ملګرو ملتونو د طالبانو د محدودیتونو له امله د نغدي مرستو مرکزونه وتړل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» اعلان کړی، چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې په افغانستان کې د نغدي مرستو مرکزونه د لنډمهال لپاره تړلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» اعلان کړی، چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې په افغانستان کې د نغدي مرستو مرکزونه د لنډمهال لپاره تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، چې یاد مرکزونه هغه ځایونه دي چېرې چې ستانه شوي افغانان چې کلونه یې په بې ځایه کېدو او کډوالۍ کې تېر کړي، د ټولنې سره د ادغام لومړنیو اړتیاوو لپاره نغدي مرستې او نورې اسانتیاوې ترلاسه کوي.
د دغه عالي کمېشنرۍ په وینا، د ښځینه کارکوونکو نه شتون د ډېرو ستونزو لامل شوی، ځکه چې د ښځینه ستنېدونکو نیمایي څخه زیاتې د معلوماتو راټولولو او مرکې کولو لپاره له ښځینه کارکوونکو سره اړینې اړیکې لري. همدا موضوع د دغو مرکزونو د فعالیتونو د درېدلو اصلي لامل بلل شوی دی.
د کډوالو د عالي کمېشنرۍ چارواکو ویلي، چې د طالبانو له استازو سره د حل لارې په لټه کې دي، څو ښځینه کارکوونکې د افغاني کلتور له مخې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.
یونسیار ټینګار کړی، چې د دې ادارې لومړیتوب د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب او د بېځایه شویو او ستنېدونکو لپاره د بشري مرستو دوام دی او هڅه کوي، چې د نغدي مرستو مرکزونه ژر تر ژره بېرته فعال کړي.


د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاسټونو په لړۍ کې د هېواد د وروستیو څلوېښتو کلونو د جګړو، اقتصادي ګډوډۍ او د نړۍوالو اړیکو د سیاست په اړه پراخې خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی، د قاچاق، فساد او زورواکو واکمني د دولتونو د بنسټونو د کمزورۍ اساسي لاملونه وو.
هغه په خپلو څرګندونو کې د هرات، ننګرهار، کندهار، نیمروز او نورو سیمو اقتصادي او سوداګریز ارزښتونه روښانه کړل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د جګړو تر ټولو ستر تمویل د نشهيي توکو له قاچاق څخه کېده.
پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې یادونه وکړه، چې یوازې په شلمه پېړۍ کې له شمالي لارو د نشهيي توکو کلنۍ بیه ۳۰میلیارده ډالره وه، په داسې حال کې چې د سوېلي لارې ارزښت تر ۵۰میلیارده ډالرو رسېده.
هغه وایي، دغه قاچاقي لارې نه یوازې روسیې او چین ته رسېدې، بلکې د ایران، بلوچستان، افریقا او اروپا بازارونو ته هم غځېدلې وې.
هغه په خپلو خبرو کې د زمرد، مرمرو او رخام د معدنونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې طبیعي شتمنیو په غلا او غېرقانوني استخراج کې هم زورواکو او مافیا پراخ رول درلود.
د ده په وینا، د هرات د چشت شریف مرمرو تر ایټالیا پورې سوداګریز اهمیت درلود، خو د دولت کمزورتیا له امله دا شتمني د قاچاق له لارې بهر ته وړل کېده.
اشرف غني وویل، چې د مالیې وزیر په توګه یې هڅه وکړه چې د هېواد عواید له ۲۰۰میلیونه ډالرو پورته کړي او ګمرکات مرکزي کړي، خو زورواکو واليانو او زورمندانو کلک مقاومت کاوه.
هغه په یوه خاطره کې وویل، چې د هرات په جامع جومات کې یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او په پای کې یې وتوانېد چې د ګمرکونو مرکزیت عملي کړي، خو د ده په وینا، وروسته د زلمي خلیلزاد د فشارونو له امله د زورواکو قوماندانانو او سیاستوالو ته د واک شریکولو پرېکړه وشوه، چې دا د اصلاحاتو د ناکامۍ اصلي لامل وګرځېد.

له دې سره، ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د یونیکال او ډیلتا د تېلو او ګازو کمپنیو د پایپ لاینونو د پروژې یادونه وکړه.
د ده په وینا، په ۱۹۹۰لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال امریکا او پاکستان هڅه وکړه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته ورسوي، خو د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله پروژه ناکامه شوه.
د پخواني ولسمشر په اند، افغانستان کولای شو چې د جغرافیایي موقعیت له کبله د اسیا د زړه په توګه په سیمهییزو او نړۍوالو ټرانزیټي دهلېزونو کې کلیدي رول ولوبوي.
هغه د حیرتان، تورغونډۍ، زرنج، غلام خان او نورو بندرونو د اهمیت یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د وارداتو او صادراتو ترڅنګ د ټرانزیت له لارې څو برابره عاید ترلاسه کړي.
غني وايي، چې هغه ته یو داسې دولت په میراث ورپاتې شوی و چې نیمایي یې د زورواکو تر ولکې لاندې و. د هېواد یاد پخواني ولسمشر د کورنیو چارو وزارت یې د فساد تر ټولو لوی کانون وباله او ویې ویل، چې ان د افغانستان هوايي ځواک د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېل و.
د ده په وینا، امریکا د افغانستان د راتلونکي په اړه جدي علاقه نه لرله. نوموړي یادونه وکړه، چې د ۲۰۰۴په برلین کنفرانس کې یې نړۍواله ټولنه قانع کړې وه چې د افغانستان لپاره ۸.۲میلیارده ډالر مرسته ومني، خو د فساد او زورواکۍ له امله دا مرستې د بنسټیزو بدلونونو لامل نه شوې.
غني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان درې انتخابه لرل: د خدمتګار او پرمختیایي دولت جوړېدل، د مافیايي حکومت واکمني یا د بحرانونو پرلهپسې دوام. هغه زیاته کړه چې له بده مرغه دویمه او درېیمه سناریو عملي شول، ځکه اصلاحاتو ته د فرصت پر ځای زورواکو ته واک ورکړل شو.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان «ای او اېم» له نړۍوالو مرسته کوونکو څخه غوښتي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو لسګونه زره کورنیو سره د مرستې لپاره بېړني مالي امکانات برابر کړي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پارک ویلي: «مونږ نه غواړو چې د بې ځایه شویو لپاره د کډوالو کمپ جوړ کړو، خو اوس اړینه ده چې د لنډمهال لپاره یې رامنځته کړو، ځکه چې بې ځایه شوي خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي او زمونږ هڅه دا ده چې د هغو د اوسېدو ځای ته نږدې مرستې ورسوو.»
هغې د بروکسل په غونډه کې اروپایي ټولنې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې له مرستو سره تړلي دي، ځکه چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له بدلون وروسته امریکا خپلې مرستې درولې دي.
اغلې پارک زیاته کړې، چې افغانستان لا له وړاندې له ګڼو کړکېچونو سره لکه د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې له ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونو افغانانو ستنېدو، کورنيو بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
پارک د اروپايي ټولنې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، لوېدیځ هېوادونه د خپل دفاعي لګښت د زیاتوالي له امله د پرمختیايي او بشري مرستو بودیجې کموي، چې د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره یې ستونزې لا پسې زیاتې کړي. هغې زیاته کړه: «په نړۍ کې ډېرې کړکېچنې ستونزې شته، خو زموږ وېره دا ده چې افغانستان له یاده ونه وځي.»
د اګسټ پر ۳۱مه د ۶.۰ درجې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله له ۲۲۰۰ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶۰۰نور ټپیان شوي دي.
د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې له ۷۰۰۰ډېر کورونه نړېدلي او نږدې نیم میلیون کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۳۴زره کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د ژمي موسم هم رانږدې کېږي، ډېری زلزلهځپلي بېکوره پاتې دي او په پرانیستو میدانونو کې شپې سبا کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ددغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې ده او وايي، دا بندیزونه له طالبانو سره د هوکړو خلاف دي.
یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د سپټمبر پر ۷مه د ملګرو ملتونو کارکوونکې او قراردادیان د دوی دفتر ته له داخلېدو منع کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د طالبانو دغه بندیزونه د کابل په ګډون په هرات، او مزارشریف کې هم د ملګرو ملتونو سیمه ییزو دفترونو ته غځېدلي دي او د دفترونو په دروازو کې طالبان ولاړ دي او ښځینه کارکوونکوته دفترونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
یوناما پر دغه بندیز اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي:«ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړې، چې طالبانو د زلزلې پرمهال او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو پرمهال نجونو او ښځو ملاتړ پر مهال د سفرونو د مخنیوي هڅې شوې دي.»
ملګرونو د طالبانو له خوا د یادو بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوې:« د طالبانو اوسني اقدامات په افغانستان کې د دې ډلې او ملګرو ملتونو ترمنځ د هغو هوکړو خلاف دي چې مخکې له طالب چارواکو سره شوې و. هدغو هوکړو ملګرو ملتونو ته دا زمینه برابره کړې وه چې د هېواد په کچه حیاتي مرستې د کلتوري حساسیت او اصولو له مخې ورسوي او ډاډ ترلاسه کړي چې ښخینه کارکوونکې ښځو ته مرستې ورسوي.»
د طالبانو د دغه نازه بندیز په غبرګون کې یوناما ویلي، چې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب د تضمین او د بشري مرستو د دوام لپاره بدیلي لارې ارزوي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د یادې ادارې پر کارکوونکو د تګ راتګ بندیز او خنډونه د نړیوالو قوانینو څخه په ښکاره ډول سرغړونه ده.

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا نن د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره په مزارشریف کې لیدلي. د بلخ د مقام دفتر ویلي، چې دواړو لوریو د برېښنا او ټرانزیټ، کانونو، صنعت او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په تړاو پر همکاریو خبرې کړې دي.
د بلخ ولایت د رسنیو مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، ددغې ناستې د خبرو مهمه برخه د اقتصادي اړیکو پراخېدل وو.
خبرپاڼه زیاتوي، د دواړو هېوادونو استازو د وارداتو او صادراتو د ډېروالي ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ د ودې لارو چارو باندې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، په ګډو خبرو کې د برېښنا د زیاتوالي، د رېل پټلۍ او ټرانزیټي لارو د پراختیا، د کانونو د استخراج او د تجارانو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د مسلکي کسانو روزنه هم د بحث مهم ټکی و.
د طب، کرنې او انجینرۍ په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره د کارخانو په جوړولو باندې هم تاکید وشو.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پنبې په څېر کرنیزو توکو ته د نړیوال بازار موندنه او د ګډو پانګونو رامنځته کول د لیدنې هغه موارد وو، چې دواړو لوریو پرې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره د غونډې پرمهال ویلي، چې د وروستۍ زلزلې د ژغورنې چارو په عملیاتو کې د الوتکو رول مهم و او هغه الوتکې چې څلور کاله وړاندې تښتول شوې دې بېرته دې افغانانو ته وسپارل شي.
امیرخان متقي د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د همکاریو د قدردانۍ په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان تښتول شوې الوتکې دې بېرته وروسپارل شي.
نوموړي ویلي، چې د ژغورنې عملیات یې تر ډېره د الوتکو په وسیله ترسره کړل او اړتیا ده، چې د افغانستان تښتول شوې الوتکې وروسپارل شي.
نوموړي په دې اړه د کوم ځانګړي هېواد د نوم یادونه نه ده کړې خو وايي:« پر هغو هېوادونو غږ کوو، چې څلور کلونه وړاندې کله چې ځینو هېوادونو د افغان ولس شتمني الوتکې له هېواد څخه بهر وتښتولې او ځینو ګاونډیو هېوادونو ته یې یووړې باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي».
امیرخان متقي د چین، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، هند، روسیې، ازبکستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، جاپان، بنګله دېش سوېس او نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه د زلزله ځپلو سره د همکاریو په پار مننه وکړه او وايي، یاد هېوادونه په سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ودرېدل.
پر همدغه مهال متقي زیاته کړې، چې د بهرنیو هېوادونو ترڅنګ ګڼو بهر مېشتو افغانانو هم له زلزله ځپلو سره مرستې راټولې کړې، خو پر افغانستان د ځینو بندیزونو له امله د بهر مېشو افغانانو مرستې افغانستان نه نه دي رسېدلې.
متقي وویل:«پر افغانستان د غیر قانوني او ظالمانه بندېزونو له امله زموږ بهر مېشتو هېوادوالو نه شوای کړای چې زلزله ځپلو ته مرستې ولېږي. دا ډېر د افسوس وړ ده. یوځل بیا غږ کوو چې پر افغانستان لګېدلي بندېزونه دې لرې کړای شي څو افغانان په خپلو ظرفیتونو له خنډ پرته د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي.»
دغه طالب وزیر ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې مدیریت یې په ښه ډول وکړ او د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه او کورونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، مدرسو، کرنیزو زېربناو جوړول یې په لومړیتوب کې دي.
طالبانو ویلي، چې د کونړ زلزلې له امله ۲۲۰۴ تنه مړه شوي، ۳۶۴۰ تنه نور ټپیان شوي او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.