• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مرګ ژوبلې ډېرېدل؛ د څوکۍ ولسوالۍ په «چلس» کې لا هم مړي تر کنډوالو لاندې دي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په داسې حال کې چې د زلزلې رسمي شمېرې لوړیږي، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند چلس سیمه کې لا هم ګڼ کسان تر کنډوالو لاندې دي. د سرچینو په وینا، د چپې درې ولسوالۍ خلکو پرون په دې سیمه کې شل جسدونه له خاورو راایستي دي او نن هم خلک بوخت دي.

تازه د طالبانو ویاندویانو اعلان کړی، چې په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر تر دې دمه ۱۴۵۷ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ دی.

افغانستان انټرنشنل ته ځايي سرچینو وویل، چې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند چلس سیمه کې، چې لرې پرته سیمه ده او زلزلې یې لارې ویجاړې کړې دي، اوس هم خلک تر اورو او کنډوالو لاندې دي.

یوه ځايي روغتیاپال وویل: «چلس یوه لرې پرته سیمه ده، پرون د چپې درې ولسوالۍ خلک ورغلي وو، یوازې پرون یې شل جسدونه له خاورو راایستي دي، نن هم خلک بوخت دي، خو لا هم نه ده معلومه چې څومره کسان مړه شوي دي، ځکه هلته اړیکه نه کېږي.»

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت مقام پر ایکس لیکلي چې د ټپیانو د ژغورنې عملیات روان دي او ټولې حکومتي ادارې د خلکو په ملتيا له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې هڅې کوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې، له یو شمېر هېوادونو مسلکي ژغورونکي هم سیمې ته رسېدلي او په عملیاتو کې برخه اخلي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته لوړ شوی

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د وروستۍ زلزلې له امله په ختیزو ولایتونو او کونړ کې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ تنو ته رسیدلی. د زلزلې له امله ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې‌، د کونړ په زلزله کې ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، زیانمنو شویو سیمو ته یې د ژغورنې مسلکي ډلې لېږلې او د کونړ د زلزلې له امله ډیری زیانمنې شوې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې د زلزلې له امله د تړل شویو سیمو ځینې لارې یې هم د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړې دي.

طالبانو په بغلان کې د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو یې په بغلان ولایت کې په کشفي عملیاتو کې دوه تنه د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شويو کسانو هڅه کوله چې یاد تاریاک په یوه کرولا موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي او له تاله و برفک ولسوالۍ څخه یې د بامیان ولایت پر لور انتقال کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شکمنو کسانو له درکه یو میل کلاشنکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، که څه هم د نشه‌يي موادو د کر او قاچاق پر ضد پراخ کمپاینونه اعلان شوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې قاچاق لا هم د یو شمېر کسانو لپاره د عاید مهمه سرچینه پاتې ده.

متحده عربي امارات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل ټیم افغانستان ته ولېږه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د متحده عربي امارات د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه نن (چارشنبه) د ګډو عملیاتو قوماندانۍ او د امارات د لټون او ژغورنې ټیم افغانستان ته استول شوی، څو په ختیزو سېمو کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د امارات خبري اژانس د راپور له مخې، دغې ډلې ته دنده سپارل شوې چې د هېواد ختیزو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي او له زیانمنو خلکو سره په مستقیم ډول مرسته وکړي.

دغه ډله به ختیزو سیمو ته له رسېدو سره سم خپله همکاري پیل کړي.

بل خوا د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې د متحده عربي امارات اړوند یو شمېر الوتکې د افغانستان د ختیزو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو کڅوړې ولېږدوي.په دغو مرستو کې اړین توکي، طبي درمل او د استوګنې خیمې شاملې دي.

د ننګرهار ولایت مقام پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په همدې موخه د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د امارات د ژغورنې او مرستو څانګې له مسوولینو سره یوځای د دغه ولایت هوايي ډګر وکوت، څو د اماراتي الوتکو د ناستې امکانات وارزول شي.

د ناروې د کډوالو شورا: د کونړ ډېری زلزله ځپلي تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د ناروې د کډالو شورا وايي، زلزله ځپلو خلکو د کورنیو غړي، څاروي، کورونه او هرڅه له لاسه ور کړي او بیړنیو مرسته ته اړ دي. یاده شورا وايي، په موقتي پنډغالو کې په هره خیمه کې ۵۰ تر ۱۰۰ ښځې او ماشومان د پاکو اوبو له اسانتیاوو پرته یوځای اوسېږي او ماشومان له سختې روحي صدمې سره مخ دي.

دغې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په کونړ کې وضعیت خورا نازک دی او ټولې اغېزمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، چې زلزلې هغو خلکو ته زیان ډېر اړولی چې له وړاندې د بې ځایه کېدو، د خوراکي توکو د کموالي او وچکالۍ له فشار سره مخامخ وو.

د ناروې د کډوالو شورا زیاتوي، چې د کونړ ډیری کورنۍ د ځمکې د پرله پسې ټکانونو له امله تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي: «سیمه ییزې سرچینې له حده ډېرې ستړې شوې او د بودجې کموالي د بشري مرستو د چټکتیا کچې مخه ډب کړې ده.»

د ناروې د کډالو شورا ویلي:«زلزله ځپلو خلکو د کورنیو د غړو، څارویو، د کورونو د ودانیو او د اوبو د مهمو شبکو په ګډون هر څه له لاسه ورکړي دي. په موقتي پنډغالو کې په هره خېمه کې ۵۰ تر ۱۰۰ ښځې او ماشومان د پاکو اوبو له اسانتیاوو پرته یو ځای اوسېږي. ماشومان له سختې روحي صدمې سره مخ دي».

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، له زلزلې ژغورل شوي کسان په بېړني ډول سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او طبي درملو ته اړتیا لري. دوی پر نړیوالو مرسته کوونکو غږ کړی، چې د ژمي له رسېدو وړاندې خلکو ته سرپناوې برابرې کړي او دوامداره مرستو ته دې ادامه ورکړل شي.

ضمیر کابلوف: د مسکو له نظره داعش تر ټولو خطرناکه نړۍواله ترهګره ډله ده

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان او د چین د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښتونه نړۍوال امنیت ګواښي؛ خو تر ټولو خطرناکه هغه یې د داعش ډلې خراسان څانګه ده.

نوموړي تازه له پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې سره په خبرو کې ویلي، چې له دغو ډلو شته ګواښ باید هېڅکله کم ونه ګڼل شي او د له‌منځه وړلو لپاره یې باید اقدام وشي.

هغه وایي:« موږ داسې معلومات لرو، چې پاکستان او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په دوامداره او منظمه توګه له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي؛ که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه دغه موضوع رد کړې، خو زموږ په باور باید دغه دواړه هېوادونه شته ستونزې حل کړي.»

دغه روسي چارواکي همدا راز ویلي، چې د طالبانو له حکومته باید کافي ملاتړ وشي؛ څو دوی په خپله خاوره کې له سخت دریځۍ سره مبارزه وکړي. کابلوف ټینګار کړی، چې افغانستان باید له ګاونډیو سره هغه موضوعات چې حساس دي او د شخړې لامل کېدای شي؛ په سوله‌ییزه توګه حل کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدا راز ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د سیاسي او اقتصادي لاملونو سربېره امنیتي هغه هم په پام کې نیول شوي دي. کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نور هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني وویل، چې دا به د نړۍ لپاره اسانه کار نه‌وي.

کابلوف له اېکسپرېس ټربیون سره په خبرو کې همدا راز د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې په اړه هم خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د افغانستان له خلکو او د طالبانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.