• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند له روسیې او چین سره یو ځای د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو پوځي اډو مخالفت وکړ

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

هندي وېبپاڼې «ټېلګراف انلاین» راپور ورکړی، چې د «مسکو فارمټ» د وروستۍ غونډې پر مهال هند له روسیې، چین او اوو نورو هېوادونو سره یو ځای اعلان وکړ، چې په افغانستان او یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو پوځي اډو جوړېدل د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه دي.

دا مخالفت په داسې حال کې شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو د بګرام هوايي اډې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې وه، هغه اډه چې د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کېده.

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ پر اړتیاوو پراخ بحثونه وکړل او ټینګار یې وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې باید پیاوړې شي. د ګډې اعلامیې له مخې، هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د هغې د رېښو د پرېکولو په برخه کې ملاتړ وشي، څو د دغه هېواد خاوره د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ د امنیت لپاره د ګواښ په توګه ونه کارول شي.

اعلامیه کې ویل شوي: «ترهګري نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.»

په غونډه کې د هند ترڅنګ د روسیې، چین، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د سیمه‌ییزې اقتصادي اړیکو برخه شي او د نښلونې په سیمه‌ییز سیستم کې فعاله ونډه ولري.

د هند د پلاوي مشري د دغه هېواد سفیر وینای کمار کوله. هغه وویل، هند د یو خپلواک، باثباته او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي او د افغان ولس د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ژمن دی.

هغه ریاته کړې: «یو خوندي او باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو په ګټه دی، بلکې د سیمې د مقاومت او د نړۍوال امنیت لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.»

د مسکو فارمټ مشورتي غونډې له ۲۰۱۷کال راهیسې د افغانستان د سولې، ثبات او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو استازي په بشپړ ډول د غونډې غړیتوب لري.

په همدې حال کې، د طالبانو او هند اړیکې د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د محدودو تماسونو پر بنسټ روانې دي. هند هڅه کوي، له طالبانو سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو له لارې اړیکې وساتي، خو لا یې رسمي ډیپلوماتیک شناخت نه دی اعلان کړی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هند: باثباته او سوله‌ییز افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۱

د «مسکو فارمټ» په اوومه غونډه کې هند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې یو با‌ثباته، سوله‌ییز او خوندي افغانستان نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې د ثبات او د نړۍوال امنیت لپاره هم اړین دی.

په دغه غونډه کې د هند په استازیتوب د دې هېواد سفیر وینای کمار زیاته کړه: «هند د افغانستان د خپلواکۍ، سولې، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ کوي.»

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د یوه بشپړ غړي په توګه په غونډه کې ګډون وکړ. ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو د هر ډول پوځي اډې یا نظامي جوړښت د ځای پر ځای کولو پر ضد خپل مخالفت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره د ګواښ سرچینه نه شي.

د غونډې ګډونوالو پر سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي، د ترهګرۍ پر ضد پر ګډو هڅو او د سولې د ټینګېدو پر عملي ګامونو ټینګار وکړ.

هند له وړاندې هم ویلي، چې غواړي له طالبانو سره د ښو اړیکو ترڅنګ د افغان ولس د بشري او پرمختیايي اړتیاوو په برخه کې هم مرسته وکړي.

د طالبانو او هند اړیکې له ۲۰۲۱کال وروسته د احتیاط او محدودو تماسونو پر بنسټ روانې دي. هند د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سیاسي حضور بېرته پیل کړ، خو تر اوسه یې رسمي ډیپلوماتيکې اړیکې نه دي اعلان کړې. د هند تمرکز زیاتره د بشري مرستو، روغتیا او زېربنایي همکاریو په برخو کې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو او پاکستان اړیکې له اوږدې مودې راپدېخوا له کړکېچ سره مل دي. که څه هم پاکستان د طالبانو د پخوانیو سیاسي ملاتړ کوونکو له ډلې ګڼل کېږي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي امنیت، د پاکستان پر ضد بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د فعالیتونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

شنونکي وايي، هند هڅه کوي د سیمې له نورو هېوادونو سره د ګډو همکاریو له لارې د افغانستان په اړه خپل اغېز بیا ورغوي، په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له ټولو لوریو سره د متوازنو اړیکو د جوړولو هڅه کوي.

صادق خان له امیرخان متقي سره د ګډو امنیتي اندېښنو په تړاو خبرې وکړې

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د «مسکو فارمټ» مشورتي غونډې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د ګډو امنیتي اندېښنو د حل او همداراز د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې وکړې. دغې کتنې ۹۰ دقیقې دوام وکړ.

پاکستان په خپل هېواد کې د امنیتي ستونزو پر مهال تل طالبانو ته ګوته نیسي او وايي، چې د «تحریک طالبان پاکستان» غړي د ډيورند کرښې ور اوړي او هلته ترهګریز بریدونه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د سې‌شنبې په ورځ په مسکو کې د «مسکو فارمټ مشورتي» غونډې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره پر همدې او نورو اقتصادي مسایلو ۹۰ دقیقې خبرې کړې دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په دې کتنه کې دواړو خواوو د ګډو امنیتي اندېښنو د حل، د ټرانزیتي لارو د خوندیتوب او د ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پر دوامداره خبرو اترو او همکاریو ټینګار وکړ.»

صادق خان زیاتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو یو ځل بیا د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا پر اهیمت له ټينګار سربېره هوکړه وکړه، چې د ګمرکي کړنلارو د ساده کولو له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانولو لپاره عملي اقدامات وشي.

په دې غونډه کې د سیمې د پراخ اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره د سیمه ییزو سوداګریزو دهلېزونو د امکاناتو پر برابرېدو هم ټينګار وشو.

پاکستان تل پر طالبانو تور پورې کوي، چې د تحریک طالبانو پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې او هغوی بیا د ډيورند له فرضي کرښې په اوښتو سره په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي، خو طالبانو بیا دغه ډول تورونه رد کړي او د پاکستان امنیتي مسایل یې د دغه هېواد کورني مسایل ګڼلي دي.

ضمیر کابلوف: مسکو افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لېږلو نیت نه لري

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لېږلو هېڅ ډول پلان نه لري.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د «مسکو فارمټ» د اوومې غونډې له ناستې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

کابلوف وویل: «دا په بشپړ ډول له بحث څخه وتلې خبره ده» او یادونه یې وکړه، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د غونډې په پرانیستونکې وینا کې څرګنده کړه، چې مسکو په افغانستان او یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د هر ډول درېیم هېواد د پوځي حضور یا اډې کلک مخالفت کوي.

د هغه په وینا، دغه غونډې روښانه کړه چې د سیمې ټول هېوادونه غواړي په افغانستان کې د طالبانو سره په ټولو هغو برخو کې اړیکې پراخې کړي چې د دواړو لوریو د ګډو ګټو سبب ګرځي.

کابلوف زیاته کړه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی، لاوروف ته ویلي چې طالبان به هېڅ بهرني هېواد ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې پوځي اډه جوړ کړي. هغه وویل: «دا پرېکړه د بګرام پوځي اډې په اړه هم صدق کوي.»

تېره میاشت د چین، روسیې، ایران او پاکستان استازو په ګډه اعلان وکړ، چې دوی د امریکا له خوا د بګرام هوایي اډې د بېرته ترلاسه کولو د هڅو مخالفت کوي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې بګرام هوايي اډه بېرته پنټاګون ته وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه.

ټرمپ هغه مهال ګواښ کړی و، که طالبان د بګرام کنټرول پرې نه ږدي نو «بدې پایلې» به ولري. دغه اډه د ۲۰۲۱کال تر اګسټ میاشتې پورې د امریکا د پوځ تر ټولو لوی نظامي مرکز و.

کابلوف دا هم وویل، چې روسیه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په اړه د روانو خبرو هرکلی کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړي.

د یادولو وړ ده، چې روسیې د ۲۰۲۵کال د جولای په میاشت کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او په دې سره د نړۍ لومړنی هېواد شو، چې د طالبانو د واکمنۍ رسميت یې ومانه.

نور احمد اغا: افغانۍ په تېر یوه کال کې د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی دی

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د دغه بانک په عالي شورا غونډه کې وویل، په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او په وینا یې افغانۍ د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.

نور احمد اغا په دغې غونډه کې چې ځینو غړو یې په انلاین بڼه حضور درلود، زیاته کړه، چې د بانکونو د شتمنیو، مدیریت او نقدینګۍ وضعیت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ښه شوی دی.

نوموړي همداراز د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکولۍ سکتور د عمومي وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکولۍ د پراختیا د هڅو، د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي په اړه هم څرګندونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک عالي شورا د دغه بانک د پرېکړې کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، چې په کال کې څلور ځله غونډې کوي او د بانک د اساسي تګلارو او ستراتیژیو د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لري.

د فاریاب د استخباراتو مشر منصور اکه: بهرني «ناکام» مشران د خلکو په وینو تجارت کوي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د فاریاب د استخباراتو مشر مولوي محمد یعقوب (منصور اکه) ویلي هغه مشران چې له هېواده بهر اوسيږي او خلک وژلو ته هڅوي، د وینو سوداګري کوي او د بېوزلو اولادونه له منځه وړي. هغه د قوم پرستۍ سخته غندنه او د یووالي غوښتنه وکړه.

فاریاب کې د طالبانو د استخباراتو رییس مولوي محمد یعقوب په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، له هېواد بهر افغان جهادي مشران وغندل او ویې ویل چې «هغه رهبران چې د هېواد نه د باندې اوسيږي او تاسو وژنو ته تشویقوي، د هغوی پیسې خلاصې شوي، ستاسو په وینو تجارت کوي.»

نوموړي جهادي رهبرانو ته وویل: «تاسو زموږ استازي نه یاست، بلکې د لوېدیځ جاسوسان یاست.»

هغه زیاته کړه چې دغه مشران خپل اولادونه په معتبرو پوهنتونونو کې زده‌کړې ته لېږي، خو د غریبو اولادونه وژني.

نوموړی په دغه ویډيو کې وایي چې ملت د شوروي اتحاد پر وړاندې درې میلیونه انسانان قرباني کړل، «تاسو په ځای د دې چې اسلامي حکومت جوړ کړی وای، د یو بل پر وړاندې مو د جهاد فتوا ورکړه.»

یعقوب په غیرې مستقیم ډول هم وویل چې یادو مشرانو د خلکو ژوند له منځه وړی او د ملي شتمنیو غلا کې لاس لري.

هغه وویل چې د شوروي پر وړاندې خلکو درنه قرباني ورکړې، خو اوس هغه مشران ملت ته سزا ورکوي او د سیمې د سولې پر ځای ناکرارۍ ته لمن وهي.

د فاریاب د استخباراتو مشر د قوم‌پالنې او قومیزو پېژندنو پر ضد جهادي رهبرانو ته په وینا کې وویل: «تاسو نور د حزب جمعیت، جنبش نومونه مه اخلۍ، موږ یو ملت یوو، موږ یو جسد یوو، تاسو زموږ استازي نه یاست.»

هغه ټینګار وکړ چې خپل قوم ته درناوی لري، خو ملت په لومړي قدم کې مهم دی.

یعقوب همدارنګه له پخوانیو جهادي مشرانو وغوښتل چې که وږي دي نو تجارت دې وکړي او د افغانانو په وینو دې کاروبار نه کوي.

نوموړي په دغه ویډيو کې د طالبانو د حکومت د کار یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د طالبانو حکومت «ډېر قوي پلانونه لري» او په ابادۍ او بنسټیزو پروژو کې یې عملي ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د قوش‌تېپې په څېر کانالونه روان دي او په مېلیونونه ډالر په دې کارونو لګول شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د هېواد د بېلابېلو سیاسي او نظامي مشرانو د کړنو په اړه بحثونه دوام لري.