هرات پوهنتون د کونړ پرځای د غزې لپاره مرستې راټولې کړې

هرات پوهنتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه پوهنتون استادانو او محصلانو د فلسطین د غزې اوسېدونکو لپاره ۴۸۴ زره افغانۍ نغدي مرسته راټوله کړې او طالبانو ته یې سپارلې ده.

هرات پوهنتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه پوهنتون استادانو او محصلانو د فلسطین د غزې اوسېدونکو لپاره ۴۸۴ زره افغانۍ نغدي مرسته راټوله کړې او طالبانو ته یې سپارلې ده.
د هرات پوهنتون د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه پوهنتون د پیسو راټولولو کمېټې راټولې شوې پیسې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت استازي ته سپارلې دي چې د غزې تر اړمنو کسانو یې ورسوي.
د پوهنتون مسوولینو زیاته کړې چې د هرات پوهنتون استادانو او محصلانو په دې کار د غزې له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د هرات پوهنتون استادانو او محصلانو داسې مهال د غزې د خلکو لپاره نغدي مرسته راټوله کړې ده، چې افغانستان خپله د وروستۍ زلزلې له امله له یوه لوی بشري ناروین سره مخ دی.
د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دوو زرو ډېر کسان مړه شوي، تر درې نیم زره ډېر نور ټپیان شوي دي.


د کونړ ولایت له زلزلې وروسته، د دغه ولایت او ننګرهار د روغتیايي مرکزونو معلومات ښيي چې ښځو ته د بیړنیو روغتیايي خدمتونو لاسرسی د نارینهوو په پرتله په څرګند ډول کم و. د کونړ مرکزي روغتون ته ۳۵۳ ټپیان لېږدول شوي چې ۶۷ پکې ښځې دي او ننګرهار ته په ۱۰۷۰ ناروغانو کې یوازې ۱۲۵ ښځې دي.
د روغتیايي کارکوونکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د ښځو د شمېر کمښت دا معنا نه لري چې هغوی کمې زیانمنې شوې، بلکې دا د کلتوري محدودیتونو، لوژستیکي خنډونو او په زیانمنو سیمو کې د ښځینه روغتیایي ټیمونو د نشتوالي پایله ده، چې ډېرې تلف شوې دي. د هغوی په وینا، ښځې ډېری یوازې هغه مهال روغتون ته انتقالېدې چې وضعیت یې ډېر کړکېچن شوی و.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلې ډېټا له مخې، د بستر شویو کسانو شمېر دا موضوع لا هم روښانه کوي.
دغه معلومات ښيي، چې لږ شمېر ښځې روغتیايي مرکزونو ته لېږودول شوې، خو د ۶۷ښځو له ډلې ۵۴یې بستر شوې، په داسې حال کې چې د نارینهوو له ډلې یوازې ۳۷او د ماشومانو له ډلې ۳۲کسان بستر شوي دي. ډاکټران وایي، دا شمېرې ښيي چې ښځې زیاتره یوازې د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته په وروستیو پړاوونو کې روغتون ته لېږدول شوې دي.
محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د ښځو تلفات په ځانګړي ډول ډېر وو.
د کونړ یوه روغتیايي چارواکي وویل: «ښځینه ټیمونه ډېر کم وو او ډېری ښځې ځکه مړې شوې چې کورنیو یې پردیو نارینهوو ته اجازه نه ورکوله چې هغوی بهر وباسي. په درېیمه ورځ، ځینې کورنۍ اړې شوې خپلې ښځې چې د قابلګۍ زده کړې یې کړې وې، زیانمنو سیمو ته واستوي».
د سیمې اوسېدونکي وایي، په ځینو مواردو کې د انتقال او درملنې په بهیر کې نارینهوو ته لومړیتوب ورکړل شوی او ښځو ته لږ فرصت ورکړل شوی چې خپل روغتیايي حالت څرګند کړي.
له بلې خوا، د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا وزارت یو شمېر چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر مازدیګر پنځه بجو پورې، ټول ۱۰۷۰ ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې ۵۴۸ تنو بستر شوي دي. د معلوماتو له مخې، د بستر شویو ۱۷۲کسانو عملیات ترسره شوي دي.
د ننګرهار حوزوي روغتون یو تن ډاکټر چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر اوسه دوی ته ۱۲۵ ښځينه ټپيان وروړل شوي دي.
دغه راز ۱۲۸ ناروغان ولایتي «فاطمه الزهرا» روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې۶۱تنه بستر شوي دي.
د پوهنتون تدریسي روغتون کې د چارشنبې ورځې تر دوه بجو پورې ۳۱۳تنه مراجعه کړې، چې له دې ډلې ۹۵ تنه بستر او ۲۱۸تنه په او پي ډي کې تداوي شوي دي.
سرچینې وایي، په کامې ولسوالۍ او د ښوی او برکوټ روغتیايي مرکزونو کې په ټولیزه توګه ۹۲ ټپیان ثبت شوي، چې له دې ډلې ۷ تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، داودزي روغتون ته ۳۱ ناروغان انتقال شوي چې ټول یې بستر شوي او په «سپین غر مومند» خصوصي روغتون کې هم ۴۹ناروغان بستر شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن ۹ تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته او ۸تنه د شفا عظیم روغتون ته انتقال شوي، چې له دې ډلې ۳ تنه بستر شوي دي.
طالبانو تر اوسه د جنسیت پر بنسټ د ټپیانو ارقام نه دي خپاره کړي، خو د ننګرهار ولایت د روغتونونو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اکثریت ټپیان نارینه او ماشومان دي. همدارنګه، هغه ټپیان چې سرپرست نه لري او ټولې کورنۍ یې له لاسه ورکړې، په تازه جوړ شوي ۵۰بستره روغتون کې بستري شوي دي.
د روغتیايي سکتور مسوولین وایي، د ښځو د زیاتو تلفاتو لامل دادی، چې طالبان په لومړیو ورځو کې ښځینه روغتیايي ټیمونو ته اجازه نه ورکوله چې زیانمنو سیمو ته لاړ شي، خو وروسته چې د ښځو مرګ ژوبله او عامه فشار او نیوکې ډېر شول، ځینې ټیمونو ته اجازه ورکړل شوه چې د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ سیمو ته ولاړ شي.
شنونکي وايي، د ښځو پر تعلیم بندیزونو او د صحي زده کړو موسسو تړلو، چې زرګونو ښځو پکې زده کړې کولې، د افغانستان پر صحي سکتور ناوړه اغیز کړی او د دغو سیاستونو پایلې د کونړ په زلزله کې د ښځو له لوړ شمېر مرګ ژوبلې د درک وړ دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي چې د طالبانو ډېپلوماټان په قطر کې په خپلو رسمي کارتونو کې د افغانستان د جمهوریت نښه او ملي بیرغ کاروي. په ورته مهال، د قطر یوې ښځینه چارواکې د کابل د سفر پر مهال د «امارت اسلامي» پر ځای د «جمهوري اسلامي افغانستان» نوم وکاراوه.
د دغه سند پر بنسټ نعیم وردګ، چې مخکې په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست و، په خپل کارت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم کارولی دی. د هغه په کارت کې ښکاري چې ملي بیرغ او د پخواني حکومت نښه کارول شوې ده.
نعیم وردګ اوس مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی.
قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې کابل او دوحې ته سفرونه کړي دي. خو، سره له دې، قطر لا هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت پېژني او د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو ادارې په رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی.
دا مهال یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.
قطر که څه هم په دوحه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، خو په مقر کې یې د اسلامي جمهوریت بیرغ رپېږي. د دغه سفارت لوحه هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د «امارت اسلامي» په نوم نه ده بدله شوې.
سره له دې، طالبان په دوحه کې د افغانستان سفارت دننه کولای شي له خپل ګوندي بیرغ څخه کار واخلي.
طالبان د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای خپل بیرغ کاروي او د خپلې ادارې لپاره د «افغانستان اسلامي امارت» نوم کاروي.
دغې ډلې څو ځله افغانان د ملي نښو او بیرغ د لېږدولو او کارولو له امله نیولي او سزا یې ورکړې ده.
تر دې وړاندې هم د قطر دولت په خپلو رسمي اعلامیو کې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی.
مریم بنت علي المسند چې د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت مرستیاله وزیره ده، د افغانستان زلزلهځپلو ته د بشري مرستو د لېږد پر مهال په کابل هوايي ډګر کې د «امارت اسلامي» پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم وکاراوه.
دغې قطري ښځینه چارواکې، په داسې حال کې چې طالب چارواکي یې شاوخوا ولاړ وو، له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «موږ نن دلته یو څو د عالي جناب تمیم بن حمد ال ثاني (د قطر امیر) په لارښوونه د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت ته هوايي دهلېز پرانیزو.»
له هغې سره د قطر هېواد ځانګړي ځواکونه هم وو، چې په هوايي ډګر کې یې د نوموړې ملتیا کوله.
په خپرو شویو انځورونو کې د طالبانو هیڅ وسله وال سرتېری نه لیدل کیږي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کندهار عینو مینې روغتون ته د میرویس روغتون د ځینو څانګو د انتقال له امله له ستونزو سره مخ دي. په میرویس روغتون کې هم سرچینو ویلي، چې د طالبانو یاده پرېکړه د ولسوالیو او ولایتونو د ناروغانو لپاره په سرخوږي بدله شوې ده.
طالبانو څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې د دغه ولایت د حوزوي روغتون ځینې څانګې د کندهار د عینومېنې روغتون ته ولېږدوي، خو یاده پرېکړه په میرویس روغتون کې د ځینو ډاکټرانو او ګڼو عامو خلکو له مخالفت سره مخ شوه.
له مخالفتونو سره سره، طالبانو د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د هډوکو وارډ، د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه، د جلدي ناروغیو څانګه، د سترګو د تداوۍ څانګه او د غوږ او ستوني څانګې د عینو مېني روغتون ته انتقال کړې دي.
په میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له یادې پریکړې سره ناروغان او د ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي او همدارنګه ځینې ډاکټران هم زړه نه ښه کوي چې د ښار تر بلې لرې سیمې تګ راتګ وکړي.
د کندهار په میرویس روغتون کې یو ډاکټر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وایي:«موږ ډېره هڅه وکړه چې طالبان باید د میرویس روغتون پرسونل و نه وېشي، همدا پرسونل چې په میرویس روغتون کې موجود دی همدلته دې پاتې شي او د عینو مېنې په روغتون کې دې نوی پرسونل استخدام کړي. اصلا د طالبانو دا پرېکړه سمه نه ده. اوس هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ ځله امبولانسونه د میرویس روغتون او عینو مېنې روغتون ترمنځ تګ راتګ کوي دا یو نوی سرخوږی دی.»
د کندهار ښار اوسېدونکي هم د طالبانو د دې پرېکړې مخالفت کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، ځیني ناروغان بېلابېلې ناروغۍ لري او د میرویس روغتون د څانګو له وېش وروسته دوی اړ دي چې په یوه ورځ کې یو ناروغ دوه ځلې یا هم زیات دواړو روغتونونو ته انتقال کړي.
د احمدشاه په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وایي:«زما ورور ټکر کړی و، لومړی مې میرویس روغتون ته وروستی، هلته یې پانسمان ور وکړ او وروسته یې وویل چې د بستر لپاره یې باید د عینومېنې روغتون ته یوسم، همداسې مې وکړل، خو څو ورځې وروسته مې باید د هغه د پښې عکس اخیستی وای، د عکس اخېستلو لپاره مې بېرته میرویس روغتون ته انتقال کړ.»
د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ځايي خبریالانو ته ویلي، چې عینومېنې ته یې د میرویس روغتون د ځینو څانګو انتقال په دغه روغتون کې د بېروبار د کمېدو په موخه ترسره کړی دی. دوی ویلي دي، چې په میرویس روغتون کې د بسترونو له کمښت سره مخ دي.
پر همدغه مهال یو شمېر روغتیا پالان او د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان دې د یوې منظمې تګلارې له مخې، د کندهار په عینومېنه کې د قطر په مرسته د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون چارې وڅاري او میرویس روغتون دې پر خپل حال پرېښودل شي.

د نړۍوالو همکاریو په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مریم بنت علي المسند پرون د بشري مرستو له یوې الوتکې سره کابل ته ورسېده. نوموړې د کابل په هوايي ډګر کې د رسنیو سره د خبرو پر مهال د طالبانو د «اسلامي امارت» پرځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی.
مریم بنت علي المسند د رسنیو په وړاندې داسې وویل: «موږ نن دلته راغلي یو؛ څو د حضرت عاليجناب تمیم بن حمد ال ثاني د قطر امیر د لارښوونې پر بنسټ د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت سره هوایي دهلېز پرانیزو». هغې دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي یې هم تر څنګ شاوخوا ولاړ وو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو لوړپوړي غړي د کابل په هوایي ډګر کې په ډېر درناوي د قطرۍ چارواکې هرکلی کوي. د یاد وزارت په وینا؛ د قطر څلورو پوځي الوتکو کابل ته خوراکي توکي، روغتیایي تجهیزات او د بېړنیو استوګنځایونو وسایل لېږدولي دي.
د راپورونو له مخې؛ مریم بنت علي المسند تر سفر مخکې له الجزیرې سره په مرکه کې هم د طالبانو د ادارې پر ځای «د افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم یاد کړی و.
یاده دې وي، چې د قطر دولت تر دې مخکې هم په ځینو رسمي اعلامیو کې د طالبانو د «اسلامي امارت» پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم کارولی دی، هغه نوم چې د پخواني حکومت پورې په رسمي توګه تړلی و.
قطر که څه هم له طالبانو سره پراخې اړیکې او همکارۍ لري؛ خو د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو پر دوام؛ د دغه هېواد د بشري حقونو سازمان وايي، چې د قم په مرکزي بندخونه کې د یوې افغانې کورنۍ د درېیو غړو په ګډون د نشهیي توکو د قاچاق او قتل په تور څلور افغانان اعدام شوي دي.
په دغه کسانو کې روحالله حکیمي (پلار، ۵۴ کلن)، نظام حکیمي (زوی، ۲۳ کلن) او اللهبخش میرجهاني (د تره زوی۴۴ کلن) شامل وو، چې د سازمان په وینا پرون چهارشنبه اعدام شوي دي. پر قتل تورن افغان د هویت په اړه څه نهدي ویل شوي.
دغه سازمان د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې دغه درې واړه افغانان د کرج سیمې اوسېدونکي او دوه کاله مخکې له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېرو نشهیي توکو د ساتنې په تور نیول شوي وو.
د دغه څلورو افغانانو د اعدام خبر تر اوسه د ایراني رسنیو او چارواکو لهخوا نهدی تایید شوی.
د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور لهمخې؛ په تېرو پنځو کلونو کې په دغه هېواد کې اعدامونه ډېر شوي دي. په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږترلږه ۵۰۳ کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي وو.