تېره ورځ نږدې ۲۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ پرون دوشنبه (د وږي ۱۷مه) ۲۴۹۱ افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ پرون دوشنبه (د وږي ۱۷مه) ۲۴۹۱ افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یوشمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.
په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډویو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغانان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده، چې د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د کډوالو عمومي مدیر جعفر سیدابادي وایي، که څه هم اوس په ایران کې افغانان کم شوي؛ خو مخکې داسې هم پېښ شوي، چې په یوه ورځ کې د دوغارون له لارې افغانستان ته تر ۳۰ زرو ډېر افغانان ستانه شوي دي.
هغه ویلي: «موږ د بېاسناده افغان کډوالو اېستلو پر مهال د هغوی انساني کرامت ته پوره پام کوو.» هغه زیاته کړې، چې د ایران په ۱۱ ولایتونو کې مېشت افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته اېستل کېږي.
په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي شتيفان پریزنر هم ویلي، چې د دوغارون له لارې افغانستان ته د بېاسناده افغان کډوالو ستنولو پر مهال د هغوی انساني کرامت په پام کې نیول کېږي؛ خو افغان کډوال بیا وايي چې له هغوی سره ناوړه چلند شوی دی.
اېرنا خبري اژانس دوشنبه (د وږي ۱۷مه) په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي شتيفان پریزنر د شنبې په ورځ د دوغارون پر پوله د افغان کډوالو ستنولو پر مهال وویل: «نړۍوال سازمانونه له ایرانه د بېاسناده افغان کډوالو اېستلو بهیر له نږدې څاري.»
که څه هم ایراني چارواکي وايي، چې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوی انساني کرامت ته پام کېږي؛ خو له ایرانه ستانه شوي افغانان بیا وايي، چې له دوی سره د اېستلو پر مهال زور زیاتی او سپک چلند شوی او ان دا چې شکنجه شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته له رسېدلو ویډوګانو څخه څرګندېږي، چې د اېستلو لړۍ پرمهال اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي او په زور شړل شوي دي.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې «د ماشومانو د ژغورنې» سازمان سره يې د ۶ مېليونه يورو په ارزښت تړون لاسليک کړی دی. د دغه مرستې موخه دا ده، چې د افغان نجونو او هلکانو لپاره خوندي، پراخ بنسټه او باکيفيته ښوونیز فرصتونه برابر شي.
دغه پروژه چې د ۳۶ مياشتو په موده کې به عملي شي، پر درېیو بنسټیزو اړخونو تمرکز کوي: د ماشومانو خوندي زدهکړو ته زمینه برابرول، د هغوی د بنسټيزو ښوونیزو او ټولنيزو عاطفي مهارتونو پياوړي کول او په زدهکړه کې د ټولنې تلپاتې ونډې زیاتول.
د اروپايي ټولنې نوې بودجه به تر ډېره بریده هغو ماشومانو ته ځانګړې شي، چې له زدهکړو پاتې او يا معلول شوي دي؛ دغه ډول به د ماشومانو ټولنيزو مهارتونو پياوړتیا ته هم پام وشي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهر وويل: «دغه مالي مرسته د افغانستان له ماشومانو سره د اروپايي ټولنې د کلک هوډ او ژمنې ثبوت دی. موږ باور لرو، چې باید هر ماشوم ته له جنسيتي توپير پرته د خوندي او پراخ بنسټه زدهکړو زمینه برابره شي.»
اغلې ویرونيکا زياته کړه، د نجونو زدهکړو ته د پام اړولو نوښت يوازې د ښوونیزو فرصتونو د ښه کېدو لامل نه کېږي؛ بلکې د يوه ملت د هوساينې لپاره هيلې راټوکوي، دغه ډول دا لوستی نسل د هېواد د روښانه راتلونکي کیلي ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر بیا ويلي: «موږ ژمن يو، چې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره به هر ډول هڅه کوو؛ ځکه هر ماشوم حق لري، چې د خپل استعداد د غوړېدا زمینه ورته برابره شي.»
هغه زياته کړه، چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان به د ملي او نړۍوالو ادارو، ټولنو او کورنيو سره په ګډه همکارۍ د ښه کیفیت لومړنيو زدهکړو زمينه برابره کړي؛ په تېره بیا د نجونو، معلولو ماشومانو او هغو ماشومانو لپاره چې د زدهکړې زمینه ورته نه وي برابره شوې.

د کاناډا مونټریال نړۍوالې جشنوارې یا سيالۍ کې د «کابل» په نامه یو سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله. دغه ټلویزیوني سریال د تېر جمهوریت د نسکورېدو پر موضوع جوړ شوی دی.
دغه سریال چې شپږ برخې لري، د یونان د «کاسموټ» ټلویزیوني شبکې لهخوا خپور شوی دی. په دغه سریال کې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو ورځو کیسه بیان شوې ده؛ هغه صحنه چې کابل ته د طالبانو د ننوتو پر مهال ډیپلوماټانو، پوځیانو او ولسي خلکو هڅه کوله، چې ځانونه له ګواښ څخه وژغوري.
د دغه سریال جوړولو تر درېیو میاشتو ډېر وخت ونیوه او د اروپا، امریکا او منځني ختیځ ۵۵ لوبغاړو پهکې رول لوبولی دی.
د «کابل» سریال د یونان د کاسموټ ټلویزیون دویمه نړۍواله تجربه ده؛ تر دې مخکې دغه ټلویزیون د «تهران» مشهور جاسوسي سریال خپور کړی و.

روسی څېړونکی او ټبرپوه سویاتوسلاو کاورین په افغانستان کې تر شاوخوا یوې نیمې میاشتې زنداني کېدو وروسته ازاد شو. تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د روسیې سفارت په حواله لیکلي، چې کاورین تر خوشې کېدو وروسته مسکو ته ستون شوی.
طالبانو (د چنګاښ په ۲۸مه نېټه) ښاغلی کاروین په کندوز ښار کې د ګران بیه ډبرو د قاچاق په تور ونیوه او وروسته یې کابل ته واستاوه.
تېره میاشت چې تاتارستان د طالبانو په ګډون د یوې غونډې کوربه و، د کاروین مور د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف څخه وغوښتل، چې د هغې د زوی په خوشې کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې په جنیوا کې ویلي، چې د افغان نجونو د زدهکړې موضوع باید د نړۍ د هېوادونو په مرکزیت کې وي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.
جوهره بنت عبدالعزیز السویدي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د ښځو د زدهکړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکي د جوړولو اساسي برخه وي.
نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی لکه اقتصادي ناورین، بېکاري، د انساني مرستو زیاتېدونکې اړتیاوې، بېوزلي، د خوراکي توکو ناامنۍ، د اقلیم بدلون، بندیزونه او د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدل.
د السویدي په وینا، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، څو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره شرایط برابر شي.
هغې زیاته کړه، چې قطر په خپلو خبرو اترو کې تل د بشري حقونو، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو د زدهکړې او کار د حقونو د تضمین مسله راپورته کړې ده.
یاده دې وي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړې دي. طالبانو دا پرېکړه د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره د تعلیمي نصاب د نهسازګارۍ له امله توجیه کړې ده.
پر دې سربېره، ښځې د ډېرو دولتي او نادولتي ادارو له دندو ګوښه شوې دي او پر دوی د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، چې له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوي دي.
