• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمو اوسېدونکي لا هم له امنیتي اندېښنو سره مخ دي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون حقیقت‌ موندونکې ډلې ویلي، په خېبرپښتونخوا، په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې په ۲۰۱۸ کې دغه ایالات کې ادغام شوې، د دولتي واک کمزورتیا او د خلکو د ژوند خوندیتوب د جدي ګواښ سره مخ دی.

دغه پلاوی چې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشر اسد اقبال بټ یې مشري کوله، له مدني ټولنې، سیاسي مشرانو، حکومتي او امنیتي چارواکو سره لیدلي دي.

د هغوی په وینا، وسله‌وال په سیمه کې ازاد ګرځي، له خلکو باج اخلي او ځوروي یې، تر دې چې ځايي خلک یوازې د ورځې تر غرمې پورې د تګ راتګ اجازه لري.

پلاوي په ځانګړې توګه د تیراه وروستۍ پېښه د اندېښنې وړ بللې، چې پکې د راپورونو له مخې له ۲۰ زیات ملکي وګړي د هوايي بمبارۍ له امله وژل شوي دي.

دغه کمېسون غوښتنه وکړه چې حکومتونه دې د پړې اچولو پر ځای شفافه پلټنه وکړي او د قربانیانو کورنیو ته دې د تاوان ورکولو پر ځای عدالت ورکړي.

په راپور کې ویل شوي چې د جبري ورکېدنو ستونزه لا هم پر ځای ده او زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخامخ دي.

همداراز، خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان چې د ورکېدنو پر ضد غږ پورته کوي، له فشار او ځورونې سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP) پلاوي په خپل راپور کې ویلي، داسې ښکاري چې یو قصدي هڅه روانه ده څو د ۲۰۱۸ کال د اساسي ادغام لاسته راوړنې بېرته وننګول شي.

د دوی په باور، دا کار به نه یوازې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ شاته یوسي، بلکې د زیان‌منو ډلو، په ځانګړي ډول د ښځو او نرښځيانو پر حقونو به هم بده اغېزه وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پنډغالي وتړل

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د تګلارې په لړ کې یې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پنډغالي تړلي دي.

د پاکستان د سرحدي سیمو وزارت د جمعې په ورځ (د تلې څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د پنځو پنډغالو د تړلو کېدو د پرېکړې پخلی کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغان کډوالو درې پنډغالي په هریپور، یو په چترال او یو په اپر دېر کې تړل شوې.

د راپورونو له مخې په هریپور کې د “پنیان کمپ” چې د پاکستان له سترو او پخوانیو پڼدغالو څخه ګڼل کېږي له څلوېښتو کلونو راهیسې د ۱۰۰زرو څخه د زیاتو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ډېره برخه یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي او د یادو پنډغالو تړل کېدل به د هغو زرګونو افغان کورنیو پر ژوند ژوره اغېز ولري، چې له لسیزو راهیسې په دغه صوبه کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.

اېمل ولي‌ خان د تېراه پېښې ته په اشارې: اول مو ووژني، بیا وایي ټول کارونه همدې پښتنو کړي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د خېبر پښتونخوا د تېراه درې اړوند د پاکستاني پوځیانو وروستيو هوایي بمباریو ته په اشارې ویلي، چې لومړی ووژل شي او بیا وروسته پرې ټاپه ولګېږي چې هر څه همدې وژل شویو پښتنو خپله په ځان کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: «دا د افسوس وړ حالت دی او لا هم زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب شوې. د پېښې مسوول څوک دی؟» اېمل ولي خان پر اېکس پاڼه لیکلي، دوی ته باید ښکاره ځواب ورکړل شي چې د دغه پېښې مسوولین «ترهګر، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت، که د پاکستان مرکزي حکومت او یا هم ټول سره یو ځای شریک دي.»

څو ورځې وړاندې په تېراه دره کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملګي وګړو پر کورونو هوایي بریدونه وکړل، چې د دوو کورنیو ۲۱عام وګړي په‌کې ووژل شول. د تېراه ځایي اوسېدونکو یې په غبرګون کې ولسي اعتراض هم پیل کړی او له حکومته یې غوښتي، چې باید د دغه پېښې په تړاو ورته وضاحت ورکړي.

همدا راز ځايي قومي مخورو او ځوانانو غوښتنه کړې، چې د ایالتي حکومت د سر وزیر علي امین ګنډاپور تر څنګ باید د پاکستاني پوځ د پېښور قول اردو قوماندان ترې بخښنه وغواړي. د تېراه دې پېښې ته ګڼو پښتنو سیاست‌والو او پارلماني غړو غبرګونونه ښوولي او دا یې پر پښتنو یو بل «تېری» ګڼلی دی.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ عملیات؛ د «ټي‌ټي‌پي» ۱۳ غړي وژل شوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د ډېره اسماعیل خان د درابن په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د ۱۳غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، دغه عملیات هغه مهال ترسره شول چې د وسله والو د موجودیت په اړه یې کره معلومات ترلاسه کړل. د پوځ په وینا، د ترهګرو پټنځای یې په نښه کړ او د نښتې پر مهال ۱۳وسلوال ووژل شول.

د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. پوځ زیاتوي، یادو وسله والو د ګڼو ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې لاس درلود، چې پکې د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر میاشتې د درابن ځانمرګی برید، د حکومتي چارواکو تښتونې او هدفي وژنې شاملې دي.

په ورته وخت کې د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې د «ټي‌ټي‌پي» له امله تر بل هر وخت ترینګلې دي. پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې «ټي‌ټي‌پي» او نورو وسله‌والو ډلو ته یې په افغانستان کې خوندي پناه ورکړې او له همدې ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه پلانېږي.

خو افغان طالبان بیا دغه تورونه تل ردوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو په وینا، د «ټي‌ټي‌پي» موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او باید د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي.

د دواړو لوریو ترمنځ د باور نشتوالی د دې لامل شوی، چې د سرحدي سیمو وضعیت نور هم ترینګلی شي او وخت ناوخته د تاوتریخوالي پېښې رامنځته شي.

شنونکي باور لري، که څه هم د پاکستان پوځ پرله‌پسې د «ټي‌ټي‌پي» پر ضد عملیات کوي، خو د افغان طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د اعتماد د فضا نشتوالی د اوږدمهالي حل مخه نیسي.

اسد قیصر: جګړه د حل لار نه ده، یوازینۍ لاره سیاسي تفاهم دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي غړي او د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او تر هغې چې دواړه هېوادونه په ګډه د ستونزو د حل لارې ونه لټوي، سیمه به له کړکېچ او بې‌ثباتۍ سره مخ پاتې شي.

اسد قیصر له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تحریک انصاف ګوند د یوې لويې جرګې د جوړولو پلان لري، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته شي او شته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د ولسونو ترمنځ د دوستۍ فضا پیاوړې کړو. جګړه هېڅکله د حل لاره نه شي کېدای. دواړه هېوادونه اړ دي چې د ګډو هڅو له لارې سولې ته ورسېږي.»

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د اوسني حکومت پالیسۍ سمې نه دي، بلکې د خلکو د غوښتنو او واقعي اړتیاوو سره سمون نه لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د مرکزي حکومتونو مسوولیت دی، وویل: «مونږ یو سیاسي ګوند یو او خلکو رایه راکړې ده. زموږ مسوولیت دی چې د خلکو استازولي وکړو او د طالبانو سره د ستونزو د حل لپاره دایمي لاره ولټوو.»

اسد قیصر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې په پاکستان کې یې د طالبانو له سفیر سره هم لیدلي. د هغه په وینا، د طالبانو استازي ورته څرګنده کړې چې هغوی نه غواړي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو دا هم مني چې د طالبانو د حکومت کورنۍ ستونزې ډېرې دي او د حل لپاره یې نړۍوالو او سیمه‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري.

قیصر باور څرګند کړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې لپاره د منځګړیتوب یوه پراخه کړنلاره مهمه ده. هغه په ځانګړي ډول د چین، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو رول یاد کړ او ویې ویل: «که دا دوستان د منځګړتوب مسوولیت واخلي، نو دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د جګړې پر ځای یوازې تفاهم او ډیالوګ د تلپاتې سولې لاره هوارولی شي.»

د تحریک انصاف ګوند دغه مشر په پای کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې د دولتونو نه، بلکې د ولسونو د ګډ برخلیک یوه برخه ده. د هغه په خبره، که دواړه هېوادونه سوله ییزې لارې غوره کړي، نه یوازې به په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بلکې د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو نوې دروازې به هم پرانېستل شي.

د تیراه خلک وايي اعلی وزیر او د پېښور قول اردو قوماندان باید له دوی بښنه وغواړي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د تېراه د پيښې قربانیانو د کورنیو او د ایالتي حکومت د لوړ پوړي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته ورسېد. د قربانیانو د کورنیو استازي وايي، د پېښور فرقې قوماندان باید بښنه وغواړي او حکومت لیکلی ضمانت ور کړي، چې بیا به داسې پېښې نه تکراریږي.

په خیبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د تیراه د پېښې د قربانیانو د استازو او ایالتي حکومت د چارواکو ترمځ ناسته کې ولسي استازو غوښتنه کړې، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امين ګنډاپور او د پېښور قول اردو قوماندان دې د پرلت ځای ته ورشي او د قربانیو له کورنیو دې په رسمي ډول بښنه وغواړي.

هغوی دا ټینګار هم کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي پرلت به ادامه لري.

بل لور ته د پاکستان حکومتي پلاوي غړو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر به سبا يا بله ورځ پخپله د پرلت ځای ته ورشي او د قربانيانو له کورنیو سره به د خواخوږۍ او فاتحې لپاره وګوړي.

د سرچینو په وینا، د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان حکومتي پلاوی پېښور ته ستون شو او په دې پلاوي کې د ایالتي وزیرانو تر څنګ د پېښور کمېشنر هم شامل و.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ په تېراه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو بمبار وکړ، چې د دوو کورنیو ۲۱ کسان پکې وژل شوي دي.

د تیراه خلکو ددې مرګونې پېښې په غبرګون کې له تیرې ورځې راهیسې پرلت پیل کړی دی.