• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي سږ کال به په کندهار کې نږدې ۲۷۵ زره ټنه انار راټول شي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ويلي، چې سږ کال به له دې ولایت څخه ۲۷۴ زره او ۷۲۵ ټنه انار راټول شي. نوموړی زیاتوي، چې روان کال کندهار ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې ترې ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه حاصلات به راټول شي.

محمد حنیف حقمل نن شنبه د (تلې ۱۲مه ) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې سږني حاصلات نه یوازې د تېر په پرتله زیات شوي؛ بلکې د کیفیت له پلوه هم لوړ دي، ځکه چې له نباتي ناروغیو او افتونو څخه پاک دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا حاصلات به له ارغنداب، ژړۍ، شاولي ‌کوټ، ډنډ، پنجوايي، دامان، ارغستان او میوند ولسوالیو څخه راټول کړل شي.

د هغه په وینا، سږ کال د انارو د صادراتو لړۍ هم پیاوړې شوې او دا مېوه به نه یوازې هند او پاکستان بلکې دوبۍ، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته هم صادره شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مولوي کبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خواشینې ښودلې.

خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر له ځنډ پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند د مخینوي سپارښتنه کړې ده. د طالبانو یاد وزارت همدا راز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

د خبرپاڼې په ټکو د دوی د رژیم لمن پراخه ده او غوره بولي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې د کډوالو او ځینو نورو موضوعاتو پر سر د طالبانو او پاکستان اړیکې خړې پړې شوي دي.

د اروپا پارلمان په افغانستان کې له زلزله ځپلو څخه د ملاتړ تړاو ناسته کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۴ GMT+۱

تازه د اروپا پارلمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اکټوبر میاشې په ۷مه نېټه به په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې او د زیانمن شویو مېرمنو څخه د ملاتړ په تړاو بحث وکړي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په دې تړاو به د راتلونکې پنج‌شنبې په ورځ یو پرېکړه لیک هم عمومي رایه اچونې ته وړاندې شي.

په خبرپاڼه کې راغلی چې په قومي او مذهبي لږه کیو او مېرمنو د طالبانو له لوري لګول شوي محدیتونه او پر وړاندې سخت دریځه سیاستونه د دې لامل شوي چې د څه باندې څلور کلونو په تېرو هم طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه نه کړي.

په خبرپاڼه کې همدا شان په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدو ته په اشارې سره ویل شوي چې طالبانو د خپلو محدیتونو په لړ کې تازه د اخلافي فساد د مخنیوي په پلمه انټرنیټي خدمتونه د لنډې مودې لپاره پرې کړل چې د خلکو په ژوند یې منفي اغیز پرېښود.

افغانستان د خبرو محور؛ پوتین تاجیکستان ته ځي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۶ GMT+۱

کرملېن ماڼۍ اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې اکټوبر میاشتې پر نهمه نېټه تاجکستان ته ځي او هلته به د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې وکړي. په تاجیکستان کې د روسیې سفیر ویلي، په دې لیدنه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

هغه د تاجیکستان له یوې محلي رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د افغانستان مسئله د مسکو او دوشنبې لپاره ډیره مهمه ده».

د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف زیاته کړه: «موږ د افغانستان په اړه له تاجیکستان سره همغږۍته ډېره ارزښت ورکوو، دا همغږي که په دوه اړخیز ډول وي او یا د شانګهای غوندې سازمانونو په چوکاټ کې وي،د روسیې او تاجکستان امنیتي ادارې تر خپل منځ ډېرې نژدې اړیکې لري».

ګریګوریف وویل، چې د روسیې او تاجیکستان دفاع وزارتونه په تاجیکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت لوړولو او د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو او سنبالولو په اړه بحث کوي.

د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه په تاجیکستان کې د روسیې تر ټولو لویه بهرني پوځي اډه بلل کېږي.

طالبانو په تېرو ۶میاشتو کې څه باندې ۴۳ زره کاغذي تذکرې تصدیق کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هېواد دننه او بهر نږدې ۴۳ زره تذکرې تایید او تصدیق کړي.

دې ادارې نن شنبه د ( تلې ۱۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په یاده موده کې یې د یو میلیون او درې سوه زرو کسانو د هویت تثبیت هم کړی دی

د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په حضوري ډول د ۲۵ زره کسانو او په انلاین بڼه د څه باندې ۱۷ بهرمیشتو افغانانو د کاغذي تذکرو تصدیق کړی.

دغې ادارې همدا راز ویلي چې د تذکرو د تایید او د هویت د تثبیت بهیر د معلوماتو د کره والي او د اسنادو د معیاري کولو په موخه دوام لري.

ملګري ملتونه: روان کال کې دوه مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه ستانه شوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» وايي چې افغانستان د ستنېدونکو کډوال کړکیچ لا پسې ژور شوی او باید په دې برخه کې بیړنۍ مرستې وشي.

دغه کمېشنرۍ په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې دوه میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي چې د افغانستان پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی.

په ورته وخت کې یادې کمېشنرۍ ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه کارکونکو پر وړاندې محدیتونو، د انټرنیتي خدمتونو پر وړاندې ننګونې او ځینو نورو ستونزو د دغې ادارې د طرفیت رسونې چارې هم سختې اغیزمنې کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو په برخه کې دې له احتیاط څخه کار واخلي ځکه په ټکو که وضعیت همداسې دوام وکړي نو کړکیچ به لاپسې ژور شي.

«یو اېن اېچ سي ار» په تاجکستان کې هم د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

یادې ادارې د وضعیت د سمون لپاره د څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې او هره ورځ زرګونه افغانانو له بېلابېلو لارو افغانستان ته راځي.