• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې بې برخلیکه افغانان:جرمني وايي، دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ورته مهم دی

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په ټيلفوني اړیکه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په ګډون پر دوه اړخیزو چارو خبرې کړې دي. د جرمني بهرنیو چارو وزیر ویلي،«په دې خبرو کې په پاکستان کې د افغانانو وضعیت هم شامل وو، موږ دغې موضوع ته هم په جدي توګه پام لرو.»

د جرمني بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس پاڼه کې د دغې ټيلفوني اړیکې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا د همدې ټيلفوني اړیکې په تړاو ویلي، په دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لورو د دوه اړخیزو ګټورو همکاریو پر پراختیا له ټينګار سربېره د سیمې پر روانو چارو هم خبرې کړې دي.

سره له دې چې همدا اوس هم له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې بهیر دوام لري خو د پاکستان حکومت ټينګار کړی چې د سپټمبر له لومړۍ وروسته به څه باندې ۱ میلیون «پي او ار» کارت لرونکي افغانان هم له دغه هېواده وباسي.

په دې ډله کې له دوه زرو ډېر هغه کسان هم شامل دي، چې جرمني د زیانمنو کسان په توګه منلي وو او د دغه هېواد له خوا په تمویلیدونکو استوګنځایونو کې اوسېږي.

تر دې مخکې په جرمني کې د کډوالو د حقونو ځینو مدافع بنسټونو ویلي، په وروستیو اونیو کې د دې کډوالو له ډلې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان د پاکستان پولیسو نیولي او ۳۴ تنه یې افغانستان ته هم اړولي دي.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې ښايي یاد کسان افغانستان ته په ستنېدو سره د زنداني کېدو، شکنجې او یا هم د اعدام له ګواښ سره مخ شي.

همدا دوه ورځې مخکې د ډيپلوماتیکو فشارونو او له پاکستان نه د افغان کډوالو له اېستنې سره هممهاله د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي وو، چې برلین د خپلو افغان سیمه ییزو همکارانو د انتقال چارې له سره پیلوي.

د سرچینې په وینا، دا ځل به افغانان د چارټر الوتکو پرځای په سوداګریزو الوتکوکې د دوبۍ او یا د استانبول له لارې جرمني ته ولېږدول شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

«سی‌ان‌ان – نیوز ۱۸»: پاکستان د طالبانو سره په همغږۍ خوست او ننګرهار کې بریدونه کړي دي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۱

هندي خبري شبکه «سی‌ان‌ان – نیوز ۱۸» په یوه تازه خپور کړي راپور کې وایي، چې د پاکستان له لوري د سه‌شنبې په شپه ناوخته د افغانستان پر خوست او ننګرهار ولایتونو د «بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو» ترسره کېدل د طالبانو سره په همغږۍ ترسره شوي دي.

راپور وايي، په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان«ټي ټي پي» پټنځایونو نښه شوې چې له امله یې د یادې ډلې ددرنې مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

«سي این این – نیوز۱۸» زیاتوي، په عین حال کې، په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه شبکې ته د خوست ولایت یو تن اوسېدونکي ویلي: «لومړی دوه چاودنې واورېدل شوې او وروسته پرله پسې څو کوچنۍ چاودنې هم وشوې.»

د دې پېښې عیني شاهدان وايي، د بریدونو له ترسره کېدو وړاندې یې د خوست په فضا کې ډرون الوتکې ليدلې وې.

په ننګرهار کې د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي « سي این این – نیوز ۱۸ » ته ویلي، چې په ډرون برید کې یو مرکز چې د تحریک طالبان پاکستان«ټي ټي پي» پورې یې تړاو درلود په بشپړ ډول له منځه تللی، خو په خوست کې د سپيرې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په بریدونو کې یوه استوګنیزه حویلۍ په نښه شوې ده.

د ننګرهار ځايي طالب چارواکو د دغه ولایت د شینوارو ولسولۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې برید تایید کړی، خو د عامل په اړه یې چوپه خوله دي.

بلخوا د طالبانو دفاع وزارت چې ستر مسوولیت یې د هېواد ساتنه او دفاع ګڼل کېږي، له بریدونو۲۴ ساعته وروسته «ډيپلوماټيک دریځ» ته ورته غبرګون ښودلی دی.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، «د افغانستان په خاوره د پاکستاني الوتکو برید چې د ملکي خلکو ښځو او ماشومانو د شهادت سبب شو په کلکه غندو.»

د طالبانو دفاع وزارت دغه بریدونه ظالمانه او له وحشته ډک اقدامات ګڼلي او زیاته کړې یې ده، «داسې د ظلم او وحشت څخه ډک اقدامات د هیچا په ګټه نه دي؛ بلکې د دواړو مسلمانو ملکونو د خلکو ترمنځ د فاصلې پیدا کولو او د دواړو اړخونو ترمنځ د نفرت سبب ګرځي او دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې به پایلې ولري.»

«سي این این – نیوز ۱۸» وایي، چې د اګست په ۲۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارد کابل په سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو او ویلي یې وو چې د افغان خاورې څخه د پاکستانپر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مهار لپاره د پام وړ اقدام نه دی ترسره شوي او لا ډیرو اقداماتو ته اړتیا ده.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر ننګرهار او خوست ولایتونو د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او خپل احتجاج‌لیک یې وروسپارلی دی.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، چې د پاکستان پوځ د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې پر ولسي وګړو بمباري کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا په خوست او ننګرهار کې بمباري د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او پاروونکی عمل دی.

پاکستان په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د افغانستان خاوره په نښه کړې ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومې په میاشت کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

په کابل کې د قطر سفیر د طالبانو سوداګرۍ وزیر ته د دوحې د سفر بلنه ورکړې

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د طالبانو سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزی د قطر له سفیر «سعید بن مبارک الخیارین»سره په کابل کې کتلي، او د افغانستان او قطر تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د متقابلو پانګونو د زیاتوالي او د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې قطر کولای شي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې د افغانستان اقتصاد د ودې او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي. په ځانګړي ډول د انرژۍ، کانونو، کرنې او ترانسپورټ برخې د قطر د احتمالي پانګونو لپاره مهمې بلل شوي دي.

د قطر سفیر،په دې لیدنه کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ته د دوحې د سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره نورې خبرې هم په مستقیم ډول ترسره شي.

قطر له پخوا راهیسې د طالبانو له نږدې متحدانو څخه بلل کېږي. دغه هېواد د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو په بهیر کې د یوه مهم منځګړي په توګه رول لوبولی او لا هم د طالبانو لپاره نړیوالو اړیکو د یو مهم پل په توګه عمل کوي.

سرچینې وايي چې قطر د طالبانو له مالي ملاتړو څخه هم دی او هڅه کوي د دوی رژیم ته د نړۍ په کچه د مشروعیت د ترلاسه کولو لارې هموارې کړي.

ویل کېږي چې طالبانو د اقتصادي اړیکو پراختیا ته د اړتیا له امله په ځانګړي ډول له قطر سره د نږدې اړیکو ساتلو ته پام زیات کړی دی، ځکه چې دغه هېواد د افغانستان په اقتصادي او سیاسي راتلونکې کې د اغېزناک رول لوبولو وړتیا لري.

په پاکستان کې افغانه ښوونکې: افغانستان ته له ستنېدو وروسته مې دندې ته دوام نه شم ورکولای

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱
•
جواد شينواری

یوه افغان کډواله ښوونکې چې د پاکستان په پنجاب کې یې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کول وايي، افغانستان ته له ستنېدو ورسته د خپلو اولادونو د زده کړو او راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.د نووموړې کورنۍ اوس د خېبر د کډوالو په پنډغالي کې افغانستان ته د ستنېدو په تمه شپې او ورځې تېروي.

دغې ښوونکې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې د خپلې یوې کوچنۍ کورنۍ سرپرستي ور دغاړې ده.

نوموړې ویلي، چې د پاکستان په پنجاب کې یې په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله، خو د پاکستان حکومت له خوا د افغانانو د جبري ستنولو له اعلان وروسته یې دنده پای ته ورسېدله او د خپلو وړو اولادونو سره د پښتونخوا په خېبر کې د کډوالو په پنډغالي کې افغانستان ته د ستنېدو په تمه شپې او ورځې تېروي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې ښايي د کورنۍ برخلیک نامعلوم وي،‌ ځکه لوڼې به یې د زده کړو او نوموړې به خپله د کارکولو اجازه ونه لري.

د پښتونخوا ځايي چارواکو ویلي، چې د اګسټ له لومړۍ تر ۲۷ مې نیټې له ۲۶زره څخه ډېر پي او ار (POR) کارټ لرونکي افغان کډوال یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

پر همدغه مهال د عبدالروف په نوم یو بل ۴۰ کلن افغان کډوال چې په شپږ کلنۍ کې پاکستان ته کډوال شوی او د ژوند ډېره برخه یې په ازاد کشمېر کې تېره کړې ده.

نوموړی اوس افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دی، خو وايي، د خپلو اولادونو د زده کړو او کاروبار په اړه سخت اندېښمن دی.

عبدالروف وايي:«په پاکستان کې مې واده وکړ اولادونه مې وزیږېدل، دلته قانوني اوسیدلم. ماشومان مې ښوونځي ته تلل، د زده کړو زمینه ورته برابره وه، خو اوس نه پوهیږم چې په افغانستان کې به چرته اوسیږو، څه کار او روزګار به کوو؟»

هغه افغان کډوال چې د پاکستان له خوا په جبري توګه ستنیږي ډیری یې وايي، چې د پاکستان د حکومت له خوا یې د شتمنیو د انتقال اجازه نه ورکول کېږي او ډیری ستنېدونکي افغان کډوال بیا په افغانستان کې د سرپناه او روزګار نه شتون له اندېښنو سره په مات زړه بېرته افغانستان ته ستنېږي.

پر افغانستان د پاکستاني ډرون بریدونه؛ نامشروع واکمني، د نړۍوالو او سیمه‌ییزو قوانینو نقض

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

تازه د خوست، ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري د ډرون بریدونه شوي چې یو شمېر عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کړی چې نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړۍوالو قوانینو له مخې هم دا ډول بریدونه مشروعیت نه لري.
که چېرې د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، سیمه‌ییزو تړونونو، د بشري حقونو اصولو او د ګاونډیتوب د اصولي ماهیت په اساس دا ډول بریدونه وڅېړو؛ نو جوتیږي چې دا بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری، له بشري حقونو سرغړونه او د د نړۍوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض دی.

۱. د دولتي حاکمیت اصل او د ملګرو ملتونو منشور

د ملګرو ملتونو منشور په دویمه ماده کې د هر دولت د ملي حاکمیت، سرحدي بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د نه نقض اصل روښانه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د چارټر په دویم ارټیکل په څرګند ډول د هر ډول زور استعمال یا د زور ګواښ پر دولتونو بندیز لګوي.

د دې مادې له مخې یوازې دوه استثناوې شته:

  • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه
  • د ځان‌ساتنې حالت

د پاکستان وروستي بریدونه په دې دواړو کې نه راځي، ځکه نه امنیت شورا اجازه ورکړې او نه هم د ځان‌ساتنې شرایط ثابت شوي دي.

که څه هم پاکستان بار - بار ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاکستاني طالبان ژوند او فعالیت کوي، خو په وروستیو بریدونو کې یوازې عام وګړي وژل شوي دي.

۲. د ځان‌ساتنې (Self-Defense) ادعا او حقوقي ننګونې

پاکستان ډېر ځله خپلې نظامي مداخلې د ترهګرو ډلو د ځپلو تر نامه لاندې توجیه کوي. خو د نړۍوالو قوانینو له مخې، د ځان‌ساتنې اصل یوازې هغه وخت منل کېږي چې لاندې شرطونه پوره کړي:

  • فوري ګواښ (Imminent Threat): باید ښکاره شي چې له افغانستانه پر پاکستان مستقیم او فوري برید شونی دی، چې تر اوسه داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې.
  • ضرورت او تناسب (Necessity & Proportionality): برید باید وروستی حل وي او د تاوان اندازه یې د ګواښ په پرتله متناسبه وي، چې د ټي ټي پي په مساله کې برید وروستی حل نه دی.

په ډرون بریدونو کې چې اکثره ماشومان او ښځې قربانیان دي، د تناسب اصل نه یوازې نقض کېږي، بلکې په نړۍوالو محکمو کې د جنګي جرم په کټه‌ګورۍ کې راځي.

100%

۳. نړۍوال بشردوستانه قوانین او د ملکي وګړو ساتنه

د جنیوا تړونونه (1949) او د هغوی ضمیمه يي پروټوکولونه د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې اصل بنسټیز ګڼي.

  • درېیم ارټیکل څرګندوي چې پر غیرنظامیانو مستقیم برید د هر ډول شرایطو لاندې منع دی. په وروستیو بریدونو کې درېیم ارټیکل تر پښو لاندې شوی دی.
  • د ډرون بریدونو مستندې پېښې ښيي چې د ملکي تلفات زیات دي، له همدې امله پاکستان د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونکی ګڼل کېدی شي.

۴. د سیمه‌ییزو تړونونو سرغړونه

پاکستان او افغانستان دواړه د سارک غړي دي. د دې ټولنې منشور د یو بل د خاوري د نه نقض، د ګډې سولې او د غیرمداخلې اصل تاییدوي.

سربېره پر دې، د پاکستان اقدامات د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) له اصولو سره هم ټکر لري، کوم چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې او خپلواکۍ درناوی اړین بولي.

۵. د نړۍوالو بشري حقونو اړخ

د بشري حقونو نړۍوال اسناد لکه:

  • Universal Declaration of Human Rights (1948)
  • International Covenant on Civil and Political Rights (ICCPR)

د ژوند حق یو نه‌ماتېدونکی اصل ګڼي. د ډرون بریدونه چې د بې‌محاکمې وژنې سبب کېږي، د ژوندانه د حق ښکاره نقض دی او د نړۍوالو بشري قوانینو پر وړاندې لویه پوښتنه راپورته کوي.

۶. د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېزې

د ډرون بریدونه یوازې د سرحدي شخړو د زیاتېدو لامل کېږي. د عامو خلکو وژل د افغانانو پر پاکستان د باور کچه له منځه وړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي دښمنۍ اور ته تېل اچوي او په نړۍواله کچه دا کړنې د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای د افراطي ډلو د جلب او جذب وسیله ګرځي.

که څه هم طالبان په نړۍواله کچه د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي، خو د واک ټول وسایل یې په لاس کې دي. د همدې له امله د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د ملي حاکمیت د دفاع مسوولیت په عملي توګه له دوی سره دی.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، حتا de facto واکمن ځواکونه د خلکو د اساسي حقونو په ساتنې مکلف دي. خو که چېرې طالبان که د پاکستان پر وړاندې چوپ پاتې شي، د ولس د اعتماد وروستۍ کچه هم له لاسه ورکوي. که جدي غبرګون ښکاره کړي، د پاکستان له سختو سیاسي فشارونو سره به مخ شي.

دغه وضعیت طالبان د یوې حقوقي او سیاسي معضلې سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د ګڼو چارواکو کورنۍ، کاروبارونه او سیاسي اړیکې په پاکستان کې ځانګړې ریښه لري، دوی د یاد ریښه يي مجبوریت په اساس نه شي کولی چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي او یا هم یو غښتلی دریځ ونیسي.

د خوست، ننګرهار او کونړ ډرون بریدونه د نړۍوال حقوقي نظام له نظره هېڅ ډول مشروعیت نه لري. دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت، د خلکو پر ژوند او د سیمه‌ییزې سولې پر ثبات ښکاره ګواښ دي.

افغانستان په هغه وخت کې کولی شي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي، چې دا هېواد نړۍوال رسمیت ولري.

همدا رنګه د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له لارې د بشري حقونو د سرغړونو دوسیه ثبت کړي او سیمه‌ییزو سازمانونو لکه، سارک او اسلامي همکاریو سازمان له لارې د پاکستان پر ضد ډېپلوماټیک فشار زیات کړي.

دا چې دا مهال افغانستان په نړۍواله کچه هېڅ ډول رسمیت نه لري، نو اوسني حاکمان هم حق نه لري چې په ملګرو ملتونو او یا نورو نړۍوالو سازمانونو کې د شکایت دوسیه ثبت کړي.

خو دا چې د ډرون ړانده بریدونه یوه بشري سرغړونه ده، اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه چوپ پاتې نه شي.

که نړۍواله ټولنه د دغو بریدونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي، نه یوازې د افغانستان خاورې ته به تاوان رسېږي، بلکې د نړۍوالو قوانینو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راځي.

په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور دوه افغانان محکمې ته وړاندې شوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱

بریتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکي د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تیري په تور محکمې ته وړاندې شوي دي. تورن کسان احمد مولاخیل او محمد کبیر نومیږي او ۲۳ کاله عمر لري. دواړو تورنو د واروېک کراون محکمې پر وړاندې ویلي چې بې‌ګناه دي.

ډیلي میل ورځپانې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) راپور ورکړی چې پېښه د جولای په ۲۲مه د ننیټون ښار په یوې خاموشه سیمه کې پېښه شوې.

پولیس وايي، احمد مولاخیل پر نجلۍ درې ځله جنسي تېری کړی، دوه ځله یې جنسي ځورونه کړې او هڅه یې کړې نجلۍ وتښتوي.

همدا ډول محمد کبیر بیا په دغه عمل کې د همکارۍ او د ماشومې د تښتولو د هڅې په تور محاکمه کېږي.

څارنیزو کامرو د پېښې د شپې هغه ویډیو ثبت کړې چې پکې یو سړی د نجلۍ ترڅنګ روان ښکاري. پولیس وايي، برید تر هغې شاوخوا نیم ساعت وروسته شوی.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه تورن کسان په هغو کورونو کې اوسېدل چې د مالیه ورکوونکو له پیسو په کرایه اخیستل شوي.

د قضیې په تړاو د بریتانیا په سیاسي ډګر کې هم سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

د رېفورم یو کې ګوند مشر نایجل فراج او د واروېکشایر د ولایتي شورا مشر جورج فینچ پولیسو باندې نیوکه کړې چې د تورنو کسانو د کډوالۍ او تابعیت جزییات یې پټ ساتلي دي.

هغوی ټینګار کوي چې د داسې پېښو پټول نه یوازې د خلکو باور زیانمنوي، بلکې د ټولنې تر منځ د کړکېچ سبب هم ګرځي.

د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر بیا ویلي چې پولیس باید په ورته قضیو کې زیاته روڼتیا ولري او عامو خلکو ته د تورنو کسانو د شالید په اړه سم معلومات ورکړي.

ټاکل شوې چې د دې دوسیې بله اورېدنه د نومبر په ۲۱مه او د اصلي محاکمې نېټه د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۶مه وي.