• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرشته عباسي: د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو پرېکړه د عدالت پر لور مهم ګام دی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو د څار بنسټ د اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانېزم جوړول د عدالت پر لور یو تاریخي ګام دی.

هغې زیاته کړې: «طالبان او ټول هغه کسان چې د افغانستان د بشري جنایتونو مسوول دي، نور نه شي تښتېدلی، ځکه شواهد راټولېږي او چمتو کېږي څو یو وخت د عدالت مخې ته ودرول شي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ په اعلامیه کې راغلي، دا میکانیزم به یوازې د طالبانو د اوسنیو بشري سرغړونو څېړنه نه کوي، بلکې د پخوانیو چارواکو، جنګسالارانو او ان د نړۍوالو ځواکونو احتمالي جنایتونه به هم تر څېړنې لاندې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵کال د اکټوبر په ۶مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک میکانیزم جوړ کړي. دغه اقدام د اروپایي ټولنې په مشري د اجماع له لارې تصویب شو او موخه یې دا ده، چې د طالبانو او نورو اړخونو له‌خوا ترسره شوي جنایتونه مستند او د عدالت لپاره خوندي شي.

څېړونکې فرشته عباسي وایي: «د دې پرېکړې ارزښت دا دی چې د عدالت تله یوازې د یوه اړخ پر وړاندې نه درېږي، بلکې د ټولو قربانیانو درد او غږ ته یو شان درناوی کوي.»

هغې ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې عملي کېدل باید بې له ځنډه پیل شي: «اوس وخت د دې دی چې دا میکانیزم په چټکۍ سره فعال شي، څو د شواهدو راټولول او د دوسیو جوړول پیل کړي. د افغانستان د ښځو او نجونو ژوند هره ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې محدودېږي او د دوی درد نور د انتظار وړ نه دی.»

نوموړې د اروپایي ټولنې ستاینه وکړه او ویې ویل:«اروپایي ټولنې په زړورتیا دا ګام واخیست او نړۍ ته یې وښوده چې عدالت د جغرافیې او سیاست تابع نه دی. د بشري حقونو شورا غړو د دې پرېکړې په تصویب سره یو قوي پیغام ورکړ چې د عدالت په لټه کې د دوه‌ګونو معیارونو ځای نشته.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده هم وغځول شوه، څو د نوي میکانیزم د څارنې برخه وي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارښتنه شوې، چې دا اداره ژر تر ژره فعاله کړي، څو د مالي ستونزو له کبله یې کار و نه ځنډېږي.

فرشته عباسي وویل: «دا پرېکړه د هغو افغانانو لپاره چې د کلونو جګړو، شکنجو او ظلمونو قربانیان دي، د هیلو یو نوی څرک دی. نړۍ باید دا ځل یوازې خبرې نه، بلکې د عدالت د پلي کېدو لپاره عمل وکړي.»

د یادولو وړ ده، چې دا نوی میکانیزم به د هغو کړنو پلټنه کوي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو د سلب کېدو، د زده‌کړې، روغتیا او تګ راتګ د ازادۍ د محدودېدو او د جنسیتي ځورونې سبب شوې دي. دا اداره به شواهد راټولوي، ساتي او د هغو کسانو دوسیې چمتو کوي چې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو مسوول ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له سیمې او نړۍ وغوښتل چې د کډوالو حقونو د تأمین برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

په داسې حال کې چې له پاکستان او ایران سربېره ځينو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو اېستلو ته ملا تړلې، د طالبانو د رييس الوزراء اداري مرستیال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د طالبانو د رييس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ او مل پلاوي سره په کتنه کې په هېواد کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستنو شویو افغانانو ته په اشارې سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو حقونو ته پام وکړي.

مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ په دې کتنه کې په ډاګه کړه، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې له راستنېدونکو سره د مسکن او کارموندنې په برخو کې همکاري وکړي.

نوموړې د کونړ له زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې مرستو ته په اشارې سره وویل، دغه ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د روږدو په درملنه کې هم همکاري وکړي.

په نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوال له ډېرو سختو شرایطو او همداراز د ځايي پولیسو له ناسم چلند سره مخ دي او دوی له نړۍوالو بشري سازمانونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشار راوړي، څو په زوره د افغان کډوالو له اېستنې او همداراز له ځورونې لاس واخلي.

د راپورونو له‌مخې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه یوازې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۱ میلیون کسان په زوره بېرته هېواد ته اړول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو سرغړونو په تړاو د ملګرو ملتونو د میکانیزم هرکلی کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې له مخې به یې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند سرغړونو او نړیوالو جرمونو په تړاو د اسنادو راټولولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړېږي.

د یاد سازمان مشرې اګنس کالامارډ ویلي:«په افغانستان کې د دوامداره معافیت پر وړاندې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د شواهدو راټولولو دا میکانیزم یو مهم ګام دی، چې د تېرو او روانو جرمونو د حساب‌ورکونې لپاره لار پرانیزي او د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو لپاره د عدالت او جبران زمینه برابروي.»

نوموړې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان یې د وېرې او زور سیسټم ته داخل کړی او ښځې او نجونې له ټولنیز ژونده ایستل شوې دي.

نوموړې وايي، ښځې په افغانستان کې له زده کړو، کار او غږ محرومې شوې، خبریالان، فعالان او لږکي په جبري توقیف، شکنجه او تښتولو ګواښل شوي او عامه سزاګانې او اعدامونه د وېرې د وسیلې په توګه کارول شوي دي.

کالامارډ ټینګار کړی چې د دې میکانیزم جوړېدل د عدالت په اوږده لاره کې یو ستر ګام دی.

د نوموړې په وینا، د بشري حقونو د شورا نننۍ پرېکړه د تېرو څلوېښتو کلونو د جګړو له قربانیانو سره د حساب‌ورکونې په برخه کې یو مهم پړاو بلل کېدای شي، خو د دې بریالیتوب په دې پورې تړلی چې څېړنیز میکانیزم له ۲۰۲۱ کال وړاندې جرمونه هم تر پوښښ لاندې راولي.

په دغو جرمونو کې د داعش خراسان ډلې بریدونه او د پخواني حکومت، نړیوالو ځواکونو او نورو لوریو احتمالي سرغړونې هم شاملېږي.

کالامارډ زیاته کړې: «د میکانیزم جوړېدل یوازې پیل دی، دولتونه باید قربانیانو ته دا حق ورکړي چې دغه بنسټ ته کافي سرچینې او واک ورکړل شي، څو د عدالت د پلي کېدو هڅې پیاوړې کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې د افغانستان د بشري حقونو د څېړنې لپاره یو خپلواک او بې پرې میکانیزم جوړ کړي.

امیرخان متقي د «مسکو فارمټ» غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اوومه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ. حافظ ضیا احمد وايي، متقي په لومړي ځل د مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې ټاکل شوې د مسکو فرمټ ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې هېوادونو د اړیکو د پراختیا په تړاو له غړو هیوادونو سره خپل دریځ شریک کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تلې پر ۶مه وویل، چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې نوموړي ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ور کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي و، چې روسیه به طالبان په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.

د تېر کال د مسکو فارمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې وه.

یادې ناستې ته د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم بلل شوي وو.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په رسمیت پېژندلې ده او د پخوا په پرتله یې اړیکې ورسره نږدې شوې دي.

افغان مېرمنو د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څیړلو نوي میکانیزم هرکلی کړی

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو او سیاسي څېرو شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او منیژه باختري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره یو خپلواک نړیوال میکانیزم تضمینوي.

د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مدني ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو ګډو هڅو ناممکن، ممکن کړل.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم ددې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه د ښځو، نجونو او نورو زیانمنو قشرونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی.

هغې پر ایکس لیکلي:«موږ له ډېر وخته د قوي څیړنیز میکانیزم غوښتنه کوله، چې د افغانستان د بشري حقونو ژوره کړکېچنه وضعه وڅېړل شي، دا پرېکړه نه یوازې د ښځو او نجونو پر ضد د سیسټماټیکو سرغړونو په رسمیت پېژندلو معنا لري، بلکې د هغو جرمونو د ثبت زمینه هم برابروي چې د طالبانو او نورو ډلو له لوري ترسره شوي دي.»

په اتریش کې افغانې سفیرې منیژه باختري هم ددې پرېکړې ستاینه کړې او ویلي یې دي:«د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه لیک په کلکه د طالبانو د سیسټماټیکو سرغړونو، د ښځو او نجونو د ځورونې او د لږکیو پر ضد د بریدونو غندنه کوي، د خپلواک څېړنیز میکانیزم جوړول د نړیوالو جرمونو د حساب ورکولو لپاره یو مهم ګام دی».

باختري زیاته کړې، دا پرېکړه نه یوازې د ښځو او نجونو، بلکې د ټولو هغو قربانیانو لپاره د عدالت او حساب‌ورکولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې د طالبانو له‌خوا تر فشار او تاوتریخوالي لاندې راغلي دي.

رېچارډ بېنېټ: نوی څېړنیز میکانیزم به د افغانستان جدي جنایتونه وڅيړي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څیړنې میکانیزم جوړول «تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي چې دا به د جدي جنایتونو د څېړنې ترڅنګ د راتلونکو عدلي قضیو د اسنادو په راټولولو کې مرسته وکړي.

بېنېټ په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي:«د افغانستان د خلکو د عدالت د ترلاسه کولو په لاره کې د خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدل یو تاریخي پړاو دی، دا به جدي جنایتونه وڅېړي او د راتلونکو جزایي محاکمو د ترسره کولو زمینه به برابره کړي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د کار مرستندوی بلل کېږي. نن د بشري حقونو شورا د افغان ژونديو پاتې شویو غږ واورېد.»

د بشري حقونو شورا دا پرېکړه‌لیک په اتفاقي رایو تصویب کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت څارنه او د جرمونو د مستند کولو بهیر به نور هم پیاوړی او پراخ شي.

شنونکي وايي، د دغه میکانیزم جوړېدل نه یوازې د تېرو دوو لسیزو د جنایتونو د ثبت او څېړنې لپاره مهم دي، بلکې د عدالت، حساب‌ورکولو او د افغانانو د باور د بیا راژوندي کولو په لور یو عملي ګام دی.