طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې نوم په «معیار او کیفیت ادارې» بدل کړ

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې نن سې‌شنبه (د تلې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوند په امر یې د دغه ادارې نوم په رسمي ډول په (معیار او کیفیت ادارې) اړولی او ورسره یې لوګو هم بدله کړې ده.