ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه ۲.۶مېلیونه کډوال افغانستان ته تللي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې نن سېشنبه (د تلې ۱۵مه) ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان نه تر ۲.۶ مېلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه یې په جبري توګه اېستل شوي دي.