا واېستل شي. دا اقدام د پناه غوښتونکو د ملاتړ کوونکو ادارو له توند غبرګون سره مخ شوی، ځکه دوی دا د طالبانو پر وړاندې د مشروعیت ورکولو یوه بڼه بولي.

خو د سویس یو شمېر محافظه‌کاره سیاستوال هیله لري، چې دغه همکاري به د مجرمو پناه غوښتونکو په اېستلو کې مرسته وکړي.

مارکلي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او ایران له لوري د زرګونو افغان کډوالو اجباري ستنېدل کولای شي، د افغانستان په داخل کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

نوموړی وایي، د اوبو لګولو په څېر پروژې چې د اغا خان بنسټ یې پلي کوي، کولای شي ځوانانو ته د پاتې کېدو هیله ورکړي.

سویس په داسې حال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ګرځي، چې ځینو نورو اروپایي هېوادونو لکه جرمني، ناروې او پولنډ هم له طالبانو سره تماسونه نیولي دي، خو د دې تماسونو اساسي محور زیاتره د پناه غوښتونکو د اېستلو موضوع ده.

مارکلي ټینګار کړی، چې همکاري باید یوازې تر پناه غوښتونکو محدوده نه وي، بلکې د افغان ولس د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته هم پام وشي.

طالبان چې په دوامداره توګه د نړۍوال مشروعیت او لوېدیځو هېوادونو د اړیکو په لټه کې دي، له افغان پناه غوښتونکو د یوه سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. دوی د کډوالو د بېرته ستنولو په بدل کې د نړۍوالو امتیازاتو په تمه دي. مخکې هم طالبانو له جرمني سره د پناه غوښتونکو د اخراج په تړاو معامله کړې وه، چې په پایله کې یې د طالبانو ډیپلوماتان په برلین کې ومنل شول.

په تاشکند کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو ناسته کړې ده

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱

د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي دي. د دغه ناستې کډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا، دا ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمه ‌ییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان تر منځ د منظمې همغږۍ او خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ګډونوالو د افغانستان په اړه د خپلواک او سیمه ‌ییز لیدلوري پر لرلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت او تاریخي ـ کلتوري اړیکې د دواړو لوریو تر منځ ګډ کار او همکاریو ته اړتیا لري.

هغوی وویل، د ثبات، امنیت او پایدارې ودې لپاره له افغانستان سره ګډه سیمه ‌ییزه همکاري اړینه ده.

په غونډه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا او د کلتوري اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

100%

یادو استازو د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه هم نظرونه تبادله کړل او پر سیمه‌ ییز امنیت کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وشوه. هغوی د ترهګرۍ، توندلارۍ، منظمو جرمونو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

استازو د افغانستان رول د سیمې د پایدارې ودې په موخو کې مهم وباله او پرېکړه یې وکړه، چې ورته غونډې په منظم ډول ترسره کړي.

د هغوی په وینا، د تماس د ډلې راتلونکي فعالیتونه به د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځ پیاوړی کړي او د سیمې په پرمختګ کې به مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه غونډه کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان استازو ګډون کړی و.

طالبانو په پروان او پکتیا کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پروان او پکتیا ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان «د نامشروع اړیکو، غلا او د نشه يي توکو د استعمال او خرڅلاو» په تړاو په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

د دغې محکمې د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې د دوو ښځو په ګډون ۱۲ کسان په پروان کې د نامشروع اړیکو، د نشه يي توکو د کارونې او خرڅلاو له امله په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې، یو کس د غلا په تړاو ۳۰ دُرې وهل شوی او پر شپږ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

100%

په پروان ولایت کې د طالبانو د مرافعې محکمې رييس ذبیح الله خالد ویلي، په اسلامي هېواد کې چې الهي حدود او تعزیرات پر مجرمینو تطبیق کېږي، نو ورسره د مسلمانانو ژوند، مال او ناموس خوندي وي او په اسلام کې مجرمینو ته ټاکل شوې جزاوې د خلکو په خیر دي.

د امریکا محکمې د افغانستان د مرکزي بانک له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۳۲ GMT+۱

په امریکا کې یوې فدرالي محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان د مرکزي بانک له پانګې څخه دې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو او په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو د القاعده د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ور نه کړل شي.

محکمې په خپله پرېکړه کې څرګنده کړې چې دوی نشي کولای یوازې د طالبانو پر رول تکیه وکړي، که څه هم هغوی د القاعده او ترهګرۍ ملاتړ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د زمري میاشتې په ۳۱مه شوې ده.

د نیویارک ښار د منهټن استیناف محکمې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک شتمني چې د امریکا د مرکزي بانک په نیویارک څانګه کې ساتل کېږي، د بهرنیو دولتونو د مصونیت د قانون له مخې له مصادرې خوندي ده، ځکه دغه بانک د افغانستان د حکومت پورې اړه لري.

ادعا کوونکي ونه توانېدل دا ثابته کړي، چې «د ترهګرۍ د خطرونو د بیمې» تر قانون لاندې د افغانستان بانک د طالبانو له خوا کارول شوې اداره ده او باید د غرامت ورکړې لپاره مسوول وبلل شي.

یادو کورنیو هڅه کوله هغه ۳.۵ میلیارده ډالر ترلاسه کړي، چې د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د هغوی د حقوقي دعوې له امله کنګل کړي وو.

قاضي هوزه کبرانس وویل، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه دغه شتمنۍ کنګل شوې.

هېڅ شواهد نه وو تر څو وښیي، چې بانک د طالبانو تر کنټرول لاندې و یا یې هغوی سره مرسته کړې.

هغه زیاته کړه، چې طالبان وروسته د بانک مشرتابه بدل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت طالبان د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژني.

واشنګټن تر اوسه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي منلي.

القاعده هغه مهال چې مشر یې په افغانستان کې و، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه پر نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړۍوالو برجونو بریدونه وکړل، چې له امله یې شاوخوا ۳ زره کسان ووژل شول.

امریکا له طالبانو وغوښتل، چې د القاعده مشران دې ورته وسپاري او له دې وروسته یې پر افغانستان یرغل وکړ.

همداراز، القاعده په ۱۹۹۸ کال کې د امریکا د سفارتونو (په کینیا او تانزانیا) مخې ته د بمي بریدونو مسوولیت هم منلی، چې په پایله کې ۲۲۴ کسان ووژل شول.