• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې له «سلام» پرته د مخابراتي شبکو لنډمهالی بندیز

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د کندهار یوه باوري سرچینه افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي، چې طالبانو د پرون (سې‌شنبه) ماښام له ۵:۰۰ بجو نه د شپې تر ۹:۰۰ بجو پورې له «سلام مخابراتي شبکې» پرته نورې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړې وې. سرچینه زیاتوي، چې له دې وروسته بیا شبکې بېرته فعاله شوې.

د سرچینې په وینا، نن (چهارشنبه) سهار د لمانځه پرمهال هم ټولې شبکې فعاله دي؛ خو یوازې د «نوري فایبر» خدمتونه لا هم بند دي.

د انټرنېټ پرې کېدو په افغانستان کې د بانک‌ولۍ په برخه کې هم جدي خنډونه رامنځته کړي دي. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په مزار شریف کې بانکولي له جدي خنډونو سره مخامخ وه. له دې وضعیت وروسته، د طالبانو والي امر وکړ چې بانکونه، د برېښنايي تذکرو دفتر او څو ورته ادارې دې د انټرنېټ له بندېدو معاف شي.»

طالبانو د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله په امر د دوشنبې په ورځ د بلخ او کندهار په ګډون ۵ ولایتونو کې انټرنېټي خدمتونه بند کړل.

له دې وروسته د طالبانو د مخابراتو وزارت وویل چې هر شرکت چې وای‌فای انټرنېټ ته اړتیا لري، باید رسمي غوښتنلیک ورکړي او د استخباراتو له تایید او د وزارت له مراحلو تېر شي نو بیا د انټرنېټ اجازه ترلاسه کولای شي.

طالبانو انټرنېټي خدمتونه بند کړي، چې دا په اوسنۍ نړۍ کې د بانک‌ولۍ او مخابراتو لپاره یوه اساسي اړتیا ده. په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د حضور په تېرو دوو لسیزو کې انټرنېټي خدمتونو په هېواد کې د پام وړ پرمختګ کړی او ډېری لوی مخابراتي او انټرنېټي شرکتونه هلته فعالیت لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د مزار–تهران او هرات–مشهد د رېل پټلۍ پروژې عملي کار پیلېږي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱
طالبان: د مزار–تهران او هرات–مشهد د رېل پټلۍ پروژې عملي کار پیلېږي
100%

طالبان وايي، د مزار–تهران او هرات–مشهد د رېل پټلۍ د جوړونې پروژې عملي کار په نږدې ورځو کې پیلېږي. د یادې پروژې د همغږۍ لپاره د ایران د رېل پټلۍ یو لوړپوړی پلاوی پرون (سې‌شنبه) د بلخ مزارشریف ښار ته تللی او هلته یې د دغې ډلې له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بلخ رسنیز مرکز د دغې ډلې د والي مرستیال ملا نورالهادي په حواله ویلي، چې د مزارشریف-حیرتان پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري. نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزه اداره د پروژې د امنیت او همکاریو بشپړ تضمین کوي.

ایراني پلاوي چې مشري یې د رېل پټلۍ د ادارې د مشرانو یوې ډلې کوله، د حیرتان-ترمذ د اورګاډي پټلۍ کرښه هم لیدلې او د تخنیکي چارو ترڅنګ یې د راتلونکو همکاریو په اړه خپلې ارزونې وړاندې کړې دي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې استازو ژمنه کړې، چې د ګډو همکاریو په لړ کې به د اورګاډي پټلۍ د ښه خدمت او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ازبکستان په بلخ کې د ۶ مېلیون ډالرو په لګښت دیني مدرسه جوړوي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱
ازبکستان په بلخ کې د ۶ مېلیون ډالرو په لګښت دیني مدرسه جوړوي
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر پرون (سې‌شنبه) اعلان کړی، چې د ازبکستان حکومت به په مزارشریف کې د شپږ مېلیونه ډالرو په لګښت تر ټولو لویه دیني مدرسه جوړه کړي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه مدرسه به په څلورو برخو کې جوړه شي، چې د ودانۍ لومړۍ برخه اوس‌مهال بشپړه شوې ده.

د طالبانو د خپاره شوي بیان پر بنسټ؛ د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې له کاري بهیر څارنه وکړه.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغې ډلې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي او د مذهبي او جهادي مدرسو جوړېدو او پراختیا ته یې مخه کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت (د غويي پر ۲۱مه) اعلان وکړ، چې تېر درې کاله په افغانستان کې د اسلامي زده‌کړو شاوخوا ۲۳زره مرکزونه یا مدرسې جوړې شوې دي. دغه وزارت زیاته کړه، چې په دې موده کې تر ۳۰۰زره ډېر زده‌کوونکي په دغه مرکزونو کې شامل شوي دي.

طالب وسله‌والې ډلې تر اوسه پورې د عصري ښوونځیو په جوړونه کې له ډېرې پانګونې ډډه کړې ده.

ازبکستان چې د منځنۍ اسیا د مذهبي افراطيت د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی، په افغانستان کې د طالبانو د مدرسو جوړونې له بهیر سره د لویو پیسو په ورکولو ملاتړ کړی دی. د شنونکو په اند، دغه مدرسې په افغانستان کې د مذهبي افراطي ډلو د روزنې مرکزونه دي.

په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ: په هېواد کې ټول ډېموکراټیک ارزښتونه له منځه تللي دي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۱
په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ: په هېواد کې ټول ډېموکراټیک ارزښتونه له منځه تللي دي
100%

په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو بشري او اساسي حقونه په بشپړ ډول تر پښو لاندې شوي او په هېواد کې ډېموکراټیک ارزښتونه له منځه تللي دي.

یاد غورځنګ د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې او د خلکو د خپل برخلیک ټاکلو حق ته د درناوي نمانځنه وکړه، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولو بشري او اساسي حقونو بې‌برخې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان ښځې د وګړیتوب له هویت څخه محرومې کړي او د ټولنیز، سیاسي او کلتوري ګډون حق یې ترې اخیستی دی.

د غورځنګ غړو د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر فعالانې او معترضې ښځې چې د طالبانو د ګواښونو له امله پاکستان ته تښتېدلې دي، اوس د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د دې ترڅنګ، په ایران کې مېشتې افغانې ښځې هم له ورته ناوړه وضعیت سره مخ دي او د بشري حقونو د اصولو خلاف، له زده‌کړې، درملنې او امنیت څخه محرومې پاتې دي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي، چې طالبان ډېموکراسي او د خلکو واکمني د دیني ارزښتونو پر ضد ګڼي او د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې یې له منځه وړې دي.

حبیب الرحمان حکمتیار: انټرنېټ د هېواد د پرمختګ تر ټولو مهمه وسیله ده

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۱
حبیب الرحمان حکمتیار: انټرنېټ د هېواد د پرمختګ تر ټولو مهمه وسیله ده
100%

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وايي، انټرنېټ د اړیکو په جوړولو، د زده کړو او د هېواد د پرمختګ لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې د نوري فایبر انټرنېټ، د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو پیلامه نه شي.

حبیب الرحمان حکمتیار په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د مصنوعي ځيرکتیا پر لوري روانه ده «موږ ان د دې اجازه ورنکړو چې خلک د ورځې له اطلاعاتو او معلوماتو اطلاع ترلاسه کړي.» د هغه په وینا: «دغه ډول وضعیت د ملت د ماتېدو او تیارو ته د غورځېدو لامل کېږي.»

نوموړی زیاتوي، مبارزه د پوهې له لارې شونې ده او ورسره غوره راتلونکې تضمینېږي «نه له هغې سره د دوښمنۍ له لارې.»

د حبیب الرحمان حکمتیار په باور، یوازې د چاپ ماشین ته په نه سترګه کتلو سره اسلامي نړۍ څو پېړۍ د نړۍ له روان کاروانه شاته پاتې شوه او اروپا یې داسې ځای ته ورسوله چې د هغو په نظر کې عثماني امپراتوري کمزورې ښکارېده. د هغه په وینا، په هغه وخت کې د ورځې له پوهې سره دوښمني د اسلامي نړۍ د ماتې او پاشل کېدو لامل شو. «انټرنېټ خو لا له چاپ ماشین څخه ډېر مهم دی.»

د هالیووډ نامتو افسانوي ستوری رابرټ رېډفورډ مړ شو

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۱
د هالیووډ نامتو افسانوي ستوری رابرټ رېډفورډ مړ شو
100%

د امریکا د سینما نامتو افسانوي ستوری، د اسکار جایزې ګټونکی فلم جوړونکی او د خپلواکې سینما او چاپېریال ساتنې تکړه ملاتړی رابرټ رېډفورډ په ۸۹ کلنۍ کې مړ شو.

رېډفورډ د خپلې پیاوړې شخصیتي اغېز، وقار او د پردې پر مخ د اغېزناک حضور له لارې د نړۍوالو زړونه وګټل او د امریکایي سینما په یوه نه هېرېدونکي سمبول بدل شو. هغه د یادګاري رولونو په ترسره کولو سره لکه په «بوچ کسېډي او سانډنس کېډ» او «د ولسمشر ټول کسان» فلمونو کې نړۍوال شهرت ته ورسېد.

سربېره پر دې چې نوموړی یو تکړه لوبغاړی و، د فلم جوړونې په برخه کې یې هم ستره ونډه لرله. د هغه یوفلم چې «عام وګړي» نومېده د غوره فلم جوړونکي په توګه یې د اسکار جایزه هم ګټلې وه او «د هغې ترمنځ چې سیند بهېږي» فلم د هغه له نورو بریالیو اثارو څخه ګڼل کېږي.

رېډفورډ د هنر د ودې لپاره د ژورې مینې له امله د سانډنس بنسټ جوړ کړ؛ دا یوه غېرانتفاعي اداره ده چې د خپلواکې سینما او تیاتر ملاتړ کوي. د همدې بنسټ تر سیوري لاندې د سانډنس نړۍوال فلمي جشن د نویو فلم‌ جوړونکو لپاره په نړۍ کې د اعتبار وړ او مهم بازار ګڼل کېږي.

له دې بوختیاوو سره-سره، نوموړی د چاپېریال یو ژمن فعال هم و. هغه په ۱۹۶۱کال کې د امریکا د یوټا ایالت غرونو ته کډه شو او لسګونه کاله یې د طبیعت د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړې. د هغه هڅې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ډېرو فعالانو او سترو څېرو لپاره د الهامي سرچینه جوړه شوې ده.

رابرټ رېډفورډ د سینما په نړۍ کې یو تلپاتې نوم او د هنر او طبیعت د ملاتړ په ډګر کې یو پیاوړی غږ پاتې شو. د هغه میراث به د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام یوه نه مړه کېدونکې سرچینه وي.