• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: موږ له ایران څخه د غزې د تړون د وروستي کېدو په اړه قوي نښه ترلاسه کړې

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: «د سیمې نږدې ۸۰ سلنه هېوادونه تل د غزې د تړون مخالف وو، خو دا ځل وضعیت بدل شوی او موږ ان له ایران څخه هم پیاوړې نښې ترلاسه کړې دي چې غواړي دا تړون وروستی شي.»

هغه زیاته کړه: «حماس د اردوغان، قطر، امارات او سعودي عربستان ډېر درناوی لري. ټول هڅه کوي چې دا تړون ترسره شي؛ داسې اجماع تر دې مخکې هېڅکله نه وه رامنځته شوې.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «ټول عربي او اسلامي هېوادونه او همدارنګه د سیمې ټول ګاونډیان غواړي د غزې تړون وشي. ما له رجب طیب اردوغان سره خبرې کړې دي؛ هغه یو ځواکمن کس دی او د دې تړون د پلي کېدو لپاره ډېرې هڅې کوي.»
ډونالډ ټرمپ وویل: «لسګونه زره کسان د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو او د دې وضعیت د پای ته رسېدو غوښتونکي دي. زه فکر کوم چې موږ دې تړون سره نږدې شوي یو او دا تړون به دوامدار وي. دا یوازې د غزې په اړه نه دی؛ دا د منځني ختیځ د سولې په اړه دی.»

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

•
•
•

نور کیسې

فضلي: د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز اصلي موخه د راتلونکي روښانه نسل وژنه ده

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱
100%

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو ۲۰۰زره ښوونکې په کور کېنولې چې دا د راتلونکي نسل وژنه ده؛ خو دغه نسل وژنه هغه مهال درېدای شي، چې افغانان پر فکري محور جوړو شویو لیکو کې منظم شي.

هغه ویلي، د ښوونکي ورځ داسې مهال راځي چې له علم او تدریس څخه څه د پاسه ۲۰۰زره ښوونکې محرومې دي. هغه زیاتوي، دا هغه مېرمنې دي چې نن ورځ د «جهل او تیارو» په بند کې اچول شوي دي.

هغه وايي، په زرګونه نور نارینه پوهاندان او استادان هم یا له دندو ګوښه شوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي. نوموړی کاږي، چې دا یوازې د یوه مسلک له‌منځه وړل نه؛ بلکې د فکر، پوهاوي او راتلونکي نسل وژنه ده.

فضلي د طالبانو واکمنۍ ته ښکاره ګوته نیسي او وايي:« اوسني افراطي اشغال د ملت پر فکري بنسټ برید کړی او غواړي، چې د ازاد فکر، پوهې او منطق څرک مړ کړي.»

د هغه په یادښت کې راغلي، دغه روانه فکري نسل وژنه یوازې هغه وخت درېدای شي چې افغانان په یووالي سره د فکري خپلواکۍ او روښان فکرۍ کرښو پر بنسټ سره راټول شي.

فضلي داسې مهال د ښوونکي د ورځې خبره کوي، چې نه یوازې ښوونکې پر کور کېنول شوې؛ بلکې په ټولیزه توګه ښوونیز مرکزونه محدود شوي او ځای یې مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ طالبان هڅه کوي، چې ښوونځي هم په مدرسو واړوي او له مدرسو څخه د خپلو سرتېرو د جوړولو فابریکې په توګه کار واخلي.

د مزار شریف پر لار په یوه ترافیکې پېښه کې ۸ کسان ټپيان شوي دي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱
100%

طالب چارواکي وايي، د مزارشریف ـ دره صوف پر لار د دوو ټکسي موټرو د ټکر له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، چې په ټپیانو کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او یو سړی شامل دي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې دا پېښه د مزارشریف ـ دره صوف پر لار د شولګرې په قوربقه‌خانه سیمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي طالب مسوولینو زياته کړې، چې دواړه موټر له دره صوف ولسوالۍ څخه مراز شریف ته روان وو.

د دوی په خبره، چې ټپيان ټول د دره صوف اوسېدونکي دي او د درملنې لپاره ځایي روغتیايي مرکز ته وړل شوي دي.

طالبانو د دغه پيښې لامل د موټر چلوونکو بې‌ احتیاطي یاده کړې.

اروپایي ټولنه ټول افغان ښوونکي د ستاینې وړ بولي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱
100%

اروپايي ټولنې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ټولو ښوونکو، په تېره بیا ښځینه استادانو زیار د ستاینې وړ دی.

اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښوونه او روزنه د پياوړي افغانستان جوړولو لپاره یوازینۍ لاره ده.

اروپايي ټولنه داسې مهال د ښوونکي د ورځې یادونه کوي، چې پرون د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې په ښوونځیو کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منعه کړي دي.

تر دې مخکې زرګونه ښځينه ښوونکي پر کورونو کېنول شوي او د نورو حقونو ترڅنګ دا ویاړ هم ځنې اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره: د کډوالو راستنېدلو د افغانستان ښارونه ډېر پراخ کړي

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ایران او پاکستان شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي، چې په دې ډول یې د افغانستان ښارونه پراخ کړي او د ښاري خدمتونو بهیر یې هم ټکنی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي.

په اعلامیه کې راغلي، چې ښارونو ته په ناڅاپي ډول د دومره ډېرو خلکو د ورتګ له امله ښاري نفوس او ودانۍ په چټکۍ سره ډېرېږي او د خدمتونو رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.

دې سازمان له نړوالو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو خدماتي پروژو او کارونو په برخه کې مرستې وکړي.

تر دې مخکې هم دې سازمان ویلي و، چې د افغانستان ښارونه په چټکۍ سره پراخېږي او ډېری سیمې غیر پلاني یا غیر نقشه شوي دي، چې خلک یې له ښاري خدماتو څخه بې برخې دي، لکه د څښلو پاکې اوبه، پخې کوڅې، د چټلو اوبو ایستلو سیسټم او داسې نور اساسي اړتیاوي په کې شاملې دي.

د راپورونو له مخې وچکالي، په کلیو کې د زراعتي سکټور کمزوری کېدل، د نفوسو ډېروالی، بې‌کاري او د کډوالو اېستل هغه ستونزې دي، چې خلک یې په ښارونو کې استوګنې ته مجبور کړي.

قرغيزستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره ۱۳۰ ټنه بشري مرسته وکړه

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد هېواد د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره ۱۳۰ټنه بشري مرسته وکړه.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، د ماشومانو لپاره د ژمي جامې او نور بېلابېلو ډوله توکي شامل دي. همدا راز ویل شوي چې دا مرستي نن د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

که څه هم د افغانستان په کونړ ولایت کې له زلزله ځپلو سره کورنیو خیریه بنسټونو، شتمنو خلکو، نړۍوالو سازمانونو او بهرنیو حکومتونو ډېرې مرستې وکړې، خو بیا هم اغېزمن کسان او کورنۍ په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، چې زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي، خو د ژمي په رارسېدو سره یوازې خیمې خلک له سختې یخنۍ څخه نه‌شي ساتلای.