سیاسي بېثباتي؛د فرانسې نوي لومړي وزیر هم تر ۲۷ورځو حکومتي واک وروسته له دندې استعفا وکړه

د فرانسې ۲۴ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد نوي لومړي وزیر سباستیان لېکورنیو د خپلې دندې په ۲۷مه ورځ د سیاسي بېثباتۍ له امله له دندې استعفا وکړه. هغه له ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ښي پال «ملي رالي» ګوند څخه غوښتي، چې د سیاسي بېثباتۍ ختمولو لپاره ملي شورا منحل کړي.