ډونالډ ټرمپ وايي، ډېموکراټ ګوند د امریکایي حکومت د چارو ځنډېدو لامل دی

د جمهوري پالو او ډېموکراټانو ترمنځ د حکومتي چارو د ځنډېدو پر شپږمه ورځ لا هم پر دې نه‌دي سلا شوي، چې د فدرالي حکومت د چارو پیلېدو په تړاو یوه هوکړه وکړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډېموکراټ ګوند د حکومتي چارو د خنډ او ځنډ لامل دی.