بلوچستان کې د وسلهوالو او سیمهییزو خلکو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي

پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او وسلهوالو ترمنځ نښته کې د بلوڅ بېلتونپالو ۴غړي وژل شوي او ۲نور یې ټپیان دي. د راپور له مخې؛ وسلهوالو لومړی پر ځايي قبیلو برید وکړ او بیا نښته رامنځته شوه.