اوکراین د روسیې د چاودېدونکو توکو یوه فابریکه او د تیلو زېرمه په نښه کړې

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د پوځ لپاره د مختلفو مهماتو د تولید یوه اصلي فابریکه او په اشغال شوې کریمیا کې د تیلو یوه زېرمه یې په نښه کړي دي.